تاند (جمعه، د لړم/ قوس ۸ مه) د بشري مرستو یو افغان کارپوه وايي، افغانستان د نړیوالو بشري مرستو د کمېدو او له ایران او پاکستان څخه د میلیونونو افغانانو د بېرته ستنېدو له امله له زیاتېدونکو ستونزو سره مخ دی، او د دې وضعیت د ښه کېدو لپاره یوازې بېړنۍ مرستې بسنه نه کوي.
عبدالوهاب آرش، چې په نړیوالو بشري او پرمختیايي ادارو کې له ۱۷ کلونو زیاته تجربه لري، د اکتوبر په ۲۹مه د «سنټرل اېشیا ټایمز» له رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې افغانستان د اقتصادي ستونزو، بېوزلۍ، بېځایه کېدو، طبیعي پېښو او د کار د محدودو فرصتونو له امله تر سخت فشار لاندې دی.
د آرش په وینا، د کډوالۍ نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له نیمایي څخه د ۲۰۲۶ کال د اګست تر ۳۱مې پورې شاوخوا ۶.۵ میلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي. هغه وايي، د دغو کورنیو د بیا مېشتېدو لپاره یوازې د خوړو او سرپناه بېړنۍ مرستې کافي نه دي، بلکې د کار، روغتیايي خدمتونو، زدهکړو او دوامدارې روزګارموندنې فرصتونو ته هم اړتیا لري.
آرش د نړیوالو بشري مرستو او موجودو مالي سرچینو ترمنځ د واټن زیاتېدا بله لویه ستونزه بولي. د هغه په خبره، د مرستو کمښت نه یوازې اړمنې کورنۍ اغېزمنوي، بلکې د بشري مرستو پروګرامونه، سیمهییزې ادارې او د افغان مسلکي کسانو د کار فرصتونه هم محدودوي.
هغه وړاندیز کړی چې نړیوالې مرستندویې ادارې دې د خپلو اداري لګښتونو د کمولو لپاره له وړ افغان ادارو سره ډېره همکاري وکړي، څو د مرستو لویه برخه مستقیماً اړمنو خلکو ته ورسېږي. د نوموړي په اند، د مرستو د اغېزمنتیا لپاره باید د حساب ورکولو، روڼتیا او د مرستو د خپلواک وېش اصول هم خوندي پاتې شي.
د بشري مرستو دغه کارپوه وايي، د افغانستان د اوږدمهاله ستونزو د حل لپاره باید د کرنې او مالدارۍ پراختیا، د کوچنیو کاروبارونو ملاتړ، مسلکي زدهکړې او د کارموندنې فرصتونو ته لومړیتوب ورکړل شي.
هغه ټینګار کړی چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو، په ځانګړي ډول قزاقستان، ازبکستان او ترکمنستان سره د سوداګرۍ، کرنې، ترانسپورټ، انرژۍ او تخنیکي زدهکړو په برخو کې پراخه همکاري کولی شي د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا او د بشري مرستو پر اړتیا د اوږدمهاله تکیې د کمولو لپاره زمینه برابره کړي.
آرش وايي، نړیوالې مرستې لا هم د افغانستان د اړمنو خلکو ته حیاتي ارزښت لري، خو باید له داسې پروګرامونو سره یوځای شي چې خلکو ته د خپل ژوند د ښه کولو، د عاید د ترلاسه کولو او د راتلونکو بحرانونو پر وړاندې د مقاومت وړتیا ورکړي.
سرچینه: The Times of Central Asia — Emergency Aid to Afghanistan Is Not Enough, Humanitarian Expert Says