جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبژبه او لیکدوداجرایي رییس/ اجمل پسرلی

اجرایي رییس/ اجمل پسرلی

ما چې تر اوسه له رسنیو اوریدلي دي نو عبدالله عبدالله ته یو اجرائي رییس وایي بل یې اجرائیوي رییس ګني. اجرائیه رییس هم ورته لیکي.

دا کلمات عربي دي. اصل یې الاجراء ( ج ر و، ج ري) د تنفیذ مانا ورکوي. ( ۱) د همدې لپاره عربي رسنۍ عبدالله عبدالله ته لیکي (رئیس الهيئة التنفيذية).

د اجراء له کلمې سره د نسب (یا) یوځای شوې ده. د نسب ( یا) کلمه اختصاصي کوي. دغه قاعده په عربي ژبه کې په دوه ډوله ده، کله ناکله د کلمې په اخره کې مشدده (یا) زیاتیږي لکه افغان افغانيّ کیږي او عرب عربيّ کیږي او کله هم د کلمې دننه بدلون راځي.

له عربي قاعدې سره سم که چیرته د یوې کلمې په اخره کې همزه وي، نو دلته دوه حالته دي، که همزه اصلي وي باید په خپل حال پاتې شي، لکه، بداء بدائيّ، قراء قرائیّ خو که چیرته دغه همزه د تانیث لپاره وي بیا په واو بدلیږي لکه صحراء صحراوي کیږي او حمراء حمراوي کیږي. د اجراء په کلمه کې همزه د تانیث لپاره نه ده نو پکار ده چې اجرائي ولیکل شي. البته که چیرته همزه په اصلي کلمه کې بدله شوې وي بیا دواړه حالته سم دي، مثلا د بناء ( ب ن ی ) په کلمه کې بنائي او بناوي صحیح دي.

په عربي ژبه کې د نسب د (یا) اوږد بحث دی، خو هغه عربي کلمات چې موږ رااخیستې دي تر ډیره مجبوره کیږو چې عربي قاعده پرې تطبیق کړو، ځکه چې زموږ د ژبې ګرامر ته لږ کار شوی دی او تر اوسه مو دغسې لارښودې لارې نه دې موندلې چې د خپلې ژبې له اصولو سره سم پرې پل کیږدو. د اجرائي د کلمې همزه هم لکه اکثر کسان چې یې په ( یا) لیکي پکاره ده چې په ( یا) ولیکو ځکه چې د همزه بحث په عربي ژبه کې ډیر پیچلی دی او غوره ده چې له همزه ځان خلاص کړو.

  • ص ۳۸جبران مسعود – الرائد معجم لغوي عصريّ- المجلد الاول- دارالعلم للملایین، الطبعة الخامسة، بیروت لبنان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب