جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبژبه او لیکدودپوهاند که پوهانده؟ / اسدالله غضنفر

پوهاند که پوهانده؟ / اسدالله غضنفر

پوهاند ډاکتر درخانۍ، پوهانده ډاکتره درخانۍ، پوهانده ډاکتر درخانۍ او که پوهاند ډاکتره درخانۍ؟ په دغو بڼو کې کومه سمه وبولو او د معیار درجه ورکړو؟

د دې پوښتنې د ځواب لپاره پکار ده په پاسني عبارت کې د ( درخانۍ) د علمي لقب او رتبې( پوهاند ډاکتر) ګرامري نقش او مقام معلوم کړو.

په معنوي لحاظ خو د ډاکتر، انجنیر، ډګروال یا ساتنمن په څېر علمي او اداري رتبې او القاب د صفتونو نقش لري. صفتونه( ستاینومونه) د اسم حالت بیانوي او بل خصوصیت یې دا دی چې شتون یې په موصوف ( اسم) پورې غوټه وي، یعنې خپل مستقل وجود نه لري. کله چې ( دنګ غرونه) وایو، د غره دنګوالی د هغه له شتونه پرته نشته. دغه رتبې هم مستقل وجود نه لري او یوازې د یو شمېر کسانو یو حالت توضیح کوي.

خو تر بحث لاندې رتبې د فورم او شکل په لحاظ صفت نه شو بللای. ځکه د اسمي صفت ( چې نن سبا ورته ځینې نږدې ستاینوم وایي او زما په خیال دا پخوانی نوم یې د معنا په لحاظ دقیق دی.) او موصوف د ویلو په وخت خج په صفت راځي. موږ چې ( سپینه کوتره) وایو، د ویلو په وخت یې په سپینه فشار اچوو، مګر د ( ډاکتر داوود ) د ویلو په وخت په ( ډاکتر ) باندې فشار نه اچوو.

د صفتونو او تر بحث لاندې درجو یو بل فرق دا دی چې صفتونه هم د خاص اسم لپاره وي او هم د عام اسم لپاره. په ( عاقل انسان) کې ( عاقل) د عام اسم صفت دی خو په ( ښکلي کندهار ) کې د ښکلي صفت د یوه خاص اسم حالت بیانوي. دغه علمي او اداري رتبې او درجې چې په دې لیکنه کې ورباندې خبرې کوو،عام اسم ته نه راځي، له خاصو اسمونو سره غوټه وي. موږ داسې نه وایو چې ( ډګروال انسان) خو ( ډګروال اسلم ) وایو.

تر دې ځایه دې نتیجې ته رسېږو چې علمي، اداري او رسمي رتبې صفت ته ورته دي خو صفتونه نه دي او په همدې وجه ضرور نه ده چې د پښتو ګرامر هغه قاعدې ورباندې تطبیق شي چې په جملو او عبارتونو کې یې د صفت د استعمال لپاره لازمې ګڼو.

په ګرامر کې یو بل شی لرو چې ( بدل ) ورته وایو. ( بدل) د اسم غوندې له اسم سره غوټه وي خو فرق یې دا دی چې بدل د اسم د څښتن یو حالت نه بیانوي بلکې پخپله د هماغه اسم بلې بڼې ته چې ممکن د اسم د معرفي لپاره پکار راشي، بدل وایو. کله چې وایو( زرغونه سپینه ده.) د زرغونې یو خصوصیت ښیو، خو کله چې وایو( د بدرۍ لور، زرغونه مې ولیده.) منظور مو دا وي چې که څوک زرغونه په خپل نوم ونه پیژني نو د مور د نوم په اخیستلو سره خو به یې وپیژني.

له بلې خوا د بدل او ورسره اسم د ویلو لپاره هاغسې فشار ته اړتیا نشته چې د وصفي ترکیبونو د ویلو په وخت یې په صفت باندې اچوو. له دې درکه ( د بدرۍ مور، زرغونه مې ولیده.) او ( ډاکتر داوود مې ولید.) څه نا څه سره ورته دي.

البته، څرنګه چې د بدل او هغه بل اسم (بدل منه)تر منځ چې بدل یې د توضیح لپاره راځي، خامخا درېږو نو ډېر ځله یې په منځ کې کامه راولو، مګر د ( ډاکتر داوود) د ویلو په وخت نه درېږو او په هیڅ وجه کامه نه ږدو.

په معنوي لحاظ د ( بدل) او تر بحث لاندې درجو توپیر ډېر څرګند دی. د ( بدل ) او ( بدل منه) په پاسني مثال کې ( د بدرۍ مور او زرغونه د یو بل معادل دي مګر ( پوهاند ډاکتر) د ( درخانۍ ) د اسم معادل نه دی.

له خاصو اسمونو سره غوټه علمي او اداري رتبې په وصفي او بدلي عبارتونو سربېره له اسمي ترکیبونو ته هم ورته والی لري. ( انار ګله) یو اسمی ترکیب او د ښځو لپاره یو نوم دی. دلته یوازې د ترکیب دویم جز په مونثه بڼه راغلی دی. په مرکبو اسمونو کې دا قاعده عامه ده. په ( سپین سترګې ) کې یوازې د دویم جز په مونث کولو بسنه شوې ده، حال دا چې د ( توره نجلۍ ) په وصفي ترکیب کې د ترکیب دواړه غاړې مونثې دي.

څرنګه چې ( پوهاند ډاکتر درخانۍ) وصفي ترکیب نه دی، نو د وصفي ترکیبونو په پیروۍ د صفت او موصوف مطابقت پکې ضرور نه دی او کېدای شي چې د اسمي ترکیبونو په پیروۍ یوازې د ترکیب د وروستۍ برخې په مونث والي یې بسنه وکړو.

البته، که یې نوم نه اخلو او یوازې یې په علمي رتبې یادوو، بیا باید، مثلا، ووایو: پوهانده راغله! لکه ( انارګله ) چې بې ( ګله) یادوو، ( اناره ) یې بولو.

نن سبا وګړي تخلصونه لري او له ګڼو تخلصونو دا نه ښکاري چې څښتن یې نارینه دی که ښځه ده. مثلا که یوه پوهاند ډاکتره ، قاسمي تخلص ولري او مونږ ولیکو چې ( پوهاند ډاکتر قاسمي وویل) ، لوستونکی ممکن پوه نه شي چې دا مېرمن ده ، که ښاغلی. د دې مشکل د حل لپاره بهتره ده چې د علمي لقب وروستی جز مونث ادا کړو او ولیکو چې : پوهاند ډاکترې قاسمي وویل. خو که د مېرمن قاسمي نوم ( رڼا) وي، بیا ضرور نه ده چې په ذکر شوي مثال کې یې ( ډاکتره ) وبولو. بیا به لیکو چې: پوهاند ډاکتر رڼا قاسمي وویل.

مونږ دا قاعده یوازې د کار د اسانۍ په خاطر نه جوړوو بلکې د پښتو د مرکبو اسمونو د قواعدو په پیروي یې مطرح کوو.

موږ ( مېرمنه ګلالۍ ) نه وایو بلکې ( میرمن ګلالۍ ) وایو، خو دا بهتره ګڼو چې ووایو: دې مېرمنې وویل. د رسمي او علمي القابو لپاره هم دې قاعدې ته پام کولای او لیکلای شو چې : دې ډاکترې وویل.

د ښځو تر نوم دمخه د ( مېرمن ) کلمه د احترام یو غیررسمي لقب دی چې په معنوي لحاظ علمي، رسمي او اداري درجو ته ورته دی او ګرامري نقش یې سره توپیر نه لري.

د شوي بحث په رڼا کې زه په دې نظر یم چې که یوه ډاکتره د خپل کتنځي لپاره لوحه جوړوي، داسې دې نه لیکي چې : دوکتوره زرغونه احمدي یا دوکتورس زرغونه احمدي. بهتره ده ولیکي: دوکتور زرغونه احمدي.

انجنیر، ډګروال یا روغتیاپال رسمي لقبونه دي. موږ په غیر رسمي ژبه کې هم ګڼ لقبونه لرو چې اکثره یې د نارینه وو لپاره دي: ملا، مولوي، میا، سید، خان،حاجي، بابا، سردار …. په دغو لقبونو کې ځينې مونث معادل لري. مثلا سیده او حاجیاڼۍ وایو خو څرنګه چې ښځې ملایانې نشته او د میا صاحب لور ته د میا لقب نه استعمالوو، نو بحث ورباندې نه کوو. البته، د ( صاحب) د لقب لپاره ( صاحبه ) لرو. د غیررسمي لقبونو راټولول او په هغو باندې له مختلفو ژبنیو اړخونو خبرې کول، د پښتو ژبې او ګرامر یو بل ناسپړلی باب دی. ( حاجي احمد) د یو مرکب اسم غوندې تلفظ کوو خو ( احمد حاجي) د یوه وصفي ترکیب په څير وایو. هغه ( ولی خان) چې فشار پکې په لومړۍ کلمې اچوو، له هغه ولي خانه په معنوي لحاظ څه توپیر لري چې فشار یې په دویمې کلمې لوېږي؟ مونږ ولې ځينې القاب د اسم په اخر کې راوړو ( لکه: رحمان بابا) او ځينې د اسم په سر کې ( لکه: سردار ولي) ، د دې شي اصلي وجه څه ده؟ هغه اسمونه چې تر یوه زیات لقبونه لري ( لکه: امیرعبدالرحمن خان)، خج یې باید په کومه کلمه وي؟ او د مکث قواعد مو باید څنګه وي؟ دا او داسې نورې پوښتنې د ځوانو او تکړه څېړونکو د ځواب انتظار باسي.

1 COMMENT

  1. سلامونه
    غضنفر صاحب
    ډیری لیکوالان او ژباړن د ګ یا گ په لیکلو کې سره واحد نظر نه لري او په کارونه کې یې هم مشترک نظر نه لري
    نو ستاسو نظر ته اړتیا ده چې په دې اړه لیکوالانو او ژباړنو ته مناسبه لارښوونه وشي
    په درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب