ایټریال فیبریلیشن د زړه یو غیر منظم ټکان دی چې په دې حالت کې ستاسو زړه په نا منظم ډول او عموماً ډېر ګړندی درزېږي.
په دې پاڼه کې:
- د ایټریال فیبریلیشن توضیحات
- د ایټریال فیبریلیشن نښې
- د ایټریال فیبریلیشن لاملونه
- د ایټریال فیبریلیشن تشخیص
- د ایټریال فیبریلیشن درملنه
- له ایټریال فیبریلیشن سره ژوند
د ایټریال فیبریلیشن توضیحات
زړه د بریښنایي سیګنالونو په مرسته کنټرولیږي چې د زړه د ټکانونو سبب کیږي. ایټریال فیبریلیشن د زړه د نظم د ګډوډۍ (آریتمیا) یو ډول دی چې د بریښنايي سیسټم ستونزه لري. دا ستونزه د زړه ټکانونه خورا ورو، ګړندي یا نا منظم کوي.
ایټریال فیبریلیشن هغه وخت پیښیږي کله چې د زړه په پورته خونو (ایټریا) کې بریښنایي سیګنالونه په سم ډول انتقال نه شي. دا سیګنالونه باید ثابت او منظم وي، خو په دې حالت کې ټکانونه ګډوډ وي او معنا یې دا ده چې وینه هغسي نه پمپ کوي چې باید ویې کړي.
د ایټریال فیبریلیشن ډولونه:
- پاروکسېزم ایټریال فیبریلیشن: نښې پخپله پیل او ختمیږي.
- پرځای پاتې ایټریال فیبریلیشن: نښې له اوو ورځو ډېرې دوام کوي یا درملنې ته اړتیا لري.
- دایمي ایټریال فیبریلیشن: تل نښې موجودې وي او عموماً یې درملنه کیږي.
- اوږد مهاله ایټریال فیبریلیشن : نښې معمولا له یو کال څخه زیات وخت لري.
ایټریال فیبریلیشن ژوند ته ګواښ نه کوي، خو د زړه دننه د وینې ټوټې (کلټونه) جوړوي چې د سکتې لامل کیدی شي. د ایټریال فیبریلیشن لرونکي کسان د سکتې خطر پنځه چنده لوړ وي.
د ایټریال فیبریلیشن نښې
د ایټریال فیبریلیشن په نښو کې ممکن دا موارد شامل وي:
- د زړه نا منظم ټکان (پالپټېشن)
- د سینې درد
- د تمرین کولو ستونزې
- ستړیا
- ساه لنډۍ
- د ګنګسیت یا د بې هوښۍ احساس
که دا نښې لرئ، له روغتیايي متخصص سره اړیکه ونیسئ.
ایا باید 999 ته زنګ ووهئ؟ (ممکن په بیلابیلو هیوادونو کې د ایمرجنسي شمېره توبیر ولري)
که د زړه د حملې کومې نښې لرئ، سمدلاسه 999 ته زنګ ووهئ. که داسې فکر کوئ چې روغتیايي مرستې ته اړتیا لرئ خو دا د زړه حمله نه ده، 111 ته زنګ ووهئ.
ایټریال فلوټر
ایټریال فلوټر د آریتمیا یو ډول دی چې د زړه ټکانونه خورا ګړندي کوي (په دقیقه کې شاوخوا ۳۰۰ ټکانونه). ځینې خلک ممکن ایټریال فیبریلیشن او ایټریال فلوټر دواړه ولري.
د ایټریال فیبریلیشن لاملونه
د دې حالت عام لامل د زړه زیان دی، چې د لاندې عواملو له امله کیدی شي:
- لوړ فشار
- د زړه د والونو ناروغي
- د زړه ناروغۍ
- سګرېټ څکول
- د قند یا شکر ناروغي
- چاغښت
- هغه څوک چې د زړه عملیات یې کړي
د ایټریال فیبریلیشن تشخیص
د ایټریال فیبریلیشن د تشخیص لپاره لاندې ازموینې ترسره کیدی شي:
- ECG (بریښنایي کارډیوګرام)
- اکوکاردیوګرام
- د سینې ایکس رې
- د وینې ازموینه
د زړه ټکان معلومول
تاسو کولی شئ د خپل مړوند په مرسته د زړه ټکان معلوم کړئ. که ستاسو زړه نا منظمه وي یا ټکانونه بې ترتیبه وي، له روغتیايي متخصص سره مشوره وکړئ.
لاندې ویډیو وګورئ ترڅو د زړه ټکان د معلومولو طریقې زده کړئ.