ژباړه او زیاتونه: نبي ستوری
افغانستان کې ډېری خلک هڅه کوي، چې مشر یا رهبر و اوسي ځينې په همدې پار ډېرې پیسې لګوي، ځينې په اړیکو تمرکز کوي، ځینې په همدې پار له اجورې پرته خدمت ته ملا تړي؛ خو بیا هم خپل هدف (رهبري) ته نه شي رسېدای.
ولې په یاد هدف کې پاتې راځي؟ لامل یې څه دی؟ په څه باید ډېر تمرکز وکړي؟ کومو خویونو او ځانګړنو ته ور شا کړي؟ له نورو سره څه ډول چلند وکړي؟ دا او دې ته ورته مسایل دلته لولو.
لومړۍ ډله د رهبري او مدیریت ترمنځ توپیر نه مني. دویمه ډله وایي، چې مدیریت تر رهبري پراخ دی او رهبري د مدیریت جز ګڼي؛ خو درېیمه ډله (ډېری پوهان) په دې باور دي، چې رهبري تر مدیریت لوړه ده او مدیریت د رهبري جز دی.
دلته د رهبري او مدیریت ترمنځ په اساسي توپیرونو تم کېږو:
– رهبري تر مدیریت پراخ مفهومه ده، رهبر ډېری کړنې په نوې او متغیره بڼه کوي؛ خو مدیر د شته اصولو او مقرراتو مطابق مخې ته ځي. په رهبري کې د سازمان غړیتوب شرط نه دی؛ خو اغېزښندونکی دی، برعکس په مدیریت کې د مراحلو طی کول اړین دي.
د رهبري اهداف ښایي پراخ او له سازمان نه بهر هم وي؛ خو مدیریتي اهداف بیا د سازمان له چوکاټه نهشي وتلی. د رهبري نفوذ او دوام تر مدیریت ډېر دی.
همدا شان رهبر هڅه کوي، چې شته ستونزې له منځه یوسي او په افرادو ډېر تمرکز کوي؛ خو مدیر هڅه کوي، چې نورې ستونزې پیدا نه شي او د سیسټم او جوړښت تابع وي.
رهبر پراخ فکری او الهام بښوونکی کس وي او تر لاس لاندې خلکو باندې باور کوي، چې دا چاره زړورتیا او نوښت رامنځته کوي؛ خو مدیر یوازې کسان څاري، تنګ نظری او یوازې خپله لار ویني.
رهبر هم مدیریتي او هم نورې اړوند وړتیاوې لري د تېروتنې د لامل په لټه کې وي دا اوسنی وضعیت لاښه کېدو لورته بیایي او په ارزښتونو ټینګار کوي؛ خو مدیر د مدیریتي وړتیا ترڅنګ د رهبري وړتیا نه لري، د ستونزې رامنځته کېدو په وخت کې په ملامتۍ پسې ګرځي، شته وضعیت که هر ډول وي مني او په معیار ټینګار کوي.
رهبر ډېر اوري درناوي ته قایل او د دې ترڅنګ پلوي او پیروان لري؛ خو مدیر د اورېدو پرځای ډېرې خبرې کوي، له نورو د درناوي تمه لري، پيروان نه لري، یوازې لکه روبوټان کارکوونکي لري.
همدا شان بله اړینه مسله دا ده، چې رهبر هڅه کوي، کسان وروزي؛ خو مدیر یوازې له کسانو کار اخلي د راتلونکې روزنې لپاره یې ډېرې هلې ځلې نه کوي.
نو د پورتني مطلب په لوستلو سره باید هڅه وکړو، چې د مدیر په ځای رهبر و اوسو او هغه ځانګړنې په ځان کې وروزو، چې په راتلونکې کې له موږ یو ښه اغېزمن رهبر جوړولای شي.