Homeخبرونهد پېښور لوړې محکمې د افغان نجونو د طب محصلانو د ایستلو...

د پېښور لوړې محکمې د افغان نجونو د طب محصلانو د ایستلو مخه نیولې ده

تاند (جمعه، د لیندۍ/ قوس ۶ مه) د خیبرپښتونخوا د پېښور لوړې محکمې (هايي کورټ) د ایبټ‌اباد په ایوب طبي کالج کې په زده‌کړو بوختو افغان نجونو د ایستلو مخه نیولې او اړوندو ادارو ته یې د موضوع په اړه د ځواب ویلو امر کړی دی.

د پاکستان ټوډې د راپور له مخې، محکمې دا پرېکړه د چهارشنبې په ورځ د هغو افغان محصلانو د عریضې د څېړلو پر مهال کړې چې له پاکستان څخه د ایستلو د ګواښ او د عملي زده‌کړو یا «هاوس جاب» د لغوه کېدو پر ضد یې شکایت کړی و.

د محصلانو وکیل ابراهیم نور مغل محکمې ته ویلي چې موکلانو یې په پاکستان کې د طب پنځه کلنې زده‌کړې بشپړې کړې او د ایوب په ښوونیز روغتون کې یې د اجباري عملي زده‌کړو دوره پیل کړې وه.

خو د پاکستان د طب او غاښونو شورا (PMDC) په سپارښتنه د کالج ادارې د هغوی عملي زده‌کړې لغوه کړې دي. د دې پرېکړې له امله دا افغانې محصلانې د ایستلو له خطر سره مخ شوې دي.

وکیل ویلي چې د عملي زده‌کړو بشپړول د طب له فراغت وروسته لازمي دي او که محصلینې له دې پړاو څخه بې‌برخې شي، د پنځو کلونو زده‌کړې به یې بې‌ګټې شي. د نوموړي په وینا، دا پرېکړه هغوی ته مالي زیان هم رسوي او راتلونکی مسلکي ژوند یې له ستونزو سره مخ کوي.

محکمې ته ویل شوي چې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د اکتوبر په اوومه د افغان طبي محصلانو د ایستلو په اړه خبرتیا خپره کړې وه او له هغې وروسته د دغو محصلانو عملي زده‌کړې لغوه شوې دي.

وکیل له محکمې غوښتي چې افغانې محصلینې پرېږدي خپلې عملي زده‌کړې بشپړې کړي، څو د کلونو هڅې او زده‌کړې یې ضایع نه شي.

د پېښور لوړې محکمې د دغو افغان نجونو د ایستلو مخه نیولې او له اړوندو چارواکو یې د وضاحت غوښتنه کړې ده.

د یادونې ده چې دې محکمې تر دې مخکې هم د افغان طبي محصلانو د ایستلو په تړاو په ورته قضیه کې د لنډمهالي بندیز پرېکړه کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لالا ګادیوان …| لعل پاچا ازمون

د هجري شپېتم کالونه وو چې د باران په نامه یوې ځوانې ډلې پخپلو خوږو غږونو او لاسونو غورځولو د تلویزون پرده ونڅوله، د...