شنبه, اپریل 27, 2024
Homeټولنیزپر ټولنیز ژوند د ټولنیزو رسنیو اغېز| میرویس باور

پر ټولنیز ژوند د ټولنیزو رسنیو اغېز| میرویس باور

کله چې موبایل خلاص کړو، بې پامه فسبوک ته ننوځو، کله مو چې د فیسبوک پاڼه خلاصه کړه، د مېسجونو، غوښتنلیکونو او نوټیفیکیشنونو پر سر کوړه کوړه نمبرې ولاړې وي، تشویشونه مو په سر اخلي او ژر ژر یې ګورو. ایا تر اوسه مو پر دې فکر کړی، ولې بې له دې چې فکر وکړو، چې کوم اپلیکېشن ته باید دننه شو، بې پامه د فیسبوک پر اپلیکېشن ګوته ږدو؟ او ولي بې پامه فیسبوک ته ورننوځو؟ او همداراز زموږ پر ټولنیز ژوند یې څه اغېز کړی؟ په دې مقاله کې دې او داسې نورو پوښتنو ته ځوابونه ویل شوي دی.

موږ ټول د ټولنیزو رسنیو هر ډول بریدونو ته جوړ یو. کله چې په فېسبوک کې پوسټ وکړو، فکرونو کې راګیر شو، چې د نورو به خوښ شي او که نه. په دې وخت کې مو د فکر تخریبېدل پیلېږي. زیاتره خلک د خوشالۍ د وخت عکسونه او ویډیو ګانې وروسته له هغه فسبوک ته ورکوي، چې ښه یې سینګار کړي. دا عکسونه او ویډیوګانې، چې نور خلک ګورې ځان ورته بې ارزښته ښکاري؛ ځکه دوی دومره له ژونده خوښ نه وي، لکه د مجازي نړۍ فېسبوکیان. د دوی په لیدو نور خلک په تکلید شروع کوي. تکلید د پرمختګ مخه نیسي او پر واقعي څېرو پردې خپروي او همداسې نور ډېر زیانونه لري.

موږ پر دې پوهیږو چې له ټولنیزو رسنیو سره تر کومه تړلي یو؛ خو پر دې نه پوهیږو، چې نوموړې رسنۍ یو ډول کیمیاوي ډوپامین خپروي. ډوپامین هغه کیمیاوي نشه ده، چې موږ يې د نشيي توکو په څکولو کې احساسو؛ خو ټولنیزې رسنۍ بیا له نشیي توکو زیاته نشه لري او په لوړه سویه مو روږدوي او همداراز د ټولنیزو رسنیو او مبایلونو په واسطه ټول نسل روږدی کېږي، موږ ځکه؛ د مبایل د دومرو زیاتو اپلیکېشنونو په منځ کې بې پامه پر فېسبوک ګوته ږدو، چې پر فېسبوک روږدي شوي یو.

کله چې څوک پوسټ ته لایک او کمینټ ورکوي، فیسبوک پرې پوهیږي. سمدستي راته وايي، اه پلانکي کمینټ او لایک درکړی. فسبوک پر دې هم پوهیږي، چې کولی شم په همدې وخت کې یې راګیر کړم. ځکه موږ دې ته ډېر اهمیت ورکوو، چې د نورو په اینه کې ځان وګورو. په هغه وخت کې مو په سټ کې وایروس را پیچکاري کوي، چې د نورو کمینټونه او لایکونه خوند راکړي. ځکه؛ نور د نویو پوسټونو لپاره، شپه او ورځ سرګردانه تېروو. د کورنۍ غړي له یو بل سره یا ملګري خپلو کې سره ناست وي، د دې پر ځای چې له یو بل سره مجلس وکړي؛ هر یو ځانته-ځانته په ټولنیزو رسنیو کې لګیا وي. د دې پر ځای چې ټولنیزې رسنۍ مو ټولنیز کړي له ټولنې څخه یې لرې کړي یو.

په پای کې ویلی شو، هغه خلک چې ټولنیزې رسنۍ زیاتې کاروي، ډېر خوابدی او تنګ ژوند لري د هغو په نسبت چې ټولنیزې رسنۍ نه کاروي؛ ځکه، چې ټولنیزې رسنۍ اړیکې له منځه وړي، وخت او پیسې بې ځایه مصرفوي او ژوند مو خرابوي او همداراز له هغه ټولنیز ژونده مو محروموي، چې د ژوند هر ډول خوښۍ او نیکمرغۍ پکې نغښتې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب