تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۱۸ مه) د افغانستان د کرکټ تر نولس کلونو کشرې لوبډله د اسیايي جام په سیالیو کې له پر له پسې درېیم بري وروسته د دې سیالیو نیمه پایلوبې ته ووته.
د افغانستان لوبډلې نن د سریلانکا تر نولس کلونو کشرې لوبډلې ته په لوی توپیر، ۱۰۶ منډو ماتې ورکړه.
په دې سیالۍ کې د افغانستان لپاره سبحان زاخېل غوره توپ وهنه/ بیټنګ وکړ. ده په ۱۱۱ توپونو ۱۰۷ منډې وکړې.
همداراز پیلګر لوبغاړی عبیدالله نادرجان ښه وځلېد. ده په ۶۴ توپونو ۵۵ منډې وکړې. طتهر سروري ۳۳نعمان سالارزي ۱۲، فریدالله احساس ۱۰ او محمدعلي بارکزي ۱۶ ناسوځېدلې منډې په خپل نوم ثبت کړې.
په توپ اچونه/ باولینګ کې بیا نورعلي بارکزی تر ټولو ښه وځلېد. ده د سریلانکا لومړي مهم څلور لوبغاړي وسوځول. شپږ نور سریلانکايي لوبغاړي د محمدعلي بارکزي، سهیل خان او امیرحمزه له لوري وسوځول شول.
له بلې خوا بنګله دېش د ۲۰۵ منډو په توپیر مالیزیا ته ماتې ورکړه او له افغانستان وروسته یې په بي ګروپ کې دوهم ځای خپل کړ.
د افغانستان لوبډلې بنګله دېش او مالیزیا ته هم په لوړ توپیر ماتې ورکړې ده.
له بلې خوا د افغانستان او زیمبابوې لومنړۍ ټیستلوبه، چې نن یې پنځمه یا وروستۍ ورځ وه، په داسي حال کې بې نتیجې پای ته ورسېده چې زیمبابوې د ورځې تر پایه خپلې دوهمې پاڼۍ ته دوام ورکړ او افغانستان ته یې د دوهمې پاڼۍ موقع ورنه کړه.
زیمبابوې په دوهمه پاڼۍ کې د ۵ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۵۲۳ منډې وکړې.
د زیمبابوې لپاره په دوهمه پاڼۍ کې کریګ ایرواین ۲۰۶ ناسوځېدلې منډې وکړې. ویسلي مدهیور هم ۱۰۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.
ټاکل شوې ده چې دواړه ټیمونه د جمعې په ورځ (د نوومبر ۱۳ مه) دوهمه ټیستلوبه پیل کړي.