پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبلنډه کیسهوزر لرونکی بوډا | لیکوال: گبرېل گارسیا مارکیز

وزر لرونکی بوډا | لیکوال: گبرېل گارسیا مارکیز

سبک: جادويي ریالېزم

ژباړه: حبیب الله میرخېل

د باران په درېیمه ورځ یې دومره چونگښې وژلي وې چې «پلایو» مجبور و په لانده انگړ کې د لارې ایستلو لپاره، ټولې سیند ته واچوي؛ ځکه چې ماشوم یې ټوله شپه تبه لرله او دوی فکر کاوه علت یې د مړو شویو څونگښو بد بوی دی. نړۍ د سې شنبې په ورځ ډېره غمجنه وه. سمندر او آسمان دواړه په خړ دود پوښلي وو او د سمندر غاړې پستې شګې چې د مارچ میاشتې په تیاره شپو کې یې د نوراني سپرغیو په څېر ځلا کوله، د خړو خټو او مړو حلزونونو په شندر بدل شوي وو. هغه ماسپښين د لمر رڼا دومره تته وه چې کله پلایو د چونگښتو له غورځولو بېرته راغی، هېڅ یې پام نه شو چې د انگړ په کونج کې پروت زگېروی کوونکی موجود څه دی. باید نیږدې ورغلی وای ترڅو وویني په کونج کې پروت یو بوډا سړی دی چې په خټو کې پړمخې پروت دی او له ډېرو زیاتو هڅو سره بیا هم نه شي کولای د خپلو اوږدو وزرونو له امله پورته شي. 

پلایو د دغې وېروونکي صحنې له لیدلو سخت وترهېده او د خپلې ښځې الیزنډا خواته یې منډه کړه. په منډه منډه یې د انگړ کونج ته د بوډا لیدو ته راوسته. دواړو د بوډا لژند وجود ته حیران حیران کتل. بوډا د کثافاتو ټولوونکي په څېر جامې اغوستې وې، په لوڅه ککرۍ یې یوازې څو تاره وېښتان وو او په خوله کې یې تنها څو غاښونه پاتې وو… نیمه پرانستي او چټل وزرونه یې په خټو کې نیښتي وو. پلایو او الیزنډا لوېدلي بوډا ته دومره له نیږدې وکتل چې نور یې د حیرانتیا حس عادي شو او په پای کې یې احساس کړه چې دا موجود یې له وړاندې پېژانده. بیا یې جرئت وکړ چې ورسره د خبرو سر خلاص کړ، بوډا هم په داسې لهجه ځواب ورکاوه چې څوک پرې نه پوهېدل…. پلایو او الیزنډا فکر وکړ چې ښايي وزر لرونکی بوډا له هغې بهرنۍ بېړۍ یوازنی پاتې شوی کس وي چې په توفان کې ډوبه شوې وه. یوې هوښیارې گاونډۍ ښځې ته یې غږ کړ، هغې د مرگ او ژوند په اړه ډېر معلومات لرل. گاونډۍ ښځه د بوډا په لیدو پوهه شوه چې پلایو او الیزنډا غلط شوي دي. ښځې وویل: «دا بوډا سړی فرښته ده. باید د ماشوم لپاره راغلې وي خو بېچاره دومره زړه ده چې باران له کاره پرې ایستې»! سبا ټول خلک پوه شول چې د غوښو او وینو له جنس څخه جوړه شوې آسماني فرښته د پلایو په کور کې را لوېدلې.

د گاونډۍ ښځې د نظر برعکس داسې کسان هم وو چې فرښته یې له آسماني جگړو څخه تښتېدلی سرتېری گاڼه خو دا جرئت یې نه درلود چې د مرگ تر حده یې وډبوي. پلایو ځان سمبال کړ او ټوله ورځ یې د پخلنځي له کړکۍ څخه وزر لرونکی بوډا وڅاره. مخکې له دې چې ویده شي، بوډا یې له خټو را ویوست او د چرگانو په کوټنۍ کې یې بندي کړ. نیمه شپه باران ودرېد، خو پلایو او الیزنډا لاهم چونگښې وژلې. له وخت وروسته، ماشوم له خوبه پاڅېد، اوس یې تبه نه لرله او ډوډۍ ته یې هم اشتها پیدا شوه. د ماشوم له ښه کېدو وروسته، د هغوی زړه وسو او پرېکړه یې وکړه چې بوډا فرښته په خوږو اوبو ووینځي بیا یې د دری ورځو له خوراکي توښې سره په یوه بېړۍ کې سپور او په سیند لاهو کړي ترڅو په خپل برخلیک پسې لاړ شي، خو د بلې ورځې لمر د لومړنیو وړانگو په څرگندېدو یې ولیدل چې ټول گاونډیان د چرگانو کوټنۍ مخې ته راټول دي او د بوډا فرښتې ننداره کوي، پرته له دې چې ډېر لږ درناوی یې وکړي، خپل خوراکي پاتې شوني د قفس له سیمونو داسې ور اچوي چې تا وا یو آسماني موجود نه بلکې د سرکس یو ژوی ویني.

د گونزاگا پلار هم له دې عجیبه خبرونو خبر شوی و، ځکه نو د سهار له ۷ بجو وړاندې را ورسېد. د قفس تر څنگ ولاړو ننداره کوونکو اوس د پخوا په څېر احمقانه چلند نه کاوه او په قفس کې د پروت بندي د راتلونکې په اړه یې هر ډول شکونه او گومانونه وړاندې کول. تر ټولو ساده ننداره چي فکر کاوه چې باید بوډا فرښتې ته د نړۍ د ښاروال لقب ورکړل شي، یوه بل وویل، باید هغه ته د پنځه ستوریز جنرال رتبه ورکړل شی ترڅو په ټولو جگړو کې د دوی لپاره بریا وگټي. ځینو ننداره کوونکو هیله لرله چې بوډا فرښته د نړۍ پرمخ د نرانو داسې هوښیار او وزر لرونکی نسل را پیدا کړي چې د نړۍ پرمخ هر څه بدل کاندي. خو د گونزاگا پلار چې له کشیش کېدو وړاندې غښتلی تبر ووهونکی و، د قفس ترڅنگ ودرېد، خپل مذهبي درودونه یې په یوه شېبه کې له نظره تېر او چف کړل او له خلکو یې وغوښتل چې د قفس دروازه پرانیزي، ترڅو په خټو لژند او زگېروي پورت بوډا له نیږدې وگوري. بوډا تر ډېره د ښایسته مارغانو ترمنځ یوه زاړه او خوار مرغه ته ورته کېده. فرښتې په وچه ځنډه کې خپلې وزرې د لمر وړانگو ته غوړولې وې او د مېوې د هغو پوټکو او خوراکي پاتې شونو پرمخ اوږده غځېدلې وه چې نندارچیانو ور اچولي وو. د گونزاگا پلار د چرگانو کوټنۍ ته ننوت او په لاتیني ژبه یې سهار په خیر وویل، خو د دې نړۍ له سپکاوي او ملنډو بې پروا بوډا یوازې خپلې زړې سترگې پرانستې او په نا پېژانده لهجه یې پر شونډو څه زمزمه کړل. 

کشیش ولیدل چې آسماني فرښته د خدای په ژبه نه پوهیږي او دایې هم نه دي زده چې د خدای استازي ته څه ډول هرکلی ووايي، فکر یې وکړ وزر لرونکی بوډا مکار دی او ځان یې په لټۍ اچولې، خو کله چې نور هم ورنیږدې شو، ویې لیدل چې هغه تر ډېره د انسانانو په شان دی: د پرانستې فضا او طبیعت توند بوی یې درلود، د وزرو څټ یې له ورږو ډک و، بادونو یې اصلي وزرې ماتې کړې وې او په وجود کې یې هېڅ داسې څه نه وو چې د یوې آسماني او ملکوتي فرښتې له شان سره ښايي. 

کشیش له کوټنۍ را ووت او په یوه لنډه خطبه کې یې د خطرونو په اړه څو اپلتې ووې. حیران ولاړو کسانو ته یې مخ کړ او وویل،  شیطان تل دسیسې جوړوي ترڅو بې خبره او ناپوه کسان تېرباسي. کشیش استدلال وکړ چې که وزرې د شاهین او الوتکې ترمنځ د توپیرونو په موندلو کې اساسي عنصر نه دی، نو د فرښتو په پېژندلو کې هم ټاکونکی رول نه شي لرلی. خو بیا یې هم ژمنه وکړه چې اسقف ته به لیک ولیکي ترڅو هغه پاپ ته لیک واستو او په پای کې وروستی حکم د سترې محکمې له خوا اعلان شي. 

د کشیش تدبیر د خلکو پر تیاره زړونو اثر وکړ. د بندي فرښتې خبر په دومره چټکی خپور شو چې یوازې له څو ساعتونو وروسته، د کور انگړ لکه بازار په خلکو ډک شو او د کور استوگن مجبور شول چې د ځان ساتنې لپاره پوځ ته خبر ورکړي ترڅو په خپلو غشو د هغو لنډغرو مخه ونیسي چې غوښتل یې د کور چت پرېباسي. الیزنډا د خلکو له پښو سره راغلیو چټلو په جارو کولو ستړې شوه او فکر یې وکړ چې ښه به وي انگړ کې کټاره ولگوي او د بوډا فرښتې لیدلو په بدل کې له هر کس پنځه سنټه ټیکټانه واخلي. 

آوازه تر لرې سیمو ورسېده او ډلې ډلې خلک د فرښتې لیدو ته را روان وو. یوه گرځنده مېله (کارناوال) هم راغله او الوتونکي اکروبات یې هڅه کوله د خلکو پام ځانته واړوي خو هېڅوک یې ځانته رامات نه کړای شول ځکه چې وزر یې تر ډېره د آسمان څکلي په څېر وو نه د فرښتې. د نړۍ پرمخ تر ټولو زیات بېوزلان او ناروغان راغلل ترڅو د شفا او شتمنۍ هیله وکړي؛ هغه ښځه هم راغله چې له ماشومتوب راهیسې یې د خپل زړه ضربان شمېرلی و خو نور یې د شمېرلو لپاره عدد نه درلود؛ یو جوس پلورونکی چې د ستورو د غږ اورېدو له امله یې خوب ورک و؛ په خوب کې پاڅېدونکی کس ترڅو هر هغه څه وڅیري چې د ورځې یې گنډلي او په ډول ډول ناروغیو او بدبختیو گڼ نور اخته کسان. د دومره زیات بیروبار ترمنځ، پلایو او الیزنډا ستومانه خو خوشاله وو. له یوې اوونۍ کمه موده کې یې د کور ټولې خونې له پیسو ډکې کړې، خولایې هم د کور مخې ته د هغو کسانو اوږده قطارونه ولاړ وو چې د فرښتې زیارت ته راتلل. 

بېچاره فرښته هغه یوازینی کس و چې په دې منځ کې یې هېڅ رول نه درلود. تل یې هڅه کوله په خپله پور اخستې کوټنۍ کې آرام وکړي، خو د هغو تېلي څراغونو او مذهبي ډېوو سوځوونکې گرمۍ په تکلیف کړې وه چې زیارت کوونکو د کوټنۍ له قفس شاوخوا بلې کړې وې. په پيل کې خلکو هڅه وکړه د هوښیارې گاونډۍ ښځې په سپارښتنه بوډا فرښتې ته نفتالین ور وڅښي ځکه فکر یې کاوه چې د فرښتو خوراک نفتالین دی. خو بوډا فرښتې نه یوازې نفتالین ونه څښل بلکې د توبه کوونکو کسانو له خوا راوړل شوي نذرونه او خواړه یې ونه څکل. خلک نه پوهېدل چې آیا د دې لپاره خواړه نه خوري چې فرښته ده که نه دا چې ډېره بوډا شوې او غواړي د بادنجانو فرني وخوري.  

فکر کېده چې د فرښتې یوازینی فضیلت فوق العاده صبر او زغم دی، په ځانگړې توگه د لومړیو ورځو په اوږدو کې هغه مهال چې چرگانو پرې ټونگې وهلې ترڅو له وزرونو یې ورږې ټولې کړي، یا دا چې په پښو شلو او فلج وهلو کسانو یې بڼکې ایستلې ترڅو د خپل بدن پر فلج شویو ځایونو یې وموښي، ان تر ټولو زړه سواندو کسانو هم په ډبرو ویشت ترڅو له ځایه یې پاڅوي او په ولاړو یې وویني. یوازې هغه وخت یې له ځایه پاڅولای شو چې په اور تاوده کړي سیخ یې وسوځاوه ځکه هغه ډېره موده په یوه اړخ پروت و او خلکو فکر کاوه چې مړ شوی. بوډا فرښتې په غرېو نیولې ژبه څه توري زمزمه کړل او په داسې حال کې چې له سترگو یې اوښکې بهېدې، ځو ځله یې خپلې وزرې خلاصې او ټولې کړې او په دې سره یې د چرگانو د مرداریو او خاورو د بړبوکۍ په جوړولو وښوده چې دی له دې نړۍ سره اړه نه لري. که څه هم ډېر په دې اند وو چې د هغه غبرگون د غوسې له امله نه و بلکې د زیات درد له امله وخوځېد او له هغه وروسته یې هڅه کوله په خپل حال یې پرېږدي، ځکه خلک پوه شول چې د هغه آرامي له توفان واړندې آرامي ده نه د بوډا مهرباني. 

د گونزاگا پلار لاهم د بندي د ماهیت په اړه وروستي حکم ته په تمه و، خو په خپلو وعظونو کې یې خلک د پيسو له ضایع کولو منع کول مگر روم د لیک را استولو ته بېړه نه لرله. زیارت کوونکو خلکو هم خپل وخت په دې تېراوه چې وگوري بوډا بندي د نامه غوټۍ لري که نه، یا دا چې لهجه یې له آرامي ژبې سره اړیکه لري که له کوم بلې؟ څو ځله د ستنې نېش زغملای شي او یا دا چې ښايي هغه یوازی یو وزر لرونکی ناروېژی وي. که د نړۍ تر پایه هم دغه لیکونه تلل را تلل، غوره څه نه پېښېدل او د کشیش ستوماني یې نه ختموله. 

په دې وخت کې د نورو جذابیتونو، مېلو او جشنونو ترمنځ، یوه داسې ډرامه ښودونکې مېله هم ښار ته راغله چې په کې یې یوه ښځه نندارې ته اېښې وه او ویل کېده چې د والدینو خبرو نه منلو له امله په غونډل یا عنکبوت بدله شوې. نه یوازې د ښځې د لیدلو ټیکټ د فرښتې له کتلو کم و، بلکې خلکو اجازه لرله د وضعیت په اړه ترې پوښتنه وکړي او هر ډول چې غواړي، ویې ازمايي؛ ترڅو هېڅوک د دې وحشتناک واقعیت په اړه شک ونه کړي. ښځه د پسه په اندازه لوی غونډل و خو سر یې د یوې غمځپلې نجلۍ. هغه څه چې د ښځې د غمجن وضعیت څرگندونه یې کوله، د دې عجیب غریب شکل نه و بلکې هغه صداقت او ویر ژلې ناهیلي وه چې د خپلې توربختۍ بیانولو په وخت یې له غږ او څېرې بادېده. په ماشومتوب کې په پټه د مور او پلار له کوره تښتي او د نڅا یوه محفل ته ځي. ټوله شپه د مور او پلار له اجازې پرته په محفل کې تېروي او نڅیږي، خو کور ته د بېرته راتگ پرمهال په ځنگل کې پرې تندر پرېځوي، شکل یې بدلیږي او له تندر ځپلي وجود یې د دود او سکرو ټوټې پرېوځي. خواړه یې هغه کوفته شوې غوښې دي چې خیر انسانان یې په خوله ورکوي. له انساني حقیقتونو او وحشتناک عبرت څخه ډکه دا ډول منظره حتمن له ماتې سره مخ وه، ځکه چې حتا لوېدلې فرښتې هم د ځان مناسبه نه گڼله دغو فاني انسانانو ته ور وگوري. د دې ترڅنگ، د فرښتې له لاسه گڼل شویو څو معجزو وښوده چې هغه حتمن له رواني ستونزو سره مخ ده؛ د هغه ړانده سړي په څېر چې په سترگو خو روغ نه شو مگر دری نوي غاښونه یې را شنه شول یا هغه فلج شوی کس چې په لاره نه شو تلای خو د لاټرۍ گټونکی شو یا هم هغه جزام وهلی چې په ټپونو کې یې لمر گلی شین شو. دغه تسلې بښونکې معجزې چې تر ډېره د خندوونکو لوبو په څېر وې، سبب شوې چې د بوډا فرښتې آوازه ماته شي خو په غونډل بدلې شوې ښځې یې له یوې مخې ټغر ورټول کړ. په دې سره د گونزاگا پلار له بې خوبۍ او نا آرامۍ خلاص شو او د پلایو د کور انگړ هم له خلکو داسې تش شو لکه دری ورځې مخکې چې باران اورېده او د سیند چونگښو د خوب په کوټو کې چکر واهه. د کور خاوند خفه نه شو؛ ځکه د فرښتې کتلو له پیسو یې دوه منزله ښایسته کور جوړ کړ، ښکلې برنډې او باغچې یې لرلې او شاوخوا یې ترې داسې جالۍ تاو کړه چې نور نو د سمندر چونگښو د دوی کور ته لاره نه شوه موندلای. د کور ټولو کړکیو ته یې فلزي کټارې جوړې کړې او په دې سره هېڅ فرښتې نه شو کولای د دوی کور کې پرېوځي. 

پلایو نیږدې ښار ته څېرمه د سویانو  روزنې فارم جوړ کړ او د ساتونکي په توگه یې خپله پخوانۍ دنده پرېښوده. الیزنډا هم لوړ پوندي بوراک بوټونه او د ورځې موډ ورېښمني جامې واخستې، داسې جامې چې د هغه مهال اشرافي او پیسه دارو ښځو به اغوستې. خو د چرگانو کوټنۍ لاهم په خپل حال وه مگر هره ورځ به دوا پاشي کېده، نه دا چې بوډا فرښته په کې آرامه وي بلکې د هغه بد بوی له امله چې کله نا کله به باد د کوټو تر کړکیو ورساوه او د دوی استراحت به یې ور خراب کړ. کله چې ماشوم پل واخست او په لاره تلل یې پیل کړل، دوی ډېر پام کاوه چې د چرگانو کوټنۍ ته یې نیږدې پرېنږدي، خو وروسته یې دا وېره هم لاړه او له بوی سره هم عادت شول. وړاندې له دې چې د ماشوم دویم غاښ هم راووځي، د خلاصو شویو سیمونو له یوه سوري د چرگاڼو کوټنۍ ته ننوت ترڅو له بوډا سره لوبې وکړي. فرشته هم له ماشوم سره آرامه وه او د نورو خلکو په اندازه ترې نه ډارېده، اوس یې د روزگار د ناکردو په زغملو کې د سپیو صبر او حوصله لرله. فرښته او ماشوم دواړه د چرگاڼو ټوغکي ونیول او د ماشوم معاینې ته راغلی ډاکټر د فرښتې د زړه له ضربان حیران شو. ډاکټر ولیدل چې د فرښتې زړه د شپېلۍ په څېر غږیږي، بډوډي یې هم خوړین شوي او نیږدې ناشونې ده چې ژوندۍ پاتې شي. ډاکټر د فرښتې د وزرونو له منطقي توب حیرت واخست. وزرونه د فرښتې په انساني ارگانیزم کې دومره طبیعي وو چې ډاکټر یې په فکر کې ډوب کړ او له ځان سره یې ووې چې ولې نور انسانان وزرې نه لري!

کله چې ماشوم ښوونځي ته تگ پیل کړ، زیاته موده کېده چې لمر او بارانونو کوټنۍ ویجاړه کړې وه. فرښتې د ځانکدن په حال کې سوالگر په څېر ها خوا دېخوا ځان کشاوه. هغوی به فرښته له کوټې څخه د جارو په وهلو ویسته، خو شېبه وروسته به یې پخلنځي کې پیدا کړه. داسې ښکارېده چې په یوه وخت کې څو ځایه موجوده وي. فکر یې وکړ چې فرښته غواړي ځان د ودانۍ هرې برخې ته خپور کړي. په دې وخت کې الیزنډا په بد غږ چیغه وکړه: د دې دوزخي کور په هره خونه کې ژوند له وحشتناکې فرښتې ډک دی!

فرښتې ډېر لږ خوراک کاوه او زړې سترگې یې تیاره شوې وې، ځکه به د تگ په وخت کې له دېوالونو سره گېده. تنها ورپاتې څه د وزرونو له بڼکو برنډ هډوکي وو. پلایو اجازه ورکړه چې د انگړ به کوج کې شته جونگړه کې ویده شي او یوه بړستن یې هم پرې واچوله. دغه وخت یې پام شو چې بوډا د شپې له مخې تبه لري او په یوه پخوانۍ ژبه زگېروی کوي. د کور له خلکو سره اندېښنه پیدا شوه چې هسې نه فرښته مړه شي، حتا هوښیاره گاونډۍ ښځه هم نه پوهېده چې له یوې نارینه فرښتې سره څه وکړي. 

شپې او ورځې همداسې تېرېد، بوډا فرښته نه یوازې له ژمي ژوندۍ ووته بلکې د پسرلي په لومړیو لمري ورځو کې یې ناروغي هم په ښه کېدو شوه. ډېرې ورځې د انگړ په لرې کوج کې د خلکو له سترگو پټه بې حرکت پاتې شوه او د ډسمبر میاشتې تر لومړیو ورځو یې پر وزرونو لویې او کلکې بڼکې شنې شوې. هسې بڼکې چې ته وا د هغه د بدبختۍ او بوډا توب نوې نښې دي. خو باید د دغو تغییراتو په دلیل پوه وای، له همدې امله غلی و ترڅو بڼکې یې څوک ونه ویني او وا نه وري چې دی کله کله تر ستورو ډک آسمان لاندې د ماڼو گانو سندرې هم وايي.  یوه ورځ الیزنډا د غرمنۍ لپاره پیاز ټولول چې د سمندر له لوري شمال د پخلني په کړکۍ را ننوت. د کړکۍ خواته لاړه که گوري فرښته وزرې وهي او غواړي د لومړۍ الوتنې لپاره ځان چمتو کړي. گوتې یې د باغچې په کردونو کې خښې کړې او د وزرو په خوځولو نیږدې وه چې جونگړه ویجاړه کړي؛ وزرې خوځېدې خو الوتنه نه کېده. دا ځل یې ټوله هڅه وکړه، وزرې یې وغوړول او تر څو ټپکو وروسته والوت. الیزنډا ولیدل چې فرښته د یوه لوی مارغه په څېر د کورنو په سر الوت کوي، د هوسایني آه یې له خولې ووت، هم د ځان لپاره او هم د فرښتې لپاره. پیاز یې ټوټه کول او فرښتې ته یې کتل ترڅو یې له سترگو پناه شوه. نور نو بوډا فرښته د الیزنډا مزاحمه نه وه بلکې د سمندر په لرې افق کې د تخیل یو ټکی ښکارېده.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب