پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeادبد ملا تصوف ليکوال: پوهنيار محمود مرهون

د ملا تصوف [1] ليکوال: پوهنيار محمود مرهون

Obstruct:

Pashto Poetry got a poet of fresh taste at time when it had become static. An old long-bearded man appeared from the unknown calling himself Hadi Mula and having only one book published namely the The Beat of Time (Da wakht zarb). He did not look as an ordinary man. A life full of defeats, struggles and exile had made him congest all of his life in this one book where every single verse contains a book of stories. In this essay, I have tried to explore the angle of his poetry that touches love, beauty, their connection with God and his bold approach of expressing it. Though, it may not be perfect, It, certainly, will serve as a good start.

لنډيز:

پښتو شاعرۍ په داسي وخت کي په نوي ډنګ او خوند کي يو شاعر پيدا کړئ چي شعر يک نواخته سوى وو. يو سپين ږرى په لو ږره شاعر له کومي ګوښې را پيدا سو او ځان ته يې هادي ملا وايه  او يوازي يو کتاب يې چاپ سو چي د وخت ضرب نومېږي. دغه سپين ږرى يو عادي سړى نه معلومېدئ له ډېرو ماتو، مبارزو او پردېسيو څخه داسي سوى لوى وو چي خپل ټول ژوند يې په همدې يوه لنډ و ګنډ کتاب کي داسي ځاى پر ځاى کړى وو چي هر شعر يې يو سمندر وو او په هر شعر کي يې کتابونه خبري وې.

په دغه لنډه مقاله کي زه د همدې متبحر شاعر د شعر يوازي يو اړخ مينه، ښکلا او په پاى کي د ټولو انجام د خداى سره د هغه رندان او پايلوچه يارانه را سپړم. که څه هم چي په بشپړه توګه به نه وي خو دا به يو ښه پيل خامخا و اوسي.

سريزه:

شعر او شاعري هغه الْهي ورکړه ده چي پر هر چا يې نه لوروي بلکي ځينو خپلو خاصو بنده ګانو ته يې ورکوي. که څه هم چي له پخوا مي يوه معقوله ولاکه چي چيري لوستې که مي اورېدلې چي د نړۍ انسانان ټوله شاعران دي خو ځيني يې ژبور کېږي او ځيني يې بې ژبي پاته کېږي دغه معقوله په ډېرو ځايونو کي ارسطو ته منسوبه ده خو د شعر او شاعرۍ په هنر کي تر ټولو مهمه خبره دا ده چي شعر درڅخه و وويل سي نه دا چي شعر ته کښېني او په زوره په ځان شعر و وايې.

حالات انسان ته پر بېلابيلو وختو بېلابيل شخصيتونه ورکوي. د امکاناتو په وخت کي مستي، د استراحت په وخت کي سوستي او د ماتي په وخت کي خداى پرستي. دا يو داسي واقعت دئ چي ډېر خلک ځان ځيني کاږي او ځان تېر باسي. هادي ملا په ځوانۍ کي يو ټکه مسته ځلمى وو. په کابل پوهنتون کي يې د خاصي ځوانۍ او لياقت مثالونه ورکول کېدل. ارواښاد مجروح[2] به په خپلو لکچرونو کي همېشه د دوهم ځلي تشريح له پاره دى ولاړاوه. خو د همدغي ټکه مستۍ له امله په انقلابي حالاتو کي استادۍ ته پرېنښودل سو. په هغه براندي ځوانۍ کي چي لا ډېر پر ځاى کلک سترګى او رندانه وو له هيواد پردېس او هر څه ته يې شاه کړه. دا په داسي حال کي وه چي يوه شعر به يې د دولت د لوړو مامورينو د دوو مياشتو د تنخوا برابر حق الزحمه اخستله[3] خو زموږ د بد بختي ټولني يوه ناخواله هم دا ده چي له تکړه خلکو سره مو عقديان د خپلو عقدو د سړولو له پاره دښمني پيل کړي او هغه بيا نه د ځان په درد و خوري نه د وطن.

لنډه  دا چي هادي ملا له يوې ټکه مستي ځوانۍ او پردېسۍ وروسته پر داسي وخت خپل کتاب د وخت ضرب د خپلو پيروانو په زاريو او جګيو کي چاپ کئ چي د پښتو شعر رنګ ډېر پيکه او يک نواخته سوى وو. د هادي ملا د وخت ضرب داسي اشعار لري چي په سلګونه ځله لوستلو هم سړي ته تکراري نه معلومېږي او د دې يو علت شايد د ملا پختګي او لسګونه کاله رياضت وي.

په دې لنډه مقاله کي د ملا د شاعرۍ صوفيانه خواوي چي ملا خپله شايد ورته متوجه لا هم نه وي را سپړل کېږي. ځکه ملا مسلکي صوفي نه بلکي پر ښکلا مئين دئ او د نړۍ ټوله ښکلا د ښکلي مالک له برکته ده. ملا د همدغه ښکلا پرستۍ او ميني په زور لا شعوري صوفي سوئ او موږ يې دلته دغه صوفيتوب را سپړو.

اصلي متن:

 رحمْن بابا[4] ډېر کلونه پخوا ويلي وه چي:

دا جهان دئ خداى له عشقه پيداکړئ

د همو مخلوقاتو پلار دئ دا

(٢:١٤ )

مينه خداى د خپل خليفه او ځاى ناستي(انسان) په وجود کي تر بلي هري پديدې زياته ځاى کړې ده. مګر ځيني يې سترګور کړي دي او د حقيقي ميني پر خوا تللي دي او ځيني يې لنډ فکري کړي دي او د مجاز په تلکو کي بند سوي دي. عبدالهادي ملا هغه صوفي مسلکه، صوفي مجازه او صوفي فکره شاعر دئ چي د الْهي ميني په جذبه کي پوپناه دئ. هغه له خداى سره دونه رندانه مئين دئ چي ځان بېخي د خداى سيورى ورته ښکاري.

تور او سره ټکي پې يمه، کاتب زه خو قلم ستا دئ

و درشل ته يې دروړمه، روان زه خو قدم ستا دئ

اومه خټه پخومه بټۍ زما ده خو دم ستا دئ

(١١: ١-٢)

 سيورى د يوه موجود دوهم وجود دئ، هر سيورى د خپل اصل وجود فرعه ده او کله چي اصل حرکت کوي نو فرعه يې هم پر حرکت راځي، تاسي ګورئ ملا دلته هرڅه پر خداى ور اړوي او ځان د هغه په لاس متحرک بولي. خداى خپل يار او ډېر نږدې دوست بولي هغه خپل اصل ګڼي او ځان فرعه را ښي.

د هغه له مخمورې او رندانه شاعرۍ هر څوک ځان ته خپله برخه بېلولاى سي، مګر د هغه پايلوچه او ياغي مينه خپله ځان ته يو بېله دنيا ده. د هغه په هره مسته ناره کي د الهي ميني څرکونه تر سترګو کيږي، هغه ياغي دي مګر له عالمه، نه له خپله خالقه هغه له دې مصنوعي ژونده بې زاره دئ او د خداى پر لور منډي وهي، لکه خپله چي وايي:

د قضا د مسند مشره په نومونو دوکه نه سې

مرګ اووه رباطه ليري، ژوند زما غاړي راپرې کړې

 (١١: ٤٣)

هادي ملا په دغه رندانه توب کي يوازي نه دئ په دغه ځاى کي دى مطلق د خان غني خان[5] پر پله پل ږدي. خان غني خان هم تر ډېره له خداى سره همداسي رندانه او مستانه انداز لري. که څه هم چي هادي ملا په هر ځاى کي غني ته د خپل پير او مرشد په سترګه ګوري او همېشه د خپل يوه ايډيال په توګه يې معرفي کوي او د هغه شعرونه په دونه سوز او ساز وايي چي ما له بل هيچا څخه د هغه دونه په خوندر انداز د هغه تشريح نه ده اورېدلې. د پورتنۍ ادعا له پاره به بده نه وي چي د غني خان د رندانه ميني دا رنګ دلته و ګورئ:

خدايه عقل چي ؤ زړه دي ولي راكړو؟
په يو ملك كښي دوه خود سره بادشاهان
ولي ماته دې عطا كړو فكر و خيال؟
ولي ولي په رڼا ورځي خوبونه ؟؟
ولي جوړ دي د يار سترګو كښي جنت كړ؟
ولي تريخ دي كړو بېلتون اوخوږ وصال ؟
خدايه ولي دي ځواني هر چا له وركړه ؟
خدايه ولي دي پيدا كړل اميدونه ؟
ولي ما له دي د ولي طاقت راكړ؟؟
خدايه ولي؟ خدايه ولي؟ خدايه ولي؟

(٥:٢٧٢-٢٧٣)

د عبدالهادي ملا د وخت ضرب کتاب چي را خلاص کړې په لومړي شعر کي مو يې پر دغه کرښو سترګي لګيږي:

زه ليکم ليکلي ليکي، ترنم د ترانې

زما يو حسن په زړه اوري

جوړوم يې تصويرونه

ما يو خوب په زړه ليدلى

پلټم يې تعبيرونه

 (١١: ١)

په پورته کرښو کي تاسي ګورى چي ملا دا څرګندوي چي خالقه تا له ازله هر څه هست کړي دي موږ صرف د ممثلينو په څېر هغه تمثيلو او زموږ دنده يوازي دا ده چي ستا پنځول سوي هنر ته فزيکي وجود ورکړو. تر همدغه کرښو لاندي د دغه بند په اخير کي ستاسي سترګي پر دې لاندي کرښه لګيږي:

تور او سره ټکي پې يمه، کاتب زه خو قلم ستا دى

 (١١: ١)

صوفيان او عاريفان په خپلو منځونو کي د دوه ګونو فلسفو وحدت الوجود او وحدت الشهود پر لارو روان دي ځيني يې وايي چي همه اوست(ټوله هغه دئ) او ځيني بيا وايي چي هم از اوست(هر څه له هغه دي)(٨: ٦٧-٦٨).  هادي ملا په دغه کرښه کي د وجوديانو پر پله پل ږدي د همدې شعر د هر بند په اخير کي به د هغه د وجوديت ثبوتونه لا تاسو ته ثابت سي لکه وايي چي:

و درشل ته يې دروړمه، روان زه خو قدم ستا دئ

 (١١: ٢)

يا دا چي:

اومه خټه پخومه بټۍ زما ده خو دم ستا دئ

(١١: ٢)

دا هم وګورئ:

د ځان غم دي پر ما بار دئ، په دې وره کي نه ځايږي

دلته ټوله، دى او دى دئ، ته په ده کي نه ځايېږې

 (١١: ٢٥)

يا هم:

دا ته څوک يې؟ دا زه څه يم

چي ته زه يې ؟ که زه ته يم؟

نه دي پېژنم چي څه يې؟

دومره پوهه يم چي ته يې

ته يې ته يې ټوله ته يې

ټوله ته يې ، ټوله ته يې

تر اخيره

(١١: ٩٣)

مګر په يوه بل ځاى کي بيرته د شهوديت پر خوا ورځي او څوک داسي انګيري چي ملا شايد وحدت الشهودى وي لکه دى چي وايي:

يو خوا حُسن دلفريبه، بل خوا سترګي بې جلبه

ستا فطرت ربه! جنجال دئ، منځ کي هسي زموږ قصه سي

 (١١: ١٣)

دلته تاسي وينئ چي ځان د خداى له ذاته بيل بولي او زموږ قيصه د خداى ج له قيصې بېل بولي.د وحدت الوجود اساس دا دئ چي ټول کائينات د خداى د وجود برخه بلل کيږي، د ملا نږدې ټوله شاعري د وحدت الوجود پر فلسفه راڅرخي او هر ځاى ځان د خداى د ذات برخه بولي لکه دئ چي وايي:

د ځان غم دي په سربار دئ، په دې وره کي نه ځائيږې

دلته ټوله دى او دى دئ ته په ده کي نه ځائيږي

 (١١: ٢٥)

مګر په هغه بل برني بيت کي تاسي ګورى (دلفريبه حسن) او (بې جلبه سترګي) او يا هم بيرته زموږ قيصه يعني له خدايه د انسان بېل بللو يو ډول د شهوديت نخښه ده.

يا هم دلته تاسي په دې بيتونو کي ګورئ:

مرګه! جار دي تر پنجو سم د جانان په لور مي بيايي

خو دا سترګي کړه لږ نرمي د ارمان په لور مي بيايي

 (١١: ٦١)

که زه د خداى د ذات برخه يم نو بيا ماته مرګ او ژوند مانا نه لري که ژوندى يم هم د هغه د ذات برخه يم او که مړ يم هم، نو دلته تاسي وينئ چي ملا له مرګه هيله کوي چي ما د خپل جانان يعني خداى پر لور يوسه دا د دې ښکارندوي کوي چي بيرته موضوع شهوديت ته ورګرځي.

يا هم تاسي په دې بيتونو کي ګورئ:

ټوله شپه يې په خوب وينم، چي را ويښ سم خوب مي هېروي

ټوله ورځ يې پل څارمه، يار راغلى نه يا تېر وي

دا څه ستړې ده را پېښه، د سايو سره ګذران سو

يا په سيوري مي غېږ ډکه، يا ښکالو رانه چاپير وي

 (١١: ٦٥)

په خوب کي اکثره وختونه خلګ هغه څه ويني چي ځيني ليري وي او يا يې لاس نه ور رسيږي ځکه خوبونه له لاشعوره را وزي او لاشعور ته هغه شيان ځي چي په عام ژوند کې يې د ترسره کېدو امکان نه وي مګر کله چي يو ذات د بل ذات برخه وي او هغه يا په خوبونو کي ويني يا يې د راتګ لاره څاري دلته يو څه معقوليت له منځه ځي که چيري يو څوک د يوه ذات برخه وي نو هغه ذات که حرکت کوي نو د ذات ټولي برخي متحرکه کيږي دلته بيا خبره د شهوديت خواته ځي يا هم د سيوري موضوع ده.

 موږ مخکي وويل چي جسم اصل دئ او سيورى يې فرعه ده نو که څوک د اصل برخه وي موضوع د وجوديته رامنځ ته کيږي او که چيري خبره د فرعي سي نو بيا موضوع د شهوديته راځي د دې خبري ثبوت دا دئ چي وجوديان هر څه د هغه د ذات برخه بولي مګر شهوديان هر څه د هغه د ذات شاهدان بولي.

مګر په مجموعي توګه چي کله د ملا ټوله شاعري مطالعه سي نو دا خبره څرګنديږي د ملا شهوديت هم بيرته پر وجوديت ور اوړي ځکه که چيري دغه دوې فلسفې په دقيقه توګه مطالعه او و څېړل سي د دواړو انتها د خداى مينه ده خو صرف لاري يې بيلي دي.

خو يوه موضوع چي بايد دلته له ياده و نه باسو هغه دا ده چي په پښتو او پښتنو کي همېشه له بلي خوا راغلي پديدې هو به هو او کټ مټ نه را انتقالېږي بلکي دلته په خپل پښتني چوکاټ کي لوېږي او د پښتو د چوکاټ پر اساس باندي جوړېږي، ښه مثال يې اسلام دئ چي پښتنو يې هر څه د خپلي خوښي او فرهنګ پر اساس ايډيټ کړي او ځان ته يې يوه نوې لاره ايستلى او د سلام چوکاټ ته په هغه شکل نه دي ور لوېدلي څنګه چي اسلام دئ. ښځي د اسلام پر اساس څلور کوي مګر د ښځي حقوق د اسلام پر اساس په خوښه واده، په ميراث کي برخه زده کړه او کار يې بيا د اسلام پر اساس نه ورکوي.

ملا د رندانه صوفيان په څېر همېشه د معرفت جام په لاس او باده پرست دئ، هغه له هر غړپ سره د خپل حقيق محبوب پر لور ور ماتيږي او په هر وار يې تر خولې د خپل محبوب په مينه کي سوي لوي کريږي خيژي، هغه د خپل ځان او خپل محبوب(خداى ج) تر منځ بل هيڅوک نه سي زغملى، هغه د خپل حقيقي عشق او مکار زاهد په اړه په يوه غزل کي وايي:

شيخ يې څاري د پله نښي، ما يې کور ليدلى دئ

ده کتلي د عشق تورى، ما يې زور ليدلى دئ

دا اوږده قصه د زلفو، دا لنډۍ دعوه د زهد

ده يې تار ليدلى نه دئ، ما يې تور ليدلى دئ

چا ته و ژاړم چي څوک مي، سوځوي د خاطر خونه

نه يې دود، نه يې لمبه سته، نې چا اور ليدلى دئ

 (١١: ٧)

په پورته  غزل کي موږ ته د عرفان او تصوف پولي او سرحدونه ډېري واضحي ښکاري دلته د مکارو او خرقه پوشو زاهدانو او حقيقي عارفانو د بېلتون سرحد ښه ترا څرګنديږي دلته د وجودي ميني په تول د بصيرت په کاڼو ملا تر خپله محبوبه رسي، دلته تاسي وينى چي ملا يو ډول شهوديان کږي چي تاسي يوازي د خداى نښي وينى او د پلو له نښو يې مراد همدا شهوديت دئ او خپل وجوديت دعوه په زغرده کوي چي ما يې کور ليدلى دئ دلته خپل ځان د خداى کور ثابتوي، دلته تاسي په سپينو الفاظو کي وينى چي ملا تر صوفيتوبه عارفتوب ښه بولي.

په دغه چار کي د هادي استاد او د پښتو مخموري شاعرۍ سر لارى شاعري عبدالروف بېنوا[6] چي له کوچينوالي يې اسلامي زده کړي کړي او د يوه رښتيني عارف په توګه له لباسي ملا په تېښته دئ دغه رنګ يې هم په ولسي او هم په مخموره شاعرۍ کي سته له هادي ملا سره تقريبي ورته والي لري، لکه:

د انسان د ژوندن لاري، تا و موږ ته را ښوولي

چي په حق څوک عالمان وو، هغه مرګ راڅه بېولي

اوس وارث د انبياوو، لا تر موږ ډېر دي ناولي

پر هر څه يې اختلاف دئ پر اسقاط د دوى جګړې دي

(٤: ٢٦٧)

اوس پورته هادي ملا د دې ادعا چي ما د خداى کور ليدلى دئ او شيخ په تورو کي پسي ګرځي او په عيني توګه استاد بينوا ادعا لري چي خدايه تا موږ د ژوند لاري را ښوولي دا اوس چي کوم شېخان ګرځي دا ډېر بې لاري او تر موږ لا شوړېدلي خلک دي.

له استاد بېنوا څخه وروسته د پښتو او دري فلسفي شاعر او ژبور عالم(سليمان لايق[7]) د هادي ملا د ټکه مستي ځوانۍ يار او دوست چي اوس هم په ساعتونو ساعتونو د يوه او بل له باڼداره نه ستړي کېږي، په دغه رندانه شاعرۍ د تظاهري شيخ ترټنه کي تر هادي او بېنوا شا ته نه دئ ځکه سليمان لايق خپله د ملا زوى او د مسجد طالب پاته  سوى او تر بل هر چا په دې برخه کي ښه خبر او ډېر پوه دئ،  که څه هم چي لايق د تصوف پر لارو دغي موضوع ته نه راځي خو مدعا يې همغه يوه ده او هغه څوک چي له خدايه (ج) د خداى (ج) په نوم خلک ليري کوي داسي وايي:

چا ويل چي ملا بل اوبلا بل دئ

ملا هسي بلا نه د روغ اجل دئ

په قران پسي قران پر يهود پلوري

خطا نشى عالم نه دى سوچه غل دئ

(٩: ١٠٤)

خو د دوى دورو(ملا، بېنوا او لايق) له دغه ډول لباسي ملايانو او شيخانو څخه د تېښتي او د حقيقي معبد په لاره کي د خنډونو په مقابل کي به د غني خان بغاوت بد نه وي چي يوه وړه بولګه يې دلته را واخلو:

د ملا عبادت کسب، پاڅېدل اوکښېناستل

د حلوا په ارمانونو  تل الله الله کول

د ملا مينه عجيبه   په پيتۍ مئينېدل

او د حورو لمغړو ته  د خرچوکو هڼيدل

د صوفي عبادت وير دئ  سوځېدل اوژړېدل

د رحمان رحيم د نور نه رپېدل او وېرېدل

دصوفي مينه عجيبه  دزړه گل مړاوي کول

بې کنار درياب دحسن په کوزه کښي بندول

د زاهد عبادت چړ دئ  سوال منت ژړا کول

په جنت اودې دنيا کښي د فايدې سودا کول

د زاهد مينه عجبه  په خپل ځان مئينيدل

د ريا سپى جوټه کړي  دلربا له ورکول

دغني عبادت مينه ځان جانان کښي ورکول

د مهينو سترگو شرنگ ته  گډېدل اوخندېدل

دغني مينه عجيبه ټول بيلات هيڅ نه گټل

دا خپل ځان او جهان واړه يو خمار کې ډوبول

(٥:٦٧٣ )

که څه هم غني د رياکارو صوفيانو څخه هم لاره بېله بولي حتا له خداى سره يې يارانه پر راکړه ورکړه نه بلکي يوازي د ميني پر اساس ده او بس او دا د صوفيزم او خدايي ميني تر ټولو هسک او لوړ مقام دئ. دا تقريباً هغه د استغنْى او د وصلت مرحله ده چي نور سالک ځان پوه فناه بولي او ځان د خداى د ذات برخه ګڼي چي منصور په همدې تور ځان د دار تر پړي و رساوه.

په پورته بحث کي يو شى چي راغلى او توضيح يې و نه سوه هغه د وصلت، د استغنى او پناه مقامونه دي په تصوف کي د بېلابيلو تصوفي لارو په مسلکي توګه د خپلولو په درشل کي بېلابيل مقامونه سته چي د پښتو تصوف له مسلکي کېدو يعني له پير روښانه څخه اته مقامه (شريعت، طريقت، حقيقت، معرفت، قربت، وصلت، وحدت او سکونت) را پيل سول(٦: ١٠٧)، خو ځيني نوري طريقې بيا ځان ته خپل خپل مقامونه لري چي تقريباً ټوله سره ورته دي.

 ابن عربي [8] فناه في الله يا د خداى په وجود کي د حل کېدو يو خورا جالب تعريف په خپل يوه فرهنګ کي را اخستى دئ، چي زه يې دلته هو به هو را اخلم: (انت انا و انا انت: د عاشق پناه کېدل د معشوق په وجود کي او يا بې معشوقه د بل څېز نه ليدل او نه په خپل حالت پوهېدلو ته وايي.)(١: ٧٠-٧١). ملا د خداى(ج) په شان کي عجبه پناه دئ، هغه د خدايي ميني په درياب کي داسي لاهو دئ چي خپله مړېدنه او اوبه کېدل نا ممکنه بولي، لکه چي وايي:

دا د لمر د تندي اور دئ، د مالګينو شونډو زور دئ

تنده نه سوه يوه بلا سوه، ډوب په بحر نه اوبېږم

 (١١: ٩)

يوه خبره چي دلته يې يادونه ضرور ده هغه دا ده چي کله يو وجود د بل وجود برخه سو نو بيا خپل وجود له لاسه ورکوي لکه پورته چي مو وويل پناه کېدل يو خاص مقام دئ هلته عقل او منطق له منځه ځي هلته يوازي او يوازي جنون وي او هر شها ځان د خپلي شهۍ برخه بولي، تاسي دلته په دې بل مثال کي هم وګورئ:

تول د عقل، زور د زهد، د وهمونو هديره سي

د بېباک حُسن جلوه چي، پر بيواکو راخپره سي

يو خوا حُسن دلفريبه، بل خوا سترګي بې جلبه

ستا فطرت ربه! جنجال دى، منځ کي هسي زموږ قصه سي

 (١١: ١٣)

ملا په خپل ژوند کي درې خانان لري، يو يې د خانانو خان او د نړۍ مالک دئ، چي ملا يې په ډېري بې باکۍ خان بولي لکه په دې بيت کي چي وايي:

ځان خبر نه وو له ځانه، سترګو مينه کړه رسوا

تغافل و که غفلت و؟ خانه! دا د چا ګنا

 (١١: ٢٣)

د ملا دغه رندانه پايلوچي او له خدايه سره بې باکانه انداز د تصوف د سکونت مرحله سړي ته ور په زړه کوي، په سکونت کي هر سالک ځان د خپل مالک د ذات برخه حسوي او کله چي ځان د خالق د ذات برخه حس کړې نو خپل وجود دي له منځه ځي. کله چي دي خپل وجود نه وو او د يوه وجود برخه وې او هغه دي خپل وجود سو بيا معلومداره خبره ده چي له ځانه سره به بې باکي کوې.

منصور حلاج هم د همدغه مقام د خپلولو وروسته د اناالحق چغه وکړه(١٠: ٦٧) او داغه چغه يې د مرګ سبب سوه چي ځان ته يې د خداى خطاب وکړ مګر په شرعه کي ظاهر ته کتل کېږي نه باطن ته که څه هم چي د ده مراد په ځان کي د خداى ليدل او د سکونت د مقام خبره وه، او د وخت حاکمانو په دار کړ.

د ملا دوهم خان ، خان غني خان دئ هغه يې هم پير دئ هم يې مرشد دئ او هم يې پېشوا لکه دى چي وايي:

خان وې بابکه! حال دي څنګه؟ په څه تېرېږي؟

ما وې جانانه! ډېر په بده، لږ په ښه تېرېږي

ماښام د ژمي، تېرومه په مالګينه واوره

غرمه د دوبي مي ، په دود د تناره تېرېږي

(١١: ١٧٠)

او ځان ته د خان خطاب يې په دغه بيت کي ليدلاى سئ:

ځانله د جنون برخه

او خان عقل عالم غواړي

(١١: ١٢٨)

يا دا چي:

خان که جوړي فيلخانې کړي، د مزاج تنګي يې نه ځي

عقله هر څه زور به وکړې خو په خره کي نه ځايږې

( ١١: ٢٦)

اوس د دې درو خانانو تر منځ يو خاص تړون سته. ملا په ناحقه دې درو اشخاصو ته چي دى همېشه د خان خطاب ورته کوي په يوه سترګه نه ګوري. د ملا په ډېرو اشعارو او د ژوند په فلسفه کي د خان غني خان مريد او لاروى دئ او د ژوند ټول اړخونه يې تقريباً د هغه د ژوند په څېر بې پروا او بې باکي دي نو کله چي دوى دوه د يوې فلسفې پر اساس يو ځاى کېږي بيا بيرته دوى دواړه د لوى خان له تصوفي اړخه د وجود برخه ګرځي.

ملا ټوله ښکلاوي د خپل محبوب د ښکلاو برخه شميري او لازمه ګڼي چي ښکلا پټه وي نو ښه وي ځکه د خپلي خبري او د ښکلا د پټېېدو له پاره دليل د خلکو د تاب نه درلودل او د هر ناکس د ښکلا د وړتيا نه درلودل ښيي، چي دا خپله يوه فلسفي اصل او د رياضت د کولو يو خورا لوى بحث دئ، لکه چي وايي:

سترګو! پټ پردو کي ښه دئ، ها د حُسن مصحلت

د جلوې په يو انداز يې ، نړېدلى غر موسا

(١١: ٢٣)

ملا د لوى خان(خداى ج) پېژندنه په معرفت کي بولي او يوازي طريقت يې لاره نه بولي دلته سترګورو ته ور ښيي چي پام مو وي چي بېله معرفته طريقت زهر دئ، تر څو مو خپل محبوب پېژندلى نه وي، د هغه ښکلا او حقيقت مو درک کړى نه وي پر هغه لاره مه ځئ. لکه دى چي وايي:

بصيرت د جنون غواړي، هر قدم د ليلا کور

افلاتونه بې خبره! د ړندو د ښار باچا

(١١: ٢٣)

ملا پر يوه بله خبره هم ټينګار کوي هغه خپل محبوب ته رندانه ورتګ دئ. هغه هيڅکله خپل محبوب ته په واسطه او وسيله نه ورځي بلکي رندانه او مخامخ ور وړاندي کيږي. هغه د اوسني وخت  د مکارو زاهدانو څخه په تېښته کي دئ او له خپل محبوب سره مستقيم د وصل کېدو خبره کوي. لکه چي وايي:

د وسواس سر سام زياتيږي، د شيخانو په دمو

که ايمان د مرګه ساتى، بس يو مست هل د دُعا

 (١١: ٢٤)

ملا په يو بل ځاى کي د خداى د ښکاره وجود د پيداکولو له پاره د عقل سترګي لازمي بولي او خلګو ته وايي چي خداى ته رسېدل ډېر اسانه دئ، مګر يوازي د بصيرت سترګي ورته بويه لکه دئ چي وايي:

ستا د ميني مرموز متن، په عيان کي پټ پنهان

په حاشيو کي سرګردانه، که طالب دى که ملا

 (١١: ٢٤)

  ملا په خپله ټوله شاعري کي تر عقل ډېره خبره جنون ته ور سپاري. هغه په څو بېلابيلو ځايونو کي د عقل او جنون په جنګ کي جنون بريالى بولي. د ملا دغه خبره تر ډېره ځايه  پوري د انساني ارواپوهني سره ځکه اړيکه نيسي چي انسان هر وخت د خپل جنون له لاسه عقل پرې ايښى دئ. د دغه خبري زبات شايد تر ټولو زيات د بابا ادم او حوا انا په کيسه کي و وينو چي بابا ادم ته خداى وويل چي دغه وني ته مه ورنږدې کېږه مګر د حوا انا ميني او اسرار هغه دې ته اړ کړى چي هغه وني ته ورنږدې سي يا هم په اوسني وخت کي په سلګونو خلګ په يوه کار کي خپل مرګ په خپلو سترګو ويني مګر جنون پر سپور وي او د هغه سړي عقل ور کوره کړي. لکه ملا چي وايي:

افلاتون دوږخ ته سيخ سو، شفاعت د مجنون غواړي

تر خروار عقل او پوهه، يو مثقال د جنون ښه دئ

د تقدير او تدبير جنګ سو، ايمان دا غزله وايي:

د مستانو مېله جوړه ، د شيخانو لاس په خوله دى

 (١١: ٣٠)

ملا له خپلي ټولي ميني او خلوص سره سره متکبر پښتون دئ. هر ځاى يې وچه پښتو چي تر ډېره ځايه يې د پښتانه کور هم ور خراب کړى دئ د ده د روح په څپه څپه کي ځغلي، هغه له خداى سره هم پښتونولي کوي، د هغه په شاعرۍ کي به سل ځايه و وينئ چي پښتو يې تر جنون لا ډېره زياته ده، لکه دلته تاسي ګورئ:

ننګ د ميني جنګ د حسن، د سرو سترګو اشنايي ده

بڼو تېغ له تيکي ويوست، ګرانه اوښکه زنداني ده

ساه به ورکړم تا به ساتم، غمه! زما مور پښتنه ده

د لغړي زني يار يې، تر لحده مو ياري ده

 (١١: ٣٣)

يا دا چي:

تا وې غېږي ته را ړنګ سه، زما د غم پښتو د غاړي

ستا د ورور د بدۍ يمه، خو له موره دي شرمېږم

 (١١: ١٠)

ملا مستانه ملنګ دئ. د ريا خرقه يې نه ده په غاړه او د فقر کچکول هم نه لري. مستانه هل يې پر خوله دئ. بندي دروازې د خداى په توکل او د خپل باوري هل په زور خلاصوي. په دنيا او مافيها کي يې د هل په وړاندي د ټېنګېدو شى نه تر سترګو کيږي. د وخت پر سکندر هم هل کوي. ملا هرڅه توکل بولي او هر څه خپل خالق ته ور پرېږدي. هغه پوه دئ چي پر هره لاره يې لوى خان مل دئ. هغه د خپل لوى خان په وړاندي ټول د عقل تدبيرونه پوچ بولي لکه وايي چي:

درنوي د خط نازونه، په نيازونو باري ليکي

چي کاتب سوالګر د رنګ وي، څه به و کي خواري ليکي

اثري کتو يې کرښي، له زمين او زمان تاو کړې

سحر خاندي: عقل ګوره، سودايي سو، شماري ليکي

 او يا داچي:

دا سفر قلندري دئ، په اسره د عقل نه سي

چي هرڅو سترګي پرانېزې، لا ورکيږي لاري ليکي

 (١١: ٤٥)

ملا د خداى ميني ته د آوازونو پر سور او تال ور روان دئ. د هغه د شاعرۍ پر هره کرښه او هر اړخ به تاسي له ډنګه ډکي خوږې نغمې واورئ، د هغه ټوله شاعري له ډنګ او خونده ډکه شاعري ده، ملا د نړۍ د ډېرو متصوفيونو په څېر د موسيقي په سور او تال کي غرقي غرقاب دئ او ډېر ځاى يې په شاعرۍ کي دغه رنګ خورا په خوند تر سترګو کيږي، لکه دى چي وايي:

د هستۍ خيالي رباب دئ، د نيستۍ شهباز پر ناڅي

د لالا اعجازي ترنګ دى، الالله يې معجزې دي

 (١١: ١٠١)

ملا د خپل حقيقي محبوب د وصال په لاره کي د هر ډول وسواس څخه د ځان ساتني له پاره يوازي د خپل محبوب مرسته او پر هغه توکل د حل لاره بولي، لکه دى چي وايي:

د لالا د فوج حمله ده، د اِلْه د غره پېچومي

الالله را ننګومه، يو لار ورکى پردېسي يم

ستړې لاره لنډومه

 (١١: ١١٦)

ملا له دې مادي ژونده او د اسبابو له دنيا په تېښته کي دئ هغه د لرغونو صوفيانو پر قدمو قدم ږدي او له دنيا ليري تښتي، هغه خپله دغه ادعا په دې شعر کي داسي بيانوي:

نې کومه، څې کومه- دنيا د زړه حرم غواړي

رنګ بيايي او ډنګ بيايي- ښادي اخلي او غم غواړي

وينه د انسان غواړي – او مينه د جانان غواړي

ننګ وژني او جنګ غواړي – کعبه سوځي صنم غواړي

او په اخير کي:

واوره د فقير دعا: – امان! امان! امان! امان!

 (١١: ١٢٧-١٢٨)

ملا خپل حقيقي محبوب ته رسېدل په پنځه وخت ټېټېدلو او جګېدلو کي نه بولي، هغه ته له خداي فقر ښه نه ښکاري بلکي په هر څه کي د خلوص، ميني او حضور خبره لازمي او حتمي بولي لکه چي وايي:

رب خو مينه دئ احساس دئ

په اسرو کله خپليږي

لمونځ حضور دئ او اخلاص دئ

په درو کله زده کيږي

ثواب لڅ سو ګناه پټه

د ايمان کډي باريږي

په زور کلي نه جوړېږي د آدم خټه وحشي ده

ملا سد دي پښو ته تللى ستا د سر له پاسه تن دئ

 (١١: ١٣٠)

ملا تصوف يوازي د دارالبقا لپاره لازمي کړى نه دى بلکي هغه د خپلي ملنګي شپېلۍ څخه د دې دنيا د ژوند پر سور او تال هم برابر روان دئ هغه د انسان او انسانيت په فلسفه کي تر بل هر صوفي وړاندي دئ، لکه چي وايي د هر مخلوق سره مينه د هغه له خالق سره مينه ده. په دغه فلسفه کي هم ملا تر بل هر چا وړاندي دئ لکه دى چي وايي:

ستا د پلار مينځه خو نه ده

دا دي خور ده دا دي مور ده

ستا د مور غلام خو نه دئ

دا دي پلار دئ دا دي ورور دئ

لږ په مينه يې سامبال کړه

لږ د خداى د نظر خيال کړه

اقتدار يو امانت دى، زمانه ازمايښتي ده

پښتنو! زخمي يې مه کړئ، هزاره خو هم بدن دى

 (١١: ١٣١)

د نړۍ صوفيزم چي مطالعه کو تر ډېره ځايه پوري خداى ته پناه ور وړل د زمانې د مستبيدينو څخه د تېښتي په پايله کي تر سره سوي دي ملا د اوسنۍ ماشيني بې احساسه زمانې څخه ډېر ستړى دى، لکه دى چي وايي:

دا د ورکو مغزو ښار دئ

د ماشين حکمراني ده

دا د لڅو سپرو کلى

د دله ملک خاني ده

دلته هر ترازو مات دئ

دلته هر وزن بې وزنه

دلته هر دکان قانون دئ

دله هر سر خپل سري ده

دلته هر بدن ستومانه

دلته هر ضمير پرېشانه

دلته هره رشته پرې ده

د آسرو سره خپلوي ده

دلته هر ذهن اسير دئ

دلته هر هنر تحقير دئ

دلته هر ايمان يتيم دئ

لوى کمال لويه ټګي ده

دلته هر ظلم جايز دئ

دلته هر جرم روا دئ

يوه مينه لو ګناه ده

يو وفا لويه بدي ده

 (١١: ١٣٢-١٣٣)

انسان د خپل فکري لوري او هدف د ماتېدو په صورت کي همېشه د خپل معبود پر لور ور ماتيږي، د ملا د شاعرۍ په ځينو بابونو کي داسي نخښي زموږ تر سترګو کېږي چي د افغانستان د سياست د يوې غټي څپې د ماتې له امله مات سوى او دې ماتي صوفي او د خداى پر لور ور مات کړى دئ. د هغه په پخوانيو ډيرو اشعارو کي د خلق ديموکراتيک ګوند د شعارونو څرکونه تر سترګو کيږي د هغه په شعرونو کي په لومړي سر کي د کور، کالي او ډوډۍ رنګ څرګند دئ مګر کله چي دغه مبارزه د ناکامۍ سره مخ سوې ده نو ملا هم له دې خلګو او له دې فکره ليري تللى او د خداى پر لور ور مات سوى دئ. د هغه د دا ډول شعرونو يوه نمونه داسي ده:

کله چي د خان د اسارت او غلامۍ کړۍ

دا د استعمار په موږي پوري، د نيستۍ کړۍ

و شليږي د قام په زور، د خلګو د قيام په زور

هلته به زما خوار اولس

د درد په پېټي بار اولس

دا په سر د دار اولس

د ژوند خندا ته و خاندي

(١١: ١٦٩)

مخکي مو هم پر دې ټکي بحث وکړئ چي ملا همېشه له مادياتو په تېښته کي دئ، مګر په ځينو ځايو کي خو بېخي دنيا د شر او افت اساس بولي، ګر چه په اسلامي تصوف کي همېشه صوفيانو کوښښ کاوه چي د دنيا دار او مدار په زور خپله لاره و باسي، عبدالرحمْن بابا  چي يو ټولنيز شاعر دئ او په کلام کي يې څه ناڅه د غيري مسلکي تصوف نخښي ښکاري په خپل يوه مشهوره شعر کي وايي:

ښه ده ښه ده دا دنيا

چي توښه ده د عقبا

په دنيا کي بدي نسته

که بدي نه وي له تا

(٢: ٥)

او اسلام هم انسانان له رهبانيته څخه راګرځوي مګر د اوسنۍ زمانې د ناخوالو تر ډېره ځايه پوري اساسي ټکى همدا پيسې او سرمايه ده، مګر ملا له وختو او صدو راهيسي د انساني نړۍ د سر دردى او ماتم غوټه همدا پيسې او د دنيا سرمايه بولي، په خپله يوه څلوريځه کي داسي وايي:

د پېړۍ رنځور وجود کي، د ناسور هسي دانه ده

هم طاقت دئ، هم ثروت دئ، هم ښامار هم خزانه ده

هيڅ آدم، آدمخور نه دئ، سرمايه ده شر مايه ده

ربه نوم يې لا ايره کړې، که ښامار که خزانه ده

(١١:١٧٩)

د تصوف په اړه د اسلام، مسلمان، عيسوي او نور اديانو ليکي او سرحدونه  غوټه کيږي مګر ماته د نړۍ ټول تصوف يو ډول دئ، زه په دې باور يم هر هغه څوک چي په هره طريقه او هر ډول د کائيناتو له بادر او د هغه له مخلوق سره په ښکاره او يا هم په پټه منظمه مينه کوي او خپله لاره ورته لري هغه صوفي دئ.  د باطن او ظاهر تر منځ د پولو ټاکلو له پاره  د خداى تر ذاته ور رسېدل مهم دي چي چاته ښکاره سي چي څوک پر حقه دئ او څوک پر ناحقه، مګر د نړۍ مالک يو خداى(ج) دئ او له هغه(ج) سره مينه د نړۍ د تر ټولو زياتو خلګو عقيده او باور دئ، نو په دې اساس تصوف په ټوله نړۍ کي يو تصوف دئ خو صرف لاري او طريقې يې فرق لري.

بله خبره د ملا د صوفيتوب او نه صوفيتوب ده. هر انسان په خپل ژوند کي له ماتو وروسته د خپل روحي سکون له پاره خپل مالک ته رجوع کوي او اکثره خلګ لکه ملا بختور دي او خپل مالک پيدا کوي او ځيني خلګ په نيمه لاره کي مايوسه کېږي او د خرافاتو پر لاره ځي. د ملا د ژوند او هنر له مطالعې څخه سړى پوهېږي چي ملا له خورا سختو لارو تېر سوى تر څو د حقيقي جانان تر کوره يې لاره پيدا کړې ده او دا پر ملا د جانان ډېره ستره پيرزوينه ده، د ملا د سرګردانو شپو د يوه شعر نمونه داسي ده:

زه اوس ځان باندي پوه نه يم

چي و څه لره پيدا يم؟

زما له ژونده څه مقصد دى؟

ناخبر له دې معنا يم:

ما نه وخت د دنيا تېر دئ

که پخوا له دې دنيا يم؟

(١١: ١٨٢)

پايله:

په اخير کي خپله دا مقاله پر دې ټکو راټولم لومړى دا چي د ملا ټول ژوند او فلسفه پر حسن او مينه را څرخي، خو زه په دې فکر کي يم چي مينه له حسنه را ولاړېږي که حسن نه وي نو مينه نسته، نو ملا هر ځاى په هر څه کي په حسن پسي ګرځي او د ملا دغه حسن طلبي او د حسن پسي ګرځېدلو هغه مئين کړى دئ او سر سخت مئين يې ځني جوړ کړى دئ.

دوهمه دا چي دا ښکاره خبره ده چي ملا مسلکي صوفي نه دئ بلکي حالت او وخت د هغه په شاعري صوفيزم(د خداى او د هغه د مخلوق) مينه ورګډه کړې ده، يو شى چي زما په خپل فکر د پښتو په تصوفي شاعري کي ډېر څرګندېږي هغه دا دئ چي د پښتنو شاعرانو په شاعري کي تر ډېره ځايه پوري صوفيزم غير مسلکي او اماتور ننوتلى دئ، ملا هم يو له دغو صوفيانو څخه دئ چي حالاتو له زړه صوفي کړى دئ نه مسلک.

په دې مطمين يم چي ملا به خپله د دې ډېر خلاف وي چي زې صوفيزم ته کشوم او په شعر کي يې صوفيزم پلټم مګر د ادبياتو د علم له مخي هنر له پنځېدو وروسته د هنرمن نه دئ. د هغو دئ چي په دې هنر کي خپل ځاى پلټي. ما د ملا په شاعرۍ کي د صوفيزوم څرکونه د خپلو موازينو پر اساس پيداکړه مګر د هغه مشهوري عربي معقولې پر اساس چي معنْى شعر فى البطنى شاعر، ملا به خپلو شعرونو ته خپله مانا او خپل ليد لورى لري، مګر دا د ملا د شاعرۍ په اړه زما نظر وو.

ماخذونه:

  1. اسحْق زى، پوهنيار اورنګزېب. ١٣٩٤. عرفان او ادب. ننګرهار. مومند خپرندويه ټولنه.
  2. بابا، عبدالرحمن. ١٣٥٦. د رحمان بابا دېوان. کابل. پښتو ټولنه.
  3. بېنوا، عبدالروف. ١٣٨٨. اوسني ليکوال. کندهار-علامه رشاد خپرندويه ټولنه.
  4. بېنوا، عبدالروف. ١٣٩٣. د بېنوا شعري کليات. کندهار- علامه رشاد خپرندويه ټولنه.
  5. خان، غني خان. ٢٠١٧ ع. لټون. پېښور- يونيورسټي بوک ايجنسي.
  6. خويشکى، ارزاني. ٢٠٠٥ع. د ارزاني خويشکي دېوان. پېښور- پېښور يونيورسټي.
  7. رشاد، پوهاند اکاډمېسن عبدالشکور. ١٣٨٤. بېنوا يادونه. کندهار- علامه رشاد اکاډيمي.
  8. ښکلى، اجمل. ١٣٩٤. تصوف او ادب. ننګرهار- مومند خپرندويه ټولنه.
  9. لايق، سليمان. ١٣٦٣. ساحل. کابل- د قومونو او قبايلو وزارت.
  10. نظري، پوهنمل محمود. ١٣٩٧. تصوف. کابل. دانش خپرندويه ټولنه.
  11. هادي، ملا. ٢٠١٥. د وخت ضرب. کوټه- ځلاند صحاف خپرندويه ټولنه.
  12. هوتک، محمد. ١٣٣٩. پټه خزانه. کابل- د پوهني وزارت.

[1]: هادي ملا (عبدالهادي عطايي): د ملا عطا محمد اخوند (چې په حاجي اخوند مشهور وو) زوی دئ، د کندهار ښار په لومړۍ ناحيه کي خرقې شريفي ته نږدې په خپله پلرنۍ مېنه کي زېږېدلی دئ. کورنۍ يې د پوهني او فضل برخه درلوده او پلار يې د خپل وخت پوه سړی وو چي له خطي کتابونو سره يې مينه درلوده. عبدالهادي عطايي د کابل پوهنتون د ادبياتو له پوهنځي فارغ او د پښتو ژبي په معاصرو شاعرانو کې د ډېري ښې سويې يو نازکخيال شاعر دئ.(ويکپيډيا)

دى د افغانستان د نامي موريخ محمد ابراهيم عطايي ورور دئ چي هغه په ١٣٠٩ هـ ش کال د کندهار په ښار کي زېږېدلى دئ. زيات شمېر اثار يې ليکلي، د طلوع افغان اخبار مسول مدير پاته سوى، د کندهار د مطبوعاتو مرستيال او بيا د هلمند د نشراتي موسسې آمر وو.(٣: ٨٣٩).

[2] : پوهاند سيد بهاو الدين مجروح: د سید شمس الدین مجروح زوی دئ. چي په (۱۳۰۶) ش کال د کونړ ولایت په شين کوړک کلي کي زېږېدلى دئ، لوړي زده کړي يې په فرانسه هيواد کي کړي وي او په کابل پوهنتو ادبياتو پوهنځى کي د فلسفې استاد وو. په ١٣٦٦ ښ کال په پېښور کي په شهادت و رسيدئ د هغه ځانځاني ښامار فلسفي اثر نړۍوال شهرت لري.

[3] : ښاغلي هادي پر خپل يوه شعر باندي تر درې نيم زره افغانيو زياته حق الزحمه اخستې وه. خپله دى يې د وخت ضرب کتاب د پيل په خبرو کي په اړه ږغېږي او په دغه وخت کي د لوړو ريسانو معاش دوه دونيم زره وو.(١١: د)

[4] : عبدالرحمن بابا: عبدالروحمن بابا په قوم مهمند وو او په پېښور کي يې ژوند کوئ. پلار يې عبدالستار نوميدئ او په بهادر کلي کي دېره وو. عبدالرحمن بابا په ١٠٤٢ هـ کال کي پيدا سوى دئ. په ١١١٨ هـ کال وفا سوى دئ.(١٢: ٩٤) دى د پښتو ژبي مشهورترينه شاعر دئ چي نږدې ټول پښتانه يې له نامه سره اشنا دي.

[5] : خان غني خان: د خان عبدالغفار خان زوى دئ. په ١٩١٤ ع کال د دسمبر په مياشت کي د اشنغر په اتمانزو کي زېږيدلى دئ. په زرګونه اشعار يې ويلي که څه هم چي د ملي قايد خان عبدالغفار خان زوى وو مګر يو ملنګ سړى وو. د ژوند سختو سخت ربړولى او شعري لار يې له ټولو پښتنو شاعرانو څخه بېله ده په فلسفي ليوني مشهوره دئ. دى په ١٩٩٤ ع کال د مارچ پر پنځلسمه وفات سوى دئ.(٣: ٨٧٧- ٩١٦)

[6] :عبدالروف بېنوا:  وسيع النظره نشنلسټ، پر ملي وحدت مئين، ارواښاد استاد عبدالروف بېنوا، د جدي پر ٢١ د ١٣٦٣ هـ ش کال د امريکا د نيوجرسي په روزهيل کي وفات او هم هلته دفن سو.(٧: ١)

[7] : سليمان لايق:  ښاغلى غلام مجدد مشهور په سليمان لايق د پښتو او دري ژبو په اوسنيو ليکوالو او شاعرانو کي خورا پوخ ليکوال او حساس شاعر دئ. ښاغلي لايق د ١٣٠٩ هـ ش کال د مېزان پر ٢٢ د کټواز په (ښرنه) کي زېږدلى دئ، پخپله په خټه علي خېل سليمانخېل خو مور يې خروټې ده. پلار يې خليفه عبدالغني روحاني سړى او د خپل ټبر مشر وو. (٣: ٩٨٢)

[8] : ابوبکر محمد بن علي بن احمد الاندلسي: چي په ابن عربي سره هم مشهور دئ، د روژې د مياشتي په ۱۷مه نيټه کال  ۵۵۸ هـ د اندلس (ننني سپېن) په مشهور ښار مرسيه کي په يوه علمي او سياسي کورنۍ کي وزېږېد او په کال ۶۳۸هـ (۱۲۴۰م) کي په د مشق کي مړ سو او د قاسیون نومي غره په لمن کي دفن سوی دئ . دده پلار علي بن احمد د خپلي سیمي قاضي او له لویو فقهاو او علماو ځینې شمیرل کیږي ، نیکه یي هم په اندلس کي قاضي تېر سوی دئ، هغه مهال اندلس د علم او تمدن مرکز وو، ابن عربي په ډېر کشر عمر کي قرآن کریم ولوست، نوري ديني زده کړي يې تر لاسه کړي او د تصوف پر لار روان سو ، هغه ليکي چي ډېر کشر عمر کي ورته ځيني مکاشفې شوي وې.(عزت الله کوټوال: کابل ويب سايټ)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب