تاند- نن د نوومبر ۲۶ مه د پښتو ژبې او ادب د نوموتی لیکوال پوهاند صدیق الله رښتین د مړینې ينځه ویشتم تلین دی.
پوهاند رښتین له نن څخه ۲۶ کاله پخوا د ۱۹۹۸ م کال په دې ورځ په پېښور کې وفات شو.
ارواښاد رښتین د پښتو ژبې او ادب لپاره ډېر زیار کښلی او خپل ټول ژوند یې د ژبې اوادب خدمت ته وقف کړی و. د اغلې ماموسۍ زېور پر اساس، ارواښاد رښتین په خپل ژوند کې تر زرو زياتې مقالې او خبري مقالې ليکلي دي.
د استاد رښتین اثار:
د پوهاند صدیق الله رښتین ژوند او کارونه
د استاد رښتین د ژوند په اړه دا لاندې لیکنه حبیب الله غمخور کښلې ده:
ارواښا پوهاند صديق الله رښتين په ۱۲۹۸ لمريز کال د مومندو د غازي آباد کلي د مرحوم مولوي تاج محمد ((مهتمم)) په روحاني او منوره کورنۍ کې دنيا ته سترګې رنې کړې. پوهاند رښتين لا ډير کوچینی و چې د پلار د مهر او محبت سيوری يې له سره کم سو. د ده مور دهغه روزنې ته زياته پاملرنه وکړه د هغي برکت و چې ده او د ده وروڼو د ښوونې پر ور پل کښېښود. هغه په ماشومتوب کې لومړنۍ مذهبي زده کړه په خصوصي ډول په خپل کور کې کړې ده. له لومړنيو ديني زده کړو وروسته په ۱۳۱۱ لمريز کال د ننگرهار د هډې په نجم المدارس کې شامل شو، درې کاله وروسته په ۱۳۱۵لمريز کال د کابل په دارالعلوم کې داخل او هلته يې زده کړه وکړه. پوهاند رښتين د تعليم تر څنګ له مطبوعاتو سره هم مينه پيدا سوه، د اصلاح د اخبار لوستلو ته يي مخه کړه چې د هغه د ذهنيت په روښانه کولو او هڅولو کې يې مثبت رول لوبولی دی.
رښتين صاحب په ۱۳۱۸ لمريز کال له کابل دارالعلوم څخه د متوسطې دورې اعلی بریلیک ترلاسه او د همدغه کال د سنبلي د مياشتي په لومړۍ ورځ د ادبي چمن او پښتو ټولني په غړيتوب ومنل سو. د۱۳۲۰ لمريز کال د زمري (اسد) په مياشت کې د پښتو ټولنې د قواعدو د څانگي مدير وټاکل سو، يو کال وروسته د وري (حمل) په مياشت کښې د پکتيا د ((وړانګې د جريدې)) لومړۍ مؤسس او چلوونکي و، د همدي کال د ثور په مياشت کې یې د پښتو ټولنې مرستيال کفيل، د لغاتو او قواعدو د څانګې مدير دنده پر مخ وړه.
په ۱۳۲۲ کال د پښتو دايرة المعارف د ژباړې د څانګې مشر په توګه وټاکل سو، د ۱۳۲۶کال د ميزان په مياشت کې په فراه ولايت کې د ((سيستان)) جريدې مؤسس او لومړۍ خپرونکی و، يو کال وروسته په سنبله کي د پښتو ټولني مرستيال او د پښتو دایرة المعارف امر وټاکل سو. د۱۳۲۹ کال د زمري په مياشت کې د ((هيواد )) ورځپاڼې چلوونکی و، او هم يې د ادبياتو په پوهنځی کې محصلينو ته د تدريس چارې پر مخ بيولې او هلته استاد و. په ۱۳۳۰ کال د پښتو ټولنې لوی مدير مقرر سو، او په ۱۳۳۱ کال د ((زيري)) جریدې د دوهمي دورې چلوونکی و، د ۱۳۳۴ کال د حمل په مياشت کې د پښتو ټولنې د مشر او وروسته بيا د ۱۳۳۵کال په سر کې د ښووني وزارت پښتو مشاور او د ادبياتو پوهنځي د استادۍ رسمي دنده ور وسپارل سوه چې همدې دندې ته يې تر ۱۳۳۶کال پوري دوام ورکړ.
په ۱۳۵۲ کال يې تقاعد واخیست؛ بیا یې د ژوند تر ورستيو سلگيو پورې دولتي دنده په غاړه وا نه خیسته او نه يې هم له کوم دولتي نشراتي اورګان سره د ليکنې مرسته وکړه. پوهاند رښتين پر رسمي هڅو سربيره يو شمير مطبوعاتي او فرهنگې دندې هم ترسره کړي دي، د بيلگي په توگه هغه په ۱۳۲۸ – ۱۳۲۹ کې د شپې له خوا د کابل راډيو د يوې ځانگړې خپرونې د چلوونکې په توګه کار کړی دی همدا ډول له ۱۳۳۳ څخه تر ۱۳۳۷ کال پورې د مازديگر له خوا په کابل راډيو کې د يوې ځانگړې خپرونې د پښتو کميټې غړی و او بيا به 1336 څخه تر۱۳۴۰کال پوري یې د کابل راديو د رنگارنگ خپرونو د چلوونکي دنده په غاړه لرله؛ له۱۳۴۳ تر ۱۳۴۸کال پوري يې د کابل راډيو د ادب د وږمو پروگرام پر مخ بېوه.
پوهاند رښتين د يو لړ علمي او ادبي ليکنو او خپرولو وروسته په ستاينليکونو او نښانونو نمانځل سوی دی او تر۱۵ يې زياتې جايزې هم ترلاسه کړي دي. د پوهاند رښتين مورنۍ ژبه پښتو وه ولې په دري، اردو او عربي ژبو يې هم اثار ليکلي، له عربي او اردو څخه يې يو شمير ژباړې کړي دي .
د پوهاند صديق الله رښتين ۲۶۵ رسالې او کتابونه چاپ سوي دي. رښتين صاحب د خپل عمر په اوږدو کې په يو شمير بهرنيو او کورنیو ټولنو او غونډو کي برخه اخيستې ده، استاد د نړۍ ځينو هيوادو لکه پخواني شوروي اتحاد، ايران، مصر، هندوستان، او پيښور ته سفرونه کړي دي. زموږ د هيواد د دې وتلي څيرې په هکله اکاديميسين پوهاند ډاکټر محمد رحيم الهام ليکلي: «استاد رښتين يو غښتلی او په خپله برخه کې پوخ ليکوال، محقق او مدرس و، دی د پښتو د ودې په تحقيقي، تخليقي او تدريسي برخه کې په هسکه غاړه زموږ د مخکښانو په قطار کي ولاړ دی.
پوهاند رښتين د پښتو ادب پنځم ځلاند ستوری نومول سوی دی، دې لوي عالم د اوږدې ناروغۍ له کبله د پيښور د ليډيريډنگ روغتون د بولټن بلاک په لسمه کوټه کې په ۱۳۷۷لمريز کال له فاني دنيا د ابد لپاره سترگې پټې کړې.
د رښتين صاحب ليکنې او هڅوني نه يوازي دا چې د افغان ولس لپاره لويه علمي خزانه ده.
د دغه ستر پښتون عالم او د خپل قام اوژبې د خدمتګار روح د ښاد ، جنتونه یې نصیب او نوم یې تلپاته وي . ایکاش د ده ټول لیکلي آثار یوځل بیا چاپ او ټولو کتابتونونو ته ورکړل شي چې د دوی د زحمتونو نتیجه راتلونکي نسلونه هم ولولي .
نومیالي دي چې یادیږي .
رب ذالجلال دی لیکوال عبدالله جان صاحب ته جنتو نصیب او او موږ تولو لوستنکو ته ده نصحتونو عمل اوپوهه راکړی