جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+دا زما د ژوند کیسه ده | دوکتور لعل پاچا ازمون

دا زما د ژوند کیسه ده | دوکتور لعل پاچا ازمون

له ماشومتوبه ـ تر سړیتوبه

دویم ټوک

ژوند پېښې

دا یې لا بله بلا

تازه مې د تجربوي لومړني ښوونځي د اتم ټولګي د بیولوژۍ کتاب پرانسته، کال ۱۳۶۳لمریز و،  یو لوڅ سر ښوونکی تورې تختې ته ودرېد، خپل نوم یې سر لوڅ یاد کړ، په سټه د لغمان د الینګار و، سره له واره یې پر تخته ولیکل :

ـ بیالوژي.

په منځ کې یې یو هلک پاڅاوه:

ـ دا څه شی دي؟

هغه ور ته وویل:

ـ بیالوژي

ـ بیالوژي یعنې څه؟

ـ زمونږ مضمون دی.

ـ څه ته وايي؟

هلک غلی ودرېد، بل یې پاڅاوه، هغه یې هم سترګو ته وکتل، پر ما یې ګوته کېښوده:

ـ ببرسریه ته ووایه:

ـ بیالوژي هغه علم دی چې له ژوندیو موجوداتو څخه بحث کوي.

ـ د کوم ځای یې؟

ـ ننګرهار.

ـ ننګرهار کې؟

ـ هسکه مېنه!

ـ د چا زوی یې؟

ـ وطن خېل

ـ هغه د ګمرک رییس چې دی.

ـ هو.

موږ کتابونه غوړولي وو چې دی به را ته اوس شروع کوي، ده کله یو پوښت او کله بل، دا ورځ په دې تېره شوه، بله ورځ کې بیا راغی، بیا یې همدا نوم پر تخته ولیکه، بیا هماغسې پوښتنه شوه، دا ځل ټولو ور ته تعریف وکړ،  ده بیا یو او بل وپوښت چې ته د کوم ځای یې او ته د کوم ځای یې؟ په همدې ساعت خلاص شو.

غازي جمال ناصر زموږ کفتان و، سرلوڅ چې څنګه له ټولګي ووت، ده وویل:

ـ له ده سره کوم تعریف نه شته او نه پرې پوهېږي. خاطر جمع اوسه، همدومره دی چې حزبي دی.

په بله ورځ چې بیا راغی، موږ کتابونه وغوړول، سر لوڅ په دوه تاره ویښتانو  لاس راښکه، ویل یې دا شیان خپله زده کوئ.

د پېش آهنګانو مرحله لا تېره نه وه چې ده را باندې غږ وکړ:

– والکه! ته خو د یو حزبي زوی یې! پلار دې خلقی دی، دا خلقیان چندان خلک هم نه وو، خو ځه اوس خدای را وستې ورځ ده.

دې خبرې سره یې پر لوڅ سر لاس راښکه، غاړه یې هسکه کړه:

ـ زه په افتخار وایم چې پرچمی یم، نو ته به زما په خوښه سازمان ته راشې، په سازمان کې ځان شامل کړه.

سازمان یې بیا بېله بلا وه، ما غاړه کږه کړه، ده را باندې سترګې را وایستې:

ـ سم ودرېږه، دا غاړه دې څنګه کږه کړه.

د پتلانه له جبونو یې لاسونه را وایستل، ګوتې یې تېرې کړې:

ـ تا ته وایم؟

زه غلی ودرېدم.

ـ خبرې کوه!؟

ـ معلم صاحب! هسې

ـ د هسې بچیه! بیا کلانکاري و نه کړې؟

بېرته تختې ته لاړ، مخ یې را وګرځاوه:

ـ سبا ته را شه چې سازمان کې دې داخل کړم.

– زه به کاکا سره خبره وکړم.

ـ خبره خبره پرېده، زه در ته وایم چې راشه.

ـ خو معلم صاحب! کاکا مې وایي چې ځان دې شیانو کې مه اچوه.

–  دا شیان نه دي، سازمان دی، دا په وینو ګټل شوی انقلاب دی او ته ور ته شیان وایې.

ـ کاکا مې همداسې وايي.

ـ کاکا کاکا دې نور پرېده. سبا د سازمان دفتر ته راشه!

–  کاکا مې په غوسه کېږي.

ـ هلکه زما غوسه دې لکه چې نه ده لیدلې؟

د ښوونکي خبره مې د شپې کاکا ته وکړه:

– زموږ استاد دی، سرلوڅ نومېږي، وایي سازمان ته راشه.

کاکا له دې خبرې سره سور شین واوښت:

– ورته ووایه سازمان مازمان کې نه یم. زه خپل سبق وایم.

په سبا مې ښوونکي سرلوڅ ته وویل:

ـ کاکا مې په غوسه شو.

 هغه مسته خندا وکړه:

ـ د عجب زورور خلقي زوی یې، دا خلقیان سخت کم عقله دي، ته اوس دا ګوره! د ګمرک رییس دی، خپله حزبي دی او زوی سازمان ته نه پرېږدي، دا کم عقل نه شو، نو څه شی شو!؟

پر دوه تاره ویښتانو یې لاس راښکه او وښکی یې کوږ کړ:

ـ بچو چې هر څنګه کېږي، سازمان ته به راځې

زه چې دشپې کور ته لاړم، نو بیا مې کاکا ته د سرلوڅ خبره وکړه:

هغه سترګې په تندي کې واچولې، وغړمبېده:

–  سرلوڅ که سړی وای؛ نو نوم به یې سر لوڅ وای؟

غاښونه یې وچیلچل:

– که چېرته یې بیا درته یاده کړه، نو ور ته ووایه چې کاکا مې دې ته مه مجبوره چې دلته راشي او درسره لاس واچوي.

زه ځان سره وایم، اوس ښوونکي ته څنګه دا خبرې  وکړم، له یوې خوا ښوونکی و، له بلې خوا کاکا. نه پوهېږم چې د کاکا زړه مې ولې له پېش آهنګانو او سازمانه موړ و؟ خو سخت پرې دا نومونه بد لګېدل. سره له دې چې دی پخواني حزبي و، له هنر غیرت او شمله دار سره یې په یوه کاسه خوړلې وه، خو دا وخت یې دا شیان نه خوښېدل، په بار بار یې را ته ویل:

– ته یې پرېږده، زه ورسره پوهېږم.

ددې لپاره چې د کاکا او ښوونکي تر منځ ستونزه پیدا نه شي، ایسته مې ځان ترې پټ د ښوونکي په خوښه سازمان کې شامل کړ، سازمان نه و، بلا وه، هره اونۍ کې به یوه ورځ جلسه وه، له جلسو ستړي او ماړه شوو.

جلسه کې به همدا راته ویل کېدل:

– دغه کتابونه وایه!

– کوم کتابونه؟

– ګوندي.

– ګوندي څه شی دي؟

– دا نه دي؟ دا د شورویانو کتابونه لوله، دا تاریخونه زده کوه،  دا او د لېنن کتابونه یې را باندې ولوستل، ټال د همدې کتابونو د تورو کرښو  پر ټال او سرلوڅ په لوڅ سر،  سر ببری د لور او څټک د سندانونو پر شرنګ زنګولم.

۴

تباشیر یې په لاس کې بېنوا پاتې شو

سرلوڅ پر لوڅ سر لاس تېر کړ او دوه تاره ویښته یې په ګوتو کې واړول را واړول، تورې تختې ته ودرېد:

ـ وهلکه غازي!

غازي ژر پاڅېد:

ـ بلې صاحب!

ـ راکه

غازي جېب ته لاس کړ، سپین تباشیر یې راوېست، د سر لوڅ شونډې ونڅېدې:

ـ هغسې پوه دی.

 د غازي لومړنی نوم جمال ناصر و، په عمر پوخ خو نور په شیدو کې سوی و، سر لوڅ تباشیر په ګوتو کې نڅاوه، اخوا دېخوا یې کتل، پر ما یې سترګې ولګېدې:

ـ ای غټ سریه! دا سازماني جلسو ته ولې نه راځې؟!

زه جګ شوم او په مات اورمېږ مې ور ته وویل:

ـ راځم صاحب!

سر لوڅ ورو ورو خوا ته راغی، سترګې یې را وایستې:

ـ که دا ځل رانغلې، نو ناکاموم دې!! پلار دې وګوره د ګمرک غټ مدیر دی او زوی یې وګوره! په هغسې زاړه پتلون کې راځي.

د ناکامولو له خبرې سره مې شونډې مرۍ مرۍ شوې، هغه نور هم رانږدې شو او غوږ نه یې ونیوم:

ـ واوره! تا ته وایم، که دا ځل جلسې ته رانغلې، نو بیا به وایې چې خبر نه وم.

ـ راځم صاحب!

غوږ یې را باندې تاو را تاو کړ، له وېرې مې چغه هم نه شوه کولای، خو له سترګو مې د اوښکو رود روان شو.

تر سکونډلو او سترګو را ایستلو وروسته لاړ، تختې ته ودرېد، ما تر بڼو لاندې په سلګیو سلګیو ورکتل. له ما یې چې لږ  پام واوښت، نو بیا یې پر غازي غږ وکړ:

ـ وهلکه، خمنډکه! نور نو یې او په ځمکه نېغ  نېغ الوځې.

غازي سینه راوایسته او نېغ یغ ودرېد، مخ یې تک زېړ شو، خوا ته یې ورغی:

ـ ته به هم له دې وروسته جلسو ته راځې!

غازي لاسونه مروړل:

ـ صاحبه! پلار مې اجازه نه راکوي؟

سر لوڅ وروځې را ټولې او پر تندي یې پولې واچولې:

ـ پلار دې څه کاره  او د کوم باغ مولۍ ده؟

غازي هک حیران ودرېد، هغه له ګرېوانه ونیو:

ـ تا ته وایم، ځواب راکړه.

ـ صاحبه پلار مې دکاندار دی.

ـ نو چې دکاندار دی، د هغه به څه عقل وي؟ چې تا جلسې ته نه پرېږدي!؟

غازي د سرلوڅ خبرو ته چوپتیا وچیچه، غږ و غوږ یې نه خوت. هغه بیا له ګرېوانه څنډ واهه، غازي په نرۍ غاړه ایله همدومره وویل:

ـ معلم صاحب! کیمس مې شکېږي!

ـ بلا مې توره ورپسې!

ـ بل را ته پلار نه اخلي! دا یې را ته اختر کې کړي دي.

هغه بیا یو دوه درې ځلې راښکه، د غازي سترګې را ډکې شوې، ورو یې پرېښود، خو دا یوه خبره یې ور ته کوله چې:

ـ ما ته دې لیاقت مهم نه دی، ما ته دا مهم دي چې تا غوندې خلک باید د سازمان په جلسو  کې حاضر اوسي!! پوه شوې که نه؟

غازي سر وښوراوه. هغه تختې ته لاړ او ده ته یې  بیاخوله را پرانسته:

ـ پلار ملار به نور را ته نه یادوې، پلار دې هسې یو شوده سړی دی، ور ته وایه خپله دکانداري کوه، تا  دې له سازمانه نه باسي. مونږ ته اوس سازمان مهم دی!

غازي ګرېوان څیرلی هک حیران ولاړ و، سر لوځ لا هم غړمبېده:

ـ د بل صنف مخ به را نه و نه ګورې! ته چا اولنمره کړی یې.

غازي لکه بت اریان دریان کتل، هغه بیا پرې غږ وکړ:

ـ تا ته وایم، ته چا اولنمره کړی یې او دا بل …

ما ته یې اشاره وکړه.

ـ دا غټ سری کاکلي چا دویم نمره کړی دی.

غازي ور ته وویل:

ـ صاحبه! زه خو درس وایم.

سر لوڅ سترګې را وایستې:

ـ درس مرس نور نه شته، انقلابي شرایط دي، سازمان لومړیتوب لري.

غازي سترګې پر ځمکې وکرلې:

ـ سمه ده صاحب!

دې سره سرلوڅ پر ښي مړوند تړل شوي ساعت ته وکتل او پر تباشیر یې پر غازي ګوزار وکړ:

ـ واخله!

ما ته یې سترګې واړولې:

ـ سبا جلسه ده! راشه

له دې خبرې سره زنګ ووهل شو او تفریح شوه.

دا زما د ژوند کیسه ده | دوکتور لعل پاچا ازمون

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب