نن د سپتامبر دویمه شنبه ده. روژه « ویشت» ته ورسېده. موږ یې خراب کړو، دا مو هم په ملا غبرګه کړه. پس له پېشلمي مې تر چربانګه کمپیوټر
کې افغاني سایټونه کتل. کرزی مخکې ښکاري خو د درغلیو رپوټ هم شته، وېره ده چې انتخابات ابته شي. په اتو بجو/ یارډ سېل/ ته ووتم. هره شنبه امریکایان د خپلو کورونو مخې ته خپل نابابه اسباب قطار کړي، د لسو ډالرو مال په نیم ډالرخر څوي، کله یې هسې وړیا درکړي. ما ته هېڅ شی په کار نه دي خو له لسیزو پخوا چې ما سګرېټ پرېښودل، د یارډ سېل په بد عمل واوښتم. کله مې موټر ترې ډک کړی وي، خو په یکشنبه، پش شا، کوروالا ډېران ته غورځولي وي. پخوا خو مې پوښتله چې وا خدای نا ترسې، دا خو کورته په کارېدل، ولې؟ هغې به ویل چې پکارېدل یا نه په کارېدل یې زما کار دی، ته دې خپله میرزایي کوه، زما د کور نه بل ډېران مه جوړوه. خو اوس دواړو ته د ناندریو حوصله نه ده پاتې، په پټه خوله یې زه را وړم، دا یې خطا کوي.
یو ښکلی شی چې مې نن راوړی، او خپل د کار خونه کې مې غلی کړی، د سرو مرمرو یو قابګی دی، د هغې سره د همدې کاڼي نه جوړ شوي د مالګې، تورو مرچو، او چتني بوتلګي دي. چې د بیې پوښتنه مې وکړه نو د یو ډالر یې را ته وویل، چې ما د نیم ډالر خبره وکړه، د کور مېرمنې (د یار ډسېل چارواکې اکثٍر ښځې وي) وویل چې دا مرمر د عربستان نه راغلی. ما وویل عربستان کې مرمر څه کوي. هلته خو ټولې شګې دي او تېل. خو مېړه یې مدا خله و کړه «عربستان نه، پاکستان»
اوس مې د مېز په سر ایښی او د خپل مرمرستان په چورت کې ډوب یم. د پښتو ټولنې د وختو یار، عزیزالله امرخېل را یاد شي چې په میدان کې یې د خپل کور نه یو میل لرې، د مرمرو کان ته بوتلم. یو څو هزارهګي لګیا وو په میتي او کلنګ یې بر غنډونه ترې بېلول چې بیا یې په خره باندې کابل ته وچلوي. غر هماغسې ولاړ و، درناوي کې، مازې یو څو ځایه همدغو تاجرانو شوکاری و، لمن یې له ماتو ټوټو ډکه وه. ځان سره مې وویل، قسم چې دا کاڼی زما د مرمرستان نه راغلی.
کمپیوټر ته مې کتل چې لا هم په، کرزی ښه سړی دی، کرزی بد سړی دی لګیا و. د ځانه سره مې وویل، رنګ دې د کرزي ورک شي له تا سره. ایسته مې تڼۍ ته کړچ ورکړ، د مرمرو قابګی مې په ناز او احتیاط را اوچت کړ، ورته ومې ویل: مخکې تر دې چې کوروالا د لور له کوره راستنه شي او ډېران ته دې وارتوي، په دیدن دې سوده وکړم.
د ارواښاد استاد شپون دا لیکنه لومړی پلا د ۲۰۰۹ د سپټمبر ۱۲ مه خپره شوې وه.