Home+د عاصي منګل په شعرونو کې کلیوالي ساختمان

د عاصي منګل په شعرونو کې کلیوالي ساختمان

لیکنه: طالب منګل

ډېر کله به تاسو د شاعرانو په اړه دا اوریدلې وي چې د پلاني شعر  کلیوالي رنګ،  طبیعي ښکلا او عاطفي ژورتیا لري.
زه فکر کوم چې له دې  باید دا هدف وانخېستل شي چې موږ کلیوالي ښکلا په ساده والي٬ طبیعي ښکلا د طبیعیت په عناصرو او عاطفي ژورتیا په درد او نا امیدۍ پورې وتړو.

په شاعرۍ کې دا درې واړه باید د شاعر د هنري لید، ژبې، تصویر، فرهنګي یاداښت او د ژوند د تجربو په مجموعه کې وګورو٬ یعنې کلیوالي رنګ یوازې د کلي د ساده ژوند، خټو کورونو، هجرو او کلیوالو دودونو په اړه شعر لیکل یا ویل نه دي ځکه دا زموږ له فرهنګ سره نیغه اړیکه لري او بیا دا اړیکه خو شاعر په نوې هنري بڼه وړاندې کوي٬ که دا اړیکه په هنري بڼه نه وي نو حکم کول پرې مناسب نه دي.

همدارنګه طبیعي ښکلا څخه مراد غرونه٬ ونې او ګلان باید نه وي ځکه له دې شیانو سره یادونه او بالا نورې کیسې هم تړلې وي.

دریم د عاطفي د ژورتیا خبره هم همداسې درواخلئ٬ موږ باید عاطفه یوازې په درد، فراق، ژړا او ناامیدۍ کې محدوده نه کړو. حتا د یوه ساده ورځني حالت پر وړاندې د شاعر حیرانتیا هم د عاطفي ژورتیا بېلابېل شکلونه درلودلی شي.

نو کله چې د یوه شاعر د شاعرۍ لپاره د کلیوالي رنګ اصطلاح کاروو، باید د هغه شعر یوازې د موضوع له مخې ونه سنجوو، د ده د شعر د ژبې، تصویر، تشبیه، استعاره، سمبول، محلي اصطلاحاتو او اړونده نورو توکو له لارې یې هم وڅیړو.

همدا شان کله چې موږ د کلیوالي ساختمان خبره کوو نو باید یوازې د کلي د نومونو او ځایونو انځور په شعر کې ونه سنجول شي٬ ددې لپاره مهم ده چې په شعر کې دا وکتل شي چې شاعر کلی څنګه ویني، طبیعت څنګه احساسوي، سیمه‌ ییز عناصر څنګه په تصویر بدلوي او له دغو عناصرو څخه څنګه د انسان د ژوند مانا جوړه وي.

د مثال په توګه که د جمال عاصي منګل  شعرونه ولولو نو موږ ته ددې فرصت راکوي چې دا ډول ماډل په سمه توګه وبېژنو٬ خکه دی د نورو زاویو تر څنګ د خپل چاپېریال داسې انځور وړاندې کوي چې طبیعي منظرې، کورونه، کوڅې، لارې، ونې، اوبه او د خلکو د اوسیدو ځایونونو په کې ښودل شوي دي٬ چې د نورو ځانګړتیاوو تر څنګ یې همدې ځانګړتیا د هغه شاعري ښکلې کړې ده.

ځکه جمال عاصي د خپلو شعرونو لپاره له کلیوالي چاپېریال څخه پراخه استفاده کوي او کور، کوټه، بام، دېوال، کوڅه، ګودر، کوهي، ناوه، هجره، چنار، نښتر، ورشو، غر، لاره، فصل او ځاله هغه کلیوالي عناصر دي چې د هغه په شعرونو کې په تکرار سره راڅرګندېږي.

عاصي صیب چې کوم کلیوالي ساختمان سره نیږدې عناصر یاد کړي له همدې عناصرو سره یې احساس٬ عاطفه او فکر هم یو ځای کړی چې دده شاعري پرې ښکلې شوې ده.

مثال په توګه د هغه کلی د شعر په واسطه غږ لري، حرکت لري او ژوند لري. د باران د څاڅکو ټک ټک، د بنګړو شرنګ، د بلبلو چغار، د توتکیو غږ، د جرس او اذان زمزمه او د ونو شور د کلي یو اورېدونکی چاپېریال جوړه وي.

د هغه شاعري د نورو ځانګړتیاو تر څنګ د کلیوالي ساختمان له پلوه ډېره غني ده او دده شاعرۍ ته همدې ساختمان ښکلا هم ورکړې ده. هغه وایي:

د زړه په دېوالونو یې نوکارې چا را کش کړې
دا ورو٬ ورو چې له ځایه رابېلېږي لکه اوښکې

موږ پوهیږو چې کلی له کورونو او هستوګنو جوړیږي او کور بیا له دیوالونو جوړیږي٬ خو کور یوازې دیوالونه هم نه دي٬ بشبړ کور هغه دی چې هلته احساسات وي٬ ځکه خو د عاصي صیب په پورته بیت کې دیوال ته ارزښت ورکړل شوی دی.

که د ادبي صنعتونو له مخې یې وګورو نو په دې بیت کې د زړه دیوالونه یاد شوي٬ شاعر د استعارې په کارولو سره په خپل زړه کې د احساساتو کور جوړ کړی دی.

په دې بیت کې تشخیص هم شته ځکه زړه ته د انساني او ساختماني ځانګړتیاوې ورکړل شوي دي.
همداشان په دې بیت کې د اوښکو بهېدل د نوکارو له ورو ورو کشکولو سره تشبیه شوې دي.

که دا بیت د صنعت له طرفه نور هم تشریح کوو نو په بیت کې مراعات‌النظیر صنعت هم شته ځکه زړه، دېوالونه، نوکارې او ځای ټول د کور او ودانۍ له یوې معنایي ډلې سره تړاو لري.
یعنې شاعر دومره اغیزمن دی چې بېلتون یې پر زړه داسې نښې پرېښي لکه پر دېوال د نوکارو کرښې خو دا کرښې ورو ورو د اوښکو په څېر له زړه څخه راڅڅېږي.

ته کوټې ته نکراره ور را خلاص کړې
هوا راشي زه راتاو کړم په ډېوه لاس

دا بیت کټ مټ یوه ژوندۍ صحنه وړاندې کوي٬ لومړی د کوټې ور پرانیستل کېږي، هوا دننه راځي او بیا شاعر د ډېوې پر لوري لاس وړي.
له دیوال وروسته کوټه او ور د کلیوالي ساختمان برخې دي خو په دې بیت کې تشخیص او استعاره هم شته ځکه په بیت کې هوا راځي او شاعر یې منع کوي٬ چې دلته  هوا د یو ژوندي شي په توګه ښکاري او دا چې شاعر په ډیوه لاس راتاو کړي نو ډیوه د امید استعاره ګرځي. خو عاصي صیب دا ساختمان نور هم بشپړوي او وایي:

کرلي مو وې للمې دې بامونو په رېدیو
چاودلیو ایینو کې را شنه کېږي لکه اوښکې

بام په کلیوالي ساختمان کې مهم ارزښت لري٬ شاعر همدې ارزښت ته په کتو بام یوه وچه للمه بولي او وینو چې په بیت کې للمې پر بامونو کرل کېږي او له چاودلو ایینو څخه راشنه کېږي. شاعر بام د ژوند، کرنې او شنه‌ والي له تصور سره تړي.
په بیت کې لملې کرل د ګډ ژوند، هیلو او مینې د روزلو استعاره هم ګڼل شو او چاودلي ایینې او راشنه کېدل د ماتېدلو او بیا راژوندي کېدو دوه متضاد حالتونه سره نږدې کوي.
او دا چې په چاودلو اینو کې د اوښکې په څیر راشنه کیږي تشخیص او تشبیه ده ځکه اینې له ځمکې سره تشبیه شوې دي.

آخ څومره ویرېدلې وې دې کلي منځ ته راغلې
بې وسه وې په دغه دېوالونو دا هوسۍ

د یو بل غزل په پورته بیت کې شاعر کلي ته هوسۍ راولي چې یو ښکلی چاپېریال جوړه وي٬ هوسۍ چې له خپل طبیعي چاپېریال یعنې غرونو او دښتو څخه کلي ته راشي نو ویریږي. شاعر د ازادۍ همدې تصویر په کارولو سره وایي هغه څوک چې ازاد دی که بندي شي نو خپل طبیعي حالت له لاسه ورکوي. په دې بیت کې شاعر اصلي پیغام د یو تصویر له لارې وړاندې کوي.

که بل اړخ یې وګورو نو په پورته  بیت کې محبوبه له هوسۍ سره تشبیه شوې او د( دا هوسۍ) لفظ بیا استعاره ده.

دا سمه ده چې عاصي صیب په خپلو شعرونو کې کلیوالي ساختمان ته زیاته پاملرنه کړي خو دا پاملرنه یوازې په کلیوالي عناصرو پسې نه ده تړل شوې٬ دی د همدې عناصرو د ارام او هوساینې برخه هم په ښکلي ډول وړاندې کړي لکه:

چې دې غېږې ته راجوخت نکړم دلبره
څه به حس کړي ستا دې سر لاندې وېده لاس

په دې بیت کې کور نه دی یاد شو یا له کلیوالي ساختمان سره نیږدې عناصر نه دي یاد شوي خو په شعر کې کلیوالي ساختمان یوازې فزیکي شیانو نه رغول کیږي.
په بیت کې( له سر لاندې) او( ویده لاس) څخه موږ ته ښکاري چې شاعر د کور ساختمان د ننه فضا هم نه ده هېره کړي٬ ځکه خو هغه کور د مینې او هوساینې ځای بولي.

که له بله اړخه یې وګورو په دې بیت کې غېږې ته راجوختېدل د عاشقانه نږدېوالي او مینې لپاره کنایه ده خو( ستا د سر لاندې وېده لاس) بیا مجاز دی ځکه دا د محبوب سره د نږدېوالي یوه مجازي او عاطفي صحنه ده.
په یو بل بیت کې بیا د ګاوندیتوب اړیکه وړاندې کوي:

ته مې ساه یې ته مې زړه یې٬ زه دې څه یم
اوس پناه که په دېوال یې ګاونډیه

په بیت کې( ته مې ساه یې) او( ته مې زړه یې) استعاره ده او زه دې څه یم استفهام دی او په دیوال پناه اخیستل کنایه ده.
د عاصي صیب په لاندې غزل کې کلیوالي ساختمان په ښکلي ډول تصویر شوی دی:

د باران څاڅکو٬ د ناوو شور دی
ټک ټک یې اورم په شېبو شور دی

په نیمه شپه راځي د شونډو خراپه
په نیمه شپه بیا د بنګړو شور دی

بیا یې مښوکه کې راوړی شبنم
د توتاکیو په سپېدو شور دی

خدایزده په کومه سیاره کې اوسم
دا دې کوڅې د لېونو شور دی

د غره بلبلې یې له غېږ والوتې
اخ د نښتر د ړانګېدو شور دی

متون غونډۍ په ارغوانو ګل شوه
خوست کې موسم د چنارو شور دی

د سنځل ګل خوشبو خواره ده، راځه
عاصي منګله په هجرو شور دی

په پورته غزل کې شاعر کلی، ناوه، کوڅې، هجرې، غرونه، چنارونه، نښتر، ارغوان، سنځل، بلبل او باران سره یوځای کوي او د یوه ژوندي کلیوالي چاپېریال تصویر وړاندې کوي.
خو ددې غزل په بیتونو کې د کلي ساختمان له طبیعي، معماري او ټولنیزو عناصرو څخه جوړ شوی دی مثال هغه په لومړي بیت کې ناوه د بام د باراني اوبو٬ چینې او ژرندې هغه لرګینه( ترۍ) ده چې اوبه ترې تېریږي.

شاعر د کلي د باران شیبه ډېره ښکلي وړاندې کوي٬ د باران د څاڅکو شور٬ د ترۍ د بهیدو شور٬ ټک ټک او بیا په شیبو شور یو ذهني عیني انځور وړاندې کوي.

په دویم بیت کې بیا کلیوالي شخصي انځور وړاندې شوی خو دریم بیت شبنم، سپېده او توتاکۍ هغه لفظونه دي چې د سهار طبیعي منظره جوړوي.

په څلورم بیت کې بیا کوڅه یو مصنوعي جوړښت لري خو د کلیوالي ژوند یوه مهمه برخه ده.
دا چې په کوڅه کې د لیونو شور دی دا یو رمز او عاطفه لرونکی ترکیب دی چې ددې ترکیب په راوړلو سره شاعر په خپل چاپېریال کې د خطر، وېرې یا دټولنې د  فشار احساس کوي.

په پنځم بیت کې د غره غېږ یو ډېر ښکلی ترکیب دی او په دې بیت کې شاعر غر داسې تصور کړی لکه یو موجود چې بلبل یې په غېږ کې ساتلی وي. له همدې امله غر د کلیوالي چاپېریال طبیعي ساتونکی او احاطه کوونکی عنصر بلل شوی دی.

متون د خوست مرکز نوم دی او د عاصي صیب په شپږم بیت کې د متون غونډۍ او ارغوان کلمې یادې کړي چې دا هم کلیوالي تصویر جوړه وي ځکه د کلي شاواخوا غونډۍ او ګلونه کلیوالي چاپېریال برخې دي.

خو ددې غزل وروستۍ بیت د کلیوالي ساختمان د ټولنیز اړخ لپاره تر ټولو مهم دی. ځکه هجره په پښتني کلیوالي ټولنه کې د مېلمه پالنې، ناستې، خبرو، مشاعرو، جرګو او ټولنیزو اړیکو مهم ځای دی.

کلیوالي ساختمان د جمال عاصي منګل د شاعرۍ له مهمو ځانګړتیاوو څخه دی. هغه له ساده کلیوالي شیانو څخه چې مخکې یې یادونه وشوه هنري تصویرونه جوړ کړي او خپل احساسات یې د همدې تصویرونو په وسیله د شعر لوستونکو ته رسولي دي. له همدې امله د هغه شاعري هم کلیوالي رنګ، هم طبیعي ښکلا او عاطفي ژورتیا ورسره ملګرې ده.

نو ویلی شم چې کلیوالي ساختمان هغه وخت په شعر کې هنري ارزښت پیدا کوي چې کلیوالي عناصر یوازې د منظرې د سینګار لپاره ونه کارول شي، که د شعر د مانا، عاطفې، تخیل او فکري جوړښت په رامنځته کولو کې فعاله ونډه وانخلي نو د کلي کور، دېوال، بام، کوڅه، هجره، ناوه، غر، ونې، باران او ګلونه یوازې نومونه پاتې کیږي.
یعنې په شعر کې کلیوالي ساختمان باید د کلیوالي نومونو په شمېر پورې نه وي تړل شوی او شاعر باید دا پوښتنه وکړي چې له دې عناصرو څومره شعري مانا جوړه ولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له افغان کیسه‌لیکوال عبدالوکیل سوله‌مل سره ادبي ناسته

تېره یکشنبه د اګست پر ۲۳ نېټه په بېلجیم کې د یو شمېر افغان فرهنګیانو  له خوا دله پیاوړي کیسه لیکوال ښاغلي عبدالوکیل سولهءمل سره  فرهنګي...