Homeخبرونهد امریکا او ایران بیا جګړه به څنګه وي؟ ټرمپ له جګړې...

د امریکا او ایران بیا جګړه به څنګه وي؟ ټرمپ له جګړې د وتلو لپاره څه لارې لري؟

تاند (سې شنبه، د لړم/ عقرب ۱۲ مه) په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د ایران پر وړاندې د پوځي بریدونو د بیا پیل احتمال مطرح کوي، «فایننشل ټایمز» ورځپاڼې او «هیل» خپرونې په دوو جلا شننو کې د داسې پرېکړې د احتمالي پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د دغو شننو له مخې، د امریکا د تمې خلاف، د بریدونو نوی پړاو نه د جګړې د پای ته رسېدو ضمانت کوي او نه هم دا ډاډ شته چې تهران به د واشنګټن غوښتنو ته تسلیم شي. برعکس، د ایران متقابل غبرګون ښايي د انرژۍ کړکېچ لا پسې پراخ کړي او جګړه د سیمې نورو هېوادونو او ان اروپا ته وغځوي.

ډونالډ ټرمپ د امریکا د منځمهاله انتخاباتو د سیالیو په وروستیو ورځو کې، چې د انرژۍ او توکو د بیو لوړېدو د رایه ورکوونکو ناخوښي زیاته کړې، یو ځل بیا ایران پر پوځي برید ګواښلی دی.

نوموړي په روانه اوونۍ کې له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي: «زه باید پرېکړه وکړم؛ ایا کار بشپړ کړم، چې دا به ډېر اسانه وي، او که یوې هوکړې ته ورسېږم؟»

د امریکا ولسمشر تېره اوونۍ هم د «ایپیک فیوري» په نوم د عملیاتو د یوې بلې محدودې بڼې د ترسره کولو د احتمال یادونه کړې وه. دا د هغو پراخو پوځي عملیاتو نوم دی چې د فبرورۍ په میاشت کې یې د جګړې پیل ته لار هواره کړه.

خو فایننشل ټایمز لیکلي چې د امریکا د پوځ پخواني قوماندانان او دفاعي شنونکي باور لري چې د احتمالي بریدونو هېڅ یوه لاره، په ځانګړې توګه په اوسنیو شرایطو کې، نه اسانه ده او نه بې له لوړو لګښتونو.

د امریکا د دفاع پخواني وزیر مارک اسپر، چې د ټرمپ د لومړۍ ولسمشرۍ پر مهال یې دا دنده لرله، دې ورځپاڼې ته ویلي: «یوازې ولسمشر پوهېږي چې څه فکر کوي.»

د هغه په وینا، د امریکا حکومت باید د جګړې په راتلونکي پړاو کې خپل روښانه هدفونه او هغو ته د رسېدو لپاره یوه باوري تګلاره بیان کړي.

د احتمالي بریدونو درې سناریوګانې

د فایننشل ټایمز د راپور له مخې، د واشنګټن پوځي انتخابونه د ایران پر سمندري او ساحلي اهدافو له محدودو بریدونو نیولې، تر هغو څو ورځنیو پراخو عملیاتو پورې غځېږي چې پوځي، اتومي او اقتصادي زېربناوې په نښه کوي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) پخوانی قوماندان جوزف ووتل د محدودو بریدونو له احتمالي لارو یوه د ایران پر سمندري وړتیاوو د بریدونو پراخول بولي.

د هغه په وینا، په دغو بریدونو کې د ایران ساحلي رادارونه، د بېړیو ضد توغندیو توغولو سیستمونه، د بې‌پیلوټه الوتکو ځایونه او د وړو کښتیو اډې په نښه کېدای شي.

ووتل وايي، دا ډول عملیات به د هرمز تنګي له لارې پر سوداګریزو بېړیو د ایران د بریدونو د مخنیوي لپاره د دغه هېواد د پوځي وړتیاوو د کمزوري کولو په معنا وي.

د هغه په باور، د دې عملیاتو له امله د جګړې د پراخېدو خطر نسبتاً کم دی، ځکه امریکا تر دې مخکې هم ورته بریدونه کړي دي. خو ایران ښايي د هغو سیمو، چې بریدونه پرې شوي، د پوځي وړتیاوو ځینې برخې په چټکۍ بېرته ورغوي.

دوهم انتخاب د ایران پر اتومي تاسیساتو د بیا برید کول دي.

ټرمپ ادعا کړې چې د امریکا په تېرو بریدونو کې د ایران د اتومي پروګرام درې مهم مرکزونه «په بشپړه توګه له منځه تللي» دي، خو اوس د ځمکې په ژورو کې د «کلنګ» په نوم پر اتومي تاسیساتو د برید احتمال هم مطرح شوی دی.

ټرمپ د اکتوبر په میاشت کې ګواښ کړی و چې پر دې تاسیساتو به د «بمونو مور» په نوم د یوه درانه بم برید وکړي. دغه بم شاوخوا ۱۰ ټنه وزن لري او د غورځولو لپاره یې سي-۱۳۰ ترانسپورتي الوتکې ته اړتیا ده.

د راپور له مخې، دغه الوتکه د خپلې ټیټې چټکتیا او د ایران د خاورې په ژورو کې د الوتنې د اړتیا له امله له جدي خطر سره مخامخ کېدای شي.

امریکا په تېرو بریدونو کې د نطنز او فردو پر اتومي تاسیساتو د « سنګر ماتوونکي» په نوم له یوه بل درانه بم څخه کار اخیستی و. دغه بم د دې لپاره جوړ شوی چې د ډبرو او کانکریټو تر طبقو لاندې پټو پناه‌ځایونو ته ننوځي.

په واشنګټن کې د نړیوال امنیت او ساینس انستیتیوت مشر او د اتومي وسلو کارپوه ډیویډ البرایټ فایننشل ټایمز ته ویلي چې امریکا او اسرائیل ښايي اوس د ایران د اتومي پروګرام په اړه د ۲۰۲۵ کال پرتله ډېر لږ معلومات ولري.

خو نوموړي دا احتمال هم رد نه کړ چې داسې تاسیسات او کسان شته چې امریکا او اسرائیل یې په اړه معلومات لري، خو تر اوسه یې په ډاګه کړي نه دي.

درېیمه او پراخه سناریو څو ورځني پوځي عملیات دي چې په هغو کې به د اتومي تاسیساتو ترڅنګ د سپاه پاسداران قوماندانان، د ایران بېرته رغول شوې توغندويي او د بې‌پیلوټه الوتکو وړتیاوې او ملکي زېربناوې، لکه فابریکې، د تېلو چاڼځایونه او برېښناکوټونه هم په نښه شي.

فایننشل ټایمز تر دې مخکې راپور ورکړی و چې نتانیاهو تېره میاشت د داسې پراخو عملیاتو لپاره چمتووالی نیولی و، خو د ټرمپ د مخالفت له امله یې ترسره نه کړل.

اسرائیلي چارواکو په دې وروستیو کې د ایران د احتمالي اهدافو نوی شوی نوملړ هم د امریکا د دفاع وزیر ته سپارلی دی.

د ایران د تسلیمېدو په اړه شکونه او د متقابل غبرګون خطر

سره له دې چې په تېرو بریدونو کې ایران ته درانه زیانونه اوښتي، خو شنونکي شک لري چې یوازې هوايي بریدونه دې د دغه هېواد د حکومت د نسکورېدو سبب شي.

د امریکا د «دیموکراسۍ د دفاع بنسټ» د منځني ختیځ کارپوه جوناتان شانزر فایننشل ټایمز ته ویلي: «دې حکومت ثابته کړې چې د فشارونو پر وړاندې د مقاومت وړتیا لري. درانه ګوزارونه یې خوړلي، خو له اقتصادي او پوځي فشارونو سره سره یې بیا هم خپل دوام ساتلی دی.»

په همدې تړاو، د امریکا د ترهګرۍ ضد ملي مرکز پخواني مشر جو کینټ او د امنیتي مشورتي شرکت «ابسیدین» مشر برېټ اریکسن په «هیل» خپرونه کې په یوه ګډه مقاله کې استدلال کړی چې واشنګټن باید دا انګېرنه ونه لري چې د بمباریو په یوه بل پړاو سره به ایران تسلیمېدو ته اړ کړي.

دوی د «یوې بلې کوچنۍ حماسې د خطرناکې انګېرنې» تر سرلیک لاندې لیکلي: «په جګړه کې یو نه بدلېدونکی حقیقت شته: دښمن هم د پرېکړې کولو حق لري.»

د دغو دوو لیکوالانو په باور، ټرمپ باید د هغو سلاکارانو پر ځای چې د چټک بري په ژمنو یې جګړې ته وهڅاوه، پر خپلې سوداګریزې تجربې او غریزې تکیه وکړي.

دوی یادونه کړې چې ټرمپ د جون په میاشت کې، د پوځي عملیاتو له لومړي پړاو وروسته، په سمه توګه درک کړې وه چې جګړه وباړ حالت ته رسېدلې او اقتصادي پایلې یې ښايي امریکا د پخواني ولسمشر هربرټ هوور د واکمنۍ د اقتصادي رکود په څېر حالت ته ورسوي.

د دغو لیکوالانو په وینا، امریکا د جګړې په لومړي پړاو کې د ایران پر پوځي اهدافو زرګونه مهمات وکارول او د هغو زېربناوو په ویشتلو سره یې د ایران اقتصاد ته درانه زیانونه واړول چې هم ملکي او هم پوځي استفاده ورڅخه کېده.

د ځینو سرچینو د اټکل له مخې، د بمباریو له امله د ایران زیانونه له ۱۰۰ میلیارد ډالرو اوښتي دي.

له پراخو بریدونو، د ایران د یو شمېر مشرانو له وژل کېدو او د څه باندې ۱۰۰ ورځو له کلابندۍ سره سره، د ایران اسلامي جمهوریت لا هم پر خپل ځای پاتې دی.

د «هیل» مقالې لیکوالان باور لري چې داسې ډېر لږ شواهد شته چې وښيي پر برېښناکوټونو او نورو اقتصادي او ملکي زېربناوو بمبارۍ به د ایران د مالي نظام د ړنګېدو، وېش او ګډوډۍ سبب شي؛ هغه حالت چې د دوی په وینا، د اتو میاشتو ویجاړیو هم نه دی رامنځته کړی.

دوی په دې موده کې د ایران د پیسو د ارزښت کمېدو ته هم اشاره کړې، خو وايي داسې څرګند شواهد نشته چې د ایران وګړي دې په پراخه کچه د حکومت د نسکورولو لپاره سړکونو ته د راوتلو په درشل کې وي.

د جګړې د پراخېدو اندېښنه

د شنونکو تر ټولو لویه اندېښنه د امریکا د احتمالي برید په وړاندې د ایران متقابل غبرګون دی. دغه غبرګون ښايي د سیمې د عربي هېوادونو د انرژۍ زېربناوې په نښه کړي او د نړۍ د انرژۍ کړکېچ لا پسې سخت کړي.

ایراني چارواکو دا هم ښودلې چې ښايي په اروپا کې د هغو پوځي اډو پر ضد اقدام وکړي چې امریکايي ځواکونه ترې کار اخلي. په دې لړ کې یې په بلغاریا کې د یوې اډې د ویشتلو ګواښ هم کړی دی.

دا ګواښ په لومړي ځل دا احتمال راپورته کوي چې ایران ښايي پر یوه اروپايي هېواد مستقیم برید وکړي.

د اسرائیل د ملي امنیت د مطالعاتو انستیتیوت د ایران کارپوه داني سیتری‌نوویچ فایننشل ټایمز ته ویلي چې د ایران پر مهمو زېربناوو برید به «د جګړې ماهیت په اساسي ډول بدل کړي».

د هغه په وینا، دا کار به د ایران له خوا د خلیج د هېوادونو پر ورته زېربناوو د متقابلو بریدونو احتمال ډېر کړي او د جګړې کابو کول به ستونزمن کړي.

د بریتانیا د حکومت د امنیتي چارو پخوانۍ سلاکارې لینېټ ناسباخر هم خبرداری ورکړی چې د سیمې د هېوادونو د تېلو پر چاڼځایونو بریدونه به د ایران له خوا د خلیج د انرژۍ پر تاسیساتو له متقابلو بریدونو سره مخ شي.

د هغې په وینا، دا ډول بریدونه به د نړۍ د انرژۍ کړکېچ سخت او د سون توکو بیې لوړې کړي.

نوموړې ټینګار کړی چې امریکا داسې یوه عملي لاره نه لري چې د ایران د بالستیک توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د توغولو وړتیا په بشپړه توګه له منځه یوسي.

د امریکا د سمندري ځواکونو متقاعد اډمیرال او د سنتکام پخواني مرستیال قوماندان رابرټ هارورډ بیا ویلي چې د تېلو پر چاڼځایونو بریدونه کولی شي د ایران د خلکو ورځنی ژوند سخت ګډوډ کړي او دغه هېواد «پر ګونډو» کړي، پرته له دې چې پوځي اهداف په مستقیم ډول په نښه شي.

خو کارپوهان خبرداری ورکوي چې دا ډول تګلاره به د ایران ملکي وګړو ته سخت بشري زیانونه واړوي؛ هغه خلک چې له دې مخکې هم د نړیوالو بندیزونو او د امریکا د سمندري کلابندۍ تر فشار لاندې دي.

ایران خبرداری ورکړی چې د بریدونو د بیا پیل په صورت کې ښايي په هرمز تنګي کې د سمندر په تل کې مخابراتي کېبلونه او د معلوماتو زېرمه کولو مرکزونه هم په نښه کړي.

ایراني چارواکو د نویو جنګي جبهو د پرانیستلو، د «نویو عملیاتي پلانونو» او «لویو غافلګیرونکو اقداماتو» د کارولو خبرې هم کړې دي.

تهران دغه راز ادعا کړې چې په عمان سمندرګي کې یې یو نوی توغندی ازمویلی دی.

امریکا له جګړې څخه د وتلو لپاره کوم انتخابونه لري؟

د واشنګټن پر وړاندې بله مهمه ستونزه د مهماتو او د توغندیو د شنډولو د سیستمونو د زېرمو کمېدل دي.

په واشنګټن کې د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز د راپور له مخې، د جګړې له پیل مخکې د امریکا د «پېټریاټ» توغندیو د شنډولو زېرمه ۲۳۳۰ توغندي وه، خو اوس تر زرو کمو ته راټیټه شوې ده.

د «ټاډ» پرمختللو توغندیو د شنډولو زېرمه هم له ۴۵۲ څخه تر ۲۸۰ کمو توغندیو ته رسېدلې ده.

د دغه راپور یوه لیکوال مارک کانسیان فایننشل ټایمز ته ویلي چې د «توماهاک» لرې واټن ویشتونکو توغندیو او نویو دقیق‌ویشتونکو توغندیو د زېرمو بېرته ډکول ښايي له یوه تر پنځو کلونو وخت ونیسي.

په داسې شرایطو کې، کینټ او اریکسن په «هیل» کې په خپله ګډه مقاله کې د ټرمپ لپاره دوه مناسب انتخابونه وړاندې کړي دي:

  1. د جګړې د درولو پخواني تفاهم‌لیک ته بېرته ورګرځېدل.
  2. د بري اعلانول او له سیمې د امریکايي ځواکونو ایستل.

د دوی په باور، هغه تفاهم‌لیک ته بېرته ورګرځېدل چې ټرمپ مخکې منلی و، کولی شي د هوکړې د بیا فعالېدو او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستل کېدو زمینه برابره کړي.

دوهم انتخاب د سمندري کلابندۍ لرې کول او له سیمې د امریکايي ځواکونو ایستل دي. د دوی په وینا، دا اقدام ښايي د هرمز تنګي د کښتۍ چلونې پر وړاندې د ایران د ګواښونو انګېزه کمه او د ډیپلوماټیکو هڅو د پرمختګ لپاره نوې زمینه برابره کړي.

په همدې حال کې، د امریکا د استازو جرګې د استخباراتو کمېټې غړي او د ډیموکرات ګوند استازي جېسن کرو د بریدونو د پراخولو تګلاره یوه بله ستراتیژیکه تېروتنه بللې ده.

هغه فایننشل ټایمز ته ویلي چې دا فکر «چې یوازې یو ځل بیا هوايي برید وکړو او کار به پای ته ورسېږي»، له بنسټه ناسم دی.

د هغه په وینا، همدا ډول فکر امریکا د عراق او افغانستان ۲۵ کلنو جګړو ته ورټېل وهله او له درې ټریلیون ډالرو ډېر لګښت یې پرې وکړ.

کینټ او اریکسن د خپلې مقالې په پای کې خبرداری ورکړی چې پر ایران د «یوه بل ګوزار» کولو غوښتنه د درک وړ ده، خو ټرمپ باید داسي ونه انګېري چې د جګړې د راتلونکي پړاو د مودې او پایلو واک به د ده په لاس کې وي.

د دوی په باور، د «ایپیک فیوري» په نوم د عملیاتو یوه بله محدوده بڼه ښايي هماغه ویجاړوونکی اقتصادي کړکېچ رامنځته کړي چې د امریکا ولسمشر یې د پېښېدو وېره لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د نوي نسل په روزلو کې د ادبیاتو رسالت

پوهندوی آصف بهاند د جرمني په کولن ښار کې کونړ کولتوري‌ټولني پتیلې ده چې د ۲۰۲۶ ام کال د اکتوبر پر یودیرشمه نېټه د کونړسیند...