پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+لاتین الفبا او پښتو ژبه؛ څه وکړو؟

لاتین الفبا او پښتو ژبه؛ څه وکړو؟

بخت مرجان بختیار
له اوس څخه تقریبا درې کاله وړاندې یو ځل د پښتو ژبې د لیکبڼې د بدلون په هکله بحثونه راپورته شول؛ خو سر یې ونه نېوو. له نېکه مرغه چې دا ځل بیا د لاتین لیکبڼې په هکله بحثونه راپورته شوي دي. لاتین لیکبڼه څه ده؟
د لاتین لیکبڼې خبره نوې نه ده. دا هماغه فونیمیکه ابیڅي ده، چې د نړۍ هره ژبه یې د خپلو ستونزو د رفع کولو پر وخت کاروي. ان عربي، روسي، چینايي، هندي او نورې ژبې چې لیکبڼې یې لاتین نه دي، هم یوه فونیمیکه الفبا لري. فون غږ یا اواز ته وایي، فونیمکه الفبا دا مانا چې ته کوم اواز باسې، هماغه اواز ته دې باید یوه نښه وکاروې. دا لیکبڼه کومې ستونزې نه لري او ژبه په ټوله مانا له ستونزو او نیمګړتیاو راباسي. جالبه خو دا ده، چې د نړۍ اکثریت ژبې پر همدې لیکبڼه دي او کومې ژبې چې یې نه کاروي هم، د ستونزو د ختمولو پر وخت ترې استفاده کوي. دا په خپله دا مانا لري، چې دا لیکبڼه د خپلو ښېګڼو له امله هرې ژبې منلې ده.
په پښتو ژبې کې هم د دې لیکبڼې خبره نوې نه ده. کله چې د پښتو – انګلیسي قاموس چمتو کېده، پښتو ټولنې تصمیم ونېوه، چې د دې قاموس لیکبڼه فونیمیک شي؛ ځکه په تلفظ کې به یې ستونزې ختمېدې. پنځه څلوېښت کاله وړاندې د پښتو ژبې نامتو پوهان حبیبي صاحب، رشاد صاحب، بېنوا صاحب، مجروح صاحب، روهي صاحب، زیار صاحب او ځینې نور سره کېناستل او د پښتو ژبې لپاره یې د فونیمکې الفبا توري وټاکل. دوی بالاخره پر دې سره صلاح شول، چې له دې ابیڅي باید په رسمي چارو کې ګټه واخلو؛ ځکه په ویلو او لیکلو کې یې ستونزه نه‌شته.
دا د غږونو الفبا وه او دا اوس چې د لاتین لیکبڼې خبره کېږي، دا هم د غږنو ابیڅي ده. یعنې پښتانه چې کوم ډول غږ تلفظوي، باید هماغسې توری  ورته و لري. دا اوس چې موږ کومه لیکبڼه کاروو، دا د پښتو لیکبڼه نه ده، د عربي ده. جالبه یې دا چې پښتو هندو اروپایي ژبه ده. د هندو اروپایي ژبو یې اکثریت لاتین لیکبڼه کاروي؛ خو پښتو پکې عربي ته تللې. تر کومه چې زه پوهېږم، عربي حتا په هندو اروپایي ژبو کې راځي هم نه.
هند اروپایي اکثر ژبې ځینې ګډ غږونه سره لري؛ پښتو ژبه هم له هندو اروپایي ژبو سره د «ټ، ډ، ڼ، ړ» مشترک اوازونه لري. دا اوازونه د هندو اروپایي کورنۍ په ډېرو ژبو کې شته. د ژبو په تاریخ کې ښایي جالب بحث همدا وي، چې فارسي، دري، اردو، پښتو او ځینې نورې ژبې چې د هندو اروپایي ژبو له کورنۍ دي، د عربي ژبې لیکبڼه کاروي.
عربي لیکبڼې یوازې پښتو ته نه، بلکې فارسي او اردو ته هم زیاتې ستونزې جوړې کړې دي. توپیر دا دی، چې زموږ ستونزې د دوی په نسبت لږې زیاتې دي او د دې لامل بیا دا دی، چې په پښتو کې ډېرو غږونه او مخرجونه شته. په فارسي کې هم تر زور او زورکي ور ها خوا هم د یا ګانو او هم د واوونو ستونزه شته؛ خو دوی دا کار کړی، چې نه دي پسې ګرځیدلي. د پښتو ستونزه بیا دا ده، چې ستونزې ډېرې لري؛ موږ د فارسي غوندې هم نه شو کولای، چې ووایو، ځه بس همدا یوه دې (ی) وي او یو دې واو وي؛ ځکه زموږ خبره په دې لیکبڼه کې همدلته هم نه حل کېږي او بله دا چې یا ګانې پنځه او واوونه هم درې لرو.
فرضا موږ وایو (بڼه) دا نوم موږ په درېیو تورو لیکو؛ خو اوازونه څلور ادا کوو، چې یو یې با دی، بل یې زورکی دی، بل یې نوڼ او بل یې هم زور. عربي لیکبڼې د پښتو ژبې ډېری اوزاونه خوړلي دي او همدا د دې لامل شوی چې لا هم پښتو لیکبڼه یووالي ته نه سره راځي او هر کس یې جلا جلا ډنګوي.
د پښتو ژبې لپاره د عربي ژبې د لیکبڼې کارونه د ثواب او ګنا بحث نه دی؛ دا بحث ژبپوهنیز دی او په دې چوکاټ کې د پښتو ژبې پر موږ حق جوړېږي، چې هر اواز ته یې ځانګړی ګرافیم یا نښه ولرو او دا چې د دې ژبې ستره کورنۍ هندو اروپایي ده، د دې کورنۍ او د نړۍ نورې اکثریت ژبې لاتین لیکبڼه کاروي، نو د پښتو ژبې پرمختګ په دې کې دی، چې همدا لیکبڼه وکاروي.
په دې برخه کې دې کې شک نه‌شته چې کار ته اړتیا ده. د ښوونځیو د نصاب کتابونه ډېر مهم دي، چې واوړي او ماشومانو ته په لومړي ټولګي کې نوې لیکبڼه ور زده شي. د سوشل میډیا مهارول مهم دي، چې د دې لپاره باید تخنیکي کسان کیبورډونه جوړ کړي او په هغو کیبورډونو کې د لاتین لیکبڼې ځینې جزوي ستونزې له مشرانو استادانو سره په مشورې حل کړي؛ لکه د ډال غږ لپاره په فونیمیکي الفبا کې ځینې ځایونه د dz او ځینې ځایونه بیا تر d لاندې ټکی شوی دی.
په ازبکستان کې د ازبکي ژبې لیکبڼه لاتیني هغې ته واوښته. د هغوی له تجربو خبراوی او ګټنه پکار ده، چې له ښو تجربو یې ګټه واخیستل شي او له بدو هغو یې ځان ساتنه.
فونیمیکه لیکبڼه ډېره اسانه ده؛ حتا نالوستو کسانو ته هم په یوه ساعت کې ور زده کېدلای شي؛ لوستي کسان خو یې په پنځو دقیقو کې زده کولای شي. انګلیسي ژبه هم په همدې لیکبڼه ده. موږ چې فونیمکي لیکبڼې ته واوړو، حتا خجیزې ستونزې هم ختمولای شو. فرضا په ښکاري او ښکاري کې چې پر (ک) او (ر) کوم خجونه راځي، هغوی باندې یوه ځانګړې نښه هم کېدلای شي.
لاتیني لیکبڼه له هغه وخت راهیسې مروجه ده، چې کله یونان روم ونېوه او رومیانو بیا د لاتین ژبې لپاره همدا لیکبڼه وټاکله. اوس وخت کې دا لیکبڼه د تجارت، صنعت، اقتصاد، میډیا او نورو مهمو عرصو برخه ده. که پښتو ژبه پر دې لیکبڼه مروجه شي، په کم وخت کې به ګاونډۍ ژبې، لکه فارسي او اردو شاته پرېږدي. په امریکا او جرمني کې چې هم څوک فرضا د کمپیوټر نوم په ګوګل کې پلټي، د انګلیسي او جرمني تر څنګ به ورته د پښتو ژبې مقالې هم را اوړي او مهمه یې دا چې که یوه جرمني، عربي، انګرېز، روسيي او هر وګړي ته په دې لیکبڼه پښتو ولیکې، دوی به یې حد اقل لوستلای شي او په سمه بڼه به یې لولي.
څه کوو؟

4 COMMENTS

  1. کلونه وړاندې مې آن هغه مهال چې په لسم ټولګې کې به وم. یعني له نن نه کابو ۳۵ کاله وړاندې مې یوه وړوکې شعري ټولګه وموندله چې په کې د مرحوم الفت صاحب/ علامه حبیبي صاحب / بینوا صاحب/ رښتین صاحب/ جهاني صاحب/ لایق صاحب/ او نورو چې له ما اوس هیر دي. شعرونه راغلي وو. ولوسته چې د عربی لیکدود ترخوا په همدې لاتینه الفبا لیکل شوي وو. ما په کابو یوه ورځ کې هماغه الفبا زده کړه. او اسانه مې لوستلای شوای. که اوس د لاتینې الفبا له پاره هڅې کیږي. زه ګومان کوم چې ډیرې اسانتیاوې به را منځ ته شي. د هڅاندو وروڼو د بریاوو په هیله

  2. دا چې ورځ تر بلې د پښتو د ښه کېدو خبرونه را مخې ته کېږي نو سړی ورباندې خوشاله شي. لکه پښتو اوس په کمپیوټر او هم د کمپیوټرونو او مهمو ټکنالوژي شرکتونو په خپلو پروګرامونو کې ځای کړه. مخکې موږ یو معیاري کيبورډ نه درلود او ټولو به په نورو کيبورډونو لیکل کول خو هغه وخت چا هم دا خبره نه کوله، خو اوس ځینې را ولاړ شوي او د لاتيني ته د اوښتو خبره کوي. دا به کوم عقل ومني چې که کمپیوټر څوک په ګوګل کې ولیکي نو په دې اړه به د پښتو لیکنې هم هغه ته را مخته کېږي. !! دا ډېره خندونکې خبره ده. اوس چې کومې ژبې لکه ترکي او نورې ژبې په لاتیني ډول کارېږي نو ولې موږ ته همدا ګوګل د ترکي ژبې مقالې نه را مخته کوي.

    هلته به هم همدا ستونزه په خپل ځای وي چې (غږ ولیکو او ژغ) د (ښکته کېدو) او (کښته کېدو) ترمنځ به بیا هم همدا کشمکش وي. هغه وخت هم پیریان نه راځي چې موږ ته زموږ پښتو مقالې وليکي. بیا به هم څوک پښتو په یو ډول او څوک به یې په بل ډول لیکي نو پر ځای د دې چې د همدې ډول د معیاري کېدو په برخه ته کار وشي،‌ ځينې لکه ستاسې په شان لګیا دي له ډېر بې وسۍ اوس د لاتيني لیک بڼې د راوړلو لپاره مشورې او توصیې کوي.

    په پای کې به همدومره ووایم چې زیات کسان اوس هم د پښتو ژبې په دې پرمختګ باندې خوشاله نه دي او نه یې شي زغملی. غواړي په خپلو بې ځایه فرضیو باندې خلکو ته اندېښنه ور واچوي چې له دې ژبې څخه څه نه جوړېږي. که فارسي او اردو په همدې ډول مخته تللي دي نو ښه نه ده چې موږ دې هم لا اقل دغه لاره طی کړو او یو داسې حالت ته ورسېږو چې بیا په خپلې ژبې او لیکبڼې باندې شک و نه کړو.

    دا تیورۍ د مایوسۍ او د یوې معیاري پښتو څخه د تېښتې یوه ناکامه هڅه ده او بس.

  3. سلامونه ښاغلیه!
    توری که د عربي وي که د لاتین وي او که د کومې بلې الفبا یوازینۍ او اساسي مسله یې د آواز ښکاره کول دي، چې داسې ده، چې د عربي ژبې په ۳۲ تورو مو ۱۴ نور جوړ کړل، نو د اړتیا په صورت کې نور هم جوړولی شي، نور هم کمولی شو، دا توري خو له اسمانه نه دي راغلي چې څوک دې کم و زیات، کوچني یا لوی نه کړي او یا دې حد اقل د یوې نښې په کمولو او یا زیاتولو نوی توری جوړ کړي، پښتو ژبه نن ورځ د تورو په برخه کې هومره ستونزه نه لري لکه څومره چې تاسې ترې ببو جوړ کړی دی، همدا چې ته زما په پښتو لیک پوهېږي او زه ستا همدا کافي ده، زه بیا که A د لاتین وي او که ا د عربي او سامي خو یوازې یو سمبول یا نښه ده، چې دواړه سره ورته آوازونه ښکاره کوي …

  4. د بوډاګانو خبره، ته وَدَه ( ودریږه یا صبر وکه ) چی موږ یوه ګوله مړۍ پیدا او ګېډه مو لږ مَړه سی بیا به هغه وخت ګورو چی آیا د نورو او نوو ” ابیڅی ګانو ” او ” فومینیکونو ” سره د غیږی د روغبړ حوصله لرو که نه؟
    کله چی مو ګیډه او کَله مړه سی نو شاید هغه وخت نَوی ابیڅی لا څه چی حتی د ” میخی ” خط سناریو به هم در سره ومنل سی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب