نن د قوس دوهمه د پکتیکا ولایت د یحییخېلو ولسوالۍ د غیبي خيلو کلي د والیبال په یوه میدان کې د خونړي ځانمرګي برید له یوولسم کال سره برابره ده. په دې پېښه کې لږ تر لږه ۵۰ کسان ووژل شول او تر ۶۰ زیات نور ټپیان شول. د برید ډېری قربانیان ماشومان، تنکي ځوانان او ملکي وګړي وو.
دا چاودنه ماښآم مهال په داسي حال کې وشوه چې دریو ولسوالیو لوبغاړو په خپل منځ کې د والیبال لوبې پایلوبه درلوده چې یو تن ځانمرګي په کې ځاځان والوزاوه.
یوه خونړۍ پېښه
دا برید د تېرو درویشتو کلونو په ترڅ کې د ملکي وګړو پر ضد یو له خونړیو بریدونو څخه ګڼل کېږي. په تېرو ۲۴ کلونو کې دې ته ورته ګڼ بریدونه نور هم شوي چې ټول یل اکثره قربانیان یې عام ملکیان وو. د هغو په منځ کې یوه هم په کندهار کې د سپو جنګولو په میدان کې انتحاری برید و چې تر سلو ډېر کسان پکې ووژل شول.
د یحیي خېلو د برید عامل څوک و؟
د دې برید په اړه د وخت د افغانستان د ملي امنیت ریاست اعلان وکړ چې دا برید د طالبانو د یوې خطرناکې څانګې، د حقاني شبکې، د “مسلکي” کسانو له خوا پلان او ترسره شوی و. د ملي امنیت د راپورونو له مخې، ځانمرګی بریدګر د همدې ولسوالۍ د غیبيخېلو کلي اوسېدونکی و.
د وخت حکومت د برید د عامل په اړه نور جزئیات خپاره نه کړل.
په هغه وخت کې، د رویټرز خبري آژانس راپور ورکړ چې د نړیوالو ځواکونو د وتلو په درشل کې، طالبانو او نورو جهادي ډلو په افغانستان کې د ځانمرګو بریدونو او هدفي وژنو لړۍ چټکه کړې وه.
سره له دې، طالبانو او هېڅ بلې ډلې د دې برید مسئولیت په غاړه وانه خیست.
هغه مهال د افغانستان ولسمشر په یوه توند پیغام کې د دې تروریستي برید د غندلو په ترڅ کې وویل چې د بې ګناه ملکي وګړو دا ډول وحشیانه او بې رحمانه وژنه په هیڅ ډول توجیه کیداي نه شي او دا غیر انساني او غیر اسلامي عمل د کرکې وړ دی.
دا برید په داسې وخت کې وشو چې د افغانستان ملي شورا د امنیتي تړون منظوري ورکړې وه، چې له مخې یې د ناټو او امریکا ځواکونو ته اجازه ورکړل شوه چې د بهرنیو ځواکونو له جزوي وتلو وروسته په افغانستان کې پاتې شي.
څه باندې یوه لسیزه کړاو او بې عدالتۍ
په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره، د ځانمرګو بریدونو د قربانیانو لپاره د عدالت غوښتنې هیلې نورې هم کمزورې شوې.
نړیوالې ټولنې د دې بریدونو د عاملانو د څېړنې او محاکمې لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی. طالبان نه یوازې د ځانمرګو بریدونو له تنظیمولو څخه انکار نه کوي، بلکې هغوی دا بریدونه د خپلې مبارزې د یوې برخې په توګه توجیه کوي.
په ۱۴۰۰ کال کې، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او د حقاني شبکې مشر سراجالدین حقاني په یوه غونډه کې اعتراف وکړ چې په تېرو ۱۵ کلونو کې د دې شبکې ۱۰۵۰ غړو ځانمرګي بریدونه کړي دي. هغه دا بریدونه “استشهادي” وبلل، چې طالبان یې د خپلو ځانمرګو بریدونو لپاره د ایدیولوژیک ملاتړ په توګه کاروي.
د عدالت لپاره هېڅ غږ نشته
د والیبال سیالۍ خونړۍ پېښه، چې په منځ کې یې ګڼ شمېر ملکي وګړي ووژل شول، د یوه دردناک حقیقت یادونه کوي: قربانیان او پاتې کسان نه یوازې له عدالت محروم دي، بلکې د افغانستان په روان کړکېچ کې د هغوی غږ هم ورک دی.
د پکتیکا د خیرکوټ د والیبال په میدان کې چاودنه
په پکتیکا کې د ۱۳۹۴ د تلې په ۵ مه (د ۲۰۱۵ د سپټمبر ۲۷ مه) هم د والیبال په یوه میدان کې، چې په خیرکوټ ولسوالي کې وشوه شاوخوا ۲۰ تنه ملکیان ووژل شول.
د خیرکوټ ولسوالي د والیبال د میدان چاودنه په موټرسایکل کې د اېښودل شوي بم په نتیجه کې وه چې په لړ کې یې ۵۷ کسان نور ټپیان شول.