Homeخبرونهد قزاقستان مرستیال صدراعظم د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغی

د قزاقستان مرستیال صدراعظم د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغی

تاند(چهارشنبه، د ثور ۵ مه) د قزاقستان د صدراعظم مرستیال سیریک ژومانګارین د یوه پلاوي په مشرۍ نن کابل ته راغی.

له ده سره په ملګري پلاوي کې د قزاقستان د دولتي چارواکو ترڅنګ د خصوصي سیکتور یو شمېر استازی مله دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خبرپاڼې سره سم، ټاکل شوې ده چې د قزاقستان مرستیال صدراعظم په کابل کې د افغانستان، ترکمنستان او قزاقستان په درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي.

د دې غونډې هدف د درو هیوادونو ترمنځ د ترانزیت، سوداګرۍ او ګډې پانګونې په اړه خبرې او په یادو برخو کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو پر لارو چارو غور بلل شوی دی.

کابل ته د قزاقستان د مرستیال صدراعظم له راتګ سره هممهاله سبا (پنجشنبې) په کابل کې د دواړو خواوو د جګپوړو چارواکو په ګډون د (افغان قزاق) نندارتون پرانیستل کېږي.

د جدي په میاشت کې قزاقستان اعلان وکړ چې طالبان یې ممنوع ډلو او تنظیمونو له لیسته باسي.

وروسته د قزاقستان د باندنیو چارو وزارت ویندوی وویل چې د دغه هیواد سترې محکمې «د افغانستان اسلامي امارت» د منع شویو ډلو له لیسته ایستلی دی.

د طالبانو حکومت له تاجکستانه پرته د منځنۍ اسیا له نورو هیوادونو سره نسبتاً ښې اړیکې لری.

اذربایجان هم په وروستیو میاشتو کې په کابل کې سفارت پرانیست.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پټي خزانې د مؤلف “محمدهوتک” مقبره د استاد محمدمعصوم هوتک په هڅو ورغول سوه

خبریال: غني حسن د پټي خزانې، د خلاصة‌الفصاحت او خلاصة‌الطب د مؤلف محمد هوتک مقبره، چي د زابل ولايت په سيوري ولسوالۍ کي واقع ده،...