Homeخبرونهیو پاکستانی د لومړي بهرني وګړي په توګه د چین فضايي تمځي...

یو پاکستانی د لومړي بهرني وګړي په توګه د چین فضايي تمځي ته ورسېد

تاند (پنجشنبه، د لیندۍ/ قوس ۵ مه) د پاکستان ستورمزلی محمد ذیشان علي د چهارشنبې په ورځ د چین «تیانګونګ» فضايي تمځي ته ورسېد او په دې توګه د دغه تمځي لومړنی بهرنی فضانورد شو.

۴۰ کلن ذیشان علي د چین د «شنژو-۲۴» فضايي ماموریت د درې کسیزې ډلې غړی دی. نوموړی د چین له دوو ستورمزلو، تانګ هونګبو او وو یې سره، د «لانګ مارچ-۲ اېف» توغندي په وسیله فضا ته ولېږل شو. فضايي بېړۍ د چین په شمال لوېدیځ کې د جیوچوان د توغولو له مرکز څخه د سهار په ۸ بجو او ۱۸ دقیقو پورته شوه او شاوخوا شپږ ساعته وروسته له فضايي تمځي سره ونښلول شوه.

ټاکل شوې چې ذیشان علي په دغه فضايي تمځي کې له پنځو تر لسو ورځو پورې پاتې شي او د علمي څېړنو په ترسره کولو کې برخه واخلي. د هغه دنده د علمي وسایلو او تجربو څارنه ده. په دغو څېړنو کې یوه تجربه دا هم ده چې معلومه کړي، د کاربن فایبر ځانګړي مواد څنګه د فضايي بېړۍ پر باډۍ واړه درزونه په خپله رغولی شي.

ذیشان علي تر دې ماموریت مخکې په بېجینګ کې اووه میاشتې روزل شوی او د چینایي ژبې زده‌کړې ته یې هم ځانګړې پاملرنه کړې ده، څو له چینایي فضانوردانو او د ځمکې د کنټرول له مرکز سره په اسانه اړیکه ونیسي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د دغه ماموریت هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا یوازې د یوه فضانورد سفر نه، بلکې د ۲۴۰ میلیونه پاکستانیانو، ځوانانو، ساینسپوهانو او هیلو سفر دی.

تر دې ۳۸ کاله پخوا افغان ستورمزلی عبدالاحد مومند په ۱۹۸۸ کال د پخواني شوروي اتحاد میر فضايي مرکز ته تللی و. مومند، چې د سږ کال په جون میاشت کې د ۶۷ کلونو په عمر په جرمني کې وفات شو، له ځان سره فضا ته قرآنکریم  وړی و.

د چین او پاکستان ترمنځ فضايي همکاري د ۱۹۹۰مې لسیزې لومړیو ته رسېږي. چین تر دې مخکې هم د پاکستان څو سپوږمکۍ فضا ته لېږلې دي. پاکستان هیله لري چې دغه ماموریت به له چین سره د ګډو فضايي څېړنو او ان د سپوږمۍ پر لور د ګډو ماموریتونو لپاره لاره هواره کړي.

چین هڅه کوي چې خپل «تیانګونګ» فضايي تمځی د نړیوالې همکارۍ پر یوه مرکز بدل کړي. دغه هېواد غواړي تر ۲۰۳۰ کال پورې سپوږمۍ ته فضانورد ولېږي او تر ۲۰۳۵ کال پورې له روسیې سره په همکارۍ هلته څېړنیز مرکز جوړ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ونسان ون‌ګوګ یو انځور په ۱۹۰.۴ میلیون ډالرو وپلورل شو

تاند (جمعه، د لړم/ عقرب ۲۹ مه)د هالنډي انځورګر ونسان ون‌ګوګ د «غوړېدونکو څېړیو ونو» په نوم انځور د نیویارک په ساتبیز لیلام‌ځای کې...