پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeادبشعرد اجمل تورمان څو شعرونه

د اجمل تورمان څو شعرونه

څراغ بل دی، خو غږ نشته
خاموشي هم کیسه لري
مایکروفون له ښاخه ځړیدلی
ته نه یې
خو د چوکۍ لاندې
زما کتاب څیرل شوی پروت دی
نپوهیږم چې دا ولې؟
ستا تر خپرونې ورسته
اورېدونکو ماته د مبارکۍ پیغامونه رالیږل

«««««««««

موبائل روښانه شو
پیغام راغلی
خو له لوستلومخکې مې ډیلیټ کړ
دا دریمه ورځ ده
دې اندېښنې اخیستی
چې دا به د چا پیغام و ؟
«««««««««

نن سهار مې
اول نظر
د خپل دوه رنګه ټکسي
د سر نرۍ اینې ته وکتل
هغه وه
خو ستا د سترګو تصویر یې نه و ساتلی
«««««««««

زوی مې
ښوونځي ته ځي
ښوونځي نه راځي
خو ښوونکی نه لري

«««««««««

د پېپسي خالي قطۍ په ځمکه کغ وهل
ځوان غږ کړ، ګول !
د سپین ږیري بابا خوله واوښته
دوه روپۍ ګیزو ترنګ وهل
ملنګ په سینه وښوید
راټولې یې کړې
خو زړه یې ښېرې ونه کړې
– خدای دې ستر کړه !

«««««««««

یو سندرې مفتې دي
نور هر څه په پیسو
دلته زمونږ رسنۍ
له اذانه هم سپانسر غواړي

«««««««««

زړه ته مې
مایکروفون اېښی و
ما ویل که اورې مې کیسې، خبرې
خو ستا غوږۍ
له غاړې ځانګي

«««««««««

خدایه !
زما زړه
یواځې ستا کور دی
تا په کې
د نورو
صفونه درولي دي

«««««««««

شین چم ناڅې
د شینکاکو له ګوټکونو غاړې تاووې
د چاودو پوندو بریا لمانځي
زما پوندې
هغه چې په فوټبال نه
په ټوپ بازۍ کې پخې شوې دي

«««««««««

له کومې مې چې مور مړه شوې
سپوږمۍ ډېره اورم
د خوب سندره
راته هغه وايي
خو زما خوب
او د مور للو
دا یو ځای سه پارچه شوي دي

««««««««

څومره دې له سترګونه پناه شومه
څومره زه نېږدې ، نېږدې ، نېږدې ومه
یوه شیبه کې ځان ته زه د ځان شومه
یوه شېبه ګۍ مخکې د هغې ومه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب