پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Home+د جلان د اشعارو مقطع یي ځــــــــانګړنې

د جلان د اشعارو مقطع یي ځــــــــانګړنې

لیکواله: اوږۍ امانزۍ

زه به  دې په  مینه مینه پاڼه پاڼه ولولم
ته دې د جلان د کتاب ښکلي غزلیات شې  

لیکوالي اسانه نه ده او نه د هر چا د وس کار دی. څوک چې یې اسانه ګڼي مانا دا چې د لیکوالۍ پــه رښتینې مانا او مفهوم نه پوهېږی موږ په خپله ټولنه کې د کوچنیوالي نه نېولې تراوسه پورې د لیکنـــو بېلابېلو ډولونو سره اشنا یو، ځيني لیکنې یوازې د پاڼو تورولو له پاره کېږي، ځيني لیکنې د دې له پاره وي چې یو وخت د کتاب په بڼه چاپ شي او خلک یې لیکوال د یو اثر څښتن وګڼي، د ځينو لیکنو موخه یوازې یوازې د رتبې اخیستل وي او بس، خو ځیني لیکنې داسې وي چې زړه دې تا دې ته هڅوی تر څو د زړه د قلم په مرسته پرې یو څه ولیکې او کله چې دې زړه د  یو کار ترسره کول وغواړي بیا دې دفعتاً حوصله لوړه شي، ګوتې دې د قلم او کتابچې په لورې  وښورېږي او یو وخت چې پاڼې ته ځير کېږی نو  ګورې چې په ټکی ځای نه  په کې هم نه وي پاتې. ما دېرې لیکنې نه دي کړي او نه په کې ډېره پخه تجربه لرم خو دا لیکنه مې د هغو لیکنو له ډلې ده چې له زړه نه یې لیکلو ته هڅېدلې یم. 

هغـه دي  جلانه! د ادب د آیینو پیڅې 

څومره په هنر هنر آریوب ته رسېدلي دي

هو! زه نن د خپل قلم نیلۍ د اریوب په غېږ کې په یو داسې روزل شوي شاعر ځغلوم چې د شعر لیکـې یې د هر چا په زړه منګولې لګوي او هراهل ذوق پرې خپله هنري تنده خړوبه کړې ده اولا یې خړوبوي هغه شاعر چې د دردونو ملګری دی له درده رغېدلی، له درد سره مینه لري، درد وایي، درد اوري درد اظهاروي، احساسوي یې او د دردونو ترجماني کوي. 

جلان!که هر څومره د ښار د ماحول رنګ واغوندي

خو ترې شډل بډل خویونه کلیوال ورېږي

سیدجیلاني جلان، د معاصرې دورې هغه مخکښ، زړه سواند او په کلیوالي خویونو سمبال شاعر  دی چې د شعرونو په ملک کې یې هر لورې ښکلاګانې ناڅي او عطرین وږمونه شیندي، هغه شاعر چې تاسو ته په خپلو الفاظو کې خپله دنده داسې ښيي: 

جلان یم کار مې دا دی د لفظونو په تارونو

شلېدلې رابطه د مینانو جوړوم

 هو ! هغه د دردونو رغوونکی دی دا دردونه یوازې د مینانو دردونه نه دي بلکې د ټولنې هر اړخیزو دردونو ته ځير دی او د ټکورولو هڅه یې کوي . 

جلان یو غزلسرا شاعر دی او خپله شعري طبع یې زیادتره په همدې قالب کې ازمایلې ده او بېلابېل موضوعات یې په دې ګاڼه کې پسوللي دي هغه وایي:

ته! د جلان غزل ژور ولوله

پروت یې ګل دښتې دښتې خیال تر شا

که چېرې مونږ د جلان د شعري سمندر تل ته ورننوځو، نو د ژورو خیالاتو  تر څنګ به پـــه کې  نور ډېر لعلونه هم ومومو، د ډېرو لعلونو موندلو له پاره د مقالې دا کوچنی چوکاټ بسنه نه کوي خومونږ د نوموړي د اشعارو په هغه ځانګړنې بحث او خبرې اترې لرو چې د نورو شاعرانو په شعــــرونو کې نه لـــــیدل کېږي او د دې د شاعرۍ خاصه ممیزه یې ګڼلای شواو دا ځانګړنه یې د غــــزلونو په اخـــــري بیتونو (مقطع ) کې کټ مټ لکه سمندر کې مرغلرې داسې ځلېدلي ښکاري.  

که چېرې تاسې د جلان د شعرونو ماڼۍ ته ننوځۍ نو هلته به د داسې شعرونو  سره خامخا  مخ شئ چې په پای کې یې جلان خپل ځان مخاطب کړی وي دا خبره د زیادترو شاعرانوپه شعرونو کې نه شته چې شاعر دې د خپلو غزلونو په مقطع کې په خپل ځان غږ وکړي، خپل ځان دې وغندي او  یا دې  په خپل ځان نیوکه وکړي. کېدای شي جلان به د دې له پاره ځان مخاطب کړی وي چې  مونږ په داسې یوه ټولنه کې ژوند کوو  چې څوک  له ځان پرته بل لوړ غږ نه شي منلای او نه یې زغملای شي په هر چا  چې دې د بیدارۍ او ویښتیا غږ وکړ نو خپل ارزښت دې وبایله، څوک  چې دې د سمون په موخه وغنده مانا دا چې نور ښه سړی نه یې او که  په چا دې نیوکه وکړه نو له تا یې بل ستر دښمن نه شته. جلان! د نورو تربګنیو څخه د خلاصون په موخه دغه لاره غوره کړې ده تر څو وکولای شي خپله اساسي موخه چې د ټولنې او د خلکواصلاح اوسمون ته د هغوی ځير کول دي لاسته راوړي. څه ښه وایي:
له دې به ستر د انسانیت  ثبوت وي څه جلانه!

ماته اجل شول خلک زه چاته اجل نه شومه

 مونږ به  د جلان د اشعارو مقطع یې ځانکړنو د ښه پېژندنې له پاره دا ځانګړنې تاسو ته په څو مسلسو شمېرو کې  په لاندې بڼه واضح کړو: 

۱: پر ځان غږ کول 

هغه په خپلو اشعارو کې په دوو بڼو پرځان باندې غږ کوي یو په داسې بڼه وي چې خپله په خپل ځان غږ کوي او ځان مخاطب کوي لکه:

جلانه! بیا به دې پښتون ایمان کې څه پاتې شي

د مینې وړانګه که د مینې له مذهبه ووځي

خو ځيني وخت غږ کول د بل کس له لورې وي او د  هغه یا هغې له خوا مخاطب کېږي لکه تاسې په دې بیت کې ورته ځير شئ: 

جلانه! اوس مې د لاس سور دستمال ښکاره ګرځوه

اوس په همزولو کې دا ستا په نوم بدنامه یمه

 یا هم په دې بیتونو کې: 

لږ تم شه جلانه! یو غزل په حسن ولیکه

اوس راځي ملکه د ښایست د رباب ترنګ پسې

‎******

دا چې مې سترګو کې راشین شو د سکروټو ګل فرش

د خوب لمن راته جلانه! شوګیرې تخنوي

او یا هم: 

دا بایللی بخت جلانه! د مالګین صابونه لار شوه

پرې غورځېږمه پاڅېږم او چې پاڅېږم غورځېږم

*****

د خیال ماهیانو ته جلانه د غزل اوبو کې 

د کلیمو د سپینو شګو نه کورګي جوړوم 

جلان د نورو مینانو په څير نه دی چې د یار  د وصال له پاره شپې  او ورځې دعا وکړي بلکې د مینې اصلی خوند د هغې د لېدلو په اسره کې ویني: 

و ساده جلانه! یار ته ډېر ورنږدې کېږه مه

اصل خوند د مینې د لیدلو  په اسره کې وي

هغه تر ډېره د خپل زړه درد د خپل ځان سره شریک کړی کېدای شي لامل یې داوي چې د دردونو د اورېدلو یې څوک نه وو، یا به یې اورېدلو ته څوک لېواله نه  وو او یا به هم د هغه دردونو ته چاه ارزښت نه ورکوه. آه دغسې زمانه  کې ژوند کوو نو ،چې اړ یو خپله خپل ځان واورو او درک یې کړو دې هم خپله هیله نه ده بایللې د خپل بد قسمت څخه ګیله یې هم خپل ځانته کړي: 

توره بلا شي هغه مونږ پسې شي جلانه!

مونږ چې تکیه وکړو په سپینه ملایکه باندې

او یا په بل ځای کې له ځينو څخه داسې سر ټګوي: 

زما د شخصیت د ماتېدلو هڅې هم وشوې 

مګر جلانه! مونږه بیا هم ګذاره کړې ده

*****

جلان د بل په کار کې کار نه لري خپل کار کوي خو 

خلک پرې نوم د کبرجن ږدي او نیوکه کوي 

هنر سپیڅلی دی، په سپیڅلو خلکو کې ریښې ځغلوي، سپیڅلي زړونو ته لارې کوي، سپيڅلو زړونو کې ځاییږي او په سپیڅلي لاره خپرېږي او  وده کوي خو جلان د هنر د تقدس ګټه په بېله بڼه ښيي تاسې ځیر شئ څومره خوږ لګیا دی: 

و جلانه!دا ګټه هنر ته تقدس لري

ګوره څومره ښکلي ښکلي زړونه دې قبضه کې دي

هو ! رښتینی هنر یعنې د زړونو ګټل 

هغه  یو ځای کې خپل ځان  هڅوي: 

په چا او چا پسې به نه ګرځې جلانه ګله!

داسې شعر وایه چې په خوله د دښمن هم راشي

  د دښمن سره ستره مبارزه او هغه ته ستره ماته  هم همدا ده چې یو څه ونه غواړي خو  ترسره یې کړي او  ستا هنر، احساس او ښیګڼه یې سر ټېټېدلو ته اړ کړي.

۲: په ځان نیوکه کول او یاځان ملامته کول 

دوهمه  برخه چې دده د غزلونو په مقطع کې د پام وړ ده هغه د ځان تورنول دي لکه په یو ځای کې ځان په بې ننګۍ تورنوي او  وایي چې: 

له دې نه ستره بې ننګي جلانه! بله څه وي

هغه له مانه ځار شوه زه له هغې ځار نه شومه

تاسو به ډېر کم داسې لیدلی وي چې یو څوک دې  خپل ځان د یو چا د ارمانانو قاتل وګڼي او په خپله  دې ګناه یې اعتراف هم کړی وي او خپل ځان د خپلې معشوقې له پاره د سکون یو سمبول نه بلکې یو  لوی غم وګڼي خو  د جلان په اشعارو کې دا ځانګړنه شته هغه وایي: 

جلان د ستا د هیلو ستا د ارمانونو قاتل

مدام د ستا د خوښۍ مخ ته لکه غم ولاړ یم

جلان  د خپلو خویونو او هنر  څخه راضي نه دی غواړي لا نور هم په ځان کې اصلاحات راولي او لا هم خپل هنر  پیاوړی کړي ځکه خو ځانته وایي: 

دا دی په سر کې یې سپین هم ولګېدل ملګرو 

مګر پیدا نه شول جلان کې د سړي خویونه 

*****

ته او خدای جلانه!دا غزل دی چې یې ته وایې 

هسې پرې د خلکو قیمتي وختونه مه نیسه

او یا : 

شعر د جلان بس داسې شی وو چې هیڅ شی هم نه وو

ذوق مې پیکه شو چې بار بار مې پرې کتنه وکړه 

*****

توبه تول نشته جلان هم د شاعرۍ دعوا کړي 

دی هم اوس توره سره کوي د ښامار مړ وجود کې  

جلان  هم انسان دی او هر انسان د نیمګړتیاوو څخه خالي نه دی هغه هم ځيني وخت  حالاتو مجبور کړی چې د ظالم په وړاندې چوپتیا غوره کړي مونږ ټول په ځينو حالاتو کې د داسې یو کار سره مخامخ شوي یو  خو دا خبره مو رسوا کړې نه ده خو جلان بیا په دې کار په خپل ځان غوسه هم دی او نیوکه هم کوي:

منم جلانه !ظالم نه یې  خو پر مخ د ظالم 

چې خوله دې چوپه  کړه ګیله مې درنه ځکه وشوه

او یا په بل ځای کې وایي چې : 

باطن مې زوړظاهر مې نوی کړ نو ښه خو نه شوم 

همغه زوړ کور یم جلانه !یو ترمیم مې وکړ 

له پورتنیو بیتونو سربېره مونږ د نوموړي په اشعارو کې ډېر داسې بیتونه موندلای شو چې هغه  خپله ملامتي منلې او پر ځان یې نیوکه کړې چې مونږ به یې د بیلګې په توګه د څو غوره بیتونو بیلګې تاسو ته په دې بڼه بیان کړو:  

بل که جوړې د سندرو بنګلې نه کړې 

نو جلان څه ښکلا ورکړله هنر ته 

*****

و جلانه!یار نه مرورېږه مه په نه کیسه 

لویې فاصلې پیدا کوي دغه نازک غبار 

*****

معلوم شوې راته ښه څه ځان بزرګ بولې جلانه 

راغاړې وې کړۍ شپه ناروا وې که روا وې 

  ۳: د معشوقې ستاینه 

جلان په دوو بیتونو کې د خپلې محبوبې د ستاینې له پاره کتاب کتاب خبرې لري په یو ځای کې وایي چې:   

اشنا چې د نازونو  جامې واغوندي جلانه !

دنګ غرونه د ښایست په احترام ورسره ځي

******

د ښکلا په زور دې څه په جلان وکړل

میکدې ته د سجدې په اوږو اوړي

  ۴: د ارمانونو اظهار 

نړۍ  د وګړو له ارمانونو څخه  ډکه ده ځیني ورته په لاس ورکوي او دا اجازه ورته ورکوي چې د خپل ارمان د لاسته راوړلو خوند وڅکي، په ځينو ظالمه شي او هیڅ د لاسته راوړلو موقع یې نه ورکوي او په اخره کې یې په خپله سینه کې خښوي دا ارمانونه هم د اظهار بېلابېلې بڼې لري، څوک یې همداســې په خبرو کې وایي، څوک یې انځوروي، او څوک یې په خپلو الفاظو کې د شعر په بڼه او یا نورو لیکنو کې ښيي. د شاعر له پاره  شعر یوه بله نړۍ ده چې په هر حالت کې ورته پناه وړي کله کله ورته د مینـــې مستې سندرې غږوي او یوه سندریزه فضا  په کې جوړوي کله کله پرې د دردونو باران اوروي او کلـــه کله په کې د خپل ارمانونو نیالګي کښینوي جلان د هغو نه ځيني وچ شي اوځيني ميوې وکړي،جــــلان  هم د نورو موضوعاتو تر څنګ په مقطع کې خپل ډېر لوی لوی ارمانونه بیان کړي چې د بیلګې په توګه د یو څو بیتونو یادونه کوو : 

کاش! له یو  او بل کړو لار د وتو ورکه

کاش جلانه! چې ته زه شې او زه  ته شم

په شاعرۍ کې د شعر پیل  او پای ځکه ډېر مهم او ستونزمن وي چې د لوستونکو زیادتره توجـــه همدې بیتونو خواته وي  نو مونږ به ولې جلان ته د یو ښه او پیاوړي شاعر خطاب نه کوو چې په دوو کوچنیو بیتونو کې د دومره ژورو مفاهیمو  ځایولو وړتیا  لري. 

۵: غوښتنې 

هغه  له خپلې محبوبې څخه په خوږ انداز یو څه غواړي  او هغه څه وصال نه دی بلکې د مینې له درد څخه د اوښکو په څاه کې ډوبېدل دي، هغه دې راوړل  شوي څاه غاړې ته د ځان غورځــــــول ددې له پاره غواړي  چې د خپلې رښتینې مینې تنده د دې څاه په اوبو ماته  کړي هغه خو به مو اورېدلــــــي وي چې د مینې په اصلي او رښتیني خوند هغه کسان پوهېږي چې ډېر کړېدلی او رنځېدلـــي وي په کې. تاسې یې ولولئ : 

اوس دې چې جلان د اوښکو وینو ځای ته راوسته 

څه رحم کوې پرې؟ هله ژر شه غورځوه یې نو 

  ۶:له ځان نه  پوښتنې 

څه مانا جلانه! د غزل مقطع کې دا تصویر

توره شپه لمدې په اوږو خلاصې د لیلا څڼې

که چېرې مونږ د جلان  د اشعارو په مقطع کې  یوازې دا، او دې ته  ورته نورې ګڼې  خاصې ځانګړنې موندلای شو نــــو که ټول شعــــــرونه یې وڅېړل شي نو داسې مرغلرې به په کې ومومــــو چې د نورو شاعرانوپه شعرونو کې یا کم وینو  او یا بیخي په نشت حساب دي  زه  د ادب له ټولو مینه والو هیله لرم چې  راځې نور له مرده پرستۍ څخه ځان وساتو،په ژوندوني د خپلو علمي کادرونو قدر وکړو او په ارزښت یې وپوهېږو. 

 زه د الله ج له لوی دربار څخه د جلان ددې  ارمان پوره کول غواړم: 

که خدای  ژوند راکړ نو جلانه! د پښتو له پاره

پوره لـــرم یو سندریزه زمانـــــــه خبرې

دا سندریزه زمانه دې لوی رب د پښتو او پښتنو له پاره تل ودانه، آباده او روانه لري.

  زه خپلې خبرې ددې بیتونو په ویلو راټولوم: 

یو ساده باده جلان ووم یو نوم ورکی شان انسان یم

تا سندره تــــــــا هنرکړم مشهور دې په جهان کړم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب