تاند (یکشنبه، د وږي سنبلې ۸ مه) د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په هرات ولایت کې د ټاپي ګاز نللیکې له ۱۵۳ کیلومتره مسیر څخه ۱۴۵ کیلومتره مسیر هوار او د عملیاتو د دوام لپاره چمتو شوی دی. دغه وزارت د شنبې پهخ ورځ وویل چې په هرات کې د دې پروژې چارې به د روان میلادي کال تر پایه بشپړې شي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د شنبې په ورځ ویلي چې په هرات کې د ټاپي پروژې د جوړولو په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. د وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه ۱۲۰ کیلومتره نللیکه نصب شوې، د نللیکې د مسیر د څارنې او تګ راتګ لپاره ۱۲۸ کیلومتره سړک جوړ شوی او د نللیکې د ښخولو لپاره ۸۷ کیلومتره کانال کیندل شوی دی. ۵۱ کیلومتره نللیکه تر ځمکې لاندې ښخه شوې او پاتې برخه یې برسېرنه ده. همداراز د پروژې لومړي کمپ ته د ۱۰۶ کیلومتره نللیکې انتقال هم بشپړ شوی دی.
د وزارت د شمېرو له مخې، په هرات کې د ټاپي پروژې د کار کچه د تېرو میاشتو پرتله لوړه شوې ده. د جوزا په میاشت کې د پروژې د دې برخې پرمختګ شاوخوا ۵۲ سلنه ښودل شوی و او د ۸۰ کیلومتره نللیکې د نصب خبر ورکړل شوی و، چې په سرطان کې دغه شمېر شاوخوا ۱۰۶ کیلومترو ته رسېدلی و.
په هرات کې د ګاز د وېش شبکه
په ورته وخت کې، د ترکمنستان د دولتي «ترکمنګاز» شرکت په همکارۍ په هرات کې د ګاز د وېش شبکې د طرحې چارې هم پیل شوې دي او طالبان وايي چې د دې شبکې عملي چارې به ډېر ژر پیل شي.
ټاکل شوې چې په هرات کې د ۲۲ کیلومتره په اوږدوالي یوه فرعي نللیکه جوړه شي. دا نللیکه به هره ورځ د ۸.۸ میلیونه او په کال کې د ۳.۲ میلیارد متر مکعب ګاز د انتقال او تنظیم ظرفیت ولري. د دې برخې هدف نه یوازې پاکستان او هند ته د ګاز ترانزیټ دی بلکې په هرات کې صنعتي تاسیساتو، برېښناکوټونو او کورنیو مصرفوونکو ته د ګاز رسول دي.
د هرات والي نوراحمد اسلامجار مخکې ویلي و چې په دغه ولایت کې د ټاپي پروژې چارې به په دوو میاشتو کې بشپړې او د ګاز د کارونې زمینه برابره شي. د هرات د صنعت او سوداګرۍ خونې هم ویلي چې د دغه ولایت د کاشیو، سرامیک او ښیښې فابریکې ګاز ته سترګې په لار دي.
شاوخوا دوه اوونۍ مخکې ترکمنګاز او افغان ګاز شرکت د ټاپي له لارې د ګاز د پېرلو په اړه د همکارۍ یو تفاهملیک هم لاسلیک کړی و؛ خو عشقآباد تر اوسه د ګاز د سوداګریز پلور د پیل لپاره مشخصه نېټه نه ده اعلان کړې.