Home+شفق تر ممتاز نوی شاعر| نعمت‌الله صدیقي

شفق تر ممتاز نوی شاعر| نعمت‌الله صدیقي

له خورا ډېر وخت دې خبرې ته منتظر وم، چې تر هغې د شفق اپرېدي کتاب نه وي چاپ، په اړه یې قضاوت یا دغسې خبره نه کوم، کنه همدا څه وخت راته محسوسېده، چې د ده د شعر شعریاتو «ادبییت» په تېره د معاصر شعر سټایل یا سبک هغه یې د ممتاز اورکزي پر شعر وراړولې وه؛ بلکې بېخي تر ممتاز اورکزي بېله او بدله او نوې شاعري په کې وه. اوس چې د شفق مجموعه «د خالې پاڼې نوحه» زما په لاس کې ده او د ممتاز مجموعې او شعرونه مې هم تکراراً لوستي؛ نو په تقابل او پرتلې یې بې زړه نه یم؛ بلکې بېخي «عیان ته بیان» دی.

 

مخکې له دې چې زه دې شعري پرتلې ته دلایل راوړم، د ځینې هغو ملګریو لپاره چې د ممتاز په حق کې یې مینه او لورېینه ورسره تر دلیل وراخوا د عقیدت تر کچې وي؛ یوازې همدا یادونه کافي بولم، چې ممتاز او شفق دواړه زموږ د ژبې شاعران دي، دا به مو یې له کومې بلې ژبې یا شاعرۍ سره پرتله نه وي، چې خپل شاعرانه مقامونو ته مو دې زیان ورسېږي، بله دا چې دا ژبه او ادبیات دي، دا په یو ځای نه اودرېږي، که دغسې وشول؛ مانا دا چې ژبه او ادبیات به مو درېدلي وي.

 

دا هم باید روښانه کړو، چې دا تقابل هم د معاصر شعر د ټولې شعرپوهنې له مخې نه ده او نه هم ټول په ټوله معاصر پښتو شعر په همدغه دوه وو شاعرانو پېل او پای مومي؛ بلکې دا د یوه ډېر لوی قطار لویه او اوږده کیسه ده، چې پای یې ناممکن او قضاوت به یې له همغه وخت سره ممکن او هممهاله وي.

 

زما د یوه محتاط فکر له مخې د پښتو د بېخي معاصر شعر ابتدا که له فضل احمد غر یا د حمزه بابا له غزل هم راپېل کړو، په منځ و میانه کې یې داسې ډېر شاعران وو او دي، چې دوی د معاصریت له پلوه خو ځانګړي او معاصر وو؛ ولې د سبکونو له پلوه یې برتري یا امتیاز په دې کې و، چې خپل هغه اسلوب یا سبک به یې ورسره معلوم او مشخص و؛ مثلاً د حمزه بابا له دور لږ وروسته د درې واړو ادبي حوزو، پېښور، کوټه او کابل د دریو شاعرانو، کاروان، سایل او درویش سبک ډېر غالب او تقریباً په خاصو کې عام و، دوی سره په دې ضمن کې نور ډېر ښه او لوی شاعران هم له خپلو سبکونو سره ځانګړي وو؛ خو دا یې د یو عام یا په اصطلاح د غالب مثال شاعران وو، له دوی وروسته یا د دوی په شتون کې د څو نورو ځوانو شاعرانو وار او باپ هم و؛ مثلاً ریاض تسنیم، شاه سعود، قېصر، رازق فهیم، محمود ایاز او ګڼ نور، چې دوی هم د همغه وخت په حساب په معاصر شعر کې د سبک او شاعرانه هیئت او ماهیئت له مخې ځانګړي وو، دا هغه دور و، چې پښتو شعر له دوی سره هممهاله له یو شمیر معاصرو او نویو ایجاداتو سره هم بلد او مخ شو؛ مثلاً سوشل رسنۍ او خپرنیز پراسس اسان او عام شو، چې فېسبوک یې خاص ځای او ځایګی و. د فیسبوک دور شاعري تراوسه لا دوام لري او دا هغه دور دی، چې موږ یې له اینده د ناخبرۍ په وجه فعلاً د معاصر دور اوج بللی شو. په دې دور کې شاعري او شاعران دواړه د کیفیت او کمیت له دواړو اړخونو بې ساري او بې کچه لوړ او عالي وو. په دې دور کې ناقص عمل دا وشو، چې ډېر د ښې شاعرۍ شاعران په کې د ورځې په نرخ ښه شاعران و او ډېر یې لا اوس هم ښه شاعري لري، په تېره د بېخي نویو ځوان شاعرانو شاعري بنده بېلګه کولای شي. سره له دې، چې د دغه دور شاعرانو کې اوس هم د تېرو درېیو لسیزو شاعران هم په همغسې اب و تاب دي؛ خو د دوی له سبکي او شاعرانه ځانګړنو سره سره ممتاز اورکزی د معاصر شعر د همزولو شاعرانو په قطار کې د نوم او غالب اړخ شاعر دی؛ یعنې زیات تمرکز او حساب پر ده کېدای شي؛ ځکه د سبک له اړخ یې شعر جدي او د نویو حسیاتو ځانګړې شاعري وه؛ خو یو ځل بیا وایم، چې زما دا قضاوت هم نسبي کېدای شي؛ ځکه د ده ترڅنګ هم لوی او ستر معاصر شاعران شته.

 

تر ده وروسته چې بیا تر همدا ننه ګڼ ځوان شاعران شاعري کوي او تقریباً اکثریت یې د خپلو مشخصو سبکونو او شاعرانه تجربو سره هم کوي، ټول یې د تامل وړ دي؛ خو شفق اپرېدی په دوی کې ځکه ځانګړی دی، چې ده د همدې معاصر شاعر ممتاز اورکزي پر سبک او شاعرانه سټایل یو څه ورزیات کړي دي.

 

ښایي دا خبره په لومړي وار عیبجنه وښکاري؛ خو د شفق «د خالې پاڼې نوحه» لوستل به حتمي او ضروري وي، دویم دا چې دا تقابل که پر بل هیڅ اړخ نه اسانېږي؛ زه به یې د همدې سبکي امتیاز یا ښه ده ووایو د سبک د بېلوالي او ځانګړنو پر بنسټ د څو تقابلونو او پرتلې خبره درته وکړم؛ خو د دې تقابل دا دقت پر تاسې، چې د سبک یا سټایل تر حد یې واخلئ او دویم دا چې دا هم یوازې په یوه مختصر او محدودو بېلګو، چې ایله د شفق د شعرونو پر اساس یې د ټولې شاعرۍ پر مصداق وړاندې کوم، راځئ د شفق ځیني شعرونه ولولو؛ خو دا د شفق ټوله شاعري نه ده او نه یې هم ممکن دا شاعري ټول په ټوله ښه شاعري وي؛ بلګې دا زما محدود انتخاب کېدای شي، بله دا چې د پرتلیزې کره کتنې یو اصل دا هم دی، چې متقابل شعرونه هم باید بېلګه کړای شي؛ خو دلته یې ځکه نه بېلګه کوم، چې یو خو ممتاز ډېر لوستی او محبوب شاعر دی، بل دا چې د هغه شعرونه دومره ډېر دي، چې که موږ هر څومره د انتخاب حق ځانته ورکړو؛ خو لوستونکي ممکن د ده نور ګڼ شعرونه راسره مکالمه کړي؛ ځکه خو موږ هغه د عموم په توګه بېلګه ګرځولی شو او که مو بیا پر ممتاز خبره ونکړه؛ مانا همدا ځانګړنې به د شفق له ده بېلې او خپلې ځانګړنې وي.

 

د مالا مالو منظرونو مخته غلی تېر شوم
ما کې څه پټه ابدي نېمګړتیا چېغې وهي

 

یوه مرتده تمنا مې زړه کې سر ټکوي
یوه بدن کې دستیابه دنیا چېغې وهي

 

غلې جذبې، ګونګې نغمې، ناسته مرۍ د ښکلا
د ژوند اواز کې څه مرګونې ادا چېغې وهي
(د خالي پاڼې نوحه، ۵۲ ص)

 

ستا خبره د فطري نغمګۍ میره
ستا لهجې ته خو ګډېږي خوشبویانې

 

د ګلدان تاو دې خولې کړل ګلابونه
له ګرېوانه دې څڅېږي خوشبویانې
(۵۶ ص)

 

د پښتو معاصر شعر عموماً د فردي تجربو، شخصي احساساتو او د ژوندیو واقعیتونو پر انعکاس ولاړ دی؛ چې شاعران یې هڅه کوي، خپلې دروني تجربې او د ژوند بېلابېل اړخونه یې په ځانګړي هنري بیان کې وپېیي. په دې شاعرانه پېرایه کې یې هم حسي تجربې او هم د حواسو هنري کارونه هغه مهمې دي، چې د لیدلو، اورېدلو، بویولو، څکلو او لمس کولو له لارې یې د شاعر عاطفي او ذهني تجربې په محسوسو شعري تصویرونو بدلې کړي دي. د ژبې خاصوالی یې هم د معاصر شعر د سبک مهم اړخ دی، د تراکیبو ځانګړی تخلیقیت، د کلمو او استعارو نوې کارونه، نحوي جوړښتونه، محاوروي تعبیرونه او له ژبنیو دودونو سره تخلیقي چلند یې اصلاً د شفق د انفرادي سبک په رامنځته کولو کې ونډه لرلې ده.

 

په ژبه کې نوښت او د ژبنیو امکاناتو پراختیا د دې شعرونو د سبک نورې هغه مهمې ځانګړنې دي، چې د ده د سبک په انفرادیت کې لاس لري، همدارنګه، د مانیز ابهام او څو مانیزتوب له لارې یې دې شعرونو لوستونکيو ته د بېلابېلو تأویلونو او ماناوو امکانات هم برابر کړي دي. د روایت، ډراماتیک بیان، مکالمې او د تداعي په څېر د شعري تخنیکونو کارونه یې هم د ده د شعر په سبک کې د پام وړ تخنیک او ظرافت دی.

 

دا هم ممکن د ده د سبک په اړه عمومي خبرې وګڼلی شي؛خو ځانګړنه یې هم په کې دا ده، چې خپله خبره، طرز او هنري وسایل یې په کې خپل او معاصر دي. د ده څو شعرونه رااخلو:

 

شین ماښامۍ، کچه لوظونه، د نوزادو وړکیو
کمظرف طوفان او د لمدو خټو کورونه خدایه

 

د ویښو شپو ریاضتونه مې وړي خړې اوبه
نه مې خوبونه رسي، نه مې جنتونه خدایه
(۶۳ ص)

 

ژوند رنګ بایللی د تضاد د وحشتونو تر میان
د ښاریې په زړه راشنه دي د ځنګل مخونه
(۷۱ ص)

 

طلایي ګوتي وړي، د روح تر ګرېوانه غږونه
ستا د بدن د خوشبویې پاسته پاسته غږونه

 

بې کوره هېلو د میینې اروا ژبې وکړې
که راپسې کوي چوپتیا د دېواله غږونه
(۷۲ ص)

 

موږ وویل چې د سبک ځانګړی کمال یې دا دی، چې شاعرانه مضامین یې نوي او خپل دي یوازې مضامین نه شاعرانه وسایل لکه منفردې یا خپلې استعارې او نادر تشبېهات یې هغه څه دي، چې د ده د سبک په پوخوالي او تسلسل د بنده باور پوخ شي، مثلاً په دې شعرونو کې د شفق د سبک ځانګړنه دا ده، چې شاعر له عادي کلمو او ورځنیو تجربو څخه داسې شعري ترکیبونه او تصویرونه جوړوي، چې هم خپل هنري تشخص لري او هم د مانا لپاره بېلابېلې امکانات جوړوي. په لومړي بیت کې «د روح تر ګرېوانه غږونه» او «د بدن د خوشبویې پاسته پاسته غږونه» هغه ترکیبونه دي، چې د حواسو ترمنځ اړیکه پیاوړې کوي؛ غږ د اورېدو حس دی، خو دلته یې له لمس او بوی سره په داسې هنري تړاو کې وړاندې کوي، چې د شاعر د عاطفي تجربې لپاره یو نوی حسي چاپېریال جوړوي. په همدې توګه «بې کوره هېلې» او «د چوپتیا د دېواله غږونه» هم یوازې تشبیهي ترکیبونه نه دي، بلکې د انسان د دروني بې‌قرارۍ، محرومیت او یوازیتوب لپاره داسې تصویري ژبه ده، چې عاطفي کیفیت یې د تصویر په مرسته محسوسېږي.

 

په دې مسره کې «د ښاریې په زړه راشنه دي د ځنګل مخونه» د تضاد او تصویر یو بل هنري شهکار دی، ښار او ځنګل دوه بېلابېل چاپېریالونه دي؛ خو شاعر یې په داسې ترکیب کې سره مخامخوي، چې د ښاري ژوند په منځ کې د وحشت، بې‌نظمۍ او د انساني ارزښتونو د زوال احساس راته تداعي کوي. دلته د «ځنګل مخونه» په «ښار کې راشنه کېدل» د یوې عادي مشاهدې بیان نه دی؛ بلکې د معاصر ژوند د تضادونو لپاره یوه استعاري ژبه ده. په همدې ډول، «د ویښو شپو ریاضتونه» او «خړې اوبه» هم د هڅې او بې‌پایلې کېدو ترمنځ یو هنري تقابل رامنځته کوي، د «ویښو شپو ریاضت» د شاعر د فکري او عاطفي بوختیا تداعي لري؛ خو «خړې اوبه» یې د دې تجربې د ضایع کېدو یا د خوبونو د بې‌ثمره کېدو احساس وړاندې کوي.

 

د شفق په دې شعرونو کې د نوښت خبره یوازې په نویو مضامینو پورې محدوده نه ده، بلکې د بیان په طرز، د تصویرونو په جوړښت او د کلمو په خپلمنځي اړیکو کې یې هم ځانګړنې شته، دی کله له متضادو تصویرونو، کله له حسي ګډولو او کله هم له داسې ترکیبونو کار اخلي، چې د لوستونکي ذهن له عادي مانیزو اړیکو یوې نوې تجربې ته بیايي او دا تجربې یې عادي تجربې هم نشو ګڼلای، د همدې هنري ځانګړنو له مخې یې سبک د څو جلا او تصادفي نوښتونو مجموعه نه؛ بلکې د یوې نسبتاً ثابتې شاعرانه طریقې یا سټایل بڼه خپلوي. د سبک د پوخوالي او تسلسل خبره هم له همدې ځایه راولاړېږي؛ یعنې دای په بېلابېلو شعرونو کې د بیان داسې ځانګړې لارې خپلوي، چې د موضوعاتو له توپیر سره سره یې هنري تشخص ساتل کېږي. البته، دا ځانګړنې د شفق د ټولې شاعرۍ په اړه د مطلق حکم لپاره کافي نه دي، خو د همدې انتخاب شویو شعرونو په کچه د ده د انفرادي سبک د پېژندلو لپاره د پام وړ شواهد حتماً دي.

 

دا تنهایي د جنازې ساه ډوبي رش ته ورته
دا خاموشي د وفات شوي زړه اعلان وي لکه

 

نه جهیل د شنو سترګو، نه رس د انګوري بدنو
نن دا ویران زړه د کوم سره رېګ په ارمان وي لکه
(۷۷ ص)

 

ما د احساس د قات سالۍ ته ودروي
لکه نهر بچي لفظونه راته ودرېږي

 

زما کمرې ته د راتلو استقبال ومه وینې
د تنهایانو هجومونه راته ودرېږي
(۱۰۱ ص)

 

بهار بدنې!! خوشبو چیرته کډه ونغاړله!؟
د سپوږمۍ خپلې!! چرته پښې باسي کوچېږي رڼا؟

 

شفقه لمر د سبایي له بریښنا لاس وینځلی
او د ماښام د څراغونونه هېرېږي رڼا
(۱۰۴ ص)

 

په دې شعرونو کې د شفق د سبک بله ځانګړنه د عاطفي تجربو ډراماتیک بیان او د مجردو مفاهیمو تجسیم دی. په لومړي شعر کې «دا تنهایي د جنازې ساه ډوبي رش ته ورته» او «دا خاموشي د وفات شوي زړه اعلان وي لکه» د تنهایۍ او خاموشۍ لپاره داسې تصویرونه جوړوي، چې د دروني تشوالي او مړاوېتوب احساس پیاوړی کوي. په همدې توګه، د «ویران زړه» او «سره رېګ» ترمنځ اړیکه د عاطفي محرومیت لپاره یوه پراخه تصویري فضا رامنځته کوي.

 

په دویم شعر کې «لکه نهر بچي لفظونه راته ودرېږي» او «د تنهایانو هجومونه راته ودرېږي» د شفق د تصویر جوړونې ځانګړی طرز راښيي. دلته لفظونه د احساس تر فشار لاندې د بې‌وسه موجوداتو بڼه خپلوي او د «تنهایانو هجوم» بیا د ګڼې ګوڼې او یوازیتوب ترمنځ یو پاراډوکسیک تصویر دی، چې د شاعر دروني محاصره او عاطفي فشار څرګندوي.

 

په درېیم شعر کې بیا د خطاب او استفهام ترڅنګ د مفاهیمو متحرک ډول د پام وړ دی، «خوشبويي کډه کوي» او «رڼا کوچېږي». دا هغه غیرمعمولي تصویرونه دي، چې مجرد کیفیتونه د حرکت او بېلتون په تجربه بدلوي. د خوشبویۍ، رڼا او کډوالۍ ترمنځ دا اړیکه د ښکلا او عاطفي حضور د ورکېدو لپاره یوه بېله استعاري ژبه جوړوي.

 

که په تېرو شعرونو کې د شفق د سبک ځانګړنه تر ډېره د حسي ګډولو، تضادونو او نویو ترکیبونو په جوړولو کې وه، دلته بیا د عاطفي تجربو ډراماتیک بیان، د مجردو مفاهیمو تجسیم او د تصویرونو حرکت د ده د سبک مهم اړخونه دي. شفق یوازې احساسات نه بیانوي، بلکې په داسې هنري تصویرونو یې بدلوي، چې لوستونکی یې په محسوسه او عاطفي تجربه کې شریکوي؛ او همدا د ده د شاعرانه بیان د انفرادیت بله ځانګړنه ده.

 

د شفق د سبک توپیر له عام معاصر شعري سبک او د ممتاز له سبک سره په دې کې دی، چې شفق مجرد احساسات په ډراماتیکو تصویرونو او غیرمعمولي ترکیبونو کې وړاندې کوي. په عام معاصر شعر کې فردي تجربې، حسي تصویرونه، ابهام او ژبنی نوښت عامې ځانګړنې دي؛ خو د شفق ځانګړنه دا ده، چې دغه وسایل د عاطفي فشار او دروني تشوالي د تجسیم لپاره کاروي. مثلاً «د تنهایانو هجومونه» او «خوشبويي کډه کوي» یوازې نوې استعاري ژبه نه ده، بلکې د احساساتو د یوې متحرکې او ډراماتیکې فضا جوړولو وسیلې هم دي.

 

د شفق د سبک دا ځانګړنې یې یوازې په تخیل کې نه؛ بلکې د افادې په طرز کې یې هم دي، دی عادي احساسات په داسې غیرمعمولي تصویرونو او ترکیبونو کې وړاندې کوي، چې هم د تخیل خپلواکي او هم د بیان انفرادیت یې په کې ساتي؛ لکه همدا پورته شعرونه یې ولولئ!! همدا ډول د تخیل او افادې ګډه ځانګړنه یې بله هغه ده، چې د شفق شاعري له عام معاصر طرز و بیان بېلوي او د ممتاز اورکزي له شاعرانه تجربو یې بېل ساتي.

 

د شفق په اړه د قېصر هغه اندېښنه، چې دای به د خپل دغه افرادیت دوام وساتلی شي کنه؟ د ده د همدې کتاب له مجموعي لوستنې اندازه کولای شو، چې د ده د تخیل ریاضت په کې په مسلسل ډول تقریبا یو ډول دی؛ ځکه خو ده ته د لا ښه تخلیق او مزید افرادیت سترګې وراوړي. دای چې د عمر په لحاظ ایله یوشت کلن دی، په داسې شعر تخلیقولو یوازې د ده نه؛ بلکې د ټولې پښتو ژبې «ادبي معجزه» یې ګڼلای شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«توت‌شکم‌پاره» یونستالژیک یاد | اصف بهاند

د ډنمارک په کوم ښار کې چې زه ژوند کوم، هیدرسلیف نومیـږي. د دې ښار مرکز ته نږدې په یوه استوگنیزه سیمه کې یوه‌لویه...