Homeخبرونهد نوراحمد د ښې توپ اچونې په مرسته چینای سوپرکینګز بریالی شو

د نوراحمد د ښې توپ اچونې په مرسته چینای سوپرکینګز بریالی شو

تاند (چهارشنبه، د غويي/ ثور ۱۶ مه) د هند په غوره لیګ سیالیو کې تېره شپه ( د غويي ۱۵ مه، سې شنبه) د نوراحمد لکڼوال د ښه توپ اچونې په مرسته د چینای سوپرکینګز لوبډلې ډیلي کپیټلز ته په ۸ ویکټونو او ۱۵ توپونو ماتې ورکړه.

ډیلي کپیټلز د ۷ لوبغاړو له سوځېدو وروسته په ۲۰ اورونو کې ټولټال ۱۵۵ منډې وکړای شوې. د دوی دوه لوبغاړي نوراحمد لکڼوال په داسي حال کې وسوځول چې درې اوره یې توپ اچونه وکړه او یوازې یې ۲۲ منډې ورکړې.

خو چینای سوپر کینګز، چې نوراحمد لکڼوال پکې لوبېږي، د سیالې لوبډلې هدف په ۱۷ اوور او ۳ توپ په داسي حال کې پوره کړ چې یوازې ۲ لوبغاړي یې سوځېدلي وو.

د چینای سوپر کینګز په لوبډله کې له نوراحمد لکڼوال پرته بل هیڅ لوبغاړي د مقالې لوبډلې دوه لوبغاړي ونه سوځول.

له دې دوو ویکټونو سره د هند په روان غوره لیګ کې د نوراحمد د ویکټونو شمېر ۱۱ ته ورسېد.

په دې ټورنمنټ کې راشد خان هم د نوراحمد په شان په ۱۰ لوبو کې ۱۱ ویکټونه اخیستي دي. خو الله داد غضفر په ۸ سیالیو کې تر دې دمه ۱۲ ویکټونه ترلاسه کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...