تاند (پنجشنبه، د لیندۍ/ قوس ۵ مه) افغانستان او پاکستان به د ۲۰۲۶ کال د پولیو ضد واکسیناسیون وروستی کمپاین د دسمبر له ۱۲مې تر ۱۸مې نېټې په یو وخت پیل کړي. پاکستان هڅه کوي چې د روان کال تر پایه له ۴۵ میلیونو ډېر ماشومان د پولیو پر وړاندې واکسین کړي.
د پاکستان د بېړنیو عملیاتو ملي مرکز (NEOC) د معلوماتو له مخې، دغه کمپاین به د هېواد په ۱۶۷ ولسوالیو کې ترسره شي او له پنځو کلونو کم عمره ماشومان به یې په لړ کې واکسین شي.
په دې کمپاین کې به تر ۴۰۰ زره ډېر روزل شوي روغتیايي کارکوونکي برخه واخلي. ماشومانو ته به د پولیو د واکسین له څاڅکو سره یوځای د ویټامین A مکملونه هم ورکړل شي.
په پنجاب ایالت کې به له ۲۳،۳ میلیونو ډېر ماشومان په ۳۸ ولسوالیو کې واکسین شي، په داسې حال کې چې په سند ایالت کې به له ۱۰،۳ میلیونو ډېر ماشومان په ۳۰ ولسوالیو کې تر پوښښ لاندې راشي.
په خیبر پښتونخوا کې به د واکسیناسیون کمپاین په ۳۷ ولسوالیو کې له ۷،۲۴۶ میلیونو ډېر ماشومانو ته واکسین ورکړل شي. په بلوچستان کې بیا ټاکل شوې چې له ۲،۶۲۹ میلیونو ډېر ماشومان په ۴۱ ولسوالیو کې واکسین شي.
دا کمپاین به په اسلاماباد کې له ۴۴۷ زرو ډېر ماشومان، د ګلګت بلتستان په لسو ولسوالیو کې له ۲۷۹ زرو ډېر ماشومان او د ازاد کشمیر په لسو ولسوالیو کې له ۷۰۹ زرو ډېر ماشومان هم تر پوښښ لاندې راولي.
تراوسه پورې د افغانستان د روغتیا وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي او دا هم څرګنده نه ده چې د افغانستان په کومو سیمو کې به واکسیناسیون تطبیق شي.
سږ کال په افغانستان کې د پولیسو نژدې ۵۰ مثبتې پېښې ثبت شوي چې دا په وروستیو کلونو کې تر ټولو لوړ شمېر دی.
په پاکستان او افغانستان کې په یو وخت د واکسیناسیون دغه کمپاینونه د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو او ماشومانو د دې فلج کوونکې ناروغۍ پر وړاندې د خوندي کولو د روانو هڅو برخه ده.