Home+ولې د ځینو کسانو وېښتان ژر توییږي؟

ولې د ځینو کسانو وېښتان ژر توییږي؟

تاند (چهارشنبه، د غويي/ ثور ۱۶ مه) د عمر له زیاتېدو سره د ویښتانو کمېدا یو طبیعي بهیر دی، خو د ښځو پرتله په نارینه وو کې د پکېدو یا ګنجي کېدو احتمال زیات وي. د طبي متخصصانو په وینا، د ژوند د طرز ځینې عوامل او طبي ستونزې هم سبب کېدای شي چې د ځینو کسانو وېښتان په کم عمر کې توی شي.

طبي کارپوهان وايي چې سخت ذهني فشار یا سټرس هم د ویښتانو د ژر توېدو یو مهم سبب کېدای شي. د امریکا د طبي ادارې Mayo Clinic په وینا، هغه کسان چې دوامدار او شدید فشار تجربه کوي، د هغوی د ویښتانو د توېدو چټکتیا زیاتیږي او د نویو ویښتانو وده ورو کېږي.

د متخصصانو په وینا، د فشار له امله په نارینه وو او ښځو دواړو کې د ویښتانو توېدل لیدل کېدای شي. ډېری وخت دا ستونزه موقتي وي، خو په ځینو کسانو کې یې اغېز اوږدې مودې ته غځېدای شي او د ګنجي کېدو نښې څرګندېږي.

د څېړونکو په وینا، کله چې د فشار پر مهال په بدن کې د کورتوزول Cortisol هورمون کچه لوړېږي، د ویښتانو د ریښو فعالیت اغېزمن کېږي. په پایله کې د ویښتانو وده درېږي او ویښتان ماتېږي یا توېږي.

متخصصان زیاتوي چې د فشار له امله په بېلابېلو ډولونو د ویښتانو توېدا پیلېږي، چې له هغې جملې څخه Alopecia هم ده. په دې حالت کې د بدن دفاعي سیستم د ویښتانو پر ریښو برید کوي او د سر له بېلابېلو برخو څخه ویښتان توېږي.

طبي متخصصان وايي که فشار کم شي، په ډېری کسانو کې د ویښتانو بېرته وده ممکنه ده. له همدې امله متوازن ژوند، کافي خوب او د ذهني فشار د کمولو لارې چارې د ویښتانو د روغتیا لپاره ډېر مهم ګڼل کېږي.

یادونه: دا معلومات د طبي څېړنو پر بنسټ دي. د هر ډول ستونزې په صورت کې باید له ډاکټر سره مشوره وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پوهنې اتل او غوره مدیر | حبیب وقار

نومیالی هغه دی چې په بهرنیو ماڼیو کې د اوسېدو پر ځای د خپل کور او کلي د خټینو کورونو پر ماڼۍ کولو فکر...