جمعه, مارچ 29, 2024
Home+ایا ( تر) یواځي سربل دی؟ / څېړنیار شریف الله دوست

ایا ( تر) یواځي سربل دی؟ / څېړنیار شریف الله دوست

(تر) د پښتو ژبي د مشهورو او ډېر کارېو ګرامري بلونو positions (توکو او ادواتو) څخه دی. خو د پښتو ژبي په دودیزو او نسبتاً معاصرو ګرامرونو کښي یواځي د سربل preposition په توګه ښوول سوی دی. مګر داسي محسوسیږي چي (تر) سربل  prepositions او وستربل postposition دواړه دریځونه، موقفونه او مسؤلیتونه پر غاړه لري. د پنزل، پوهاند مجاور احمدزیار، پوهاندرښتین، پوهاند خوېشکي، شافییف او نورو ګرامرونو کښي هم (تر) یواځي د سربل په توګه ښوول سوی او کارسوی دی.

تعریف: سربلونه/ preposition او وستربلونه/postposition هغه ناخپلواک او تغییر نااوړېدونکی او ډېرکارېدونکي ژبني توکي – وییکي particles دي چې په یوه غونډله (جمله) کې یې د خپلواکو توکو او نومونو، صفتونو، ضمیرونو، شمېرنومونو په ملتیا معنا، (مفهوم) او دنده څرګندیږي. سره له دې چې سربلونه او وستربلونه د جملې په ناخپلواکو خو مرستیال توکو کې راځي چې معنا او (مفهوم) یې د همدغو نومونو، قیدونو او فعلونو په ملتیا او رغښت کې راڅرګندیږي دې توکو ته سمبالن، چلند او واکمن هم وايي چې د نحوي توکو په توګه پر جملو اغېز لري او د جملو حالت ته اړوي (). په ټوله کښي سربل تر نوم، ضمیر، صفت، (قید، فعل) مخ کښي او وستربل یې وروسته راځي.

سربلونه او وستربلونه د  پښتو ژبي په ورځنیو محاورو او جملو کښي د سته واقعیت او حالت اړیکي ښیي. په ځینو ژبو کښي دا ډول اړیکي د حالت د ورستاړي په مټ افاده کیږي. د دې علت دا دی چي پښتو ژبه درې حالتي سیستم لري، اوښتی حالت په هغه جمله کښي چي ارګاتیف جوړښت لري یواځي او یواځي مبتدا افاده کوي که سربلونه او وستربلونه ورسره نه وي بله معنا نه سي ښوولای مګر سربلونه او وستربلونه سربیره پر دې چي د جملو د واحدونو او کلمو تر منځ معنايي او مفهومي اړیکي څرګندوي د دوی تر منځ د پیوندي کړۍ حیثیت هم لري. ()، معلومیږي چي په پښتو ژبه کښي کېدای سي یو (بل) د سربل او وستربل دواړي دندي ولري.

تاریخي مخینه

د (تر) بل (سربل او وستربل) اندواروپايي، اندوآریايي، آریاني ریښه لري. د (تر) اندواروپايي فرضي ریښه *du,do ده. په سنسکریت ژبه کښي(تیراس، तिरस्/tiras)، په هندي او اُردو کښي:

 [S.;یې تحول کړی وي. tā+lag ممکن له. H (Y تک- tak

 talakتلک], postpone. To, toward, up to, near to, even to, as far as, (of), including, with;—till, until, as long as, while, during, for ().

په لاتین او یوناني ژبو کښي د tak, tuk په بڼه د ( from/له ) ، په معنا.() په انګریزي ژبه کښي to، 

.) په زړه فارسي*tarH 1تره ، =to cross over’ معنا=پرتېرېدل؛ په آریاني ژبو کښي یې فعلي فرضي ریښه؛

کښي ( tarah = تاراه) په نوې فارسي کښي د (تا،tā) په بڼه راغلي دي. د اوستايي ژبي په زړو ګاڅونو کښي tar  او tara  همداسي په نوې اوستا کښي د (توروا=*tauruua ) په بڼه راغلی دی.(یشتونه (Yt 13.14()

په پښتو زړو متونو کښي

تذکرة الاولیاء

د سلیمان ماکو په تدکرة الاولیاء(۶۱۲ هـ.ق.) کښي د (تر) بل، پارټیکل او توکی د سربل او وستربل دواړو په دریځ کښي راغلی دی:

“…  چي د خدای په پېژندګلوی تر ټولو لوی و او بزرګ نقل کاندي چي شیخ بیټنی هوسېده په غره د کسي باندي… “()

په پورتني جمله کښي د (تر) بل د پېژندګلوي د نوم او اسم  له پاره وستربل او د ټول صفت  له پاره د سربل دنده لري.

بل ځای “… نقل کاوه سي چي شیخ بیټني به ډېر تر ډېر دا سندري لولولې او د کسي غره کښي به ګرځېده په شپې…     “()

په پورتني جمله کښې د (تر) بل د لومړي (ډېر – قید) له پاره وستربل او د دویم(ډېر – قید) له پاره د سربل دنده لري.

خیرالبیان

د پیر روښان په خیرالبیان کښي (تر) د (تروtro/) په بڼه راغلی دی. خو د مرکب بل (Mix position) په بڼه او درې مفهومه باندي (چي په دې لیکنه کښي یې همدا نوموونه سوې ده):

الف:( ترو)، د (ترې، ځني ، ورڅخه، تیری”شینوارو لهجه” زیاتي، بالا، نور) مفهومونو؛ … او بایزیده! ما رښتیا وبخښل و تا وته او ستا یارانو و محبانو او چي دي نغوږي، و هغو ته د توبې په بهنه وړاندیني ګناهان. ولي تن دي ژوغوري ترو مني(منع) کړه. یاران، محبان او هغه چي دي نغوږي له دغه پسه له نورو گناهکارانو ترو یې لېږه چي ښېګړه(ښېګڼه) کړه مدام.()

لومړی ترو = تر د ژوغوري فعل له پاره وستربل او د منع نوم له پاره د سربل دنده لري. دویم (ترو) د ګناهکارو جمع صفت له پاره وستربل او د یې ضمیر له پاره د سربل دریځ لري.

ب:  (ترو)، د مرکب بل( پس، وروسته ، تر څو)  په مفهوم: … او بایزیده ! وتاته مي عقل درکه، ودي لیده، ودي پېژانده د ده په رڼا رښتیا دروغ، امر نهي، حلال او حرام ترو مي ننه یوست ستا په زړه کښي ډار، امیدواري په هغه بهنه دي کړه چار د اسلام، د اسلام د چاري په بهنه دي لار بیامونده او هر مقام ترو حکمت مي درکه او اجتهاد او نور د الهام.()

لومړی ترو=(تر هغه وروسته) بیا مرکب بل (سربل، وستربل) د حرام صفت له پاره وستربل او د مي لومړي شخص غیر اصلي حالت ضمیر له پاره د سربل دریځ لري.

دویم  تر= (ترڅو) مرکب بل(سربل، وستربل) د مقام نوم له پاره وستربل او د حکمت نوم له پاره سربل موقف لري.

ج: ترو، د مرکب بل (ترهغو پوري، تر هغه وروسته ) ، پر ځای او مفهوم راغلی دی:> 

“… نظر دي د سجدې و ځای وته که، پښې دي څلور ګوتي مقدار ارتي کښېږده  ترو سبحانک اللهم.

پورتنی ترو= تر د (تر هغه وروسته) په مفهوم د سربل او وستربل دواړه دندي تر سره کوي.

  ترو(تر هغه وروسته) اعوذبالله من الشیطان الرجیم – ترو(تر هغه وروسته) بسم الله الرحمن الرحیم ترو (ترهغه وروسته) دي و لاالضآلین پس امین پوري ووايي…()

لومړی او دویم درېیم ترو=تر د (تر هغه وروسته) په مفهوم د سربل او وستربل (مرکب بل= Mix position) دنده پر غاړه لري.

د (تر) بل(position) پر ځای د (د) سربل کارېدنګ؛

 “…د(تر) لااله غیرک پوري.”(د خیرالبیان متن)

په پورته متن کښي د (تر) بل پر ځای د (د) سربل راغلی دی.

د اخوند دروېزه مخزن الاسلام

د اخوند درویزه په مخزن کښي هم د (تر) بل د سربل او وستربل په بڼو کارسوی دی:

“… بادشاه د بادشاهانو تر معتبرو معتبر دی… د ده صفت دی د بزرګۍ تر جمله عقلونو بر دی…” ۲ مخ

“… زموږ د رب خبري دي بې کامه بې زبانه برتر دی تر دغه دی…” ۳ مخ

“… شریعت به یې تل تر تله په هر وقت په هر زمان وي…” ۴ مخ

“… بیا ته واوره چي بي بي عایشه رض افضله تر بي بي فاطمه رض الزهراء په ځینو خصلتونو..”۵مخ 

د پرتلې د وستربل او سربل په توګه راغلی دی.

“… نه به ډېر عیال لرینه چي تر فصل نه رسیږي…” ۶۳ مخ “… مخ ولي تر واړو مذهبونو دا مذهب د حنیفه ګوره ورېښمین دی..”۸۸ مخ  “…د موجود قبله هم دی شه چي خپسر دی تر ده پوري موندلی…”() ۹۰مخ

  زوی یې کریمداد هم په یو بیت کښي:

په حالت د بې خودۍ به هسي وینه

ولي نه به هسي اوسي تل تر تله

هیڅ اقوال بې شرع نه کاندي طالبه

هم عامل په شریعت وي تل تر تله

(مخزن،۱۶۱مخ)

ترو خپسر ور سپارل دي

که مشتاق ئې له بقا ئې له جانانه

مخزن ۱۶۳مخ

که دي دواړي پښې بې لاري نه چلیږي

ته به ورشې تر منزله په هفته کښي

مخزن ۱۶۵مخ

میرزاخان انصاري دیوان

د پیرو روښان لمسي، میرزاخان انصاري (۱۰۴۰ هـ مړ) په کلام کښي هم د (تر، ترو) بل کارسوی دی:

او چه نهه میاشتي پوره شي – ترو له موره ولادت کا

دیوان ۱۹ مخ

تزکیه چه یې حاصله د صورت شي ــ ترو دي غیري اندیښنې له زړه للون کا

دیوان: ۲۵ مخ

تر هر چا یې یو بې مثله مزی وکیښ ــ  یګانګي د عام و خاص په دغه تار شي

دیوان: ۴۱ مخ

په بد خوی تر حیوان کم یې ــ په بزرګۍ تر پرښتو زیاته ()

دیوان: ۱۱۱مخ

خوشحال خان خټک

د خوشحال خټک(۱۰۲۲-۱۱۰۰ هـ) په کلام کښي هم (تر) د سربل او وستربل په توګه راغلی دی:

پــۀ جـــهان کښې کۀ تر مرګه ګــران څۀ نشته

زۀ    تر  مـــــــرګه   لابــتر   ګـــڼم   هـــجران   ســـــــتا!

په لومړي نیم بیتي کښي د مرګ له پاره سربل دی. په دویمه نیم بیتي کښي د زه ضمیر له پاره وستربل او د مرګ له پاره سربل دی.

دیوان

د زلفينو تر نګهت يــــــې مښک شرمېــږي

د خـــــولو تر بوى يــــــې نۀ رسي ګلاب

د جهان کينې، غصې واړه تر شا کا
کۀ سړى پروخت د قهر مرګ  تر زړۀ کا()

دیوان

په لومړي بیت او دویم دواړو کښي د سربل او وستربل دنده  تر سره کوي.

لوی احمدشاه بابا

د احمدشاه بابا په کلام کښي هم (تر) د سربل او وستربل دواړو له پاره راغلی دی:

اندېښنې لکه مارونه تر څاپیر سي ــ چه سېلاب سي پر زړه سم د فراق

غورچا ڼ ۸۸مخ

چه د زړه په مټ یې غواړي ــ تېر تر سر وي له دوام()

په لومړي بیت کښي (تر) د مارونه له پاره وستربل او د څاپیر له پاره د سربل دریځ لري.

په دویم بیت کښي (تر) د تېر له پاره وستربل او د سر له پاره د سربل دنده لری.

پټه خزانه

د محمدهوتک بن داؤد (۱۰۸۴-ق زوکړه) کښي د (تر) بل یا توکی؛ د سربل او اوستر بل دواړو دنده ترسره کړې ده:

“… ذکر د کاشف اسرار شیخ ملکیار؛ چي د بابا هوتک مشر زوی و او تر هغه پلار وروسته یې د قوم د مشرتابه بګړۍ په سر کړله.” ()

د امیرکروړ په پاړکي کښي: “… زما د توري تر شپول لاندي دی هرات و جروم  “

بل ځای: “… په کال سنه ۱۵۴ ق د پوشنج په جنګو کښي مړ سو او تر ده وروسته یې زوی امیرناصر ایوادونه ضبط کړل.   “()

د (تر) بل د توري له پاره وستربل او د شپول له پاره د سربل دنده مخته وړي.

معرفة الافغاني

د پیرمحمدکاکړ(۱۱۶۰هـ.ق) په پورتني کتاب کښي هم د (تر) بل د سربل او وستربل دواړو له پاره راغلی دی:

چارګزۍ تر ملا مه تړه. چارګزۍ به تر ملاکړي. چارګزۍ یې تر ملا نه کړه. چارګزۍ مي تر ملا کړه.()

په پورته متن کښي (تر) د (چارګزي، یې، مي) له پاره د وستربل او د ملا له پاره د سربل په دریځ کښي دی.

تاریخ مُرصع

د اشرف خان هجري د زوی ، لوی خوشحال خان خټک د لمسي افضل خان خټک(۱۶۶۶م زېږېدنه) په کتاب تاریخ مُرصع کښي د (تر) بل لوېدنګ او کارېدنګ لري:

د (تر) لوېدنګ:

په تاریخ مرصع کښي ځای ځای د (تر) بل لوېدلی دی او لیکوال د کلام د لنډوالي په سبب پرېښی دی. لوېدلې کلمه د هشت # په نخښه ښوول سوی دی:

” … او هلک او ځلمی په دا سبب چه (تر#) څو سړی په کمال د عمر ورنشي د ده خوی او بوی معلوم نه وي.  “

(تر) د سربل او وستربل په توګه؛

” خو یو سړی وي نه ئې تدبیر تر نوره خلقه زیات وي نه یې زور…

  • په پورته متن کښي د (تر) بل د تدبیر له پاره وستربل او د نوره صفت له پاره سربل دی.

بل ځای: ” هغه بل ورور یي ووئیل چه:هرګاه وړومبی ځل خدای دومره غنیمت (را) اوبخښه شکر نو تر ده زیات ښه را وبخښي…  ۸۷مخ”

– پورتنۍ کرښه کښي د (نو) تکیه کلام له پاره د وستربل او د (ده) پټ ضمیر له پاره د سربل دنده لري.

او ” … هغه نوري په ښایست تر دې بهتري وې…”  ۲۵۶مخ

“… سعئ به ئې کړه چه که دی تر هغه ځایه ورشي ګوندي یو نقصان ور ورسي…

– په پورته کرښه کښي د (تر) بل د دی ضمیر له پاره وستربل او د هغه اشاري ضمیر له پاره د سربل دنده لري.

”  په برکت د اسماعیل د قدم دولت او اولاد ئې هومره ډېر شه چه تر قیامته کمېدونی نه دی…

په ورته بیت کښي (تر) د قیامته له پاره د سربل دنده لري. د چه وستربل خپله وستربل دی.

په ورځنۍ محاوره کښي؛

په پښتو ګرامرونو(پښویو) کښي د سربل تعریف داسي راغلی چي تر نومونو، ضمیرونو، صفتونو مخ کښي راځي خو د پښتنو په ورځینو خبرو او محارو کښي ښکاري چي تر فعلونو او قیدونو مخ کښي هم د (تر) بل (سربل، وستربل) کارېدنګ لري:

تر فعل مخ کښي د سربل په دریځ کښي؛

–  تر وهلو یې په ځغلولو ستړی کړ. (متل)

– تر لیدلو نه لیدل ښه دي.(متل)

– تر خوړلو امید ښه دی.(متل)

– تر پاڅېدلو مو کښېناستل په ګټه دي.

 تر ستاینوم (صفت) مخ کښي سربل په دریځ کښي؛

– تر سپین رنګ مي شین خوښ دی.

– تر زړه ور سړی جار سم.

– تر تاوده کتغ مي سوړ خوښ دی.

– تر مهربان انسان صدقه سم.

– تر زړو کالو نوي ښه دي.

– تر پردي زوی خپله ړنده لور ښه ده.(متل)

پورتنۍ کرښي ټول صفتونه دي او د (تر) سربل تر دمخه دی.

تر؛ تر قیدنو مخ کښي د سربل په دریځ کښي؛

– تر سوکه تګ، نه تګ ښه دی.(متل)

– تر ډېر یې په لږ خوښ یم.

–  تر هرکله اوس خوشحاله یم.

– تر ځای پر ځای ناستي ګرځېدل ښه دي.

– تر پخوا یې اوس صحت ښه دی.

۱. بیا هم د سربل په توګه:

تر اوسه پوري یونان ته نه یم تللی.

سربل+قید+وستربل+نوم+وستربل+نفی+ضمیر+فعل.

– تر میرویس او تر جمال ښه خلک نه سته. 

سربل+نوم+عطف+نوم+صفت+نفي+فعل.

تر غلو او تر ملو د مال خوندي کېدل ښه دي.(متل)

سربل+نوم+عطف+سربل=

د سربل او وستربل په دریځ کښي؛

– پر ما تر میرویس ته قدر لرې.

– سربل+ ضمیر+ (تر) د (ما=ضمیر) لپاره وستربل، د (میرویس=نوم) له پاره سربل.

– له سهاره تر ماښامه ګرځېدم.

له = سربل+نوم=(تر) د (سهار=نوم) له پاره وستربل د (ماښام= نوم) له پاره سربل.

– په باغ تر هغو نه ننوځم چي ته راځې.

سربل+نوم+تر+ضمیر+

په = سربل+ باغ =نوم، (تر) د باغ له پاره وستربل او د هغو له پاره سربل.

– په شخصي کوښښ تر مخکي سوم.

سربل+صفت+نوم+تر+قید+فعل> د کوښښ نوم له پاره وستربل ، د مخکي = قید لپاره د سربل دنده لري.

– له کوره تر بازاره ځم.

سربل+نوم+تر+نوم+فعل.(تر)؛ د (کور) له پاره وستربل، د بازار له پاره سربل.

– له زرغونې تر فاطمې ټولي حاضري دي.

سربل+نوم+تر+نوم صفت+صفت+فعل.(تر) ؛ د زرغونې له پاره وستربل، د فاطمې له پاره سربل. 

– په ما پسې تر هغو مه راځه چي زه ونه وایم.

سربل+ ضمیر+ وستربل، تر+وستربل+ نفي+فعل+وستربل+ضمیر+فعل

بیا هم د سربل او وستربل په دریځ کښي:

– و زلمي ته تر ماښامه ناست وم.

– د میرویس نیکه تر غیرت جارسم.

– له جمیلې تر عایشې یوه نه پېژنم.

– له پیله تر پایه یې لولم.

– له لومړي تر وروستي تسلیم سول.

– زه زرمینه تر مدینې ښه پېژنم.

– میرویس تر پلنډي لاندي غوځار سو(ولوېدی.)

– ما ته په نیمه ورځ تر زرنجه رسېدل سخت ښکاري.

– تر هغه تر دغه تېر سه سپینه خبره وکړه.(متل)

– و تا ته مي تر میرویس ډېر غنم درکړل.

– کوږ بار تر منزله نه رسیږي. (متل)

– زه ملنګ تر لمنه ونیولم چي تا وبخښم.

– په غله پسې ځغله نه تر کلي.(متل)

– غل وهه، نه تر کوره.(متل)

– مار وهه وهه نه تر غاره. (متل)

– اولاد ته تر اندازې ډېر ناز مه ورکوه.(متل)

– چي تر څو یې تر لاسه نه کړې مه یې منه.

– په هدف پسې تر هغه ځه تر څو لاس ته درځي.

۲. د غبرګو سربلونو او اوستر بل په دریځ کښي؛

  • له کوره تر پوهنتون پوري لاره ډاډمنه ده.
  • سربل+ نوم+ سربل + نوم+ وستربل…د کوره له پاره د وستربل په توګه.

۳. د سربل وستربل په دریځ کښي؛

له کوره تر بازاره ځم.

سربل+ځای نوم+ وستربل+ فعل.

مخدره توکي د احمد له کوره تر لاسه سول.

زه هر سهار ځغلم؛ له کوره تر پارکه، له پارکه تر کوره.

د بازه له شوره له ږوږه تر کوټې ځم.

له پوهنتونه، له ښاره ترکلي ځم، بیرته راځم.

تر+ څو

tar+co

په ورځنیو غبرګونو او مشرطو جملو کښي  یې کاروو. پوهاند زیار صاحب یې د (چي) بل position وړاندیز کړی خو په ټوله کښي منښت نه لري، ځیني ځایونه یې سپارښتنه پر ځای ده. 

بولګه: 

– د پوهنتون محصیلنو لاریون وکړ ترڅو غوښتني یې ومنل سي.

– نړیوال اسلامي امارت ترهغو په رسمیت نه پېژني ترڅو د ښځو د تعلیم حق خوندي نه کړي.

په ورستي کښي د یادولو وړ ده چي د پښتو ژبي نه یواځي د (تر) بل ، بلکي پر نورو سربلونو او وستربلونو باندي هم د سره غور په کار دی چي د کارېدنګ ځایونه یې ښه په ډاګه سي.

مأخذونه

  1.  . پوهاند مجاور احمدزیار، پښتو پښویه، دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۴، دریم چاپ ش
  2.   . څېړنپوه، دوکتور خلیل الله اورمړ، په پښتو کښي سربلونه او وستربلونه، کابل مجله، دریمه دوره ۱۰ مه ګڼه، ۱۳۹۵ش
  3.   . سلیمان ماکو، تذکرة الاولیاء، سریزه او سمون د علامه پوهاند عبدالحي حبیبي، دویم چاپ، ۱۳۹۳ش، د خطي نسخي عکاسي
  4.  . تذکرة الاولیاء، خطي نسخه، عکاسي بڼه
  5.  . بایزید روښان، خیرلبیان(پښتو برخه)، سریزه، ترتیب او مقابله استاد محمدمعصوم هوتک، علامه رشادخپرندویه ټولنه –کندهار، ۱۳۹۹ش
  6.   . . اخوند درویزه، مخزن الاسلام، مقدمه د سیدتقویم الحق کاکاخیل، پښتو اکاډمي پېښور
  7.   . میرزاخان انصاري، دیوان، سریزه او سمون د څېړنمل دوست، پښتو ټولنه، ۱۳۵۴ش
  8. خوشحال خان خټک دیوان. د حبیب الله رفیع په زیار، سمون او سریزه ۱۳۹۷ ش. بېلابیل مخونه
  9.  . احمدشاه بابا، د شعرونو غورچاڼ، د پوهاند علامه عبدالشکور رشاد په زیار، علومو اکاډمي، ۱۳۵۷ش
  10.  . محمدهوتک بن داؤد، پټه خزانه، د علامه پوهاند عبدالحي حبیبي په سمون او سریزه، څلورم چاپ، کابل پوهنتون، ۱۳۵۶ش
  11.   . پیرمحمدکاکړ، معرفة الافغاني، سریزه او سمون، د استاد محمدمعصوم هوتک، دویم چاپ، علامه رشاد خپرندویه ټولنه-کندهار، ۱۳۹۳ش
  12.   . افضل خان خټک، تاریخ مرصع، تصحیح او اوډنه دوست محمد کامل مومند، پېښور چاپ
  13. John Thompson latt, A Dictionary of Urdu, classical Hindi and English, T
  14.  . Charles S.Halsey . A.M, Etymology of Latin and Greek 1889,p 87
  15.  . Johnny cheung,Etymological Dictionary of the Iranian verb, VOLUME 2,2007,pp 380-381.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب