دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeکالمونهقانعد آس ګلو اطاق / عصمت قانع

د آس ګلو اطاق / عصمت قانع

(د مالیې وزیر د استیضاح په باب ځانګړی کالم)

زموږ د کلي نظرګی ورورک د کیسو ګوډی دی، چې کومه پېښه لا نه وي شوې، نو نظرګی ورورک یې د قوارې مطابق د کیسې جامه ورته سکڼي او بیا یې سره ګنډي.

اصلي نوم یې نظر خان دی، ورورک یې تکیه کلام دی، اوس یې تکیه کلام په تخلص بدل شوی دی او نظر خان د کلیوالو په عامه لهجه کې په نظرګي بدل شوی دی.

کله چې د پاخه مني پای رارسېږي او د ژمي یخې څپې زموږ د کلي د توتو پاڼې پرمځکه را وغورځوي، نو د نظرګي ورورک د کیسو ښاخونه او څانګې په پاڼو پټې شي.

سهار وختې د جومات پر تنګاچه کښیني، څومره چې لمر تودېږي هغومره د نظرګي وروک د کیسو کرکترونه تودېږي. بس په کیسو کې ټکرونه وي، جنګونه وي، سولې وي، مرکې وي، غیبي فتحې وي، د خدای د نازولو کرامات وي، د مور او پلار د دوعاګانو رنګ وي، د ملنګانو د کچکول قلنګ وي، د شنو خالونو جادوګر اثر وي، د عاشق په مات زړه کې د ونیو کوثر وي، د غمونو لښکر وي، بیا نو د خوښیو اختر وي او د کیسو بهیر وي، چې روان وي او نظرګی وروک هم خوښ او خندان وي.

اوس یې کلیوال په محلي کیسو کې د مبالغو پر افراط باندې دومره انتقاد او نیوکې نه کوي او ورورک هم په بېغمه زړه د کیسې پر سړک باندې خپله بګۍ تېزه ځغلوي.

اوس اوس نظرګی ورورک سیاسي شوی هم دی، د شپې لخوا بي بي سي، امریکا غږ راډیو اوري او سهار د ازادۍ راډیو تبصرې او خبرونه اوري.

کله چې خبرونه واوري، نو په خپله خالصه لهجه اختصاصي تبصرې کوي، چې اوس یې هم د کلي بېکاره او بې روزګاره خلک پر کیسو غوږ نیسي.

کله چې مازدیګر شي، نو کلیوال د ورځې د پېښو او واقعاتو مفصل تفصیل د نظرګي وروک له خولې اوري.

پرون مازدیګر چې د مالیې د وزیر له پارلماني جنجال څخه د راډیو له لارې خبر شوی وو، خپله ځانګړې تبصره یې راته واوروله او هیله یې وښوده، چې پر تبصرو یې کالم ولیکه او اخبار یې شاجوی ته راولېږه.

په تلیفوني خبرو کې یې استیضاح ته مستوزا وویل او پارلمان ته یې د آس ګلو د اطاق نوم ورکړی وو.

په خبرو خبرو کې مې ترې وپوښتل، چې ورورکه د اس ګلو اطاق څنګه د پارلمان وظیفه او نده ترسره کوله، لږ خو یې تفصیل راته ووایه.

ورورک په خپل خاص منطقي انداز کې په خبرو لګیا شو او راته کړه یې، چې د کندهار له ښار څخه د ارغنداب ولسوالي ته یو لوی سړک غځېدلی دی، ددغه غځېدلي سړک پرسر د مجاهدینو په وخت کې د ګل محمد خان قوماندان اطاق او پاټک وو، چې په آس ګلو یې شهرت درلود. کله چې به بزګرو، بڼوالو، باغوانانو، بینډۍ، کدو، بانجان، رومیان او نورې بلابترې د خرڅلاو لپاره وړې، نو د ګل محمد خان قوماندان د اطاق غازیانو به خپل حق ترې غوښت، په دغه اطاق کې به هر هغه څه پیدا کېدل چې د ارغنداب بزګرو به ښار ته د خرڅلاو لپاره وړل، حتی د چرګو هګۍ، د مستو کټوۍ، د ونو کنډ، د اچارو او سرکې بوتلونه او هر هغه څه چې له کلیوال اقتصاد څخه د ښار مارکېټ ته د خرڅلاو لپاره تلل د آس ګل محمد خان په جهادي اطاق او پاټک کې پیدا کېدل.

د نظرګي ورورک په قول پارلمان هم هماغه د آس ګلو اطاق دی او د افغانستان له ګوټ، ګوټ څخه د ګل محمد په څېر قوماندانان په کې راټول شوي دي، له ټول افغانستان څخه حق غواړي.

دولتي ادارې، غیر دولتي مواسسات، اینجوګانې، کاروباري مرکزونه، د مځکو د خرڅلاو مارکېټونه او د معاملاتو د لارښوونې دوکانونه ټول باید زموږ پارلمان ته حق ورکړي.

د جنګسالارانو جیب ته د حق په نامه د کمېشن او شریني ورکول زموږ د مقننه قوې د قانون جوړولو دیموکراتیک اعتبار او پرستیژ دی او دغه پرستیژ نن دومره بربنډ او لوڅ شوی، چې خدای دې وساته.

هر وزیر چې د جنګسالارانو حق وځنډوي او یا یې ورنه کړي، نو د استیضاح له رسوا انجام سره به مخامخ شي او دغه رسوا انجام هغه وخت بېرته د اعتماد په جامه باندې پوښل کېږي، چې د حق په نوم یو څه د جنګسالارانو جیب ته ور ولوېږي.

پارلمان ته په دنیا کې د ولس کور ویلای شي، خو زموږ له پارلمان څخه د جنګي قاچاقي، استخباراتي او فسادي مافیا د کومیډي ډرامې سرکس جوړ شوی دی.

دغه سرکس ډېرې کومیډي ډرامې نندارې ته وړاندې کولای شي او ممکن لا ډېرې کمیډي نندارې د سټیجح پرسر تمثیل کړي.

د نظرګي ورورک تبصره مې نن تر ډېرو تلویزیوني او میډیایي تبصرو خوښه شوه. ورورک د خلکو په ژبه د خلکو د سترګو له زاویې څخه په خورا شفاف ډول د افغانستان د ډیموکراسۍ پر اوسني تصویر باندې د لفظونو یوه ښکلې تابلو راته رسم کړه.

دا به زما کمزوري وي، چې په ننني کالم کې هغه احساسات چې یو عام کلیوال انسان یې د اوسنۍ کړکېچنې وضعې په هکله لري په سمه توګه تفصیل او تحلیل کړم.

خدای دې رحم وکړي

 له محور ورځپاڼې په منننې.

7 COMMENTS

  1. salamoona. very interesting writing . It is nothing but the truth and i agree 100 % ….. AND Ass Guloo was a good guy 🙂

    • LOL@ASS guloo was a good guy, you are contradicting your own comment. You said Qani Sab is hundred percent right: he has written that ASS guloo demanded tax from the poor farmers and took a part of their goods as tax. Does a good guy do so ? yeah but an ASS does so!!!

  2. واقعا ډیر په زړه پوری مطلب دی او داووسنی پارلمان واقعی څیره یی تمثیل کړی ده الله دی راته ژوندی لره قانع صاحبه.

  3. حضرت قانع صاحب او ټولو لوستونکو ته سلامونه وړاندی کوم
    دالیکنه څومره چه دتاریخی نظره ډیر کره شواهد او موجود وقایع ښکاره کو ی ،نو همدا رنګه د پښتو ژبی د نثر په ډګر کی هم ډیر ی په زړه پوری ورته والی او پر تله کونی لری لکه: (کله چې د پاخه مني پای رارسېږي او د ژمي یخې څپې زموږ د کلي د توتو پاڼې پرمځکه را وغورځوي، نو د نظرګي ورورک د کیسو ښاخونه او څانګې په پاڼو پټې شی.)
    ددی څرګندونو تر څنګ باید داهم په ګوته شی چه اوسنی اس ګلو ماما چه دارګ په چوکی یی تکیه کړی او تر څنګ یی دپخوانی اس ګلو (دارغنداب پاټکی) دوخت مشران ناست دی اوملت یی د نابودی په کنده درولی ،نو کله چه یی د لوټ او تالان کیسی ټولی دنیا ته رسوا شی او نو بیا ځان ته د براات په ډول هغه پخوانی پاټکیان راټول کړی او اعلان وکړی چه : په دی موضوع باندی د جهادی شخصیتو سره بحث وشو.
    زه خو په دی هیله یم چه داسی یو څوک را پیدا شی چه ددوی څخه په دی دنیا پوښتنه وکړی او هم یی دظلمونو جزا ورکړی.

  4. قانع صاحب سلام اودرناوی،

    یاره ډیره پر زړه پوري مسلې ته دي اشاره کړي ده، داټول توپکیان ،جنګ سالاران اوجنګي جنایتکاران همداسي دي
    که وزیرسوی دی په وزارت کي اطاق جوړکړی، که والي سوی دی هلته کارکړی که وکیل سوی دی خوټوله ته مالومه سوي چه په سلي اوپه شلي خپل عزت اوحیثیت خرڅ کړی دی، ستا مبارزه دتوپکیانو اولنډه غرو په وړاندي دستایني وړده
    صدسلام

  5. سلامونه! هاهاهاها
    قانع صاحب ! نظرګي ورورک دي حواله غلطه در کړې ده، د آس ګلو(ګل محمدجان) اطاق يا پوسته د کندهار ښار په زړه شا بازار، د ساعتاتو د سراى په درېيم منزل کي وه، نه د ارغنداو اولسوالۍ ته پر غځېدلې لاره.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب