جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبلنډه کیسهمرغۍ ګېره شوه (لنډه کیسه) رحمت دېوان

مرغۍ ګېره شوه (لنډه کیسه) رحمت دېوان

“ګرانې! د کله نه مې چې ستا تصويرونه ليدلي، لېونے يم درپسې”

“په تصويرونو مئينېدل کمعقلي ده”

“خو دا کمعقلي ما کړې ده”

“فېسبوکيان خو ټول دروغژن وي”

“نه ګرانې! ماته پته ده چې تۀ رښتونې يې، خو تۀ اوس دا ومنه، چې زۀ هم رښتونے يم”

“څنګه؟”

ځونډي له ډېر وخت نه د پري سره په فېس بک خبرې کولې او اوس به ورته پري هم د هرې خبرې ځواب ورکولو، خو پري لا تراوسه پوره باوري نه وه او ځونډى لګيا وو د خپلې مينې اظهار يې ورته کولو، ځونډي ته پته وه چې پري څوک ده؟ د چا لور ده؟ چرته اوسېږي، ځکه چې هغۀ په خپله د پري کور ليدلے وو او د هغې نه وروسته يې په مختلفو طريقو پري ته جالونه خوارۀ کړي وو، خو لا د اخري پتې ويشتو وخت نه وو راغلے، خو د پري د “څنګه؟” کمنټ سره سم ځونډي د ځان سره وويل چې اوس خو اخري پته ويشتل پکار دي، خپل برېښناليک يې خلاص کړ او يو څو انځورونه يې پکې اټېچ کړل، بيا يې د برېښناليک لېږلو په ځائې کې د پري برېښناليک پته وليکله او د لېږلو بټنې ته يې ټک ورکړ.

“ګرانې! برېښناليک دې وګوره، د دې نه لوى ثبوت نه شم درکولے او که تۀ هم داسې ثبوت راکولے شې، نو رائې که”

“ښه” او بيا پري خپل برېښناليک خلاص کړ، چې د ځونډي راغلى برېښناليک يې خلاص کړ، نو وشرمېده، ځکه چې هغه خپل بې جامو انځورونه رالېږلي وو.

“تۀ څومره بې شرمه يې”

مينه د سړي نه شرم او غېرت هر څه اخلي”

“خو زۀ دومره بې شرمه نه يم”

“زۀ تاسره د لېونتوب تر حده مينه لرم”

“که د دې هر څه نه باوجود هم زۀ تاسره مينه ونه کړم”

“دا ضروري نه ده، بس زۀ درباندې مئين يم او د هغې ثبوت مې درکړو”

“نو تر دې حده پورې رسېدلے يې”

“زۀ به ستا په مينه کې د دنيا ټول حدونه سَر کړم”

“لکه چې لېونے شوې يې”

هغې لکه چې د ځونډي د تنګولو دپاره اوس خپله لهجه لږه بدله کړه.

“او ګرانې! ستا په مينه کې لېونے څه چې سپېلنے هم يم”

“جوړ په رشتيا لېونے يې”

ځونډي خپله د موبايل شمېره وروليکله،

“که تۀ هم ماسره مينه کوې، نو په دې ماته ميسج وکه”

“او که وې نه کړم”

“زما زړۀ وئ چې تۀ به ماته ميسج کے”

“نو ستا زړۀ، زما د زړۀ نه څه خبر دے”

“که تا ماته ميسج وکړو، خو زۀ به پوى شم چې تۀ هم ماسره مينه کے، ځکه چې:

د يو زړګي نه بل ته لار وي

چې زما خوښ يې ستا به ولې بدي شمه”

+++

د ډيفنس تاڼې پلټونکى (انسپکټر) فېصل په خپل دفتر کې ناست و، د نن ورځې دوه درې ورځپاڼې يې مخې ته پرتې ، د فېصل په مخ به بېلا بېل رنګونه تلل راتلل، کله يې ورځپاڼو او کله يې د وره په لور کتل.

په چوکۍ کې لږ رانېغ شه او امت ورځپاڼه يې  راواخيسته، يوې سُرخۍ ته ځير شه،

“د ډيفنس يوه بله جلۍ د فېس بک ښکار شوه”

په لا زياتو معلوماتو کې يې ليکلي وو:

“نن سبا د فېس بک کارونه په ځوانانو او پېغلو کې زياته شوې ده، په همدې اساس په فېس بک وارداتونه هم زيات شوي دي، تېره ورځ د ډيفنس يوه جلۍ مسماة (م) د فېس بک ښکار شوې ده او خپل عزت او دولت يې له لاسه ورکړي دي، د ډيفنس تاڼې پلټونکي هم په دې هکله څه خبر نه دى ورکړى او تراوسه پورې د ملزم هيڅ درک نه دى معلوم شوى”.

پلټونکي فېصل ورځپاڼه يو ځل بيا په مېز وغورځوله، لږ ساعت د سوچ نه وروسته راپاڅېد او په وره ووت.

+++

“جانه! ما چې کله ستا تصويرونه وليدل، نو هغه وخت درباندې مئينه شوم، خو اوس چې مې ستا سره خبرې (چېټنګ) وکړو، نو نوره هم درنه متاثره شوم او چې تا بيا دومره لوى ثبوت راکړو نو پوره يقيني شوم، زۀ هم داسې په تا مئينه يم، لکه تۀ چې په ما، نو ځکه مې درته خپله شمېره درولېږله، خو ماته به زنګ تۀ نه راوهې، چې کله د زنګ وخت وو، نو زۀ به درته خپله زنګ وهم”.

ځونډي چې په موبايل کې ميسج وکتلو، نو موسکے شۀ، د ځان سره وګوڼېده “لکه يوه مرغۍ بله هم ګېره شوه” او چې کمپيوټر ته کېناست نو هغه انځورونه چې دۀ په خپل اکاونټ کې اپلوډ کړي وو، وار په وار سره وکتل او هغه ته يې وويل: “ياره! په رښتيا چې ښکلے يې، جينۍ دې په ځان مئينه کړه، خو پته نه لګي، چې ته به چرته يې؟”.

+++

“ماته فېصل وئ، د ډيفنس تاڼې پلټونکى يم”

“او زۀ اتل جان، کېنئ”

پلټونکى فېصل مخامخ پرتې چوکۍ کې کېناست، د دفتر په منځ کې يو لوى د شيشې مېز پروت وو، لپ ټاپ، کاغذونه او د مختلفو مشهورو وېبپاڼو لوګو ګانې پرې پرتې وې، دا د ګلشن اقبال په ښايسته علاقه کې د معمار ټاؤر په څلورم پوړ کې درېم دفتر و، په دې ټاؤر کې ټول د کمپيوټري زده کړو، پروګرامونو جوړولو، سروس ورکولو او هاکرانو دفترونه وو.

“تاسو به چاى څښئ او که بوتل؟”

رحمت دیوان
رحمت دیوان

“نه، د تکليف ضرورت نشته”

“نه فېصل صېب! څه خو به کوئ”

“بس زما دا کار وکړئ، لکه چې هر څه مو وکړل”

“حکم کوئ تاسو”

“يو څه کسان نيول دي”

“نو دا خو ستاسو کار دے”

“دا ځل مجرمان بېل ډول دي، زمونږ وس پرې نه رسي، ستا مرسته راته پکار ده”

اتل جان يو څه حېران شه، بيا يې پوښتنه وکړه،

“هغه څنګه؟”

“هغه داسې چې دا ځل وارداتونه په فېس بک شوي دي”

“وارداتونه په فېس بک؟”

“او، د ډيفنس په سيمه کې د دوه مالداره کسانو لوريانې چا د فېس بک نه بلېک مېل کړي دي، دا يې لا څه کوې، چې ذهني او جذباتي اذيت يې ورکړے او د پېسو نه يې هم خلاصې کړي دي”.

“لکه چې دا اور دلته هم راورسېدو”

“بلکل”

“تراوسه خو په دلته خلکو په انټرنېټ هېکنګ کولو، خو اوس يې پکې دا کيسې هم پېل کړې”

“نو دا کسان به راته مالوم کړې؟”

“چې تاسو وايئ نو اوس خو به يې مالومول لازمي وي، څه مالومات؟”

پلټونکي فېصل ورته يوه لفافه په مېز کېښوده،

“په دې کې د هغه دواړو کسانو پوره مالومات دي، چې د يو کس نوم ګل خان او د بل عابد دے، تصويران يې هم پکې دي او له دې نه پرتکه پکې د ګل مکۍ او مينا مالومات هم شته”

“ګل مکۍ او مينا څوک دي”

“دا هغه جينکۍ دي”

“سمه ده، بس داسې وګڼه چې کار دې وشه”.

“نو زۀ تلے شم”.

“بلکل، خو د چاى څښلو نه وروسته”

پلټونکي جواد وخندل، خو د چايې په انتظار پا نۀ څېد.

+++

ځونډى په خپل خوښ نېټ کلب کې ناست و، د پري آئي ډي سائن آؤټ راتله، هغه لګيا وو خپل نور بېلا بېل اکاونټونه يې کتل، په دې کې يې يو اکاونټ نه خلاصېدو، هر ځل به يې ايرَر ورکولو، دا لږ پرېښانه شو، چې دا په دې څه چل وشۀ، د ډېر کوښښ نه وروسته هم خلاص نه شه، نو واپس يې پرېښود، سوچ يې وکړ ښايي پاسورډ رانه غلط شوے وي، بيا به يې وګورم چې پاسورډ همدا دے او که نه.

ځونډي چې دا ځل د ځونډي په نوم اکاونټ خلاص کړ، نو پري آن لاين وه،

“سلام”

دۀ ورته وليکل،

“وعليکم سلام! څنګه يې؟؟”

“ښه يم ګرانې! تۀ راته خپل حالونه وايه”

“زۀ خو ستا د مينې اور کې سوزم”

ځونډى موسکے شۀ، د ځان سره يې وويل: “لکه چې اور ښه په تېزۍ لګېدلے دے”.

“ما هم داسې وګڼه”

“زۀ په مخامخ ستا ليدل غواړم”

“زۀ هم”

“نو بيا د ويډيو چېټنګ په باره کې دې څه خيال دے”

ځونډي زر د کمپيوټر نه وېب کېمره راوويسته او ورته يې وليکل،

“ګرانې! زما وېب کېمره خرابه ده”

“دا څه وې، نن خو ما ويل چې له تاسره به ويډيو چېټنګ کوم”

“زما هم زړۀ غواړي، خو دا درې څلور ورځې کېږي چې کېمره مې خرابه ده، او بله مې راوړې نه ده”

“نو خواته دې بل څوک نشته؟”

“نه ګرانې! که کېمره وې نو ولې ما نه غوښتل او هغه زما بې جامو ډالۍ به کله رالېږې؟”

“ځه بې شرمه”

“په دې کې د بې شرمۍ څه خبره ده، زۀ په تا مئين يم او تۀ په ما”

“خو زۀ اول تا په مخامخ ليدل غواړم”

“دا ارمان به دې هم پوره شي”

“ښه، نو کله به سره ليدل کوو؟”

“انشاء الله ډېر زر”

“انشاء الله”

+++

پلټونکى فېصل د اتل جان مخې ته ناست و،

“ښه اتل صېب! نو څه پرمختګ وشۀ؟”

“او بلکل” اتل جان په خوشحالۍ ځواب ورکړ، “کۀ څه شوي نه وے، نو هسې خو مې نه شوې پاځابولے”

“نو دا څوک دي؟”

“دي نۀ، دے”

“دے؟” پلټونکي فېصل ترې په حېرانۍ پوښتنه وکړه.

“او، دا يو کس دى چې په بېلا بېلو نومونو او تصويرونو يې دا اکاونټونه جوړ کړي دي”.

“نو دا څوک دے؟”.

“دا خو چې ور شو پته به يې لګي” اتل جان ورته تفصيل پېل کړ “خو دا سړے که هر څوک دے، د اورنګي ټاؤن په ګلشن غازي کې د ګلوبل نېټ نه دۀ دا وارداتونه کړي دي” فېصل د سر په خوزولو سره خبرې ته غوږ وو. “دا ډيوائس د لټون نومي يو کس په نوم دے، چې يو نېټ کلب چلوي، دا نېټ کلب د X23 بسونو موړ سره نزدې، د کوئټه هوټل سره جوخت په يو دوکان کې دے او لازمي ده چې د دۀ په نېټ کلب کې ډېر کسان کېني، نو داسې پرې لاس نه شو اچولے، دې دپاره ما يو جال خور کړے، بس که نن دے او که سبا، نو مرغۍ راګېره ده”.

پلټونکي فېصل ورته په معنا خېزه مسکا وکتل، اتل جان پوهه شه، چې فېصل څه غواړي، نو د دراز نه يې يو څو ټائپ شوي کاغذونه راوويستل او هغه ته يې ورکړل، هغه چې کاغذونه سر سري وکتل نو په خندا يې اتل جان ته وويل:”ډېر ښه”

دواړو يو بل سره په خندا کې لاسونه وجنګول.

+++

“ګرانې! سهار چې له خوبه پاڅېدم، نو په موبايل کې ستا ميسج وو، چې يوولس بجې حتماً فېس بک ته کېنم؟، څه خبره خو نشته؟”

“نه جانه! ډېر مې ياد شوے وې، نو ځکه مې غوښتل چې په فېس بک درسره ګپ ولګوم”

“ښه، دا خبره ده”

“او، ما ويل چې خبرې درسره وکړم”

“لکه چې اور دواړه خواو ته بل دے”

“دلته خو لمبې دي”

“نو لکه چې سرۀ جوړه تۀ هم غواړې”

“کومه نجلۍ سرۀ جوړه نۀ غواړي؟”

“ولې نه، د هرې نجلۍ دا ارمان وي، خو د ځينو پوره شي او ځينې……”

ځونډي خبره نيمګړې پرېښوده،

“نن زۀ تاله يوه ډالۍ درکول غواړم”

“ډالۍ، هغه څه؟”

ځونډى پوهه شه چې دا ډالۍ به څه وي، خو بيا يې هم پوښتنه وکړه، ځکه چې ډېره تادي يې وه، چې بې جامو ډالې وويني.

“لږ صبر وکړه، دومره تادي د څه ده”

“تلوسه مې ورته زياتېږي”

“د صبر مېوه خوږه وي، لږ صبر وکړه”

+++

پلټونکى فېصل د پوليسو موټر نه راښکته شه، اتل جان او يو څو نور پوليس هم ورسره و، اتل جان په موبايل د چا سره لګيا و، ټول ګلوبل نېټ کلب پر لور ور روان شو، چې ور يې ټول د شنې شيشې وو، ورننوتل.

د ور سره جوخت يو ورکوټے شان مېز پروت وه، د مېز دپاسه کمپيوټر او د نېټ ډيوائس پروت وو، يو څو د نوو فلمونو سي ډيز هم پراته وو، د دېوال خواته يو چوکۍ پرته وه چې يو هلک پرې ناست وو، هغه زر راپاڅېد او په سواليه نظر يې پلټونکي فېصل او اتل جان ته وکتل،

“تۀ لټون يې؟”

“نۀ جي! هغه کور ته تلے”

“ښه ښه، کېنه کېنه، مونږ دلته يو کس ګورو، ته کېنه”

هغه هلک د پلټونکي فېصل او د پوليسو د جامو په ليدلو سره لږ مرغوب شۀ او واپس په خپله چوکۍ غلے کېناست.

دا نېټ کلب ډېر اوږد وو، لکه چې په دريو دوکانونو کې يې جوړه کړې وه، يو طرف او بل طرف ته يې واړه واړه کېبنونه جوړ وو او په منځ کې يې وړه شان لار وه.

پلټونکي فېصل او اتل جان دواړه د کېبنونو خواو ته روان شو، پوليس هم هلته ودرېدل، هغوي يو يو کېبن خلاصوه او کمپيوټر ته به يې يو نظر کتل، چې کوم کس څه ګوري،

اووم نمبر کېبن چې يې خلاص کړ، نو پکې ناست کس چې دوي ته وکتل، يو څه پرېښانه شه، اتل جان چې د هغۀ د مانېټر شيشې ته وکتل، نو د فېس بک پاڼه پرې خلاصه وه، اتل جان فېصل ته وکتل او مسکى شه، پلټونکي فېصل په ناست کس يې لاس کېښود، اتل جان کيبورډ ته لاس يوړ او په فېس بک کې انلاين جينۍ، چې د دې کس سره يې چېټنګ کولو، ورته يې وليکل:

“ښاغلې پريه! مرغۍ ګېره شوه”.

د مۍ ١٤مه، ٢٠١٢ء

سهار اووۀ نيمې بجې

بيري باغ، پېښور

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب