یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Home+د ګرامر او بلاغت یو مشترک بحث | اسدالله غضنفر

د ګرامر او بلاغت یو مشترک بحث | اسدالله غضنفر

کلاسیک شاعر محمدي صاحب زاده په یوه  بیت  کې (او) د تړوییکي په توګه نه بلکې یو بل نقش کې په داسې مانا راوړي چې د ولس په ژبه کې شته خو ما تر اوسه پورې په بله پخوانۍ یا اوسنۍ لیکنه کې نه دی لوستی. دی وایي:

 له ساده مخه اسره کوم و خط ته

د نالوستي هلک او چې زېرو زور خوښ

دویمه مصرعه د دې جملې معادله معنا ښندي: بېخي به ورته حیران شې چې د نالوستي هلک زېرو زبر څومره زیات خوښېږي! دې معنا ته د (او) په مرسته رسېږو. دلته (او) تړوییکی نه دی، بلکې د احساساتو د بیان لپاره یوه بې فعله جمله ده چې له بلې جملې سره (د نالوستي هلک زېر و زور خوښ دي) د (چې) په ذریعه وصل شوې ده.

په لاندې شعري بند کې (وه) چې په کسر کې راځي، د حیرت او خوشحالۍ غبرګ حالت بیانوي:

 جوړه ده چا جوړه د زهرې له سپینو کاڼو نه

یا د ګل له پاڼو نه

توره یې رب مکړې د ناور تر واورو سپینه ده

وه څومره شیرینه ده

                    (پسرلی، کاشکې هلته زه ماشوم وای)

که د پاسني بند وروستۍ کرښې ته معادل پیدا کوو، داسې یو څه به وي: څومره شیرینه ده، بیخي یې حیران کړم.

قیام الدین خادم د ۱۲۲۰ کال په حوت کې د خپل یوه نظم په کسر کې د (واه واه مسلماني) عبارت د طنز په نیت راوړی. د دغه نظم یو بند دا دی:

« دښمن د نوي علم او رڼا وي په یقین

خپل وهم ګڼي دین

ګومان کوي چې دا ده هغه وحي اسماني

واه واه مسلماني»

         ( خادم باد سبا یم)

(واه واه) د خوشحالي د اظهار لپاره راځي او وروستۍ کرښه د (عجبه مسلماني ده!) معادل بللی شو.

زموږ ټول احساسات خوشحالوونکي نه دي چې د (او)، (واه) یا (وه) په مرسته دې بیان شي، غمجن او منفي احساسات لا زیات دي او هغه خپلې کلمې لري.

 خوشحال  فرمایي:

پیریه پرې ایستم له تالاشونو

های کښلیو سترګو، کښلیو غاښونو

موږ د درد او افسوس د اظهار لپاره (های) وایو. دویمه مصرعه د دې جملې معادله معنا ښندي: کښلیو سترګو او کښلیو غاښونو ارمان در پسې کوم.

اکرام الله ګران وایي:

اف زاهده دومره وارخطا شولې

شرنګ خو د پینزېبو زلزله نه ده

                            ( زما غزل)

دغه (اف) د دا رنګه جملو ځای ناستی دی: بېخي دې ورانه کړه! د سړي درته قهر راشي!…

خو په ځینو نورو ځایونو کې بیا د دارنګه کلمو معنا یو څه زیاته مشخصه وي، لکه په لاندني بیت کې چې (حیف) د (افسوس ځای دی) معادله معنا ښندي:

حیف چې د ارزو څښتن مې ونه موند

هیڅوک د یوسف په خریدارو کې

                                    (غزلبڼ)

(حیف) نورې معناوې هم لري خو دلته چې یې کومه معنا ده، هغه یوازې د احساساتو له بیان سره اړونده ده. د (چې) وییکی یوازې جملې سره وصلوي. که (حیف) د جملې نقش نه لرلای، بیا به له ورپسې جملې سره د (چې) په ذریعه نه تړل کېده. [د حمزه شینواري په لاندې بیت کې هم د (شاید) او ورپسې جملې د یو ځای کولو لپاره (چې) ځکه راغلی دی چې (شاید) د (ممکنه ده) ځایناستی دی:

ما ټیټ ورته لېمه کړه زما سر نه ټیټېده

شاید چې په الفت کې هم افغان پاتې کېدم]

د تر بحث لاندې ژبنیو جوړښتونو مشترکې ځانګړنې دا دي: الف/ د مختلفو احساساتو د بیان لپاره راځي. ب/ د بې فعله جملو یو ډول یې بللای شو، ځکه هر یو یې د یوې جملې مفهوم رسوي. ج/ معنا یې ممکن پوره واضح او مشخصه نه وي خو که ابهام پکې زیات هم وي، دومره مو پوهوي چې د غم، درد، خوشحالي، حیرت، افسوس یا بل کوم احساس له بیان سره تعلق لري. دال/ د ویلو په وخت به یې په فشار سره وایو.

دغو ژبنیو جوړښتونو ته که د خپل نقش په اساس نوم جوړوو، د احساسي بیان بې فعله جملې به یې بولو. زموږ د سیمې په  ګرامرونو او ډکشنریو کې ورته واحد او منل شوی نوم نه اخیستل کېږي. د مثال لپاره به دلته په ځینو کتابونو کې د (های) په اړه توضیحات راواخلو.

دریاب ډکشنري د (های) په توضیح کې لیکلي دي:«اسم صوت، د درد او غم په وخت کې له خولې وتونکی اواز، وئ، وای،هی،وش.» د اردو فیروزاللغات (د ۲۰۰۵ کال  چاپ) یې هم اسم صوت بولي او فرهنګ عمید (درویشتم چاپ) یې (کلمه تاسف) بولي خو دا نه وایي چې څه ډول کلمه ده، یعنې اسم دی، په وییکو کې راځي او که کوم بل ګرامري دریځ لري.

پوهاند رشتین په پښتو ګرامر کې (های) د صوت اسم (انګینوم) نه بلکې په اداتو( وییکو) کې شمېري او د افسوس وییکی یې ګڼي. ډاکتر هربرت پنزل د ادواتو( وییکو) په بحث کې (های) ته ورته کلمې (اصوات) بللي او کښلي یې دي:«اصوات په اکثرو  مواردو کې یواځې پخپله د مجملو عبارتو په بڼه استعمالېږي او ډول ډول هیجانونه څرګندوي.»[د پوهاند الهام ژباړه]

تر دې ځایه دې نتیجې ته رسېږو چې د(های) او ورته کلمو د ګرامري دریځ په اړه واحد نظر نشته. د (های) کلمه که څه هم فیروزاللغات اردو بللې ده خو د پښتو، دري، اردو او د سیمې د ځینو نورو ژبو تر منځ شریکه کلمه ده او په  ګڼو ژبو کې یې د استعمال وجه دا ښکاري چې د (آه) په څېر د غم  په وخت کې د بنیادم له فطري غبرګونه راوتلی اواز دی.  فیروزاللغات د (آه) په اړه لیکي چې اسم دی او فارسي کلمه ده. دغه ډکنشري د (آه) اردو جمع هم راوړي، حال دا چې د (های) د جمعې د حالت په اړه څه نه وایي او ځکه څه نه وایي چې (های) د وییکو غوندې جمع نه لري خو (آه) د اسمونو غوندې د جمع حالت لرلای شي. موږ په پښتو کې (آهونه) وایو خو(هایونه) نه وایو. اسمونه چې کومې ځانګړنې لري، هغه په (آه) کې شته او په (های) کې نشته. د جمع کېدو په ځانګړنې سربېره د اسم نور خاصیتونه هم په (آه) کې وینو او په (های) کې یې نه وینو. مثلا اسم ستاینوم لرلای شي. موږ وایو، ساړه آهونه خو سوړهای یا اوږد های نه وایو.

زموږ تر بحث لاندې ژبني جوړښتونه چې د احساساتو له بیان سره یې تعلق دی او د ایجاز سبب کېږي، په بلاغي لحاظ اهمیت لري. زما په نظر که یې په ګرامري دریځ یو څه دقیقې خبرې وشي، بیا دا امکان شته چې د (او) غوندې څنډې ته پاته شوي مثالونه یې هم ومومو او معرفي یې کړو.

د احساسي بیان بې فعله جملې کله کله د مرکبو یا جوړه کلمو بڼه خپلوي. د اجمل خټک په (غیرت چیغه) کې لولو:

مېښې منمه د نواب صاحب دي

دې کې خبره کول توان د چا دی

ولې اې اې د انسانانو ربه

دغه ګوجر غریب انسان د چا دی

دلته (اې اې د انسانانو ربه) د (اې د انسانانو ربه تا ته وایم) جملې معادل دی. موږ ویلای شو چې ټول خطابي عبارتونه په حقیقت کې پټې جملې یا جملې ته ورته جوړښتونه دي. مثلا که ووایو: احمده! نو مطلب پکې دا دی چې احمده تا ته وایم! یا احمده ولې داسې کوې! خطاب چې د عادي ژبې ځانګړنه ده، صرف کله کله بلاغي اهمیت لرلای شي. د اجمل خټک په بیتونو کې د خطاب د خاصې کلمې تکرار چې د احساساتو شدت پکې ښکاري او له (ولې) سره یې د موسیقي ورته والی او خصوصا د احساساتو له شدت سره د طبقاتي ستم د شدت متناسب والی، د دې سبب کېږي چې د خطاب طرز هنري او بلاغي اهمیت ومومي او زموږ د دې بحث موضوع وګرځي خو نور عادي خطابونه او بې فعله ندایي جملې چې د احساساتو له بیان سره تعلق نه لري، زموږ د بحث په موضوع کې نه شاملېږي.

د خوشحال خټک د یوه دري بیت په ښکلا  کې د (الله الله) ترکیب ونډه، چې (د خدای پار دی) جملې معادله معنا لري، تر بلې هرې کلمې زیاته ده. خان بابا فرمایي:

پیر ما از می پرستی توبه فرماید مرا

الله الله وقت ګل این توبه می شاید مرا

لکه څنګه چې نورې کلمې (مثلا په پاسني بیت کې د الله کلمه) په یوه نوې معنا د احساساتو د بیان لپاره راوړو، دغسې د احساساتو د بیان خاصې کلمې کله کله په نورو نقشونو کې راځي.

حمید مومند وایي:

لکه ګل چې د شبنم په ژړا خاندي

هسې رنګه مې وه وه کا په وای وای دوست

دلته (وه وه) د (کول) د فعل او (وای وای) د یوه اسمي عبارت برخه ده. د دغو مثالونو له راوړلو منظور دا دی چې همدا کلمې چې ځينې یې د صوت اسم (انګېنوم) بولي او ځينې یې ادات، ممکن په جمله کې نور نقشونه ولري چې دغه نقشونه یې زموږ د بحث موضوع نه ده. زموږ د بحث موضوع هغه اسمونه او صوتي کلمې دي چې د سلامتې جملې معنا پکې نغښتې وي او احساس او هیجان بیانوي.

د خوشحال خټک په دا لومړي بیت کې (فریاد) د (فریاد کوم) معادله معنا ښندي او احساسي بیان دی خو په دویم بیت کې یې راغلی (فریاد) دغسې نقش نه لري:

هیڅ خبر له ځانه نه  شوې

های فریاد فریاد فریاد

او:

یا د خپل اولاد د لاسه شاه جهان زده

یا خوشحال زده په فریاد، په ناره سر

د وروستي بیت (فریاد) جمله نه جوړوي بلکې له (په) سره په شریکه د فعل د معنا د بشپړولو لپاره پکار شوې کلمه ده. دغه راز د لاندې لنډۍ (های) د خوشال د بیت (های) نه دی چې په اصل کې د یوې جملې معنا رسوي، بلکې که د مرکب فعل ساحه لږ لویه وګڼو، د مرکب فعل یو جز دی:

د تا په لوګو مېنو راغلم

یو وار مې های کړل، بیا مې ټک وهل لاسونه

کله چې وایو: آه، دا څه اورم! دلته (آه) د احساسي بیان بې فعله جمله بللای شو، مګر د پروین ملال په دې مصرعه کې یې نقش د اسم دی: (د نغري شونډې ساړه آهونه باسي)

د بلې ژبې له یوې فقرې او جملې ممکن زموږ په ژبه کې د احساسي بیان د بې فعله جملې په څېر استفاده وشي. کله چې حیرانوونکې منظره وګورو، د خپل احساس د بیان لپاره د  (حیراني ده!) په ځای شاید ووایو: سبحان الله! (سبحان الله) په لغوي لحاظ  د (پاک دی خدای) معنا ښندي مګر ډېر ځله د حیرت احساس ورباندې بیانوو. سیف مومند وایي:

سبحان الله څه روب یې د یار سترګو ته ورکړی

باڼه چې خالي پورته کړي خولې په سړي راشي

پوهاند رشتین د دغوعاطفي جوړښتونو په اړه چې په دې لیکنه کې مو د احساسي بیان بې فعله جملې بللي، زموږ تر نورو ګرامر لیکونکو یو څه زیاتې خبرې کړي، په ډولونو یې وېشلي (مثلا د غم، افسوس، خوشحالي، حیرانتیا او سوګند ادات) او مثالونه یې ورته راوړي دي خو څرنګه چې د اداتو (وییکو) په سترګه یې ورته کتلي نو د جملې په توګه یې د هغو نقش له پامه غورځولی دی.

  د دې خبرې یادونه لازمه ده چې د احساسي بیان لپاره دغه جوړښت که څه هم په اکثرو ځایونو کې په جمله بدلولای شو خو کله کله یې بې جملې تعبیر هم کیدونی دی. مثلا  کېدای شي چې د محمدي صاحبزاده په هغه مصرعه کې (او) د یو قیدي عبارت معادل وبولو: د نالوستي هلک په حیرانوونکي ډول زېر و زور خوښېږي. البته، داسې ډېر کېدای شي چې یوه جمله د بلې جملې په قید یا برعکس قیدي عبارت په جمله واړوو. په لنډیو کې اورو: ګل مې په لاس درته ولاړ یم. دلته (ګل مې په لاس) قیدي عبارت دی چې په جملې بدلېدای شي: ګل مې په لاس کې دی، درته ولاړ یم.

 تر بحث لاندې جوړښتونه په ځینو جملو کې دومره مهم وي چې که یې وباسو، جمله ورسره شړېږي خو په ځینو نورو کې یې په اسانۍ سره ایستلای شو. مثلا د (وه څومره شیرینه ده) په ځای  که یوازې (څومره شیرینه ده) ووایو، جمله په خپل حال پاتېږي. دلته یې نقش یوازې تاکیدي دی او کیدای شي استدلال وشي چې په دغسې ځایونو کې یې باید جمله نه بلکې کلمه وبولو. دا استدلال به خپل قوت لري مګر دغه (وه) هم که جمله ونه بولو، په قاموسونو او ګرامرونو کې به د کوچیتوب عمر ته ادامه ورکړي او د مستقل ځای ځایګي څښتنه به نه شي.

2 COMMENTS

  1. سلام،
    که څه هم زه د استاد غضنفر په شاګردانو کې هم نه راځم او نه مې ادبیاتو پوهنځی ویلی؛ خو هسې خدايي له ژبنیو لیکنو، ادب او شعر …سره علاقه لرم!
    -یو وخت چې په تورخم پیښور ته تلم راتلم ،نو د ملیشې پولیسانو به له ډیریو مسافرو (ځوانانو)نه پوښتنې کولې؛هلکه پیخور کې اوسیږې؟
    -آو جي! ؛ او ډیرو پوښتنو ته به همدا جواب و : او جي او آو جي= د (هو صیب ) معادل! نو زه وایم د محمدی صاحبزاده ساب د بیت د نالوستی هلک همدا (او)= هو ! نه وي؟
    له ساده مخه اسره کوم و خط ته
    د نالوستي هلک (او )چې زېرو زور خوښ
    — بل دا های خو انګریزان دسلام پر خای هم لڼډ استعمالوي!!
    —ترکي ژبه کښې به دا رنګه کلماتو ته د ( ندا ادات !!!) ویلې
    له توجه مو نړۍ مڼنه او د ګرانې پښتو تر هر اړخیزه کره والي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب