پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Home+دا زما د ژوند کیسه ده | دوکتور لعل پاچا ازمون

دا زما د ژوند کیسه ده | دوکتور لعل پاچا ازمون

دا زما د ژوند کیسه ده
له زلمیتوبه تر سړيتوبه
ناچاپ
پیش آهنګان
سپین کمیس یې پر تن او سره ریتاړه یې له ملا تړلې وه، له ځمکې یوه لوېشت دنګ ګرځېدل، پر بڼو یې د اسمان کوترې را نیولې، په خوله کې یې دا ترانه زرغونه وه چې:
ګرم شه لا ګرمه شه
ته ای مقدس لمره!
ای د آزادۍ لمره!
ای د نېکمرغۍ لمره…
دا یې د خولې شعار او سرود و، د اورېدونکيو حواس او هوس یې را پاراوه. په تنکیو خولو کې دغه سرود مې د زړه ستنې په ځان پسې کږې کړې.
دغه تنکيخولي یې پېش آهنګان بلل ، پېش آهنګان د سازمان کور د ننوتو لومړنی درشل و.
زموږ د ښوونځي یو دنګ مدیر و، لکه لنده هور بابا، قیوم ټال نومېده، له هوا نه یې مارغان رانیول او موږ ته به یې ورېځې غوښې کړې، په مزه مزه به یې پوزه راښکله او له ډېره ډوله به له ځمکې پورته الوته.
یوه ورځ ټولګي په ټولګي ګرځېده، ویل یې:
– که څوک پېش آهنګانو ته رانغی؛ نو کار یې خرابېږي.
ما له ځانه سره وویل:
ـ کار یې خرابېږي؟ دا څنګه؟!
زه په همدې پوښتنو کې له ځان سره بوخت وم، چې د هغه نظر پر ما ولګېد، راغی او سم له واره یې را ته وویل:
– والکه! ته خو د ګمرک د رییس زوی یې، ته ولې پېش آهنګانو ته نه راځې؟
زما سترګې دده سترګو ته نه شوې رسېدلی، خوله مې وچه شوه، ورو مې ور ته وویل:
– ما ته مې کاکا ویلي چې ته سبق وایه!
هغه له غوږه ونیوم، کش یې کړه:
ـ ما ته ګوره! دا پپړ غوږونه دې ورک شه.
ما چې هر څومره سترګې پورته کولې، دده سترګو ته نه شوې رسېدلی، ده مې غوږ را ښکه:
کاکا ته دې ووایه، ته خپله حزبي یې او اوس ما نه پرېږدې؟
زه خو د سرود لپاره هم پېش آهنګانو ته حاضر وم، خو د کاکاخبره مې په ذهن کې وه چې:
ـ سبق وایه
پېش آهنګان لکه چې سړی له سبقه باسي، که څنګه؟ له ځان سره مې همدا پوښتنه تکراروله، پېش آهنګانو ته به مې چې کتل، نو له درسه به زیات په همدې ترانو او سرود بوخت وو، رښتیا دا خو له سبقه سړی باسي، خو چې ترانو او سرود ته به مې وکتل، نو د زړه ستنې مې ورپسې کږېدې.
ټال مې د خیالونو دنیا ړنګه کړه، بیا یې له غوږه راکاږلم او را ته یې وویل:
ـ ته د حزبي زوی یې او پېش آهنګانو ته ضرور باید راشې! هغه ته زما له خوا ووایه.
ـ ښه ور ته وایم:
(ښه) مې پرده وکړه، غوږ یې را ته پرېښود، شپې مې کاکا ته د ټال خبره پر ټال وزنګوله:
کاکا! قیوم ټال راته وویل:
ـ پېش آهنګانو ته راشه!
هغه سترګې په څټ کړې او په برېتانو یې د لاس ورغوی راښکه.
– ډېرې خبرې مه کوه. پېش آهنګان مېش آهنګان پرېده، خپل سبق یایه!
ـ خو هغه مې نه پرېږدي!
ـ څوک؟
ـ هغه د مکتب امر صاحب، ټال
ببۍ مې د وره په خوله کې برېښنايي منقل ته نږدې ناسته وه، دیګی یې لړه، پیازو یې سترګې رډې رډې را ایستې وې، د پړوني په پیڅکه یې وچې کړې، را ته یې وویل:
ـ دا څنګه نوم دی؟ بل نوم پې (پرې) اندېر و چې په ځان یې ټال نوم کېښوده.
له کاکا نه هغه را وړاندې شوه او راته یې وویل:
ـ والکه نېغ نېغ مه وارېږه، کاکا دې چې کومه خبره کي (کوي)، په هماغې لاړ شه!
که ما هر څومره استدلال کاوه چې هغه مې نه پرېږدي، دوی نه منل، کاکا سپینې پاڼې ته لاس کړ او ټال ته یې یو لیک ولیکه:
ـ ښاغلی ټال صاحب! زما زوی پرېږده چې سبق ووایي، همدا زه بس یم چې ګوند کې درسره یم، نه غواړم زوی مې پېش آهنګ مېش آهنګ شي او بیا سازماني او ګوندي شي، هیله کوم چې زما زوی ونه ځوروې او پرېږده یې چې خپل سبق ووایي.
په سبا چې ښوونځي ته لاړم، ټال زنګېدلی ټولګي ته را ننوت، نېغ را ته سر ته ودرېد او راته کړه یې!
– والکه! څنګه شو؟
لیک مې له جېبه را وایست او ور مې کړ، ټال لیک ولوست، تندی یې تریو کړ، داسې تریو شو چې ماویل: اوس راباندې ګوزار و نه کړي، د تندي پر ګونځو یې پر سپین کاغذ ولیکل چې :
ـ زما زوی له سبقه مه باسه، دا حزبي کېږي نه!
ټال لیک ومروړه، وپرشېده، ویې ویل:
– عجیبه ده، پلار یې لوړ ګوندي سړی دی، حزبي دی، زوی پېش آهنګانو ته نه پرېږدي، بې عقل سړی دی، پښه یې را ته ودربوله:
ـ داسې کار وکړه، کور ته چې لاړې، پلار ته به دې سلام وکړې، ورته وبه وایې: قیوم ټال ویلې چې هر ډول کېږي؛ ته باید پېش آهنګ شې.
د شپې مې کاکا ته بیا د ټال خبره وکړه.
– کاکا!؟
– څه وایې؟
– قیوم ټال راته وویل؛ چې ته باید حتمي پېش آهنګ شې.
کاکا یو دم سور سپین شو، وبړېده:
– د قیوم ټال داسې او هغسې …
خپله غرنۍ توده طبع یې په کنځلو سړه کړه، بیا یې را ته وویل:
ـ ورشه ټال ته ووایه چې سم سړی شه! کنه پلار مې راځي بیا به درسره ګوري، پېش آهنګ مېش اهنګ پرېږده، سبق ووایه، سبق!
خدای شته پر ما خو د پېش آهنګانو تاوده سرود اغېز کړی و، زړه مې ور ته تخنېده او رګونو مې غبرګ لاسونه غورځول، خو د کاکا خوښه نه وه، ما به هم له ځانه سره ویل:
ـ د ټال خبره خپله حزبي دی، خلقي دی او ما نه پرېږدي.
له ځانه سره بوخت وم چې: قیوم ټال مخې ته راغی را ته یې وویل:
ـ پېش آهنګان څنګه شول؟
ما ور ته وویل:
– کاکا نه مې پرېږدي.
ټال وزنګېده را وزنګېده، ما هم ور ته د زړه خبره وکړه:
ـ پر ما هغه سرود ښه لګېږي، خو…
ـ خو څنګه؟
ـ کاکا مې نه پرېدي.
ده غاښونه وچیچل:
ـ په هر ډول چې کېږي، ته باید پېش آهنګ شې.
ما بیا د شپې کاکا ته د ټال خبره وکړه، خو هغه له خپل خویه نه اوښت، دا ځل چې را تنګ شو، نور یې پر تندي د کرښو درمند نه ځاېده، نو را ته یې وویل:
– زه به ورسره ګورم.
سهار چې لاړم، قیوم ټال رانغی، دا ورځ خدای پاک تېره کړه، سبا هم همداسې تېره شوه، بل سبا بیا قیوم ټال زنګېدلی زنګېدلی اوږد اوږد مخې ته راغی، ودرېد او سمدستي یې وپوښتلم:
– څنګه شو پېش آهنګان …
ما ور ته د کاکا خبره وکړه:
– هغه مې نه پرېږدي.
تر څنګ ولاړ ځوان ته یې وویل:
– دده نوم پېش آهنګانو کې ولیکه.
ښوونکي ته یې غږ کړ:
– ولیکه! لعل پاچا ولد وطنخېل
بیا یې را ته وویل:
بس!!! ته پېش اهنګانو کې شوې، بیا به سره ګورو!!
پېش آهنګانو کې یې شامل کړم، له پېش آهنګانو سره یې څنګ کې انضباط هم کړم، سره ټوټه یې را ته پر مټ وتړله.
انضباطي داسې وه چې اونۍ کې به دوه ورځې د ښوونځي په دروازه کې کېناستم، دروازه به مې خلاصوله او پورې کوله، شاګردان به مې نه پرېښودل چې ښوونځي نه وتښتي، تالاشي به مې هم کوله، دا کار پرې لا سرباری شو.
دا ټوټه پر مټ تړلې کور ته تللم، خوند یې راکاوه، ځکه اوس نو زه یو څوک یم!!
کاکا مې چې پر مټ دا سره ټوټه ولیده، بیا په غوسه شو:
– والکه! ته سبق وایې که انضباطي کوې؟ قیوم ته ووایه چې پلار مې ویل: که بیا دې داسې شیانو کې شامل کړم ؛ نو هغه راځي او درسره به ګوري.
د کاکا خبره مې کټ مټ قیوم ټال ته ورسوله، قیوم ټال راته وویل:
– پلار دې زورور دی، زورور!!! ته سرې سترګې ګرځه …
ما پلار ته د ټال خبره و نه کړه، په پټه مې یوه درې کونجه سره ټوټه له ملا او بله چې انضباط یې پرې لیکلي وو، له مټه وتړله، کور ته به چې راتلم، نو د کاکا له وېرې به مې دا ټوټې د کور د یوه دېوال په چاود کې کېښودې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب