پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeادبد کيسې تيوري: نوي او زاړه ليدلوري

د کيسې تيوري: نوي او زاړه ليدلوري

ليکوال: ډاکټر ناصر عباس نير

ژباړه او لنډيز: اجمل ښکلی

يادونه: کيسه د پېښو ټولګه ده، چې يو راوي يې روايت کوي؛ نو په يوه کيسه کې دوه شيان شو، يوه کيسه او بل د کيسې روايت. نوموړی درېيم څيز ته هم اشاره کوي او هغه د روايت عمل دی، چې د روايت په درزونو کې ځان ښيي. دا له يوه پلوه د ليکوال موخه او له بله پلوه د راوي فکر، تمايلات، شخصيت او نور رالېږدوي. ژرارژنت د کيسې روايت ته ډسکورس وايي، چې موږ يې په پښتو کې په روايت ژباړلای شو؛ خو د “روايت” کلمه که په علمي متونو کې د “دود” مانا لري؛ خو د کيسې په تيورۍ کې Narration ته هم وايي، چې په پښتو کې ما په نکل ژباړلی؛ خو په پښتو کې نکلونه يو ډول ولسي عشقي رومانونو ته هم وايي، چې بيا له هغې سره ګډېږي؛ نو له له “نکل” سره د توپير لپاره مې هر ډول کيسه ييز متن ته د “نقل” کلمه کارولې. Narration ته په اردو کې بيانيه وايي، چې د هر ډول کيسه ييز متن لپاره کارېږي، چې ناول، لنډه کيسه، ولسي حکايتونه او نور پکې راځي. د کيسه ييزو متونو يوه ځانګړنه دا ده، چې کيسه لري؛ خو که د “کيسې” کلمه په پښتو کې د هر ډول کيسه ييز متن په عمومي مانا واخلو، بيا به Story ته څه وايو? ځکه نو په دې متن کې کيسه د “سټوري” په هغه مانا لوستای شئ، چې په هر ډول کيسه ييز متن کې موجوده وي. پاتې شو د “روايت” کلمه. په دې متن کې “روايت” د روايت کولو يا نکل کولو په ځانګړې مانا هم کارېدلی، چې د توپير لپاره يې ما په لينديو کې د ډسکورس مانا ليکلې او د روايت عمل د Narrative act د انډول په توګه راغلی. 

(۲) دويمه برخه

دا اعتراف بايد وکړو، چې د کيسې او پلاټ د توپير په لړ کې غوښن کار فرانسوي رغښتوالو کړی. له يوه پلوه يې د روسي فورماليستانو د روايت له ماډله او له بله پلوه يې د سوسور له ژبني ماډل نه کار اخيستی او د کيسې تيورۍ ته يې د روايتپوهنې (Narratology) په نامه د علم بڼه ورکړې. دا وروستۍ نومونه لومړی تودروف په ۱۹۶۹کال په خپل اثر “Grammaire du Decameron” کې وکاروله، چې مانا يې د روايت/کيسې پوهه ده. البته تر تودروف مخکې ليوي شتراوس او ای جی ګريماس د نقل په اړه پر کارونو بوخت وو. ليوي شتراوس  د ښاپېريو پر کيسو د پروپ له کار نه په تقليد د نړۍ د اسطورو په تل کې د يوه واحد کلي رغښت د موندلو هڅه وکړه او ګريماس بيا همغه د پروپ کار پر مخ يووړ او د Actantial Model په نامه يې چې د نقل کوم ماډل وړاندې کړ، هغه په اصل کې د کيسې په اړه د پروپ له نظريې راوتی و. 

ګريماس د نقلونو د ګرامر ليکلو هڅه وکړه. داسې ګرامر چې د ټولو کيسو په تل کې موجود وي. (ګرامر په ژبه کې هغو پټو قواعدو ته وايي، چې په لانګ کې موجود وي او له مخې يې وينا ممکنېږي، همداسې په کيسه کې هم د دوی په اند، داسې يو داخلي ګرامر و، چې له مخې يې کيسه رامنځته کېږي؛ ژباړن). د ګرامر کلمه تصادفي نه وه. تر ګريماس وروسته رولان بارت، تامس پاول، جيرالډپرنس، په تېره ژرارژينت، وولف ګينګ آيسر، فرانز ستاترل، وولف سمډ او مايک بال هم د کيسې په برخه کې له ژبنۍ مېتودلوژۍ نه استفاده وکړه. څرنګه چې رغښتي ژبپوه د ژبې د تل کلي رغښت ته د رسېدو هڅه کوي، داسې دوی هم د روايت د يوه کلي او ژور رغښت د موندلو هڅه وکړه. مطلب، کيسه يې د ژبې پر ځای کېښوده. د دې يو لامل دا و، چې کيسه پخپله له ژبې رغېدلې وي او په بېلابېلو ژبو کې ليکل کېږي؛ نو يو فکر دا وشو، چې د ژبې رغښت او تفاعل نقل ته سرايت کوي او دويم دا چې ژبه د نښو يو دلالتي نظام دی. همداسې د کيسو په تل کې هم يو مانيز دلالتي نظام موجود دی. سوسور او ياکوبسن په ژبه کې د غبرګونو متضادو جوړو(Binary Opposites) د موجوديت خبره کړې وه (مطلب ژبه د نښو پر تضاد و تقابل ولاړه ده؛ لکه: سړی/ښځه؛ ژباړن)، ګريماس دې ته ځانګړی اهميت ورکړ. سوسور ويلي وو، چې په ژبه کې له تقابل پرته څه نشته. يوه کلمه ځکه مانا لري، چې له لفظي پلوه له نورو مختلفه ده. ګريماس هم دا وويل، چې هر څيز د متضاد له مخې پېژندل کېږي. شپه د ورځې، ښځه د سړي او انسان د حيوان له مخې د پوهېدنې وړ دی. د نوموړي په اند، د تضاد دا ادراک د هرې کيسې په تل کې هم وي. نوموړی د رغښتوالې د نورو مفکرينو غوندې په دې اند و، چې دا تقابل د منځپانګې نه، رغښت زېږنده دی. يعنې تضاد او توپير پخپله په شيانو کې نه، بلکې زموږ په ژبني ادراک کې دی. حتمي نه ده، چې حيوان دې رښتيا هم د انسان او ښځه دې په واقعيت کې په ټوله مانا د سړي ضد وي؛ خو ژبه د دواړو د بېلو بېلو ماناوو د درک په خاطر سره متضاد کوي؛ نو په يوه کې د بل نفي وي. ګريماس په کيسه کې هم د متضادو جوړو لاس وليد، چې د منځپانګې نه، بلکې د رغښت زېږنده وې. يعنې په کيسه کې نه، په پلاټ يا د کيسې په رغښت کې وې. مطلب د نقل رغښت د ژبې او منځپانګه يې د فيزيکي نړۍ غوندې ده. .څرنګه چې فيزيکي نړۍ د ژبې د متضادو جوړو په  مټ تجربه کوو، داسې د نقل منځپانګه هم د متضادو جوړو په مټ درک کوو. ګريماس د پروپ د نقش د عمل اووه دايرې دروو متضادو جوړو ته راکمې کړې: 

  1. ذهنيت د عينيت پر وړاندې
  2. لېږونکی د اخيستونکي پر وړاندې (Sender versus Receiver)
  3. ملاتړ د مخالف پر وړاندې

 ګريماس همدوی ته عامل (Actant) ووايه. مطلب ګريماس هم عامل کرکټر نه، بلکې هغه تفاعل يا دنده بولي، چې د يوه يا زياتو کرکټرونو تر شا موجوده وي. په هر نقل کې کرکټرونه وي، چې ځينې دندې ترسروي. دا دندې چې په کومه محدوده کې ترسره کېږي، هغه محدوده د دې عامل زېږنده وي. هر عامل يو ضد لري: د ذهنيت يا اتل يوه موخه وي، د دې موخې ترلاسی اتل متحرکوي. په دې توګه د هيرو هر عمل (او بيا د کيسي پېښې) موخې ته د رسېدو هڅه وي. له موخې سره د تضاد اړيکه د اتل د هر فعاليت تر شا ولاړه وي. مثلا: په زياترو نکلونو کې يو شهزاده د يوې ښکلې ښځې يا آب حيات په لټه وځي. په “باغ و بهار” کې د فارس شهزاده، چې په سخاوت کې مثل نه لري، د بصرې په شهزادګۍ پسې ګرځي. د دې کيسې هره پېښه او هغه حالت چې شهزاده ورسره مخېږي، د همدې يوې موخې (د بصرې د شهزادګۍ) د ترلاسي زېږنده دي. په معاصرو ناولونو کې دا لټه روحاني بڼه ورخپلوي، لکه د هرمان هيسې په “سدارت” او د پاولو کويلو په ” کيمياګر” کې. 

لکه پاس مو چې وويل، د کيسي په اوسنۍ کره کتنه کې، چې د روايتپوهنې نوم ورکړ شوی، مهم ټکی د کيسې او پلاټ توپير دی. فرانسوي روايتپوهانو د پلاټ پر ځای د روايت (ډسکورس) کلمه کارولې او دا دقيقه ښکاري، ځکه چې دا د کيسې ټول روايت رانغاړي؛ خو پلاټ يوازې د پېښو ترتيب ته وايي.

د کيسې او روايت (ډسکورس) ترمنځ څه توپير دی؟ کيسه، منځپانګه او روايت (ډسکورس) رغښت دی؟ يعنې کيسه بهر په خپلواکه بڼه موجوده وي، چې ليکوال يې لاندې کوي او روايت ترې جوړوي، که کيسه له روايت (ډسکورس) سره هممهاله رامنځته کېږي؟ (کيسه هغه سټوري ده، چې په يوه نقل کې موجود وي، دا کيسه څوک او څرنګه روايت کوي، دې ته ډسکورس يا روايت وايي؛ ژباړن) 

يوه خبره خو دا ده، چې کله موږ يو نقل لولو، هممهاله له کيسې او روايت (ډسکورس) سره مخېږو او هممهاله يې ترمنځ توپير هم درک کوو. د دې مانا دا ده، چې کيسه او او روايت (ډسکورس) دواړه په يوه درېيم څيز؛ لکه ناول، لنډه کيسه او ډرامې متکي دي. په بله وينا، په دې کې يو هم خپلواک او بشپړ نه دي، بلکې د يوه کل ټوکونه دي، چې نقل( يا د دې ژانر يو ډول؛ لکه ناول، لنډه کيسه او نور) ورته وايي. داسې هم ويلای شو، چې روايت د کيسې او ډسکورس ټولګه ده. د دې مانا دا ده، چې کيسه او ډسکورس هممهاله رامنځته کېږي؛ خو پوښتنه دا ده، چې موږ دوه داسې څيزونه هممهاله څنګه درک کوو، چې ترمنځ يې توپير وي؟ موږ بايد  د دې دواړو ترمنځ د توپير، تضاد يا علت و معلول يوه اړيکه جوړه کړو. يو به د بل متناقض يا به يو سبب او بل مسبب بولو. د تضاد اړيکه ځکه دقيقه نه ده، چې بيا به کيسه روايت (ډسکورس) يا روايت (ډسکورس) د کيسې له منځه وړونکی ښکاري او د روايت د کليت غوښتنه دا ده، چې دواړه بايد هممهاله موجود وي؛ نو ښه دا ده، چې يو علت او بل معلول وبولو. اوس پوښتنه دا پيدا کېږي، چې کوم علت او کوم معلول شو؟ دا اسانه نه ده، ځکه چې موږ له دې دواړو سره هله مخېږو، چې يو نقل لولو. يعنې داسې نه ده، چې روايت (ډسکورس) په ناول يا لنډه کيسه کې دننه او کيسه بهر وينو. که څه هم بالعموم کيسه( د پېښو لړۍ) بهر موجوده وي؛ خو دا بايد هېره نه کړو، چې کومه کيسه موږ ته بهر ښکاري، په اصل کې موږ د روايت په متن کې لوستې ده. خدای وکړه، چې کيسه بهر وي او که د ليکوال په تخيل کې؛ خو موږ ورسره په متن کې مخېږو؛ نو په اصولي توګه ويلای شو، چې کيسه په متن کې وي او چې متن نه وي، کيسه هم نشته. 

د کيسي او روايت (ډسکورس) د تړاو په اړه جوناتن کلر وايي، چې کله روايت(ډسکورس) د کيسې او کله کيسه د روايت (ډسکورس) علت وي. کله د کيسې پېښې د يوه ډول روايتي بيان زېږنده وي او کله يو ځانګړی “روايتي بيان” د ځانګړو پېښو علت وي. د دې بېلګې خو بېشمېره دي، چې يو نقل څرنګه له يوې کيسې يعنې د پېښو له ټولګې نه د خامو توکيو په توګه استفاده کوي او رامنځته کېږي. زړې کيسې دي، که نوې لنډې کيسې او ناولونه دي، کرکټرونه پکې پر پېښو او د پېښو ترمنځ پر تړاو ولاړ وي. هغه که ځانګړی تخنيک وي، که طرز، فضا، د کرکټرونو ځانګړی رواني حالت، د کرکټرونو ترمنځ کشمکش او ځانګړې مکالمه ټول د کيسې له برکته ممکن شوي وي. ځيني بياني/روايتي متون، په تېره معاصرې کيسې داسې هم شته، چې د کنترول چارې يې د کيسې پر ځای د کيسې د روايت (ډسکورس) پر لاس وي. په لويديځ کې يې بېلګې د جيمس جويز او کافکا او دلته د بلراج مين را، سريندر پرکاش، رشيد امجد او مظرالاسلام لنډې کيسې دي. 

د ژرارژينت (Gerard Genette) نوم د روايتپوهنې په مهمو مفکارانو کې راځي. نوموړي په خپل اثر ” روايتي ډسکورس” (Narrative Discourse) کې د مارسل پروست د ناول “Remembrance of Things Past” له مخې يوه تيوري وړاندې کړه. نوموړي په روايت کې پر کيسه او ډسکورس سربيره درېيم عامل هم کشف کړ، چې د روايت عمل (Narrative act) يې ورته ووايه، چې د اهميت په اړه يې وويل: 

” د روايت له عمل پرته هېڅ څرګندونه (Statement) نشي هستېږي او کله خو د نقل منځپانګه هم د روايت له عمل پرته نه وي. “

نوموړی په دې اند، چې نقل د کيسې، روايت (ډسکورس) او د روايت د عمل د خپلمنځي اړيکو زېږنده دی. د دې فکر تر شا همغه رغښتي نظريه ده، چې ژبې او فرهنګ ته د اړيکو د نظام په سترګه ګوري. ژرارژينت د نورو روايتپوهانو غوندې کيسه مدلول او روايت (ډسکورس) دال بولي. څرنګه چې دال د مدلول استازي کوي، دغسې د کيسي استازي روايت (ډسکورس) کوي؛ خو بيا هم دوی دواړه د نقل د درېيم عامل يعنې د روايت عمل ته اړ دي. که د روايت عمل نه وي، کيسه او روايت (ډسکورس) دواړه له ګواښ سره مخ وي. د کيسې او روايت (ډسکورس) توپير خو ځکه اسانه دی، چې پېښه د پېښې له بيان يا ويلو پرته تصور کېدای شي؛ خو د روايت د عمل په اړه خبرې او د پېښې له بيان نه يې بېلول اسان نه دي. په نقل کې د روايت عمل ته څه اړتيا ده، په دې اړه ژينت وايي: 

“پخپله د ليکلو په بهير کې نرۍ اشارې او نښې موجودې وي، چې موږ يې په مټ تعبير کولای شو. په دې نرۍ اشارو کې د يوګړي متکلم شتون د کرکټر او راوي پيوستون بللای شو. يا د فعل له ماضي بڼې نه پوهېږو، چې روايت شوې پېښه د روايت له عمل مخکې ترسره شوې.”

يعنې روايت (ډسکورس) د پېښې بيان يا ژبنۍ څرګندونه ده او د “روايت عمل”  هغه نښې نښانې دي، چې د پېښې له روايت/بيان سره هممهاله راپيدا کېږي او د نقل د لوست په وخت درک کېږي او تفسيرېږي. داسې هم ويلای شو، چې کله نقل ايجادېږي يا د روايت عمل واقع کېږي، د کيسي غوټه هم خلاصېږي او داسې روايت(ډسکورس) جوړېږي. د دې درېواړو پر شتون او خپلمنځي اړيکو د نقل په شننه کې پوهېدای شو. يو نقل به راواخلو: 

زه د ليليې په کينټين کې ناست وم. زما په لاس کې پياله وه او سترګې مې مخامخ په هغه لويه ونه کې ښخې وې، چې د ماښام په تياره کې بوږنوړې ښکارېده. د ښاخونو او پاڼو په منځونو کې د ننوتې تيارې په شاوخوا کې د مرغيو چغار ونه نوره هم بوږنوړې کړې وه. ما له چای نه په دمه دمه غړپ کاوه او او سوچ وړی وم، چې په ماښام کې ونې داسې ويرجنې، اندېښمنې او بوږنوړې ولې وي؟ دا د ماښام کار دی، که موږ داسې فکر کوو؟ رښتيا هم ونې داسې بوږنوړې، ويرجنې او اندېښمنې وي، که نه، دا هر څه زموږ د ذهن او وير، اندېښنې او بوږن زېږنده وي؟ 

د نقل په دې ټوټه کې کيسه، ډسکورس او د روايت عمل ګورو: 

کيسه: يو سړی د ليليې په کانټين کې ناست دی، چای څښي، چې له کومې پېښې سره نه دی مخ شوی، خو ذهني حالت يې عادي نه دی. 

روايت (ډسکورس): د کرکټر د چای څښاک، ماښام مهال ونې ته ځير ځير کتل او د فکر ټوله کيسه په روايت (ډسکورس) کې شته. 

د روايت عمل: هغه نښې او پلونه (Traces) چې له روايت (ډسکورس) سره هممهاله رابرسېره شوي او موږ يې په لاندې ډول تفسيرولای شو: 

الف: په دې کيسه کې “زه” څوک دی؟ د ليليې محصل دی؟ استاد دی، که مېلمه؟ ليکوال يا راوي خو نه دی؟

ب: کرکټر هر ماښام دې کېنټين ته راځي،که دا يې لومړی ځل دی؟

ج: ولې يې په ونه کې سترګې ښخې کړې؟ په کانټين کې په ناستو خلکو کې ولې نه؟ همدا راز لوستونکی له دې لارې د کرکټر د روان په اړه هم معلومات ترلاسوي، چې يوازېتوب يې خوښ دی، حساس او پر فلسفي مسايلو فکر کول خوند ورکوي او پر طبيعت تر نورو خلکو مين دی. 

د: د “غټې ونې” مانا څه ده؟ انځر خو نه ښيي؟ که انځر وي، مطلب راوي ته د انځر په اړه اسطوري کيسې وريادې شوې، د بوږن کلمه همدې ته اشاره کوي. 

ه: “ننوتې تياره”، “چغار” له ونې سره د راوي خواخوږي ښيي. 

وينو، چې دا د روايت عمل دی، چې پر نقل کره کتنه (تفسير او صراحت) ممکنوي؛ خو پخپله د روايت عمل له روايت(ډسکورس) نه پيدا کېږي او ورسره په مخ ځي. 

تر دې وروسته ژينت د دې درېواړو پر خپلمنځي اړيکو علمي بحث کوي او د کيسې او روايت(ډسکورس) او د روايت (ډسکورس) او د روايت د عمل ترمنځ اړيکې شني. په دې توګه نوموړی روايت(ډسکورس) د کيسې او د روايت د عمل ترمنځ مطالعه کوي. لنډه دا چې د هر ناول يا لنډې کيسې تر شا د هغوی کيسه وي. ناول، لنډه کيسه “ځان روايت” دی، چې ځای ځای پکې نښې، سېمبولونه او اشارې خپرې ورې پرتې دي، چې د کيسې نه، بلکې د روايت(ډسکورس) زېږنده دي. ژينت په خپله شننه کې درې ټولۍ جوړوي: 

لومړۍ ټولۍ د کيسې او نقل ترمنځ مهالي اړيکې ته وايي، چې زمانه (Tense) ورته وايي.په پاسنۍ بېلګه کې کيسه په ماضي زمانه کې واقع شوې. يعنې پېښه د روايت تر وخت پخوا شوې او اوس بيانېږي. د بيانېږي مانا دا ده، چې بيا له سره جوړېږي؛ نو يوه کيسه چې تر پېښېدو وروسته بيا جوړېږي، د بيا جوړولو عمل يې پر روايت اغېز کوي. راوي ماضي ته د خپل اوسني حالت په ايينه کې ګوري. پر دې سربېره د بيا جوړولو په بهير کې د ماضي د يوې پېښې هغه اهميت او مانا نه وي پاتې، چې د پېښېدو پر مهال يې درلوده. د ژينت په اند، دويمه ټولۍ د روايت(ډسکورس) په طرز پورې تړلې ده او نوموړی ورته د نقل وضعيت(mood) وايي. وضعيت د کرکټر يا راوي هغه رواني حالت ته وايي، چې د پېښې له روايت نه پيدا کېږي يا د پېښې پر روايت اغېز کوي. په پاسنۍ بېلګه کې د راوي وضعيت له خپګانه ډک دی او دا خپګان د ده خپل دروني جدي حالت زېږندی دی. داسې د راوي خپګان او جديت په روايت کې ځان ښودلی دی. (د راوي د روايت لپاره د الفاظو او پېښو انتخاب موږ ته د کيسې پټ پيغامونه، ماناوې او وضعيت راښيي. آن که کرکټر درېيمګړی هم وي، د الفاظو او پېښو انتخاب يې د راوي رواني حالت او نور رالېږدوي؛ ژباړن) دا راسره د کيسې د مرکزي کرکټر د شخصيت په پېژندلو کې مرسته کوي او هغه دا چې کرکټر د ژور بصيرت څښتن دی. درېيمه ټولۍ د روايت په عمل پورې تړلې ده. يعنې د کيسي راوي څوک دی؟ اورېدونکی (واقعي يا خيالي) يې څوک دی؟ نوموړی دې ته د نقل غږ (Voice) وايي. په پاسنۍ بېلګه کي راوي لومړی شخص دی او غږ يې له ځان سره د خبرو دی. داسې ښکاري، لکه کرکټر چې ګوښی ناست وي، له ځان سره لګياوي، يوه تېره خاطره وريادوي. د کرکټر غږ ټيټ دی. ژينت د کيسې او روايت (ډسکورس) ترمنځ د تړاو له شننې نه دوه ټولۍ (زمانه او وضعيت) او د روايت (ډسکورس) او د روايت د عمل ترمنځ د تړاو له شننې نه درېېمه ټولۍ يعنې طرز راوايست. 

په هر کيسه ييز متن کې ځينې شيان ويل کېږي او ځينې ښودل کېږي، چې ورسره ويونکي او ښودونکي هم وي. ويناوال، راوي (Narrator) او ښودونکی Focalizer دی. د ژينت د د وضعيت (mood) اصطلاح په ښودلو او غږ په روايت (narration) پورې تړلی دی. راوي او ښودونکی په ګډه پېښې پر مخ بيايي، د پېښو مهال او ځای ټاکي او د کيسې موخې ته لوری ورکوي. هر نقل يو ويناوال يا راوي لري، چې ژينت ورته د نقل غږ وايي. راوي، اورېدونکي يا لوستونکي ته يوازې خبره نه رسوي، بلکې دا پرېکړه هم کوي، چې لوستونکي ته څه ووايي او څه و نه وايي او د ويلو لپاره کوم ليدلوری غوره کړي(ليدلوری هغه زاويه ده، چې راوي ترې پېښې روايت کوي؛ ژباړن)، د متکلم راوي ليدلوری غوره دی، که په هر څه خبر درېېمګړی راوي او که بله لار پلټل پکار دي؟ ليدلوری د کيسې پر جوړښت اغېز کوي. مثلا: که راوي لومړی شخص (متکلم) او د کيسې کرکټر وي، نو له يوې خوا نه به د يوې پېښې په اړه لوستونکي ته خپله تجربه او خپل دروني حالت بيانوي او له بله پلوه به د نورو کرکترونو يوازې فيزيکي حالت بيانولای شي. (يعنې په دې به خبر نه وي، چې د نورو کرکټرونو په ذهنونو کې څه تېرېږي. د اولګړي راوي يوه ستونزه دا ده، چې د پېښو او نورو کرکټرونو په اړه خپل برداشت او احساسات بيانوي، چې له دې امله ترې د ناپېيلتوب هيله نشو لرلای؛ ژباړن). اولګړی راوي د درېيمګړي راوي غوندې د ټولو کرکټرونو ذهني حالت نشي بيانولای(د ليکوال دا خبره د تامل وړ ده. درېيمګړی راوي پېښو او کرکټرونو ته له بهر نه ګوري او د کرکټرونو ذهني حالت نشي لوستای. البته له فيزيکي وضعې يې د ذهن په اړه يو تصوير راکولای شي؛ ژباړن) 

د راوي کار د روايت له ډول سره وي؛ خو ښودونکی داسې استازی يا کرکټر دی، چې د نقل موخې ته لوری ورکوي. هر کيسه ييز متن د يوه علم، ايډيالوژۍ په لوښي يا فرهنګي چاپېريال کې رامنځته کېږي او پر يوه رواني ټکي، يوې انساني کمزورۍ، سياسي نظريې يا فرهنګي چاپېريال ټينګار کوي، همدا د نقل Focalization دی. 

د تېرې کيسه ييزې ټوټې راوي “زه” دی؛ خو دا “زه” څوک دی، چا ته خبرې کوي او موخه يې څه ده؟ دا معلومات نه کېږي؛ خو که د خبرو طرز ته يې وګورو، د غږ زير و بم يې وګورو؛ نو پوهېږو، چې “زه” د هويت خاوند دی، چې هويت يې موږ د دې نقل له Focalizer ښودونکي سره اشنا کوي. په دې توګه، ويلای شو، چې “زه” داسې يو سړی دی، چې له غور کولو سره مينه لري او له عادي خبرو نه د ژورو فکرونو تل ته د کوزېدو هڅه کوي؛ نو موخه يې له ورځني ژوند نه د ژوند منشا ته ورتګ دی. دا شننه په دې خاطر وه، چې د نقل د تمرکز ټکي(Focalization) ته ورسېږو. البته دا مه هېروئ، چې دا شننه په اصل کې يو تفسير او تعبير دی او هر تعبير يوه نوي تعبير ته لار پرانيزي. په بله وينا، دا ممکنه ده، چې د يوه نقل پر مرکزي ټکو د شنناندو ترمنځ اختلاف وي. د مرکزي ټکي يا Focalization د لا ښه روښانولو لپاره د قره العين حيدر د “آګ کا دريا” لاندې اقتباس وګورئ: 

“حسن پايښت نه لري. مني ګوتم سدرات د کاشي د هوسيو په بڼ کې ويلي وو، هر څيز فنا کېږي، له فنا نه ځان بچ کړئ، له غم نه ځان وساتئ، له سيورو لرې ګرځئ او په ويدانت کې يې ليکلي، چې شته(دولت) داسې دي لکه د شنډې ښځې بچی چې د سراب په اوبو کې تر لمبا وروسته په اسمان کې شوي ګلونه په غاړه کړي او د غرڅه له ښکرونو جوړه ليندۍ په لاس بهر راووځي. دا مه هېروئ، چې د رام چندر په ايودهيا او پرسن جيت په شراوستي او د چندر ګپت په پاټلي پتر او د کاليداس په اجين او حسين شرقي په جونپور او علاؤ الدين حسين په ګوړ کې د ژوند حسن انتها ته رسېدلی. او دا مه هېروئ، چې په هر حسن کې مرګ پټ دی. “

دا ناول د درېيمګړي راوي له ليدلوري نه ليکل شوی. راوي ځان د جامع الکمالات او په هر څه پوه شخصيت په توګه راښيي، چې د کوچنۍ وچې (برصغير) له لرغوني او اوسني تاريخ نه خبر  دی. په پاسني اقباس کې تمرکز له لرغوني پېر نه تراوسه د اوږده مهال پر پېښو او پر فلسفي فکر دی. د خبرو په رنګارنګۍ کې د تمرکز وحدت وينو او هغه دا چې د ژوند حسن په هر وخت کې انتها ته رسېدلی؛ خو بيا هم فنا شوی. د “آګ کا دريا” ناول پېښې د پيغام پر اثبات څرخي او له همدې امله له تاريخونو او د معتبرو کسانو له آثارو شواهد د همدې لپاره راوړي. 

اوس چې د کيسې زړه او نوې تيوري سره پرتله کړو؛ نو ويلای شو، چې پخوانو په کيسه کې بهرنی ژوند، خلک، چاپېريال او پېښې کتلې او اوسني پکې په اصولو، قواعدو او رغښت پسې ګرځي. پخوانو په کيسه کې ټولنه او د ټولنې ستونزې کتلې او اوسني د کيسې اجزا او تخنيکونه ګوري. پخوانو کيسې ته د ژوند او ټولنې د هېندارې په سترګه کتل، اوسني ورته د جوړښت/رغښت يعنې تخنيک په سترګه ګوري. د پخوانيو ليدلوری ټولنيز او رواني و او د اوسنيو علمي. په ټولنيز ليدلوري کې دا کتل کېږي، چې د کيسي منځپانګه، پيغامونه څه دي؟ د کيسې علمي مطالعې په کيسه کې راغلي ټولنيز مسايل حاشيې ته يووړل او دا په دې خاطر نه چې بېخې بې ارزښته وو، بلکې له دې امله چې د کيسې اړوند ټول موضوعات د کيسې د رغښت يا ګرامر زېږنده دي. 

په اصل کې د کيسې معاصره تخنيکي کره کتنه يعنې روايتپوهنه(Narratology) تر ډېره د معاصرې ژبپوهنې غوندې ده. څرنګه چې ژپبوه د کلمو پر مانا نه غږېږي او دا خپله دنده نه بولي، بلکې هغه قواعد رابرسېروي، چې مانا ترې زېږي، همداسې کيسه پوه هم د کيسې د موضوع او پيغام پر ځای د کيسې په ژور رغښت پسې ګرځي.(دلته ژور رغښت د نام چامسکي ژور رغښت نه دی، البته علمي ورته والی ورسره لري؛ ژباړن). اوس پوښتنه دا ده، چې موضوع يا منځپانګه د کيسې د اوسنۍ تيورۍ له مخې بې اهميته دي، که اړتيا ورته نه ويني؟

لومړۍ خبره دا ده، چې د کيسې تيوري خپل يو چوکاټ لري او يوازې هغو پوښتنو ته ځواب وايي، چې د کيسې له ماهيت سره تړاو ولري؛ نو موږ بايد له دې تيورۍ نه هغه غوښتنې و نه لرو، چې د کيسي په قلمرو کې نه راځي، ممکن دا خبرې له کيسي بهر ډېرې مهمې وي؛ خو په کيسه کې خپل کيسه توب مهم دی. 

د کيسې اوسنۍ تيوري د رغښتوالې (او فورماليزم) پر پلونو روانه ده: مانا جوړښت ده؛ مانا بېله او خپلواکه نه ده، بلکې وجود يې په جوړښت او رغښت پورې تړلی دی. (جوړښت بهرني چوکاټ او رغښت ژور باطني نظام ته ووايي؛ ژباړن).

په دې توګه، پيغام د روايت له امله موجود دی او په نقل کې دننه ده. يعنې په يوه کيسه کې چې کومه موضوع يا پيغام وي، هغه خپلواک او د کيسې له متن بهر نه وي موجود. د موضوع اهميت، بې اهميتي او نور اړوند مسايل د ايډيالوژۍ اړوند دي، چې له کيسې بهر دي او پر خپل ځای مهم دي. 

د کيسې تيوري د ښو او بدو اخلاقي پرېکړه نه کوي، بلکې دا ښيي، چې ښه يا نا ښه څرنګه رامنځته شوي. دا خو ښکاره ده، چې د يوه څيز پر ماهيت باندې پوهېدل د هغه څيز پر اهميت تر پوهېدو غوره دي؛ خو پوښتنه دا ده، چې د يوه څيز پر ماهيت پوهېدل د هغه څيز په اهميت کې کوم لاس لري؟ زما په اند، کله چې موږ د يوه څيز پر ماهيت پوه شو، اهميت هم راته پيدا کړي. مثلا؛ کله چې د يوه نقل د روايت(ډسکورس) او د روايت د عمل شننه کېږي، يعنې موخه يې د رغښت/جوړښت موندنه وي؛ نو دا کار هممهاله تحليلي او تعبيري (ارزښتي) وي. کله چې يوه تعبير ته پر بل لومړيتوب ورکول کېږي؛ نو يو ايډيالوژيک دريځ رامخته کېږي او د ايډيالوژۍ تړاو له ارزښتونو او د متن له اهميت سره دی. په تېرو مخونو کې مو چې د کومې کيسه ييزې ټوټې شننه وکړه، که څه هم پر اهميت مو يې څه و نه ويل؛ خو کوم تعبير چې موږ وړاندې کړ، د دې متن اهميت ښيي، چې شننونکي منلی دی. هغه متن ډېر مهم او لوی دی، چې له عادي حالت نه مو لويو انساني پوښتنو ته متوجه کوي. د دې يوه پايله دا راوځي، چې کره کته او نور علوم که هر څومره علمي شي، له ارزښتونو بشپړ نه بېلېږي.   

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب