جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبژبه او لیکدودمورنۍ ژبه، که لومړنۍ ژبه؟| پوهنیار سمیع وحدت

مورنۍ ژبه، که لومړنۍ ژبه؟| پوهنیار سمیع وحدت

د یوه ماشوم په توګه، تاسو له چا څخه ژبه زده‌کړې ده؟ ځواب مو ښکاره دی: له موره!

د نړۍ ډېر خلک همدا فکر کوی. د «مورنۍ ژبې» اصطلاح د دنیا په ټولو ملتونو کې شته، چینایان او اسپانویان هم همدا اصطلاح لري او دلیل یې هم ښایې دا وي چې ماشومان له خپلو میندو سره زیات وخت تېروي.

هو، مورنۍ ژبه هغه ژبه ده چې یو کوچنی یې ړومبی ځل په اړوند کورني چاپیریال کې له خپلې پالونکې/پالونکي (مور، پلار، انا، نیکه او… چې ماشوم ورسره اوسي) له دوی څخه د پېښو له لارې په نا اګاهانه ډول تر پنځه کلنۍ زده‌کوي. د مورنۍ ژبې په زده‌کړه کې مهمه نه ده، چې باید له مور څخه یې زده‌کړې وي؛ بلکې مور، میره، دایه، پلار، نیکه، خپل یا پردی… چې ماشوم ترې ژبه زده‌کړي وي، د مورنۍ ژبې اصطلاح ورته کاروله کېږي.

خو د مورنۍ ژبې د اصطلاح په اړه  وروستنۍ څېړنې دا ښیي چې د نړۍ د ډېرو هغو ماشومانو ژبه چې مور او پلار یې د دوو مختلفو ژبو ویونکي وي، ماشومان یې هغه ژبه زده‌کوي په کومه چې یې پلار او نیکه خبرې کوي. دې څېړونکو د مختلطو (ګډو) قبېلو جنتیکي ځانګړنې تر څېړنې لاندې ونيولې، په دې قبایلو کې د ماشومانو مور او پلار په دوو داسې بېلو کلتورونو او مختلفو ژبو پورې اړه درلوده چې زرګونه کلونه وړاندې سره یو ځای شوي وو او یوه کورنۍ یې جوړه کړي وه.

څېړونکو ددې مختلطو قبایلو جنییتکي خواص تجزیه او تحلییل کړل، وروسته یې د څېړنې پایله د قبېلې له ژبې سره پرتله کړه او دا مالومه شوه چې ډېریو دغو قبایلو د خپلو نیکونو او پلرونو په ژبه باندې خبرې اترې کولې.

یو خو ددې قبایلو د ژبو د انتقال علت د Y کروموزوم دی چې له اجدادو څخه یې پلرونو ته او له پلرونو  څخه ماشومانو ته یې د ژبې انتقال کړی دی او داسې هم شوي چې نارینه وو له خپلو هېوادونو څخه نورو بهرنیو هېوادونو ته ژبې راوړي، هلته یې له بهرنیو ښځو سره ودونه کړي او د هغې سیمې ښځو بیا د دوی ژبه ترې زده‌کړي. په دې اساس ماشومان د ژبو په زده‌کړه کې د پلرونو ژبې یادولو ته تمایلات پیدا کړي.

بل؛ د پلرونو د خبرو اترو انداز د ښځو په پرتله ډېر ساده او مستقیم دی، په همدې دلیل هم د پلرونو ژبه ماشومان ځکه زده‌کوي چې په دوی د جملو او مکالمو یادښت تحميلېږي نه، بلکې په اساني سره ور فهمول کېږي.

د پورتنیو څېړنو په استناد، د مورنۍ ژبې اصطلاح په ټولو ملتونو کې هماغه د پلرنۍ ژبې لپاره راغلې. ماشومان که د ماشومتوب په دوران کې بله، هره ژبه یاده کړي؛ خو د عمر په لوړېدو سره یا د پلار ژبې ته راګرځي او یا هم هماغه پلرنۍ ژبې ته د «مورنۍ ژبې» اصطلاح کاروي.

له پلار وروسته، د مور د ژبې (که مور یې د بلې ژبې ویونکي وي) اغیز هم په ماشوم باید نادیده ونه نيول شي، ماشومان د میندو له خبرو او د هغوئ له ژبې څخه هم ډېر څه زده‌‌کوي او ترې اخلي.  په دې برخه کې زما وړاندیز دادی چې که د «مورنۍ ژبې» د اصطلاح په ځای د «والدینو» ژبو ووایو پورتنیو دلایلو ته به مو څه ناڅه منطقي ځواب موندلی وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب