یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبکره کتنهد کاروان د شعر زر زري وزرې/ جاوېد اوربل

د کاروان د شعر زر زري وزرې/ جاوېد اوربل

پیر محمد کاروان د خپلې سوچه، مترنمې او روانې شعري ژبې په درلودو په پښتو ژبه کې د استاد شاعر په حیث مشهور دی. د ده په شعرونو کې د وطن مور غم دومره زیات دی چې دا ځل یې زر زري وزرې ټولې په چیغو، ساندو او دعاوو لمبېدلي دي ځکه نو ویلی شو چې د کاروان صیب وروستۍ چاپ شعري ټولګه د مور وطن زر زري ساندي دي. د دې ټولګې د نظم ډیره فیصدي تقریبا سلو ته نژدې یې د وطن او خلکو غم ته ځانګړې شوې ده.

له خوږ ګوتې نیولی اژدها زما وطن

روان دی نا معلومې خواته بیا زما وطن

آخ لیندۍ د سریندې په وینو سره ده

سانده زړونه غوڅوي اره اره ده

د شپونکي په سر یې بم دی غورځولی

شپیلۍ چوپه، په ویر تکه شنه دره ده

د شاعر په اړه ویل شوي چې پر ځمکه ولاړ دی نو د ځمکې د شیانو پر موجودیت باندې باید شهادت ورکړي که چیرې خپل زمان او مکان ته ونه ګوري نو د تاریخ سره یو ډول جفا کوي. کاروان صیب یو له هغو شاعرانو څخه دی چې د خپل زمان او مکان خبرې ډیرې کوي. مخته مو د وطن ماتیدونکو حالاتو ته په پام څو بیتونه راوړل اوس دې برخې ته ګورو چې مور وطن دې حالت ته چا رارسولې ده؟ دا د غربت په خاوړو دوړو ککړ خلک چا تورو خاورو ته درولي دي او د غمونو په سیلیو یې ځپي؟ ځواب یې کاروان صیب وايي: زموږ پاچا، زموږ په ظاهره دوست او ګاونډي هیوادونه، او ځانمرګي دي چې قیامت یې دلته روان کړی دی.

لاس تڼاکې د غربت په خاورو خړ دي

د پاچا د شنې چپنې غوندې نه دي

آن له پنجاب نه به کابل ته و باروت را روان

په پیښور کې به نرګس د ننګرهار خرڅیدل

ته یې ګل په پښو کې ږدې وایي اغزی دی

داسې وکړه چې د خپل پټکي ریدی شه

چې وژلې امریکې دي یا ځانمرګو

شهیدانې د افغان زما غزلې

شاید شاعر د وطن دا حالات داسې پیچلي ګوري چې د بدلون له پاره یې بله اسانه چاره سترګو ته نه دریږي نو د هغه متل غوندې چې وايي: د خوار ده یا ښیرا ده یا ژړا، کاروان صیب څو د زړه له درده ښیراوې دې سپین سترګې دښمن ته کوي:

قهار دې لولپه کړه د دې خپل وطن په اور کې

په بده ورځ خو واړولو تا زما وطن

زما د وطن کلي کورګي په اور کې سوځي

لاهو یې کړې الهي لوی ښارونه په اوبو کې

یو شاعر وايي: که په وینو ګلان شنه کیدای نو کربلا به اوس ګل و ګلزار وای. کاروان صیب هم د جنګ د لارې د وطن آبادي نه غواړي ځکه نو دعا ته بار بار لاسونه لپه کوي، په دې کتاب کې ډیر شعرونه چې سړی لولي نو لاسونه یې بې ارادي ورسره دعا ته پورته شي:

تم په کې لښکر چې د غاټولو د ریدیو شي

دا خزان وطن دې بیا پاچا د پسرلیو شي

یه وطنه یه د ټولو خوږې مورې

سیاله اوسې د عرب او د عجم

امن دې راشي امن ډیر خوږ دی

له ترخه جنګه بلا ستړی یمه

د شعر د ارزیابۍ په اړه ویل شوي چې د ښه شعر یوه ځانګړنه دا ده چې پر شاعرانه منطق ولاړ وي. د کاروان صیب په زر زري وزرو کې داسې ښایسته بیتونه لیدل کیږي لکه تر شپې دمخه چې په اسمان کې یو شمیر ځلیدونکي ستوري اخوا دیخوا ځلیږي:

چې مې څښلي ستا په لپه کې اوبه دي

په سندرو کې مې ژبه نه بندیږي

ستا خولګۍ په ښکلوم تر اوبو وړاندې

په کې خوند د روژه ماتې د خرما دی

نن به ستا وي د منګي اوبه مالګینې

ما مینځلې په ګودر وې سهار سترګې

شعر د ژوند په اړه یو ډول برداشت دی چې د انسان ټول معنویات د هغه په جوړولو کې کاریږي. دا چې د افغان ژوند ډیر په دربدریو کې دی نو د ټولنې د یوه وګړي په حیث دا دردونه او غمونه شاعر ډیر حسوي او د شاعرۍ برخه یې ګرځي. خو ریالېست کره کتونکي ممکن شاعر نقد کړي چې ژوند خو یوازې دردونه، ساندې او د تراژیدیو ټولګه نه ده. کیدای شي کاروان صیب د خپلې شاعرۍ په اړه د کره کتونکو داسې خبرې اوریدلي وي چې په کنایه داسې وايي:

خلک وايي چې نغمې دې په سلګو دي

له چناره را پریوتی یې ژوندی یې

دا لیکنه چې څوک لولي زه هغو ته وایم چې (زر زري وزرې) شعري ټولګه ولولي او د کاروان صیب د خوږې او رواني شعري ژبې د رنګ او خوند نه کیف واخلي. دا خبره کاروان صیب د شعر خوښوونکو سربیره هغو ته هم کوي چې د دې دنیا د خوندونو څخه مرور دي.

د واسکټ جیب کې دیوان د کاروان کیږده

ځانمرګیه واخله لاس له انتحاره

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب