یادونه دا لیکنه د اصلاح په موخه شوې ده، نه مې د جمهوریت سره دنده تر سره کړې نه د امارت سره خو د دې جامعې د یوه فرد په توګه دا چې یو سیاسي نظام د کښتۍ حیثیت لري او په طوفاني کېدو یې ټول ملت غرقیږي باید نیمګړتیاوې بیان شي تر څو اصلاحات راشی. واقعیت خو دا دی درې کاله وشول خو بیا هم د کابل د اوسنۍ واکمني ادارې چې نه یې تر دامهاله ملي مشروعیت خپل کړی او نه هم بین المللي بیا هم په خپل سر او خپله خوښه واک چلوي نه د ملت اوري نه د دنیا او نه هم ملت ته په نظام کې د راګډېدو وخت ورکوي او نه هم د بین المللي ټولنې سره د سرخلاصۍ ډیپلوماټیکه ژبه لري، نه د افغانستان لپاره یوه منلې او منطقي طرحه او پالیسي لري ټول توان او انرژي یې د واک او اقتدار پر خوندي کولو مصرفیږي. په افغانستان کې هر څه په ګونګ او نامعلومه ډول مخ ته ځي. ملت هم نه پوهیږي چې کومې خوا ته درومي، آینده به یې څرنګه وي؟ هر څه په تور تم کې روان دي. ښه نو ستونزه په کوم ځای کې ده؟
لومړی خو د ستونزې ریښه د طا.لبانو پر خپل ځان کاذب باور ، کاذب غرور او کاذب غیرت او شهرت کې ده. په دې هر څوک پوهیږې چې طا.لب چارواکي د یوې معاملې په صورت، په قطر کې د آمریکا له نظامي اډې راغلل او دا دی اوس یې هم د دوام لپاره د واک د ریښې د اوبېدو لپاره هر هفته څلوېښت میلیوني ډالري اوبه او کودکمیاوي ورکول کیږي. دلته به د ځینو هغو نیګړتیاوو یادونه وکړو چې طا.لب چارواکي یې لري او ښايي ورته متوجه شي:
۱. له ملت سره ګډه ژبه نه لرل: له لومړۍ ورځې تر ننه طالب چارواکو نه دې غوښتې چې د ملت سره ډیالوګ ته کېني، اصول او قوانین جوړ او ملت ته وړاندي کړي او د ملت مشروع غوښتنې واوري او ومني.
۲. نامعقول او بې انصافه بندیزونه: طالب په دویم ځل راتګ سره، تر تېرې دورې لا سختګیره او خشن شوی دی. موږ یې وینو د ملت یوه خبره هم نه اوري. د ژوند هیڅ یوه اړتیا او آسانتیا ملت ته نه برابروي برعکس یې له ملت څخه غواړي او خپل مشروع حقونه یې پرې بند کړي دي چې ډېر یې په ښځو او حتی نارینه باندې هم بنديزونه لګولي دي. لکه: له لومړۍ میاشتې تر ننه دا بندیوزونه تر دېرشو ور اوړي.د ښوونځیو بندېدل، د پوهنتونونو بندېدل، د کاربندیز، د پارکونو بندیز، پاسپورټ بندیز، د سپورت کلبونو بندیز، د بیان آزادۍ بندیز، د تقاعد بندیز، د لوړ شمېر کارمندانو شړل او منفکول، د معاشونو کمول او پر واک سل فیصده خېټه اچول او خپل حق بلل.
۳. عصري زده کړو ته نه پاملرنه: په دې ټول ملت پوهیږي چې طالب چارواکي عصری زده کړو ته له څرنګه چې اړتیا ده توجه نه کوي. فقط د دنیا له شرمه سر ښوروي. که ښوونځیو ته وکتل شي هیڅ آسانتیاوي او کیفیت ته یې پام نه کیږي، دا سوړ چلند د دې باعث شوی دی چې زده کوونکي رانه شي او ښوونځۍ تشي ولاړې وي. تر څلویښتو زیاد خصوصي پوهنتونونه تنها په پایتخت کې تړل شوي دي. تر سلو زیاتې خصوصي ښوونځۍ تړل شوي یا په نورو ښوونځیو کې منحل شوي دي. همداسي په ولایتونو کې هم دولتي او خصوصي پوهنتونه ساړه شوي او تړل شوي دي تر دې چې د ښوونځیو د بدنامولو تبلیغ کیږي. ځکه نو د ځوانانو زړه مات دی چې په دولتي ادارو کې د پوهنتون تر فارغینو د مدرسو فارغینو ته زیاته پاملرنه کیږي، تر ښوونځۍ او پوهنتون مدرسو ته په مراتبو زیاته پاملرنه کیږي. دا په یوه شخصي مجلس کې د یوه جګپوړې طا.لب چارواکې خبره ده چې موږ ځکه مدرسو او جهادي مدرسو ته ډېره پاملرنه کوو چې دا بیا زموږ د نظام سپاهیان دي. د ښوونځیو او پوهنتونو فارغین هیڅکله زموږ سره جهاد نه کوي.
۴.درانه مالیات: د طا.لبانو له بیا راتګ سره پر ملت په هره برخه کې درانه مالیات وضع شول. له ګمرکونو نیولې، ځکمو، موټرونو، دوکانونو، هوټلونو حتی تر کراچيوان پوري درنې او ملا ماتونکې مالیې خیستل کیږي حتی د ۱۳۹۰مو کلونو صفايي او مالیې هم اوس ټولیږي. دې کار هم ملت ډېر ناراضه کړی دی.
۵. په معادنونو کې نه شفافیت: د هیواد زیرمې په خورا لږ بیه د جګپوړو چارواکو د خپلوانو پر لاس په قراردادنو ورکول شوي او یا ورکول کیږي، چې ډېره ګټه یې د لوړ پوړو چارواکو کورنیو ته رسیږي، دا ګټې معلومداره د ملي بانکونو پر ځای شخصي جېبونو ته ځي.
۶. پرېمانه ودونه: پر تېر نږدې دوو کلونو کې زرګونو لوړوپوړو امارتي چارواکو دوه ، درې او څلور ودونه کړي ښکاره خبره ده چې دا یې د بیت المال په پیسو کړي دي. د دوی معاشونه ډالري او افغانۍ وي خو په اطرافو کې ښځې په پاکستانۍ کالدارو باندې غواړي، دوی د لوړو معاشونو تر څنګ د قطر څخه اوپراتیپي مرموزې پیسې هم اخلي.
۷. د پاکستان سره افراطي خپلوي: ټول افغانان په دې پوهیږي چې طا.لبان د پاکستان او قطر له مېلمستونو راغلل، معلومه ده چې اوس یې هم کورونه په پاکستان او قطر کې دي او تر یو ډول ذهني او سیاسي یرغمل لاندې دي. سرمایې یې په پاکستانی او قطري بانکونو کې خوندي دي. پاکستان د طا.لبانو د بیا راتګ لپاره میلیونونه ډالر ولګول تر دې چې پاکستان ځان په اقتصادي نزول کې واچاوه خو طالبان یې د سیاسي عشق عروج ته ورسول، ځکه نو اوس د پاکستان په دستور باندې چلیږي او د خپلو خارجي او داخلي چارو لپاره له سند او پنجاب څخه دستور اخلي، د دوی تر منځ کله ناکله نادرۍ زرګري جګړه ده هېڅ حقیقي بڼه نه لري. په داسې حال کې چې افغانان تر هرچا د پاکستان سره د نسلونو عمیقه دښمني لري او په تېرو اویا کلونو کې د همدې مضر ګاونډي پاکستانه افغانستان اور اخیستی دی او خپله طالبان هم له دې غاره مار چیچلي دي خو بیا هم د الله تعالی دومره نه وېریږي لکه د آی.ایس. آی نه. د دې ورځې له پاره پاکستان لسیزې په افغانستان کې زهرجنې مداخلې وکړې تر څو د افغانستان بهرنی سیاست د پاکستان په خوښه او اختیار وي خاص بیا د هنده سره د اړیکو په برخه کې.
۸. د اوبو په مهار کې ملي ناغیړي: د طا.لبانو یوه لویه نیمګړتیا دا ده چې د ملي اوبو له مهارولو یې د ګاونډیو(ایران او پاکستان) د خوشحاله په خاطر لاس اخیستی دی او ټولې ملي اوبه بېله کومه مسؤلیته ګاونډیو ته وربهیږي. د قوش تېپې کانال کې یې تر اخلاص تبلیغات زیات دي.
۹. عمومي عفوي ته نه ژمنتیا: د عمومي عفوې په اعلان سره هم په تېرو درو کلونو کې د تېر جمهوري نظام زرګونه ملکي، سیاسي او نظامي کارمندان ټارګیټ شوی او وژل شوي دي. د بې بې سي د راپور له مخې یواځې په کندهار کې په تیره یوه میاشت تر سلو زیات نامعلومه جسدونه د کندهار میرویس روغتون ته راوړل شوي چې تازه وژل شوي دي.
۱۰. د شرعي نصوصو خلاف عمل: تر اوسه چې هر څومره فرمانونه او بندیزونه اعلان شوي دي قاطع اکثریت یې د شرعي نصوصو سره په ټکر کې دي یا هم پر اصلي کسانو نه دي تطبیق شوي. دا دی ټول ملت ولیدل چې حد جاري کېدل یواځې پر غریب او بیچاره او ناتوانه خلکو وي پر خپل طا.لبانو نه جاري کیږي. ښه مثالونه یې سعید خوستی، د پارسپورټ د رئیس ورور او د کندهار د جنایي چارو آمر حقبین دي.
۱۱. د قدرت انحصار: د طا.لب چارواکو د بیانیو او وعدو خلاف دا دی ټول واک ملایانو ته وسپارل شو. یواځې د دوی د مجبوریت له مخې ځینې ټیټ بستونو کې نور کسان کار کوي. د دې کار لوی مشکل دا دی چې د حکومتولۍ سیستم په ټپه ولاړ دی هیڅ حرکت پکې نشته. ورځ تر بلې مملکت شا ته روان دی. وړ همه شموله حکومت نه شته. د قدرت انحصار بل تاوان دا دی چې بشري ناروین راغلی میلیونونه افغانان د شپې وږي ویده کیږي، د هېواده تښتي، نړۍ هم طالب په هیڅ ډول رسمیت نه پېژني.
۱۲. د مرستو ناعادلانه وېش: کومې نړیوالې مرستې چې راځي طا.لب چارواکې یې نوي فیصده د خپلو جنګیالیو کورنیو ته ورکوي نور عام ولس په دې کار سخت ناراضه ده.
۱۳. د نشه یي توکو بې بدیله بندښت: دا خو ښه کار دی چې کوکنار بند شول خو ملت په دې ناراضه دی چې بدیل کښتونه یې نه دې وړانديز شوي. ملت پر حاکم رژیم مسلم حق لري چې په اقتصادي لحاظ یې تضمین وکړي او یوې ښې خوا ته یې راهنمايي کړي.
۱۴. د ترهګرو سره اړیکې: نړیواله ټولنه په دې ناراضه ده چې طا.لبان لا هم د ترهګرو ډولو سره اړیکې لري او هغوی ته یې ځای ورکړی دی. دوی هم ښه ترهګر او بد ترهګر لري. هغه جنګي ډلې چې د دوی نظام ته ګواښ وي هغه ځپي او چې نه وي هغوی ساتي او نازوي.
۱۵. ښځې له صحنې نفي کول: دا دی ټول یې وینو چې د طا.لبانو د بیا راتګ سره بیا هم د تېر په څېر ښځې د صفر تر کچې له سیاست، تعلیم، تحصیل، اجتماعي حقونو او ملکي حکومتولۍ څخه منزوي شوې.
۱۶. د ملي هویت نفي کول: ټول ملت ولیدل چې سمدواره د واکمنېدو سره طا.لبانو پر ټول ملي هویت چلپا راکش کړه. ملي بیرغ ، ملي سرود، اساسي قانون، ټول فرعي قوانین، له منځه وړل. د ملي مشاهیرو عکسونه څېرل، پاسپورټونه بندول او ټولې هغه ملي برنامې او جشنونه بندول چې ملت پرې خوشحاله کېده.
۱۷. ملت ته په سپکه سترګه کتل: دا یوه اجتماعی او ملي خیانت دی چې واکمنان خپل ملت ته په حقیر او ټیټ نظر ګوري. دا دی هره ورځ یې وینو چې د دوی جنګیالي چې ځانونه فاتح ګڼي د ملت سره ډېر زشت او سپک برخورد کوي.د ملت د مشروع غوښتنو د اورېدلو توان نه لري ځکه یې نو خوله په زور ور پټوي. پر وړه خبره د عزت خلک بې عزته کوی خلاصه د ملت پر وړاندي د طالب زغم صفر دی.
۱۸. د بیان آزادي قتلول: له لومړۍ ورځې یې په ټول هیواد کې د بیان د آزادۍ جنازه او فاتحه واخیستل شوه، نور نو هیڅوک د بیان د آزادۍ حق نه لري هر هغه څه چې طا.لب چارواکي وايي هغه به کیږي. ملت دې نه څه وايي نه دې غواړي که دوی څه لږ څه هم ورکړي په هغه باید قناعت وکړي هیڅ ډول غږ باید پورته نه کړي.
۱۹. افغاني فرهنګ ته نه احترام: د طا.لبانو یو له لویو خیانتونو څخه دادی چې دوی افغاني فرهنګ ته درناوی نه لري. د ملي – فرهنګي ورځو لمانځنه یې منع کړل، د کورونو تلاشي او پلټنه کې بېله ښځینه ساتونکو کورونو ته ننوځل، د ښځو جامې پلټل ، د کورونو پر محرماتو باک نه کول، ښځې د مظاهرو پر وخت د نارینه پولسو له خوا نیول، په زندانونو کې هم د نارینه پولیس لخوا پوښتل او پلټلو ټولو ملي نارواوو حق طالب ځانته ورکړی دی، حتی داسي قضیې هم شته چې پر زنداني ښځو یې د نکاح کولو فشارونه راوړل شوي یا هم د اسیرانو او مینزو په نوم جنسي تېری کول. دا ټول کارونه د افغاني فرهنګ او اسلام مبارک دین خلاف دي.
۲۰- د خلکو شخصي حریم نقصول: په دې کار سره طا.لبان پوره شهرت لري چې د خلکو شخصی حریم په پوره بې پروايي لوڅ او وپلټي. د خلکو له جېبونو نیولې، مبایلونه، شخصي اسناد، شخصي موټرونه، شخصي حریمونه ښه په بې باکۍ پلټي. دې کار افغانان ډېر ناراحته او ناراضه کړي دي. په داسې حال کې چې شخصي پلټنه په خاصو حالاتو کې هغه هم د محکمې په امر باندې پلټل کیږي خو دوی خلک پر هر چیک پواینټ باندې راکښته کوی او شخصي حریم یې په بې باکۍ پلټي.
که خبرې راټولې کړو، طالبان د نړیوال سیاست او حکومتدارۍ سره بالکل نابلد دي.د طا.لبانو یو بل لوی نقص دا هم دی چې ښايي د دوی د سر په بیه تمام شي هغه د نړیوال سیاست او حکومتدارۍ سره نابلدتیا ده او یا هم د نړۍ د دریځونو پر وړاندي بې پروايي او بې تفاوتي ده. دغه دلیل دی چې له تېرو تقریبا درو کلونو را په دې خوا د حکومتي دستګاه کارونه ټپ ولاړ دي. یواځې عایداتي ادارې پرانیستې دي، هغه چې جېبونه پرې ډکیږي. د نړۍ سره هم د سیاست په تیورۍ نه پوهیږي. آخري خبره دا ده چې طا.لبان ځینې ښېګڼې هم لري لکه: د قدرت د جزیرو له منځه وړل، نسبي امنیت او… خو طا.لب چارواکې به یا لوړې ټولې نیمګړتیاوې حلوي او یا دې د خپل نظام د نسکورېدو شپې او شېبې شمیري. ځکه نه ملت او نه هم دنیا داسې تړلی او نامعلومه حالت نه غواړي. دا چې د دوی بدیل به وړ وي که ناوړ د دې ملي، سیاسي، تاریخي او اخلاقي مسؤلیتونه به هم د دوی هم د نړیوالي ټولنې پر غاړه وي هغه چې دوی یې د ملت له رضایت پرته اقتدار ته رسولي دي.