تاند (شنبه، د لړم/ عقرب ۱۶ مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو په شارجه کې د زیمبابوې په وړاندې د ټیستلوبې په دوهمه ورځ (پرون/ جمعه) په داسي حال کې بیټنګ/ توپ وهنه پیل کړه چې زیمباوې ټول لوبغاړي یې وروسته له دې وسوځول چې هغوی ۵۰۴ منډې وکړې. دا د افغانستان په وړاندې د زیمبابوې له لوري په لومړۍ پاڼۍ کې ډېرې منډې یا لوړ ایننګز/ پاڼۍ ده.
افغانستان پرون د ورځې په پاتې وخت یا ۳۵ اورونو کې د یوه ویکټ د بایللو ترڅنګ ۱۱۳ منډې وکړې.
عبدالمالک ډېر ژر وسوځېد خو صدیق اتل او رحمان الله، چې نن به هم بیټنګ ته دوام ورکړي، هر یوه پنځوسیزې کړي دي.
د ورځې په پیل کې به نن توپ وهنه یو څه ګرانه وي خو که دوی وکړای شول چې خپل ویکټونه وساتي، تمه شته چې دوی او نور توپ وهونکي د زیمبابوې د لومړۍ پاڼۍ هدف پوره کړي او یا ممکن تر زیاتې منډې وکړې.
د افغانستان په دې ټیستلوبه کې د ملي لوبډلې له دایمي لوبغاړو څخه رحمت شاه، صدیق اتل، حشمت الله شیهدي او اکرام علیخېل برخه لری.
د افغانستان د ټېستلوبې ټیم تر دې مخکې له بنګله دېش سره لوبه مساوي کړې وه.