Home+د افغانستان د کرکټ خلاف د استخباراتي ادارو پټې دسیسې

د افغانستان د کرکټ خلاف د استخباراتي ادارو پټې دسیسې

ننګیال خان

په جمهوریت کې کرکټ د فوټبال او نورو لوبو په نسبت، په کمو امکاناتو خورا ښه پرمختګ وکړ، په ځانګړي ډول د دوو سیمو لوبغاړي چې د نړۍ تر میدانونو ورسېدل. دوی یوازې په څو کلونو کې دومره محبوبیت او شتمني پیدا کړه چې د دې شتمنۍ، محبوبیت او د خلکو په زړونو کې د ځای پیدا کولو لپاره په لسیزو لسیزو کې څوک نه شي پیدا کولای. دا هر څه د دې لامل شول چې د دوی خلاف د سیاستوالو، اقتصادي مافیایي کړیو، قومي متعصبینو او بې‌لحاظه بهرنیو ادارو ترمنځ د افغانستان د کرکټ او لوبغاړو په اړه بحثونه پیل شي. د دې بحثونو پیل هغه وخت سیستماتیک شو چې جمهوري نظام ړنګ شو. د شمال لنډغر او د دوی سیاسي متعصب سیاستوال بهر وتښتېدل. د دوی د شلو کلونو واک، مزو، چړچو، میلیونونو ډالرو شتمنیو او ډکو بنګلو له پاتې کېدو وروسته دومره عقده‌يي شول چې ځینو یې د ډېر تعصب او عقدې له امله بیخي اعصاب له لاسه ورکړل. پښتنو ته یې کنځلې، فحش او آن د افغانستان د تجزیې عملي خوځښتونه پیل کړل.

خو وروسته یې ځینو ډېر ژور کار پیل کړ؛ د افغانستان او پښتنو خلاف یې په مېشتو بهرنیو هېوادونو کې د ادارو له لارې منظم تبلیغات پیل کړل. پښتانه یې ترهګر، وحشي او داسې نور معرفي کول. آن په لوېدیځو هېوادونو کې یې ترجمانان او مشاورین وټاکل او کډوالو ته یې ویل چې په مرکه کې ووایاست: «موږ له پښتنو راتښتېدلي یو، ټول پښتانه ترهګر او طالبان دي، موږ وژني او له هېواده یې وشړلو.»

خو راځم نننۍ اصلي موضوع، د افغانستان کرکټ او کرکټ لوبغاړو ته، چې د افغانانو، په ځانګړي ډول د پښتنو ځوانانو، لپاره په یوه ډېره پاکه اقتصادي سرچینه او مشغولا بدله شوې ده او د افغانستان او افغانانو نړۍ ته د یوه ډېر ښکلي انځور وړاندې کولو سرچینه بلل شوې ده. د کرکټ د لوبغاړو او کرکټ د بدنامۍ لپاره یې ډول ډول پلانونه په لاره اچول پیل کړل. د دې چارې د مخته وړلو لپاره یې په لوېدیځ، په ځانګړي ډول اروپا کې، د بشري حقونو په نوم ښځینه فعالانې راټولې او وګمارلې او هغوی ته یې دا دنده وسپارله.

لومړی یې کرکټ قومي لوبډله، یعنې د پښتنو لوبډله، ونوموله. بیا یې د حقاني لوبډله ونوموله او تبلیغات یې پیل کړل چې دا د طالبانو لوبډله ده او د دوی د سپینولو چارې پر مخ وړي. د کرکټ د لوبغاړو د طالبانو له سیاسي چارواکو سره انځورونه یې شپه او ورځ د ثبوت په توګه نړیوالو ادارو، په ځانګړي ډول د بشري حقونو ادارو ته ښودل.

ورپسې یې همدغو د بشري حقونو تر نوم لاندې کارکوونکو، چې ډېری یې ځوانې نجونې وې، ته نوې دنده وسپارله چې له کرکټ لوبغاړو سره اړیکې جوړې او بیا وروسته دوی په یو ډول تورن او بدنام کړي. د دې چارو لپاره یې د قومي تعصب، مخدره توکو د قاچاق، فساد او نورو غیرقانوني چارو په تور پخوانۍ ولسي جرګې کې د بدخشان د خلکو استازې فوزیه کوفي او د پنجشېر اوسېدونکی خبریال ناطق ولیزاده، چې په انګلستان کې اوسېږي او د مقاومت له جبهې سره تړاو لري، د مشرتابه په توګه وټاکل. دا چارې د دوی او ډېرو نورو فعالانو او فعالانو په وسیله ترسره شوې.

یوه بدنامه څېره یې چې وروسته رسنیزه شوه، مرضیه حمیدې وه او بله یې ګل‌چهره وه. دواړه په اروپا کې اوسېږي او د راشد خان د تورنولو لپاره ورته دنده سپارل شوې وه. دوی هره ورځ د کرکټ او په ځانګړي ډول د راشد خان د بدنامولو چارې پر مخ وړلې. ګل‌چهرې بې‌لحاظه وتوانېده چې په هالنډ کې هغه غونډه وڅاري چې د راشد خان د خیریه بنسټ له خوا په افغانستان کې د یوه روغتون د جوړولو لپاره د بسپنو راټولولو په موخه جوړه شوې وه. ګل‌چهرې او نورو د بشري حقونو په نوم فعالانو، چې له وړاندې د دې چارې لپاره ګمارل شوې وې او دې موقعې ته یې انتظار کاوه، د راشد خان د مېرمنې د انځور په رسنیز کولو کې ډېر فعال رول ولوباوه او ویې لیکل: «دا د راشد خان مېرمن ده چې ما ته یې پخپله په غونډه کې د لیدلو پر مهال ومنله.» بې‌لحاظه، د راشد خان د خپلې دویمې مېرمنې انځور ډېر ژر په رسنیو کې خپور کړ او بحث‌انګېز شو. دا موضوع په رسنیو او په ځانګړي ډول ټولنیزو رسنیو کې پر ورځنۍ موضوع بدله شوه.

تر دې وړاندې د دوی یو ډېر ژور او مهم پلان بل تقریباً یو څه بریالی شوی و او لړۍ یې لا هم روانه ده. داسې ښکاري چې د دوی دا پلان به رښتیا زموږ کرکټ، چې د افغانستان په یوه ښکلي انځور او د پښتنو ځوانانو په یوې ښکلې مشغولا بدل شوی، تباه کړي؛ ځکه دا ځل ځینې پښتانه په شعوري او غیرشعوري ډول د دښمنانو د دې پلانونو برخه دي او عملاً کار کوي.

خو راځم د دې مهم پلان په اړه غږېږم. هغه داسې چې همدغه کسان، چې د بشري حقونو او د افغانستان د ښځو د حقونو په نوم په اروپا کې نمایشي فعالیتونه کوي، خو په واقعیت کې قومي سوداګر دي او یوازې د یوې ځانګړې ډلې او قوم ګټو ته کار کوي، بې‌لحاظه د انګلستان له سیاسي چارواکو سره د پاکستان او د مقاومت جبهې د سیاسي نفوذ له لارې اړیکې ټینګې او جوړې کړې.

د هغوی ترمنځ یوه اساسي موخه دا وه چې د کرکټ پر اهمیت، د کرکټ له لارې په اوسني وخت کې، چې افغانستان په نړۍ کې خورا منزوي شوی، د افغانستان، افغانانو او پښتنو نړۍ ته د یوازیني ښه انځور د سرچینې په توګه، او همدارنګه د پښتنو ځوانانو لپاره د اقتصاد تر ټولو پاکې او ښې سرچینې په اړه خبرې وکړي. له هغوی سره یې د دې ټولو موخو د راتلونکو پایلو په اړه وغږېدل.

د فوزیه کوفي او ناطق ولیزاده تر مشرۍ لاندې، په اروپا او نورو هېوادونو کې سلګونو نورو د بشري حقونو په نوم قومي سوداګرو او متعصبینو یوه ډله‌ییز لیک ولیکه، لاسلیکونه یې پرې وکړل او د انګلستان له پارلمان او سیاستوالو یې وغوښتل چې د افغانستان پر کرکټ ملي لوبډلې بندیز ولګوي، لوبې ورسره ونه کړي. د دې کار لامل یې دا وښود چې د کرکټ ملي لوبډله یوه قومي او طالباني لوبډله ده او د طالبانو د سپینولو چارې پر مخ وړي، په داسې حال کې چې طالبان په افغانستان کې بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.

د انګلستان سیاسي چارواکو سملاسي د انګلستان د کرکټ بورډ خبر کړ او هغوی ته یې لارښوونه وکړه. بې‌لحاظه، د انګلستان کرکټ بورډ سم له واره د خپلو پخوانیو مستعمرو او تر نفوذ لاندې هېوادونو د کرکټ بورډونو ادارو ته برېښنالیکونه ولېږل او ورته یې هماغه سپارښتنه وکړه چې د افغانستان له کرکټ ملي لوبډلې سره هېڅ ډول لوبې ونه کړي. خپله یې هم د افغانستان له کرکټ ملي لوبډلې سره دوه اړخیزې لوبلړۍ بندې کړې. په دغو هېوادونو کې ایرلنډ، ویسټ انډیز، سویلي افریقا، اسټرالیا، نیوزیلنډ او ځینې نور شامل وو. همدارنګه یې په نړیواله کرکټ شورا کې دا مسئله د خپلو نفوذي هېوادونو په مرسته راپورته کړه، خو دا چې هند یې پر وړاندې ودرېد، نو د مقاومت جبهې د غړو، انګلستان او پاکستان پلان یو ځل بیا ناکام شو.

خو دوی لا لاس وانه خیست او دا ځل یې خورا ژور او خطرناک پلان، هغه چې یوه پېړۍ راهیسې یې انګلستان او د دوی مستعمرې پاکستان زموږ د مسلمان هېواد خلاف کاروي، عملي کړ. پاکستاني ملایان یې په شعوري او غیرشعوري ډول وهڅول چې د افغانستان د لوبغاړو خلاف مذهبي کمپاین پیل کړي او هغوی هندوان او هند ته وفادار معرفي کړي.

د دې کار لومړی ځل د یوه پنجابي ملا له خوا د ختم نبوت په پار په یوه لویه نیول شوې غونډه کې د محمد نبي عیسی‌خېل پر ضد برید پیل شو. هغه وویل چې د کرکټ د لوبو پر مهال د «محمد نبي» نوم کارول پېغمبر ته سپکاوی دی او دا سم کار نه دی، باید داسې ونه شي. خو افغانانو او د افغانستان دیني عالمانو په ګډه د دې پنجابي ملا د خبرو خلاف خورا توند غبرګون وښود.

خو د دې دسیسې تر شا په انګلستان او پاکستان کې ناستو کسانو، چې دا غبرګون او حساسیتونه ولیدل، سملاسي یې پلان په بله بڼه بدل کړ او د پاکستاني ملایانو په وسیله یې دا پلان په افغانستان کې ځینو ملایانو ته، په ځانګړي ډول د هبت‌الله اخوندزاده کړۍ ته، چې یوه سخت‌دریځه کړۍ ده او د بهرنیو استخباراتي ادارو له نفوذ څخه برخمنه ده، په شعوري او غیرشعوري ډول ولېږداوه.

همدارنګه یې په ټولنیزو رسنیو کې د دیني عالمانو او نورو اسلامي نومونو په کارولو ټولنیزې پاڼې فعالې او سپانسر کړې او په افغانستان کې یې د کرکټ د لوبغاړو خلاف بحث‌انګېز پوسټونه پیل کړل، څو کله ناکله له موقعې څخه په ګټې اخیستنې لوبغاړي او د کرکټ لوبه په دیني لحاظ وننګوي. بې‌لحاظه، د دغو اسلامي نومونو لاندې د بحث‌انګېزو پوسټونو څخه په استفادې داسې بحثونه وکړي چې د کرکټ د لوبغاړو د سرسختو مینوالو او د دوی ترمنځ شخړې رامنځته شي او د کرکټ مینوال دیني عالمانو ته سپکاوی وکړي او دوی یې د ثبوت په توګه بیا شریک او پرې بحث وکړي.

په اوس وخت کې بیا یوه مشهوره څېره، ملا حماسي، چې په خرافاتو او بدعتونو هم مشهور دی، د کرکټ کوم لوبغاړي خلاف په ارادي ډول داسې مهال هغه ته د هندو خطاب کړی، چې د افغانستان د کرکټ لوبغاړي د نړۍ تر ټولو دینداره لوبغاړي دي، هېڅ ډول نشه نه کوي او د دوی هېڅ داسې د بداخلاقۍ پېښه نه ده ثبت شوې چې د افغانانو او افغانستان د بدنامۍ لامل شوې وي.

آن تر اوسه یې هېڅ وخت، حتا په سخته ګرمي کې، د نورو هېوادونو مسافرو لوبغاړو روژه نه ده ماته کړې؛ خو افغان لوبغاړو د کرکټ د ټولو لوبو پر مهال، په سخته ګرمي کې هم، پنځه وخته لمونځ او د روژې حق ادا کړی او تر ټولو ډېر حیرانوونکي کارونه کوي. هر یو یې په افغانستان کې د خیر ښېګڼې بنسټ لري او له زرګونو بې‌وزلو خلکو سره مرستې کوي.

د «هندو» اصطلاح په افغانستان کې خورا مغرضانه اصطلاح ده او هر افغان انسان یې په درناوي اخلي. د دې یوازینی لامل په افغانستان کې د اهل هنود او سیکانو مظلومیت او له افغانستان او افغانانو سره تاریخي مینه او تړاو دی. خو د «هندو» اصطلاح د پاکستان د حکومتي دستګاه، په ځانګړي ډول د پاکستان د نظامي پوځ او استخباراتي ادارې (ای اېس ای)، په رسنیو کې یوه تاریخي اصطلاح ده چې دوی پرې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې د منتقدینو نومونه اخلي او هغوی پرې ننګوي.

دا چې دا اصطلاح څنګه د ملا حماسي تر خولې راورسېده او بې‌لحاظه یې د کرکټ لوبغاړي دومره قهر او غوسه کړل چې د هندو په نوم یې وننګول، خو تر ټولو مهم ټکی لا دا دی چې هغه ویلي دي غواړي ولسمشر شي. دا د پاکستان د اوسني بندي صدراعظم عمران خان ته ورته ذهنیت ښيي او دا احتمال پیاوړی کوي چې تر شا یې د پردیو استخباراتي کړیو ارادي نفوذ وي او دا د یوه اوږدمهاله ستراتیژیک پلان برخه وي؛ څو افغانان او په ځانګړي ډول د پښتنو ځوانان له دې ښکلې مشغولا، چې په اوسني سخت وخت کې یې د منزوي افغانستان نوم د نړۍ په میدانونو کې ځلولی او تاریخي ویاړونه یې راوړي، زړه‌توري کړي او بې‌لحاظه د طالبانو د مخ‌پټي رهبر، چې کړۍ یې د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای اېس ای) له نفوذ څخه برخمنه ده، د ممنوعیت لپاره توجیه او مشروعیت ولټوي او په افغانستان کې یې ممنوع کړي.

همدارنګه، په کندهار کې د یوه لوی سوداګر له خوا له راشد خان سره سوداګریزه ملګرتیا او هغه ته په کندهار، عینو مېنه کې د یوه ډېر مجلل کور د ډالۍ په توګه ورکول یو درېیم فکتور و چې د کندهار او شاوخوا سیمو د تریاکو او هیروینو سوداګرو پام یې ځان ته واړاوه. دغه سوداګر، چې اوس مهال د طالبانو مخ‌پټي کړي مهم غړي دي، د کرکټ د لوبډلې او لوبغاړو خلاف یې یو ځل بیا کمپاین زور واخیست. تر دې چې طالبانو لومړی په کندهار کې د کرکټ پر لوبو د رسنیو تبصرې منع کړې او ورپسې یې په کندهار کې د کرکټ بورډ له خوا په لاره اچول شوې ولایتي سیالۍ هم ممنوع کړې.

که چېرې د افغانستان تاریخي دښمنان، د مقاومت جبهه، د تریاکو قاچاقبران، د بهرنیو هېوادونو جاسوسان، پاکستان او انګلستان په دې ژور پلان کې بریالي شي چې د افغانستان کرکټ له منځه یوسي، دا به د افغانستان د تباهۍ بله ستره پروژه وي چې زموږ د سترګو پر وړاندې به عملي کېږي او موږ به ورته ګورو.

زموږ ځوانان به د ناهیلۍ، رواني ناروغیو او بې‌لحاظه د ځان او بل وژنې لارې چارې غوره کړي. تر ټولو مهمه دا چې په اوسني تر ټولو سخت حالت کې ګیر او منزوي افغانستان او افغانانو ته د ښه انځور د وړاندې کولو یوازینۍ سرچینه او د خوښۍ وسیله به له منځه ولاړه شي. په ځانګړي ډول د پښتنو ځوانان به د اقتصاد او مشغولا تر ټولو اغېزمنه سرچینه له لاسه ورکړي، چې بېرته ترلاسه کول به یې لسیزې وخت ونیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انیل کپور په پاریس کې د فرانسې له ولسمشر امانوېل مکرون سره لیدلي دي

تاند (شنبه، د لړم/ عقرب ۳۰ مه) د بالیووډ نوموتي او مخکښ لوبغاړي انیل کپور له فرانسوي ولسمشر امانوېل مکرون سره د لیدنې انځورونه...