Home+اختره!! / لعل‌پاچا ازمون

اختره!! / لعل‌پاچا ازمون

اختره ومې بښه

چې ستا پستې غاړې ته

نه پوهېږم؟!

د دې روژې د اوه ویشتمې

 لیله القدر دغه ښکلی امېل

څنګه ورواچومه؟

زه په ایرو کې د لاسونو سوې غوښې ټولومه ناست یم

دا ځل دې بیا او بیا او بیا…

قدردانۍ ته پوروړی شومه

۲۰۲۶/ ۱۶/۳ د روژې اوویشتمه، د کابل خونړۍ پېښې نه په اغېز

د خاورو ګټو دغه لویه ډېرۍ!!

د خاورو ګټو دغه لویه ډېرۍ!!

ګورئ! راونه سپړئ

دلته رنګونه خوشبویانې

د زمانې تورو سیلیو نه په امن کې دي

د خاورو ګټو دغه لویه ډېرۍ

پرېږدئ ارامه پرېږدئ!

 د زمانې د نوی دور

تور یزید څراغ په لاس

ور پسې ګرځي

او خوشبو یې

لمر ته هم نه پرېږدي چې

هسې نه چېرته د تاریخ د حافظې برخه شي!!

له خلکو هېره کربلا به کاندي

۲۰۲۶/ ۱۶/۳ د روژې اوویشتمه، د کابل خونړۍ پېښې نه په اغېز

اووه ویشتمه

ربه یه لویه ربه!!

د اوویشتمې روژې

روح په سرو وینو سور شو

ته را  ته ووایه چې

د قدر شپې رڼا مې سترګو کې ده پاتې که نه؟

چې د رڼاوو تږو کسو ته کیسې وکاندي

په زړه مې دغه لوی ارمان پاتې دی

۲۰۲۶/ ۱۶/۳ د روژې اوویشتمه، د کابل خونړۍ پېښې نه په اغېز

سوی لوګی

ما چې دنیا له تریخ لوګي نه ځاروله پوه وم

چې دلته ژوند نه په روژه نه په برات د امن ساه وباسي

دنیا د سویو غوښو درون سوي لوګي ته ګوري

او ترېنه غواړي نشه

نن یې له ما خپله نشه هېره کړه

ما د کوکنارو او د بنګو له مخ ګرد ټولاوه

ځان مې سېزه دوی ته مې ساه بښله

خو ددې وږې دنیا

د نشې سترګې څومره تږې دي او څومره وږې

چې هېڅ مړښت یې نشته

د سویو غوښو اسوېلیو ته تاوېږي ګرده

ددې نشې سیوری نن دومره درون شو

چې ان په ځمکه یې سر وګرځاوه

۲۰۲۶/ ۱۶/۳ د روژې اوویشتمه، د کابل خونړۍ پېښې نه په اغېز

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...