یکشنبه, مې 5, 2024
Homeکالمونهاستاد شپونحامد چې ما پېژاند/ استاد سعدالدین شپون

حامد چې ما پېژاند/ استاد سعدالدین شپون

 نن د دسمبر دېرشمه د افغانستان د پخواني سیاستوال پوهاند صمد حامد شپږم تلین دی. استاد شپون دا لیکنه د پوهاند حامد د مړینې په مناسبت لیکلې او د ۲۰۱۲ د دسمبر په همدې ورڅ (دسمبر۳۰) په تاند کې خپره شوې وه.

د دواړو دې اروا ښاده وي.


زموږ د پوهنتون ریيس و، ټول ترې وېرېدل، وروسته خبر شوم چې له جرمني نه یې فلسفه او سیاست کې دوکتورا راوړې، هلته د سوک وهنې (بوکس) قهرمان هم و. د دېو په شان لوړ دنګ و، سختې خوروړې سترګې یې لرلې. اکثربه غلی و، چې به یې خبرې هم کولې هره جمله به یې شمېرله. خدای بښلي شمس الدین مجروح به ورپورې ټوکه کوله چې« خبرې داسې شمېري ته وا پًه اتیات قدمونه اوچتوي. »

بیا مې پاکستان کې ولېد، چې موږ له کمونستانو تښتېدلې وو. زه او کشر مجروح، بها والدین، اسلام آباد ته ورغلو. موږ تمه لرله چې کوم ښه زېری به راکړي چې شورویان کله وځي، خو دی یې اول په کیسه کې نه و، د کباړي کار بار خبرې یې کولې چې د سړي به ګوزاره پرې وشي که نه. د مرکې په آخر کې یې یو دوه، په ظاهر کې، بې ربطه خبرې راشتۍ کړې. یوه یې د څرخي پله د زندان وه چې دوی ته هره هفته له کوره ډوډۍ او تازه مېوه راتله، خو دوی بلې هفتې ته ساتله، هسې نه چې د جېل چارواکي  نور دوی ته د کور خواړه ورپرې نږدي. حامد ویل چې بله هفته به چې بیا له کوره خواړه راغلل، موږ به ایله د تېرې هفتې ډوډۍ وخوړله، ګویا تل مو باسي مړۍ او چڼیاسو وهلي ډوډۍ خوړله.

چې روسان راغلل، ببرک، حامد له بنده آزاد کړ، د ده د حکومت سره د همکارۍ په تمه یې ارګ ته وروباله. حامد ویل هلته یې راته وویل چې د جلاد حفیظ الله امین دوره نوره ختمه ده، که ته زموږ سره همکاري ومنې نو به دې خپل مرستیال کړم، یا سلاکار یا هر بل منصب چې غواړې یی. حامد ویل چې ما د مریضۍ عذر وړاندې کړ. په همدې کې وو چې یو روسي عسکر د یو ګیلاس سره، چې سپین، شودې وزمه شی ورکې و، دفتر ته راننه ووت، ګیلاس یې په زرپ په مېز کېښود په انګرېزۍ یې په آمرانه لهجه وویل:

Drink!

ببرک په عاجزۍ ورته وویل:

I just drank one hour ago

خو روسي عسکر په قهر بیا د(ډرېنک) امر ورکړ. نو ببرک خواره کي ګیلاس اوچت کړ، په یوه غوړپ یې ګیلاس تش کړ. حامد ویل چې ببرک اوږې وارتولې او ماته یې داسې کتل لکه چې وايي، ته خو ګورې چې څومره زبون یم. حامد ادعا کوله چې دا کار په لوی لاس روسانو زما په شتو کې پلان کړی و چې ما ته ووايي، اصلي قدرت زموږ سره دی، که کار کوې، ته هم د ببرک په شان زموږ چوپړ شه.

د حامد د یوې بلې په ظاهره کې بې ربطې خبرې کیسه مې کوله. د اسلام آباد په ملاقات کې مجروح ترې پوښتنه وکړه چې روسان آیا وځي که نه؟ او که وځي نو کله؟ حامد په نرۍ پیسخند وزمه موسکا وویل، «نه کا له پس.» مجروح هم وخندل، ګویا ټوکه یې وګڼله، نو پوښتنه یې وکړه. « نېټه یې راکړه. ورځ وه که شپه؟ څو بجې؟ ټولو وخندل. زه نه پوهېدم چې حامد د بزرګۍ برخه لرله، ځکه چې په رښتیا روسان نه کاله پس ووتل.

دوه کاله پس، د خدای کړه وو، ما ته د ډنمار ک د کوپن هاګ پوهنتون کې د افغانپوهنې د کلتوري انتروپولوجۍ استادي میلاو شوه او حامد هم جرمني ته راغی. نو مې مېلمه کړ او ډنمارکي پوهان مې هم د ده ملا قات ته راوبلل. درسته شپه یې سره په داسې موضوعاتو بحث و چې زما سر نه پرې خلاصېده. په سبا یې پوهنتون بلنه ورکړه چې څو ورځې په هلته لکچر ورکوي. ډنمارکي همکارانو راته ویل چې دا سړی خو بې جوړې عالم دی. ما من من غوښې اخیستې. بیا امریکا کې هم زما مېلمه و. تر آخره مو تلفوني ارتباط ساتلی او چې یو ځل جرمني ته لاړم ، ده د کورنۍ او یارانو سره مسته مېلمستیا راکړه. حامد په دې وروستیو کې د قرآن کریم په تفسیر کار کاوه، چې ډېر یې لوستلو ته لېواله یم.

نن، د دسامبر دېرشمه مې یې کورته تلفون وکړ. له هغه لوري د ژړا کوکې غوږ ته راغلې: صمد حامد د سهار په څلورو بجو ومړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب