ليکوال: عبدالنافع همت
فلش بک (Flashback)، يا (شالوری) هغه تخنيک دی چې په داستان کې د يوې پخوانۍ پېښې صحنه ښيي، کېدای شي دا صحنه په داستان کې يو ځل ښودل شوې وي او د اړتيا له مخې يو ځل بيا و ښودل شي او يا د تېرې صحنې يوې برخې ته اشاره وي يا ويلای شو چې فلش بک په داستاني ادب کې د کيسې هغې عاطفي صحنې ته ويل کېږي چې يوه تېره پېښه او يوه صحنه د کرکټر په ذهن کې داسې کټ مټ انځور شي لکه دی چې اوس په هغه مهال او چاپېريال کې اوسېږي او همدا اوس هر څه په خپلو سترګو ويني.
د فلش بک يو هدف دا دی چې د هغو پېښو ريښه راوسپړي چې له تېرې زمانې سره تړلي وي او يا هغه پخواني کرکټرونه، پېښې او چاپېريال وښيي چې پر اوسنۍ پېښه يې اغېز درلودلی وي، ځينې کيسه او ناول ليکونکو هڅه کړې چې له دې تخنيک څخه په استفادې سره د قوم يا ملت د تاريخ اصيل ارزښتونو مهمې برخې وښيي او له نوي تمدن سره يې وتړي. (۱)
د فلش بک او تېرې خاطرې تر منځ توپير دا دی چې پخوانۍ کيسه یا خاطره بيانول شعوري او د شخص په اراده پورې تړلې وي، سړی ښه پوهېږې چې دا خاطره ده او کولای شي لکه تيلويزيون بنده يې کړي او يا يې وځنډوي، خو په فلش بک کې څوک په ځان نه پوهېږې چې زه په خپل ذهن کې د تېر وخت يوه صحنه راتازه کوم، سړی فکر کوي چې همدا اوس په هغه زمان او مکان کې د يوې پېښې لوبغاړی یم او په عمل کې هر څه راباندې تېرېږي.
بل توپير يې دا دی چې د پخوانۍ خاطرې يا کيسې الفاظ او پېښې کيفیت بدلون کوي، کېدای شي يو څوک يوه اوږده خاطره لنډه بيان کړي يا یوه لنډه خاطره په ډېرو جزیاتو بيان کړي او خپل اوسني احساسات هم ورسره وتړي، مثلا کېدای شي په اصلي پېښه کې يې نه وي ژړلي، خو اوس چې هغه کيسه بيانوي، نو ورسره ژاړي، خو فلش بک کټ مټ هماغه پخوانۍ صحنه وي، نه يې يو لفظ او نه يې هم عاطفي حالت بدلون مومي.
په فلش فاروډ (FlushForward) یا (مخ لوری) کې د فلش بک برعکس د کرکټر په ذهن کې د راتلونکي ژوند عاطفي صحنې انځورېږي چې معمولا اندېښنه او يا يو لوی ارمان وي، کېدای شي د فلش فارورډ صحنه په ويښه د يو چا په ذهن کې انځور شي او يا داسې خوب وي چې څوک يې خپله او يا يې بل څوک ورته تعبير کړي، خو دا يو داسې تعبير وي چې خوب ليدونکی يې ومني او وروسته د خوب ليدونکي په یوه لوی ارمان يا د يوې لويې اندېښنې لامل شي.
که څه هم (وړاندوينه) او (فلش فارورډ) دواړه له راتلونکو پېښو سره اړه لري، خو توپير يې دا دی چې په فلش فارورډ کې يوه بشپړه واقعي صحنه انځورېږي، خو په وړاندوينه کې د يوې صحنې يوې برخې ته لنډه اشاره کېږي. بل توپير يې دا دی چې وړاندوينه د ځينو فرضیو او پخوانیو تجربو په رڼا کې کېږي چې په شعوري ډول وي، خو فلش فارورډ غير شعوري او ناڅاپه د يو چا په زړه کې په داسې ډول ورتېرېږي چې د انسان په کلک باور اوړي او وروسته کټ مټ هماغسې پېښېږي. پښتانه يوه اصطلاح لري وايي، نن مې پر اروا اورېده چې پلانی به راشي يا نن به دا پېښه وشي، هغه و چې هغسې وشول، زما په اند همدا پر اروا اورېدل فلش فارورډ دی.
په ډرامه کې د فلش بک او فلش فارورډ ارزښت
په ډرامه کې فلش بک ته ځکه اړتيا پېښېږي چې کله کله ډرامه ليکوال مجبور وي د تېر وخت يوه مهمه او اوږده صحنه په ډېره چټکۍ او لنډو ټکو سره بيان کړي، داسې يوه صحنه چې اوسنۍ تياره صحنه روښانه کړي، د بېلګې په ډول د دوو ډښمنو ډلو تر منځ جګړه روانه ده، په جګړه کې دوه سرتېري لاس په لاس جګړه پيل کوي، یو سرتېری پياوړی کېږي او له بل څخه توپک اخلي، غواړي چې هغه په برچه حلال کړي، خو ناڅاپه له دې کار څخه لاس اخلي، دلته له کتونکو، اورېدونکو يا لوستونکو سره پوښتنه پيدا کېږي چې ولې يې خپل دښمن له کوم دليل پرته و نه واژه؟
په دې وخت کې فلش بک ته اړتیا ده چې د دې بخښنې دلیل معلوم شي، کېدای شي په دې وخت کې د غالب سرتېری د مغلوم سرتېري پر تندي يوه ټپ ته پام شي او له دې سره سم فلش بک پيل شي، په فلش بک کې د غالب سرتېري هغه صحنه سترګو ته ودرېږي چې دوی په ماشومتوب کې وروڼه وي، پلار يې بوټي (لرګي) ماتوي او دوی ورته ناست وي، کله چې يې پلار لرګی په تبر وهي، نو د لرګي يوه کوچنۍ ټوټه را الوزي او د ده د ورور پر تندي لګېږي او ټپي کېږي. تر دې فلش بک وروسته غالب عسکر پوهېږي چې دا يې ورور دی.
د فلش بک بله اړتيا دا ده چې په اوسنۍ زمانه کې د تېرې زمانې يوه صحنه ښودل کېږي، په دې ډول د ډرامې یو مهم راز راسپړل کېږي او ډرامه جالبه کوي. بله ګټه يې دا ده چې کیسه لنډوي، کېدای شي چې د تېر وخت د لسو دقيقو صحنه په فلش بک کې په نيمه دقيقه کې وښودل شي، موږ کولای شو له ډرامې څخه هغه برخه ليرې کړو چې تلوسه نه لري او بې ځايه ډرامه اوږدوي. بل د اوسني وخت د هغو پېښو ریښه راښيي چې له تېر وخت سره تړلي وي. دغه ډول په ډرامه کې تلوسه پيدا کوي او ليدونکي، اورېدونکي او لوستونکي هڅوي چې له ډرامې سره تر پايه پاته شي او د دې پېښې پايلې ته منتظر شي. فلش بک بايد لنډ، الفاظ يې ساده او ځانګړې صحنه وي، د کيسې يوه غوټه پرانيزي، تلوسه وزېږوي او پايله ولري.
د فلش بک تر څنګ فلش فاروډ هم خورا ډېر ارزښت لري، اساسي هدف يې دا دی چې په ډرامه کې تلوسه پيدا کوي، ځکه فلش فاروډ اکثره وخت د پوښتنو په بڼه وي، د کرکټرونو په مخ کې خنډونه او د راتلونکو پېښو څرکونه ښيي، له همدې امله خلک غواړي چې د خپلو پوښتنو د جوابونو او په کيسه د ځان پوهولو لپاره ډرامه تر پايه په شوق سره تعقيب کړي. فلش بک او فلش فاروډ په درې ډوله انځورېږي لکه عملي، روايتي او حرکتي. عملي په دې مانا چې يو سړی په عملي ډول يوه صحنه تمثيلوي، په روايتي بڼه کې بيا عمل نه وي، بلکې يو څوک صحنه په خبرو تشريح کوي او حرکتي بيا دا مانا چې يو څوک صحنه په يوه حرکت سره ښيي. تر دې ځايه په ډرامه کې د فلش بک او فلش فاروډ د تخنيکونو په ارزښت وپوهېدلو، اوس به يې په لنډو کيسو، ناولونو، سټيج، ټيلويزيوني او راډيويي ډرامو کې څو بېلګې وړاندې کړو.
الف: په لنډو کيسو او ناولونو کې
له دې تخنیکونو څخه د نړۍ په ډېرو شاهکارو لنډو کيسو او ناولونو کې کار اخيستل شوی او وروسته يې ډرامې ته لاره موندلې ده. د فلش بک يوه بېلګه د هند د نيمې وچې نامتو ليکوال کرشن چندر په داستاني اثارو کې ليدلای شو. د هغه په يوه اردو ناول کې (چې کروندې شنې شوې) دا بېلګه د يادولو وړ ده. د ناول مرکزي کرکټر (راګو راو) په زندان کې د خپل تېر ژوند په حساب بوخت دی چې فلش بک يې داسې پيلېږي: (کله چې راګوراو د زندان په توره خونه کې پرمخې پرېوت او شاته يې وکتل، نو د خپل ژوند ټولې شېبې يې يوه يوه داسې وشمېرلې لکه يو بزګر چې د خپلې ځمکې د حاصلاتو پیسې په جېب کې تر اچولو مخکې شمېري. دا يې مور وه چې د ده په درې کلنۍ کې مړه شوې وه، خو د ده په ياد کې اوس هم د هغې يو تياره انځور پاته و، د هغې غټې غټې سترګې، نرمه او توده غېږه او د هغې په غېږ کې ويده کېدل، بس همدومره يې په یاد وه. راګوراو دا سيکه په ډېره مينه ښکل کړه او څنګ ته يې کښېښودله. دا سيکه د هغه د پياوړي پلار وه چې هم يې پلار، هم يې مور او هم يې دوست او ملګری و. (۲)
په افغانستان کې هم ډېرو ليکوالو د فلش بک تخنيک ته پام کړی دی، يوه بېلګه به يې د مېرمن پروين پژواک د (نگينه و ستاره) په نوم د لنډو کيسو له مجموعې څخه راواخلو چې په دري ژبه ليکل شوې ده. د دې مجموعې يوه لنډه کیسه (او بوټونه کور ته راوګرځېدل) نومېږي. کيسه داسې ده چې یوه مور د (امير) په نوم د خپل شهيد زوی قبر ته ناسته وي او ژاړي. امير يو بېوزله زلمی و چې په ژوند کې د خټګر شاګرد او د نويو بوټونو ډېر ارمانجن و، ځکه يې نو مور تر مرګ وروسته نوي بوټونه ورته راوړل، پر قبر يې ورته کښېښودل او دا بيرته کور ته ځنې راغله.
مور يې د کور په پخلنځي کې ناسته وه چې ماشوم زوی يې له کوڅې څخه کور ته راغی او په خوشحالۍ يې نارې وهلې: مورې! وا مورې چېرې يې؟ دا دی وګوره زموږ د کور مخ ته مې څومره ښه نوي بوټونه پيدا کړل، که څه هم اوس مې پر پښو لوی دي، خو وروسته به راباندې سم شي. مور چې يې له پخلنځي څخه راووته، نو سترګې يې پر بوټونو ولګېدې، يوه شېبه ځای پر ځای هيښه ولاړه وه، ګوري چې د امير بوټونه وه، ناڅاپه يې وړوکی زوی زلمی شو، ونه يې جګه شوه، برېتونو يې خط وواهه او پر مخ يې نازکه ږيره راشنه شوه. مور يې چېغې کړې: اميره زویه! له دې سره سم يې ورمنډه کړه او خپل کوچنی زوی يې په غېږ کې کلک ونيو. (۳)
د اصفهان فاتح نومي تاريخي ناول کې هم د فلش بک يوه صحنه وينو. د دې ناول مرکزي کرکټر يو پښتون دی چې (ريدي) نومېږي، ريدي په اصفهان کې د يوه ايراني سوداګر په کور کې اوسېږي. په دې وخت کې د اصفهان په کوڅو کې د شاه حسين صفوي وارخطا سرتېري یو افغان لټوي، ځکه دوی خبر شوي چې شاه محمود هوتکي مخ پر اصفهان راروان دی او ښايي اصفهان ته يې مخکې لا جاسوسان رالېږلی وي. ريدي اندېښمن وي چې ښايي سرتېري به ما هم ونيسي، له ډاره ماښام د کور په يوه پټ ځای کې شپه تېروي او سهار د کور بام ته خېژي، په اندېښنو کې خپل وطن او کور ورياډېږي او فلش بک په دې ډول پيل کېږي: ماښام مهال د کلا په جنوبي برج کې ناست و، د کلا د شمالي برج په خوا کې غځېدلي خوړ ته يې کتل، د خوړ په اوبو کې د اسمان نرۍ سپوږمۍ ځلېدله، کله چې به خوړ ته کومه چونګښه ورولوېده، نو سپوږمۍ به سره وښورېده، سره و به شيندل شوه او په سپين ټپ به واوښته. په دې وخت کې يې برج ته د يو چا د ورپورته کېدو اواز تر غوږ شو، کله چې يې مخ ورواړاوه، زينب وه. د زينب د راتلو له اواز سره فلش بک پای ته رسېږي. (۴)
د کولمبيايي ليکوال (ګابريل ګارسيا مارګز) مشهور رومان (سل کاله يوازيتوب) فلش بک هم خورا جالب دی چې په دې ډول پيلېږي: ((څو کاله وورسته ډګروال (اوريليانو بوینډيا) د هغو سرتېرو پر وړاندې ولاړ و چې ټاکل شوی وه دی چارماري کړي. هغه کليواله سيمه ورياده شوه چې پلار يې د کنګل موندلو لپاره له ځانه سره بېولی و. هغه مهال د (ماکونډو) کلی چې د سيند پر غاړه ودان شوی و يوازې شل خټين او د لرګو کورونه درلودل، د سيند اوبه رڼې او د سيند په تل کې پرتې ډبرې لويې او سپينې ښکارېدې چې د ماقبل التاریخ د ځناورو هګيو ته ورته وې. نړۍ دومره نوې وه چې ډېرو شيانو تر اوسه نوم نه درلود، باید د هر شي لپاره دې د نوم پر ځای اشاره ورته کړې وای)). (۵)
بل (فلش فارورډ) دی چې له دې تخنيک څخه هم په لنډو کیسو او ناولونو کې خورا ډېر کار اخيستل شوی دی. يوه ښه بېلګه يې د (FlashForward) په نوم رومان دی چې يوه کاناډايي ليکوال رابرټ جي ساير (Robert J. Sawyer) ليکلی او د ورک خلک يا (LOST) په نوم سريال ډرامه هم ورباندې جوړه شوې ده. دا رومان په يوه جالب فلش فاروډ پيل کېږي. يوه ورځ د نړۍ ټول خلک د دوو دقيقو او (۱۷) ثانیو لپاره بې سده کېږي، په دې موده کې يوه الوتکه د کاناډا له سيډني څخه د امريکا متحده ايالتونو لاس اينجلس ايالت ته روانه وي چې د ارام سمندر په يوه ليري، ځنګلي او مرموزه جزيره کې د نامعلوم علت له مخې رانسکورېږي. په دې پېښه کې څه سپرلي وژل کېږي او څه ژوندي پاته کېږي.
کيسه د الوتکې پر همدې ژوندیو سپرلیو جوړه شوې ده، دوی (۴۵) ورځې په جزيره کې لالهانده او ګړانده ګرځي او هڅه کوي چې له جزيرې څخه د وتلو لاره ومومي. د کيسې موضوع دا ده چې د دوی بې سدي د خوب غوندې وي، دوی هر يوه د بې سدۍ په حالت کې خپل شپږ مياشتي راتلونکی ژوند ليدلی وي. کله چې په سد کې راشي، تېره زمانه ځنې هېره شوې او هر يو يې جلا جلا د يوې ګناه احساس کوي.
د لږ وخت په تېرېدو سره هغوی ته هغه څه ورپېښېږي چې دوی د بې سدۍ په وخت کې ليدلي وي، مثلا يو پلار شک کوي چې مړه لور يې په حقيقت کې ژوندۍ ده، بل بيا فکر کوي چې کېدای شي دی شپږ مياشتي وروسته مړ شي، ځکه د بې سدۍ پر مهال يې هیڅ نه دي ليدلي. که څه هم رومان په یوه عمومي فلش فاروډ پيل کېږي، خو د هر کرکټر ژوند جلا جلا فلش فاروډ لري چې دې تخنيک په رومان کې خورا پياوړې تلوسه پيدا کړې ده.
ب: په سټيج ډرامه کې
په سټيج ډرامه يا تياتر کې د فلش بک يا فلش فاروډ تخنيک څخه کار اخيستل خورا ګران کار دی، ځکه چې کرکټر په مشکل سره له حال زمانې څخه تېرې يا له حال زمانې څخه راتلونکي زمانې ته وړل کېږي، دا کار له تخنيکي پلوه ګران دی، دليل يې دا دی چې خلک يې په حال زمانه کې په اوسني وضعيت کې ويني، خو بیا هم دا کار امکان لري او د سټيج په ډېرو ډرامو کې له دې تخنيکونو څخه کار اخيستل شوی دی.
د فلش بک لپاره دا بېلګه يادولای شو: په يوه کوټه کې د فريد او محمود په نوم دوه محصلين ناست وي، فريد کتاب مطالعه کوي او محمود بالښت ته شا لګولې او چورت وړی وي. ناڅاپه بې دليله کټ کټ خاندي، فريد حيرانېږي او د خندا علت ځنې پوښتي، محمود ورته وايي چې په ماشومتوب کې مې په جومات کې بغدادي قاعده ويله، څو کاله وشوه، خو هيڅ نه خلاصېدله، اخير مې زړه تنګ شو او څو پاڼې مې ځنې وشکولې، ما چې ويل ملا صاحب به پوه نه شي، خو سبا چې ملا صاحب بغدادي قاعده وليدله، نو دومره يې ووهلم چې پوښتنه مه کوه، اوس مې هغه صحنه راياده شوه خندا راغله.
د فلش فارورډ بېلګې يې هم ښه ډېرې دي، د بېلګې په ډول د شينکۍ په نوم يوه مېرمن تر واده لس کاله وروسته بيا هم اولاد نه لري، له دې امله ډېره ځورېږي، خو تر ډېرو ډاکټرانو او درملو وروسته يوه ډاکټر درمل او ډاډ ورکړی وي چې هيڅ علت نه لري، له دې درملو سره به پاک خدای اولاد ورکړي، په دې خبره د شينکۍ په زړه کې د بچي هېلې راټوکېږي او فلش فاروډ په دې ډول پيلېږي: مېرمن په خپله خونه کې په اوبو ګولۍ تېروي او څو ثانيې پر مخامخ دېوال لګېدلي هېندارې ته ګوري او چورت يې وړي، سترګې يې ځلېږي، پر شونډو يې موسکا غوړېږي او ورو بالښت را اخلي او په غېږ کې يې کلک نيسي. په دې وخت کې يې خواښې کوټې ته راځي او فلش فاروډ پای ته رسېږي. خواښې يې پوښتي چې لورې دا څه کوې؟ شينکۍ په خندا ورته وايي چې مورې چورتونو وړې ومه، فکر مې کاوه چې خدای زوی راکړی او په غېږ کې مې نيولی دی. د سټيج ډرامو فلش فاروډ تل مستقيم پيغام نه رسوي، اکثره وخت تشريح ته اړتیا لري.
ج: په ټيلويزيوني ډرامه کې
په ټيلويزيوني ډرامو کې هم له فلش بک او فلش فارورډ تخنيکونو څخه کار اخيستل شوی دی، خو د سټيج او راډيويي ډرامو په پرتله په راډيويي ډرامو کې دا تخنيکونه اسانه دی، ځکه چې د صحنې رنګ ته بدلون ورکول کېږي، ياني تور او سپين ښودل کېږي، ځانګړې موسيقي ورسره ګډېږي، د هغې صحنې فضا ورسره یو ځای کېږي او اوازونو ته ازانګه ورکول کېږي.
د فلش بک يوه بېلګه به له مشهور ترکي (عثمان) نومي سريال ډرامې څخه راواخلو: د عثماني پاچهۍ بنسټګر عثمان د (بالاخاتون) په نوم له يوې پېغلې سره واده کوي، دوی دواړه يو پر بل مينان وي، خو تر واده څو کاله وروسته د بالا خاتون اولاد نه کېږي، عثمان غواړي چې د خپل سلطنت لپاره وليعهد يا ځایناستی ولري، ځکه نو د (ماهنور) په نوم له يوې بلې پېغلې سره واده کوي، د واده په شپه چې کله عثمان د ماهنور له مخ څخه پلو پورته کوي، نو په دې وخت کې فلش بک پيل کېږي، عثمان ته د خپلې پخوانۍ مېرمنې بالا خاتون سره د واده لومړۍ شپه وريادېږي او ماهنور کټ مټ د (بالا خاتون) په شان ورته ښکاري.
په ټيلويزيوني ډرامو کې د فلش فارورډ صحنې هم خورا ډېرې دي چې يوه ښه بېلګه يې د کونډې زوی په سريال ډرامه کې ليدلای شو. په دې ډرامه کې د اسلمي په نوم يو چالباز سړی کليوالو ته د کابل د ښکلو نجونو کيسې کوي او بيا په هغوی د اشر په نوم خپل کارونه کوي. په دې کليوالو کې يو د کونډي زوی هم وي چې (شادګل) نومېږي. اسلمی شادګل ته وايي چې زما يوه ونه را ماته کړه چې د ژمي لپاره مې د سونګ چاره وشي. شادګل چې د اسلمي خبره پر ځمکه نه شي اچولای دا خبره يې هم مني.
شادګل په ونه کې ناست وي او په تبر يې ښاخونه پرې کوي چې په ذهن کې يې د کابل ښکلي نجوني راګرځي او فلش فاروډ پيل کېږي. په کابل کې يوه بس ته ورخېژي، سمدلاسه يې څنګ ته يوه ښکلې او فيشني نجلې کښېني. شادګل په مينه او لږ شرمناک ډول د سترګو تر کونجونو ورته ګوري او هغه هم ورته موسکۍ کېږي، په همدې ترتيب يوه شيبه يو له بل سره په مينه مينه خاندي چې په دې وخت کې فلش فاروډ پای ته رسېږي، شادګل بيرته تبر راپور ته کوي او د ونې د ښاخونو په ماتولو پيل کوي.
د: په راډيويي ډرامه کې
په راډيويي ډرامه کې فلش بک او فلش فاروډ خورا ګران کار دی، ځکه چې انځور نشته، بايد يوه زمانه له بلې زمانې څخه د فضا (بکګراونډ)، ځانګړي موسيقۍ، سونډافيکټ ياني طبيعي غږونو او خبرو د ازانګې يا (Echo) په وسيله سره جلا کړل شي. په راډيويي ډرامو کې هم له دې تخنيکونو څخه کار اخيستل شوی چې د فلش فاروډ يوه بېلګه يې د حمزه بابا په يوه ډرامه ګۍ کې وينو، دا ډرامه (د کوټي زلزله) نومېږي چې په ۱۹۳۵ ميلادي کال کې د کوټي د لوېې او ويرانوونکي زلزلې يو وړونکی انځور پکې ښودل شوی دی. ډرامه د يوه صوفی ملنګ په دې فلش فاروډ سره پيل کېږي: ((الله، حق الله، رحم رحم، ای د کوټي خلکو! له ښار نه بهر شئ که خپل ځان درته خوږ وي، نن به دا د کوټي ښار غرق شي)).
د ډرامه ګۍ په لومړۍ صحنه کې جبار خان او جلندر خان د ملنګ د خبرو په اړه تبصره کوي. جبار خان ملنګ د پاک خدای دوست بولي او په زړه کې يې ډار پيدا کېږي چې خدای مه کړه کومه بدمرغي راروانه ده، خو جلندر خان يې په خبرو ملنډې وهي، وايي ملنګ نن ډېر چرس څکولي دي، ځکه ګډې وډې خبرې کوي، ملنګ ورته وايي: ډېره ښه ده بابا، زما د لېوني په خبره عمل نه کوئ، درنګ ساعت له به ارمان وکړئ)).
د ډرامې په لومړۍ صحنه کې تلوسه خورا ډېره ده، خو په دوهمه صحنه کې د فلش فاروډ نتيجه ليدل کېږي، يانې زلزله تېره شوې وي او د خلکو شور، ژړاوي او زګېروی اورېدل کېږي، په دې ټپيانو کې يوه ښځه په زګېروي کې وايي: وۍ خدايه زه خو مړه شومه، زما خو ماغزه راووته، ای امين خانه وروره زما بچی تر دې چت لاندې شوی دی، د خدای له پاره دا خو راوباسه! (۶)
په راډيويي ډرامو کې د فلش بک بېلګې هم ښه ډېرې لرو، مثلا د لالا جان په نوم یو بزګر د کښت لپاره ځمکه چمتو کوي، د اشرف خان په نوم يو کليوال ورته راځي او پوښتنه ځنې کوي چې څه شی کرې؟ لالا جان ورته وايي چې کوکنار کرم. اشرف خان ورته وايي چې ته خو خبر يې چې زه هم ځمکه کرم او څو کاله مې دا غم لړلي کوکنار کرلي دي، خو ګټه مې يې نه ده خوړلې، که زما منې نو تر تارياکو تېر شه غنم وکره.
لالا جان وايي که غنم وکرم د ټرکټر، اوبو، تخم او سرې پيسې هم نه راجوړوي، کوکنار لا ښه دي د حاصلاتو ګټه يې ډېره ده. اشرف خان ورته وايي چې ته خو د تارياکو اوسنيو نرخونو ته ګورې، کله چې د تارياکو راټولولو وخت راشي بيرته ارزانه کېږي، که خواریو او لګښت ته يې حساب وکړې، نو بس هغه د غنمو پيسې درجوړوي. لالا جان د اشرف خان خبره نه مني او په خپله ځمکه کې کوکنار کري.
کله چې کوکنار حاصلاتو ته رسېږي، لالا جان له کوکنارو څخه تارياک راټولوي او کور ته يې راوړي، مېرمن يې ورته وايي چې تارياک خرڅ کړه! لالا جان ورته وايي چې اوس خو ډېر ارزانه دي، بيخي د غنمو په بيه دي، کله چې لږ ګران شي بیا به يې خرڅ کړم. مېرمن يې ورته وايي چې تارياک خو شتمن خلک ګرانۍ ته ساتلای شي، موږ خو په کور کې د سبا اوړه هم نه لرو، نن دريمه ورځ ده چې شفيقه لور مې ناروغه ده، د علاج پيسې يې نه لرو، تر تارياکو خو چې دې غنم کرلي وای ښه به وای، اوس خو به مو د کال غله درلودای.
په دې وخت کې د لالا جان د اشرف خبرې په ذهن کې راګرځي او فلش بک پيل کېږي: ((ته خو د تارياکو اوسنيو نرخونو ته ګورې، کله چې د تارياکو راټولولو وخت راشي نو بيرته ارزانه کېږي، که خواریو او لګښت ته يې حساب وکړې، نو بس هغه د غنمو پيسې درجوړوي)). د اشرف خان له خبرو سره د ځمکې د هغه وخت فضا ملګرې وي، ياني د اوبو شرهار، د بېل کړپ کړوپ او د مرغانو چڼهاری اورېدل کېږي. د اشرف خان خبرې ازانګه لري او له خبرو سره يې یوه ځانګړې موسيقي هم ملګرې وي. په دې وخت کې د لالا جان مېرمن وايي چې د شفيقې پلاره په څه چورتونو کې ډوب شوې؟ لالا جان ورته وايي چې د اشرف خان خبره راياده شوه، دا ستا خبره هغه هم راته وکړه، اوف! کاشکې مې غنم کرلي وای.
په راډيويي ډرامو کې د فلش فاروډ له تخنيک څخه هم کار اخيستل کېږي، د بېلګې په ډول یو مسافر ځوان د کلي تر څنګ تېرېږي، ګوري چې لارې دوې شوي دي، دلته له مونولاګ څخه کار اخيستل کېږي، ياني مسافر له ځانه سره خبرې کوي او وايي چې دلته خو لارې دوې شوي دي، پر دا يوه لاره د انسانانو او څارويو د پلونو نښې نه شته او دا بله لاره ودانه ده، نه پوهېږم چې کومه لاره به سپين کلي ته تللې وي؟ په دې وخت کې فلش فارورډ داسې پيل کېږي: ځوان په کوڅه کې روان دی، لومړی يې د پښو د تګ او وروسته د ماين د چاودنې لوی غږ اورېدل کېږي، مسافر په ژړا له ځانه سره وايي: وای دا خو مې غبرګې پښې پرې شوې. تر چاودنې وروسته د مسافر له خبرو سره غمجمه موسيقي یو ځای اورېدل کېږي او د مسافر خبرو ته ازانګه هم ورکول کېږي. په دې وخت کې يو کليوال پر مسافر غږ کوي: ځوانه څه چورت وهې؟ ځوان ورته وايي چې هسې ما ويل چې سپين کلي ته به کومه لاره تللې وي؟ کليوال ورته وايي چې هغه مخامخ لاره ورغلې ده.
څرنګه چې په راډيو کې يوازې خبرې، طبيعي اوازونه (سونډافيکټ) او موسيقي لرو، د يوه او بل زمان تر منځ توپير ګران کار دی، نو بايد فلش فاروډ د ځانګړي موسيقۍ، طبيعي اوازونو او خبرو په وسيله تشريح کړل شي. په دې بېلګه کې مو وليدل که کليوال نه وای، نو اورېدنکي نه پوهېدل چې مسافر خپله پر ماین وخوت او که هسې چورت وړی و، خو د کليوال خبرو دا صحنه روښانه کړه.
په پښتو ډرامو کې که څه هم د فلش بک او فلش فارورډ له تخنيکونو څخه ډېر کار اخيستل شوی، خو پر هدفونو، ځانګړتياوو، د استعمال پر ځايونو او ډولونو يې دومره بحث نه دی شوی، پر تيوري يې هم چندان بحث نه دی شوی. ليکوال هغه وخت له يوې تيورۍ څخه ډېر څه زده کولای شي چې له مثالونو سره تشريح کړل شي، ځکه نو ما هڅه وکړه چې په دې بحث کې ډېر مثالونه ځای کړم.
ماخذونه:
۱: اريا، نثاراحمد، ۲۰۱۹ ميلادي کال، د ناول ليکنې تيوري، ۱۷۴ مخ، سروش کتاب پلورنځی، کابل
۲: کرشن چندر، ۱۹۶۷ ميلادي کال، جب کهیت جاګې (اردو، دوهم چاپ) فیض پلیکېشن، اله آباد، اوترپردېش، هندوستان
۳: پژواک، پروين، ۱۳۸۲شمسي کال، دوهم چاپ، نگينه و ستاره (دري) هميلټن، انتاريو ايالت، کاناډا
۴: اريا، نثاراحمد، ۱۳۹۵ شمسي کال، د اصفهان فاتح، ۱۲ مخ، صداقت خپرندويه ټولنه، کندهار
۵: ګارسيا مارګز، ګابریل، ۱۳۹۹ شمسي کال، سل کاله يوازيتوب (انګرېزي)، فارسي ژباړه: بهمن فرزانه، ۱۱ مخ، موسسه انتشارات امير کبير، تهران
۶: رشيد احمد، ۲۰۱۶ ميلادي کال، پښتو ډرامه، ۲۴۶-۲۴۷ مخونه، عامر پرینټ اينډ پبلشرز، پېښور.