Home+په دې ورځ د هنګري خونړی انقلاب پیل شو

په دې ورځ د هنګري خونړی انقلاب پیل شو

تاند- له نن څخه 69 کاله پخوا د ۱۹۵۶ م کال د اکتوبر په ۲۳ مه د هنګري انقلاب پیل شو چې ورسره جوخت پلازمېنه بوداپست په پراخه بیمانه ویجاړ شو.

دا انقلاب د هنګري د ولسي جمهوریت د ستالیني دولت او د شوروي اتحاد د تحمیلي پالیسیو پر ضد ولسي پاڅون و چې د نوومبر تر لسمې پورې یې دوام وکړ.

دا انقلاب په په لو مړي سر کې د محصلانو د مظاهرو په بڼه په بوداپست کې پیل شو خو وروسته زرګونه نور خلک ورسره ملګري شول.

د نوومبر په ۴ مه د شوروي پوځ پر بوداپست یرغل وکړ. د خلکو مقاومت که څه هم د نوومبر تر لسمې دوام وکړ خو اټکل کېږي چې شاوخوا ۲۵۰۰ هنګریان ووژل شول او تر ۲ لکه ډېر نور مهاجر شول.

میاشتې – میاشتې د خلکو نیونو او ربړونو دوام وکړ. د ۱۹۷۵ په لومړیو کې د شوروي په ملاتړ نوی حکومت جوړ شو او د خلکو هرراز مخالفت او پاڅون یې په کلکه وځاپه.

وروسته له دې چې په ۱۹۸۹ کې په هنګري کې کمونیستي حکومت وپرزول شو او ولسواکۍ ته لار پرانیستل شوه، د اکتوبر ۲۳ مه یعني همدا نننۍ ورځ د هنګري د ملي ورځ په توګه عمومي رخصتي اعلان شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...