پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبکره کتنهد ايثار شعري عاطفه/ نورالله زهير‎

د ايثار شعري عاطفه/ نورالله زهير‎

د نسيم ايثار  په شاعرۍ کي عواطف (هغه که شخصي وي، که ټولنيز او که انساني) لاسبري او داسي څپاند دي چي موږ هم له ځان سره وړي. له پيښو سره د ده ژوري عاطفي اړيکي ښيي،په لاندي بيت کي د ده انساني خواخوږي او احساس څومره ژور دی چي د بل انسان خوږ او شين شوی نوک هم وويني، له هغه درده ئې ټوله شپه خپله ګوته خوږيږي، د بل درد خپل درد ګڼي او خپل درد ئې ګڼي. دا  د ده انساني او عاطفي اړيکي له نورو انسانانو سره ښيي.
بس دا چي ووينم د بل سړي شين شوی نوک هم
ايثاره ټوله شپه مي درد کوي دا خپله ګوتـه
په لاندي بيتونو کي تر انسان ور اخوا  له حيواناتو سره هم د ده خواخوږي او زړه خوږی وينو. ځکه حيوانات هم د خدای مخلوقات دي، د ژوند کولو حق لري، په درد و خوږ پوهيږي، ځکه دی نه غواړي چي د حيوان وينه توی شي او بې ضرره ئې څوک  ووژني.
مړې مرغۍته مي ژړل اومړې پيشوته مي لحد ايست
شاعري مي نه کوله، شاعري به رانه وشوه
پرون مي ټوله ورځ له خپلي پوندي ويني تللې
پرون مي چا په مخکي وويشتو يو سپی پونده کي
له دې لاندي بيتونو ئې د همدردۍ او خواخوږۍ اندازه  لګولای شو.
دی د بل له اخ سره هم ژاړي، اوښکي څڅوي، کوم وخت چي ئې د بل درد ونه دردوي، د بل له خوږ سره خوږ نشي، د نورو له اوښکو سره خپلي اوښکي ګډي نه کړي، پر ځان د کاڼي ګومان کوي چي زه هم کاڼي شوی  يم.
اخ لکه زه هم کاڼی شوی يم له کاڼو سره
اخ،  چا نن اخ وکړ  او ماته پرې ژړا رانغله
ننني يا اوسني ژوند کي موږ کوم وحشت ونه ليد؟ کوم ظلم انسان پر انسان تجربه نه کړ؟ له کومو سترګو اوښکي او له کومو زړونو ويني ونه څڅېدې؟ په دې يوويشتمه پېړۍ کي چي ټکنالوجي اسمان ته ورسېده، دنيا تر نورو سيارو، خو بيا هم انسانانو داسي ظلم او زور ــ زياتی وکړ چي تاريخ ئې څو پېړۍ وړاندي نمونه نه لري. پر ظلم سربېره  ظلم، داسي ظلم چي ظلم  حيران شو!!!
دغه يو تصوير دي، دی ايثاره د معيار جوګـه
خوري انسان انسان پروت ورته سپی په سوچ کي تللی دی
سپو خاصيت د انسان وانـخيست  ايثاره
انسانانو خاصيت د سپو اخيستی
دا هر څه کول، ليدل او زړونه نه چاودېدل انسان په دې شکي کړي چي ريښتيا زړه د غوښي يوه ټوټه ده اوکه کاڼی؟!! ايا انسان احساس او درد لري ؟ د ترحم او عاطفې په نوم څه پېژنې؟ د انساني او بشري خواخوږۍ نوم ئې کله اورېدلی يا ليدلی دی؟ د ايثار دا لاندي بيت د اوسني ويني ـ ويني ژوند، لمبه ـ لمبه حالاتو، سلګۍ ـ سلګۍ فضا او کاڼو ــ کاڼو زړونو ښه انځور دی.
خلک دروغ وايي ايثاره! زړه له غوښي جوړ دی
په داسي ژوند کي څنګه ونه چاودېد زړه په ما کي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب