Homeخبرونهد افغانستان د بشري مرستو صندوق اړمنو افغانانو ته ۳۲ میلیون ډالر...

د افغانستان د بشري مرستو صندوق اړمنو افغانانو ته ۳۲ میلیون ډالر ځانګړي کړل

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د افغانستان د بشري مرستو صندوق د هېواد له زیانګالو خلکو سره د مرستې لپاره شاوخوا ۳۲ میلیون ډالر ځانګړي کړي دي.

اوچا په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې بشري اړتیاوې لا هم ډېرې دي، خو د دغو اړتیاوو د پوره کولو لپاره نړیوالې مرستې کمې شوې دي.

د دغه دفتر په وینا، د افغانستان د بشري مرستو صندوق به دا پیسې له خپلو همکارو بنسټونو سره د مرستې لپاره ولګوي، څو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې تر ټولو زیانګالو خلکو ته د ژوند ژغورنې مرستې ورسوي.

د افغانستان د بشري مرستو صندوق دا پیسې په داسي وخت کې اړمنو افغانانو ته ځانګړي کړي چې افغانستان له یوه خورا سخت بشري بحران سره مخامخ دی، له یوې خوا له ۲۰۲۳ څخه تراوسه تر شپږ نیم میلیونه ډېر کډوال په زوره یا په خپله خوښه هیواد ته راغلي، له بلې خوا طبیعي پېښو، وچکالیو، اقتصادي تنګسې او راز راز کورنیو او بهرنیو بندیزونو د افغانستان اقتصاد ځپلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لالا ګادیوان …| لعل پاچا ازمون

د هجري شپېتم کالونه وو چې د باران په نامه یوې ځوانې ډلې پخپلو خوږو غږونو او لاسونو غورځولو د تلویزون پرده ونڅوله، د...