تمثیل
کله چې وغواړم
تاته شعر ولیکم
سپین کاغذونه مې مخ ته
ګلپاڼې شي
قلم ، رنګ او لفظونه
د شرابي سرور جامي واغوندي
ټول لکه د موسیقۍ تارونه
په ګډه یوه نغمه غږوي
او ستا د کلاسیک حسن
تمثیل کوي
+++
سپینه ټوټه
بیګاه دوو ستورو ټکر وکړ
یوه سپینه ټوټه ځمکې ته را ولویده
سهارمې د هغې سپینې ټوټې رڼا
ستا په سترګو کې ولیده.
+++
نجلۍ
تالندې بریښنا د شړک باران سره بدرګه کوله
دروازه غنګ وازه شوه
لمده خیشته راننوته
چې حجاب یې لرې کړو
نجلۍ له اوره جوړه وه
+++
پردې
دکوټي کړکي او دروازې بندې دي
شمال له کومه راځي؟
ستا په راتلو
پردې هم خوریږي
+++
میلمنه
عجبه میلمنه وه
چې د چایو پیاله یې جګه کړه
له میوه دانې نه
پیسته او بادام
خپله وروالوتل.
+++
قاتله
چې خاندې اینې ته مه ودریږه
که دشونډو سپرغۍ دې
په اینو پریوزي
زمانه به دې
د جوهرو قاتله وګڼي
+++
یوه شیبه
د فطرت د ښکلاګانو
کتاب مې پاڼې پاڼې
بشپړه ولوسته
خو ستا د اوده نظر
له یوې شیبې نه عاجز و
+++
روژه
د ماښام د اذان په پیلیدو
چې روژه په خورما
چا په اوبو
چا په ډول ډول خوړو ماتوله
ما ستا د وجود خوشبويي په سر واړوله
روژه مې نوشجان کړه
+++
لیونتوب
شپه عوج ته رسیدلې وه
د ډیوې تتې رڼا ته
دو مینانو کیسې کولې
چې ډیوه ماړه شوه
کټ د لیونتوب اوازونه پیل کړل
+++
منظره
نازونو یې
په ړنګ بنګ وجود کې
ښکلا ماتوله
چې ناڅاپي باد
لکه شوخ ماشوم
لمنه یې واړوله
سترګو ددې منظرې تاب نه درلوده
+++
ایرې
کله چې هغه خپل لاسونه
زما په لاسونو کې کیږدي
زه ددنیا هغه پهلوان شم
چې اووه سمندره زور یې
په یو نظر کې وي
خو کله چې لاسونه زما په اوږو واچوي
نو هغه وخت یوه موټی ایرې شم
په پښو کې یې بادیږم.
+++
ای خوږه انسانه!
ای خوږه انسانه!
ته چې په مینه راته ووايې چې
ښکل مې کړه
پوهیږې هغه وخت
د عاطفې داور سمندر شم
له رګونو مې د مینې د نور دریابونه بهیږي
او فضا په جانانه سندرو کې ډوبه کړم
+++