Homeخبرونهد افغان پوست پلاوی په اسیايي پوست کانګرس کې د ګډون لپاره...

د افغان پوست پلاوی په اسیايي پوست کانګرس کې د ګډون لپاره تایلنډ ته ولاړ

تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې ۸ مه) د دولتي شرکتونو عمومي ریاست وايي، د افغان پوست د اجرايي رئیس رحمت‌الله مکي په مشرۍ درې کسیز پلاوی د اسیا د پوست د ۱۴م کانګرس کې د ګډون لپاره د تایلنډ پلازمېنې بنکاک ته تللی دی.

په دې غونډه کې د اسیا د پوست اتحادیې د ۳۲ غړو هېوادونو د پوست ادارو استازي او یو شمېر نړیوال بنسټونه ګډون کوي.

د طالبانو په وینا، په غونډه کې به د پوستي خدمتونو پر پراختیا او معیاري کولو، نړیوالو همکاریو، د پوست او ګمرکونو ترمنځ پر همغږۍ او د پوستي خدمتونو د کیفیت پر لوړولو خبرې وشي.

د افغان پوست پلاوی به هم له بېلابېلو هېوادونو سره د پوست په برخه کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په کابل کې د پښتو او دري ژبو د لیکدود د معیاري کولو پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو

تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې لومړۍ) د اطلاعاتو او کلتور وزارت په کابل کې د افغانستان د پښتو او دري ژبو د لیکدود د...