تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۲۵ مه) د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوربند تر ناملوم وخت پورې تمدید شو.
رویټرز خبري اژانس وايي، څلورو سرچینو ورته ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ۴۸ ساعته اوربند، تمدید شو.
اژانس په دې اړه څه نه دي ویلي چې اوربند د څومره وخت لپاره اوږد شوی دی.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوربند وړمه ورځ (چهارشنبه) د کابل په وخت د ماښام له پنځه نیمو بجو پیل شو او نن ماښام پنځه نیمې بجې یې وروستی مهلت و.
تر دې مخکې نن د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی شفقت علي خان چې دا هیواد له افغانستان سره په کرښه کې د روان کړکېچ د سوله ییز حل په هدف په رغنده خبرو بوخت دی.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ۴۸ ساعته اوربند له پای ته رسېدو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کومې تازه نښتې رپوټ نه دی ورکړل شوی.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي”اسلامي امارت هېڅکله هم په چا باندې لومړی برید نه دی کړی او نه هم د جګړې غوښتونکی و. ولې که په موږ جګړه کېږي او زموږ حریم ته درناوی نه کېږي، بیا موږ ځان ته د دفاع حق محفوظ ګڼو.”
ښاغلی مجاهد وايي “وړمه ورځ د پاکستان په غوښتنه او ټینګار د اوربند منل شوې هوکړه کې کوم زماني موده نه وه یاده کړې. بیا هم دا تصریح کوو چې که چېرې زموږ پر ځواکونو باندې څوک برید ورکړي، بیا موږ لپاره د دفاع حق شته”.
هممهاله ځینو پاکستانيو رسنیو هم داسې رپوټونه خپاره کړي، چې د دواړو خواو ترمنځ دوحه کې د پلان شویو خبرو تر پای پورې د اوربند پر غځېدو هوکړه شوې ده.