پنجشنبه, جون 27, 2024
Home+په لرغوني یونان کې ژبپوهنه// محمد یوسف عزیزي.

په لرغوني یونان کې ژبپوهنه// محمد یوسف عزیزي.

  • لنډیز:

لرغونی یونان چې مونږه یې له نوم او تاریخ سره آشنا یو، له پخوا څخه د علم او تمدن مرکز پاتې شوی دی او د سترو فیلسوفانو لکه: سقراط، افلاطون، ارستو او داسې نورو فیلسوفانو ټاټوبی دی. سربېره پر دې چې ډېرو علومو لکه: سیاست، اخلاق،ادب، منطق او  فلسفي علومو په لرغوني یونان کې وده اوپراختیا موندلې ده، همدارنګه د ژبې او ژبپوهنې په برخه کې هم د لومړي ځل لپاره ګتور بحثونه له همدې ځایه پیل شوي دي، لکه څنګه چې د ژبې په هکله تر ننه پورې بېلابېل نظرونه او تعریفونه شتون لري، په لرغوني یونان کې هم بېلابېلو روښانفکرانو د خپل فکر او تجسس له مخې د ژبې په اړه  بېلابېل نظرونه او تعریفونه وړاندې کړي دي.

په لرغونې یونان کې د ژبپوهنې په برخه کې ډېرو فیلسوفانو کار کړی دی خو لومړنی کس چې د ژبې زده کړیز نظام ته یې پام شو افلاطون وو. نوموړي ژبه یوه طبیعي پدیده ګڼړله خو ارستو بیا ژبه د یوې کسبي پدیدې په توګه معرفي کړه.مخکې له دې چې د  ژبې او ژبپوهنې په هکله بېلابېلې نظریې وړاندې شي دا به اړینه وي چې لومړی د ژبې په هکله یو لنډ او مختصر معلومات وړاندې شي تر څو دا په ډاګه شي چې ژبه څه ډول پدیده ده او د ودې او پراختیا لارې چارې یې له کوم ځای څخه پیل شوې دي. دا خو څرګنده ده چې د ژبپوهنې د رامنځته کېدو بنسټ  ژبه ده او ژبه له  ژبپوهنې سره تړلې اړیکه لري له همدې کبله په دې برخه کې د ژبې یو څو بېلابېل تعریفونه د بېلګې په توګه وړاندې شوي دي،

د ځینو ژبپوهانو له نظره چې ژبه کسبي پدیده ګڼي چې،  ژبه یوه ټولنیزه کسبي پدیده ده چې په ټولنه کې د یو لړ غږیز، اوریز او قرارداي سمبولونو په درلودولو سره د وګړو تر منځ د افهام او تفهیم په پار کارول کېږي حال داچې د پیدایښت له مخې چې ژبه څنګه رامنځته شوې ده بیا نو دا تعریف ورته بسنه نه کوي.

د غربي او شرقي دانشمندانو له نظره  ژبه یو کسبي پدیده ګڼل شوې او د ځینو ژبپوهانو له نظره، ژبه له طبیعي غږونو څخه د اخیستل شویو اوازونو پر بنسټ رامنځته شوې پدیده ګڼل شوې چې د وخت په تېرېدو سره یې وده او پراختیا موندلې ده، خو د اسلامي عقېدې له مخې ژبه د انسان له خلقت سره یو ځای رامنځته شوې او د بېلابېلو ټولنیزو بدلونو له مخې یې د ودې  او تکامل بېلابېل پړاوونه تر سره کړي دي.

داچې د ژبې د پیدایښت په اړه په لرغونې یونان کې ژبپوهانو څه ویلي او کومې نظریې  یې وړاندې کړي دي په اصلي موضوع کې به په باندې تفصیلي معلومات وړاندې کړو.

  • ار وییونه:

۱ـ ژبپوهنه ، ۲ـ   یونان او  ژبپوهنه ،  ۳ـ  د افلاطون نظریه،۴ـ  د تراکس وڼده ۵.  د ارستو نظریه،۶. لومړی انقلاب  ۷. دویم انقلاب،

  • سریزه:

د هر علم  وده او پراختیا په ژبې پورې تړاو لري. ژبه یوه ځانګړې وسیله ده چې علوم، تجربې، افکار، نظریې او د ژوندانه په بهیر کې بېلابېل معلومات تر نورو رسوي. په کوم هیواد کې چې ژبې ته ډېر کار شوی دی د لوړ فرهنګ، اقتصاد، سیاست، تاریخ، کلتور او تهذیب خاوندان دي او اپوټه هغو هیوادونو کې چې ژبې ته ارزښت نه دی ورکړ شوی او خپلو ملي ژبو ته یې په اخلاص سره کار نه دی کړی له ګڼو فرهنګي، سیاسي، اجتماعي او ټولنیزو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. دا ځینې وروسته پاتې هیوادونه چې ګڼ شمېر علمي او فرهنګي ستونزې لري یو لامل یې دا دی چې دوی خپلې ژبې ته کار نه دی کړی. (په مقدس کتاب کې راغلي دي چې عبري د ټولو ژبو ریښه ده لاتیني او یوناني له همدې عبري ژبې څخه منشه اخیستې ده). نظریه های زبان شناسي، (حمیدزی۱۴۰۲:۴۳).

 په دې سیمینار کې د (لرغوني یونان ژبپوهنې) تر عنوان لاندې د ژبې او ژبپوهنې په هکله د یوناني فیلسوفانو له نظره د ژبې او ژبپوهنې په تړاو معلومات ذکر شوي دي او کوښښ شوی دی چې دا په ډاګه شي چې اوسنیو ژبو څنګه پراختیا موندلې او د هرې ژبې لپاره بېلابېل قواعد څنګه او څه ډول وضع شوي دي، لکه څنګه چې په بېلابېلو برخو کې د ځینو ستونزو هوارولو لپاره ګڼ شمېر علوم شتون لري همدارنګه د ژبنیو ستونزو د حل لپاره هم ژبپوهنه په لرغوني یونان کې د لغت له دایرې څخه راووته او د یو مستقل علم په توګه معرفي شوه، اوسمهال  ژبپوهنه د معاصر علم  په توګه د ډېرو نا ویل شویو ځوابونو لپاره بېلابېلې لارې غوره کړي دي او د نويو بحثونو او نظریاتو پر بنسټ یې نویو کارونو ته لارې پرانیستي ده، چې له دې سره په ژبه او ژبپوهنه کې د پخوانيو فکرونو پرخلاف نوې نظریې وړاندې شوې دي، خو اړینه دا ده چې د خبرو اترو له مخې د چاپېریال په رڼا کې ژبه د ټولو اړخونو په پام کې نیولو سره  د ژبپوهنې علم په مرسته د ګڼو علومو په خواکې مطالعه شوې او د نویو  رامنځته شویو تیوریو له مخې چې ژبې څه ډول جوړښت موندلی او د ژبې ګرامر د نویو تیوریو پر اساس څنګه لیکل شوی یا لیکل کېږي او دا لارې چارې باید په علمي توګه څنګه  وټاګل شي بحثونه تر سره شوي دي، ترڅو ژبه په علمي لحاظه پرمختګ وکړي او د پراختیا او کره والي  لپاره ژبې ته علمي او معیاري  بنسټونه وټاکل شي.

  • موضوع:
  1. ژبپوهنه څه ده؟

 ژبپوهنه د ژبې او پوهې له ترکیب څخه رامنځته شوې مرکبه کلمه ده چې علم ته یې ژبپوهنه، او عملي کوونکي  ته یې ژبپوه وايي. د ژبپوهنې دنده د ژبې په اړه د پوهولو او راپوهولو ترحده نه ده، بلکه ژبپوهنه په ټولیزه توګه د ژبې رغښت، جوړښت، بدلون، ترکیب او داسې نور ډېر موارد لکه فونیمکس، مورفولوژي، سانتیکس ترڅېړنې لاندې نیسي او په ژبه کې د بشپړ جوړښت لکه آواز (فونیمکس، غږ (فونیم) ، ويي (مورفیم)، غونډله (جملې) څخه نیولې تر متن، کیسې، داستان، ناول او رومانه پورې په یو منظم قاعده مند سیستم کې تنظیموي او  وئیلو، لیکلو  او وړاندې کولو ته یې قواعد او معیارونه ټاکي او دا په ډاګه کوي چې په آوازونو کې څه ډول مانا داره غږونه په نښه کېږي او د همدغو خپلواکو، نا خپلواکو فونیمونو او مورفیمونو له منظم جوړښت یا رغښت څخه د ګټې اخیستنې په صورت کې څه ډول کلمې، جملې او بېلابېل متون  رامنځته کېږي،لنډه داچې( ژبپوهنه هغه علم ده چې د یوې ژبې جوړښت او تاریخي تحولات او نور ژبني مسایل ترڅېړنې لاندې نیسي، د دې اصطلاح بنسټ د لاتین (Lingua) چې مانا یې ژبه (Language) ده او روستاړی ایسټیکه(Istica) بیا له یوناني ژبې څخه ورسره یوځای شوې ده چې په انګلیسي کې ورته (languistics) وايي. (ارغند.۱۳۹۶: ۱۱).

د ژبپوهنې علم مونږه ته دا زده کوي چې د غږونو، منظم ترتیب څخه کلمه، د کلمو له سم جوړښت څخه جملې او د جملو له ډول ډول جوړښتونو او رغښتوالي څخه  متون، کیسې، داستان، ناول او رومانونه رامنځته کېږي او په همدې اساس د یادو مواردو په برخه کې چې  یوه ژبه څنګه ووئیل شي څنګه ولیکل شي او څه ډول وده، پراختیا  او سمون ومومي، نوې لارې، چارې د یو معیار په توګه وړاندې کېږي. که څه هم ژبپوهنه د ژبې په برخه کې یو عمومي علم دی خو بیا هم د هرې ژبې لپاره په ژبپوهنه کې بېلابېل قواعد ټاکل شوي دي چې هره ژبه د خپل چاپېریال او قواعدو په رڼا کې مطالعه کېږي او له یوې بلې ژبې سره  د چاپېریال او قواعدو په پام کې نیولو سره پرتله کېږي. د ژبپوهنې علم یوازې د پوهولو او راپوهولو په اړه بحث نه کوي او نه هم هغه کس ته ژبپوه وئیل کېږي چې په خپله ژبه او یا هم په څو ژبو افهام او تفهیم کولی شي بلکه د ژبپوهنې علم د یوې ژبې رغښت، جوړښت ، بدلون او پراختیا تر څېړنې لاندې نیسي او ژبپوه هم هغه چاته وئیل کېږي چې د یوې ژبې په داخلي او بهرني رغښتونو او قاعدو پوهیږي او یوه ژبه په هر اړخیزه توګه څېړلی شي. انګریزي دایرة المعارف په دې اړه ليکي؛ د لرغونې یوناني دوره چې په ( ۱۲- ۹ ق.م ) پېړیو کې پېلېږي او پر (  ۶۰۰ م ) پای ته رسېږي .په نړۍ کې د ژبنیو څېړنو د پیل په اړه په عام ډول بېلابېل نظرونه وړاندې کړي دي، چې ځينې نظرونه د  تورات  مقدس کتاب څخه پیلوي چې د آدم  علیه السلام او بي بي هوا  د ژبې په اړه  ځینې بحثونو پکې شوي دي، ځینې نظریې بیا  د لومړنۍ  ژبې د پیدایښت په اړه په دوه ماشومانو د ژبې زده کړې له مخې  وړاندې کوي کومه تجربه چې د پسامتیخوس له خوا چې ( ۶۰۰ ق.م ) کې یې ژوند کوه  تر سره شوې او د ژبنیو څېړنو لومړنۍ پیلامې په توګه یې وړاندې کوي، همدارنګه د دې ترڅنګ بل  ژبپوه چې پروتاګوراس ( Protagoras ) نومېږي هغه هم د ژبې په اړه بحثونه کړي چې تاریخ پوهان د ژبپوهنې په برخه کې دوی لومړني کسان بولي چې د ژبې او ژبپوهنې په برخه کې یې ګټور ګامونه اخیستي دي. دا چې دوی د ژبې د ودې او تکامل په برخه کې کومې کړنې تر سره کړي دي په لاندې عنوان کې به پرې توضیحات وړاندې شوي دي.

  1. یونان او ژبپوهنه:

(یونانیان متحد قوم نه وه او د بېلابېلو جغرافیايي موقیعتونو له مخې یې خبرې کولې خو په ټوله کې یې خپل هیواد ته هیلاس نوم اخیسته،چې اوس یې هم په نوي یونان کې د ایلاس په نامه یادوي.. (حمیدزی ۱۴۰۲:۴۳).

یونان له پخوا څخه د یو پرمختللي تمدن درلودونکی و چې د دوی دا تمدن له بېلابېلو فرهنګونو څخه جوړ شوی وه او په هره برخه کې یې د پام وړ پرمختګونه کړي و، دا چې له پخوا څخه مشهور فیلسوفان لکه سقراط، کراتیلوس، افلاتون، ارستو او داسې نور و فلسفي پوهانو په یونان کې ژوند کاوه له همدې کبله د ژبې بیاکتنه هم د فلسفې په چوکاټ کې تر څېړنه لاندې نیول شوې وه او د ژبې هر ډول جوړښت او رغښت ته یې د فلسفې له مخې قوانین وضع کول.  (اپلاتون یو یوناني فیلسوف وو چې  په ( ۴۲۹– ۳۴۷  ق.م ) کال کې د یونان اتن  ښار کې  په یوې اشرف زاده کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستلې.. (حمید زی۱۴۰۱:۴۸).

د ستر فيلسوف سقراط له پوهې څخه ډېر زیات اغیزمن و  او دا چې سقراط زاړه او له کاره لویدلي خیالونه تل رد کول او پرځای به یې نوې خبرې او نظریې وړاندې کولې د اپلاتون دا ډول نوې خبرې او نوښتونه ډېرخوښ ول او ډیر وخت به له سقراط سره و. همداراز اپلاتون ځینې زده کړې له کراتیلوس څخه هم کړې وې او اپلاتون د فيلسوف کراتیلوس شاګرد هم پاتې شوی دی، اپلاتون په اتن کې فلسفې اصول له کراتیلوس څخه زده کړي و او دی د سقراط، هیراکلیتوس او کراتیلوس د خبرو او افکارو تر اغیز لاندې هم  راغلی و. (لومړنۍ کتاب چې د ژبې په هکله یونان کې تر لاسه شوی دی د کراتیلوس اثر دی چې اپلاتون  لیکلی دی. (حکیمي . ۱۳۹۸: ۵۵).

  1. د افلاتون نظریه:

اپلاتون د ژبې په اړه وايي چې کلمه یو بنسټیز صورت لري چې د یوې خاصې کلمې مانا په منظمه او روښانه توګه څرګندوي. اپلاتون په دې نظر و چې ژبه طبیعي پدیده ده او د نوم او نومولي ترمنځ منطقي او طبیعي اړیکي شتون لري او د کلمې صورت او لفظ د څیز له ماهیت سره یو ځانګړی تړون لري، د اپلاتون ژبني نظریات د ( کراتیلوس ) په نوم اثر کې وړاندې شوي دي. د کراتیلوس په اثر کې د کراتیلوس او سقراط دواړو نظرونه شته دي، خو دا چې کومه برخه په سقراط او کومه برخه په کراتیلوس پورې اړه لري معلومه شوې نه ده، خو یوه خبره واضح ده چې د سقراط او اپلاتون نظر د ژبې په هکله یو شان و، دوی وئیلي دي چې ژبه یوه طبیعې خاصه ده او د دوی دا نوی نظر که څه هم ځینو ژبپوهانو ته د منلو وړ نه و خو د ژبې په برخه کې  د نوې لارې پرانیستلو اقدام  له همدې ځایه پیل شوی دی. د کراتیلوس اثر کې د ژبې په اړه ډیالوکي خبرې اترې وړاندې شوي دي چې د پوښتنو او ځوابونو په څېر د ( سقراط او هوموګنس ) تر منځ د سوال او جواب په فورم کې تر سره شوي دي، د دې  ډیالوګ مخاطب او متکلم سقراط او هرموګنس دوه فیلسوفان دي، د دې اثر ډېرې برخې د کلمې او جملې تر حده دي،کراتیلوس د يوناني فيلسوف اپلاتون له لیکل شویو کتابونو څخه يو دی چې د سقراط، کراتیلوس او هوموګنس ترمنځ په مرکه بحث کوي. لکه څنګه چې مو مخکې ووئیل په یونان کې د نورو علومو په برخه کې ډېر کار شوی دی  همدارنګه د ژبې او ادبیاتو د پراختیا په برخه کې هم د پام وړ کړنې تر سره کړي دي.

( کله چې د دوی خط له منځه لاړه دوی د فنقي رسم الخط په مرسته د نوي خط رامنځته کولو باندې بوخت شول چې په دې خط کې یوازې د صامت (ناخپلواک) غږونو لپاره نښې وې خو یونانیانو د خپلواک غږونو برخه هم پکې اضافه کړه چې د ژبې په مسائیلو کې دا لومړنۍ څېړنه وه چې یونانیانو تر سره کړه. (حمیدزی ۴۷:۱۴۰۲).

­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­که څه هم په تاريخي لحاظ پروتاګوراس چې له ( ۴۹۰ – ۴۲۰ ق.م ) پورې یې ژوند کړی دی لومړنی شخص دی چې په یوناني ژبه کې یې د جنس مسله مطرح کړه خو  ژبپوهان د اپلاتون کراتیلوس اثر لومړنی لاسته راغلی اثر بولي چې ژبنۍ څېړنې  پکې شوي دي او د ژپپوهنې په برخه کې یې د یوې  تیورۍ په توګه بنسټ ایښی دی. سربېره پر دې اپلاتون لومړنی شخص دی چې د ژبې د ګرامر په برخه کې یې ځينې اړین اصطلاحات لکه: فعل، نوم، (مسند او مسند الیه) په جمله کې په ګوته کړي دي، اپلاتون وايي هغه کلمه چې د یو کار په کولو دلالت کوي فعل دی او کومه کلمه چې د یو فعل د تر سره کولو استازیتوب کوي  (نوم) ګڼل کېږي. په دې توګه اپلاتون د جملې دوه مهمې برخې ( نوم او فعل ) چې یو د جملې مسند او بل  یې مسندالیه رغوي په ډاګه کړل چې د جملې د رغښت او جوړښت لپاره یې یوه قاعده ترتیب کړه او په همدې اساس کولای شو ووایو چې اپلاتون د نحوې په برخه کې  یو ستر ګام پورته کړ. د اپلاتون په نظرونو ولاړه ژبنۍ تیورۍ څخه ښوونځي رامنځته شول چې طبیعیون ( Anologists ) یې بولي. د طبیعون تيورۍ پلویان په دې نظر دي چې ژبه طبیعي ماهیت لري، نو له همدې کبله د لغتونو مانا او منشاء د هغو په ظاهري صورت کې نه بلکه په داخلي صورت کې پیداکولای شو او دا د کراتیلوس نظر هم دی. (کراتیلوس له خپل نظر څخه په کلکه دفاع کوي او وايي چې کلمې  له حقیقت سره مطابقت کوي او کلمې قرار داد نه بلکه طبیعت تعینوي او کلمې هغه څه بیانوي چې په طبیعې توګه شتون لري نو له همدې کبله باید د کلمو داخلي برخه مطالعه شي نه بهرنۍ (حکیمي. ۵۵:۱۳۹۸).

  1. په ژبپوهنه کې د تراکس وڼډه:

دا چې تر یو وخته پورې په یونان کې ځینې فیلسوفان په همدې نظر ول له همدې کبله د یونان لومړني فیلسوفان د پنځپالو یا طبیعتپالو په نوم یادېږي. له اپلاتون وروسته بل شخص چې د ژبني جوړښت او تجزیې  په برخه کې یې کار کړی دی تراکس نومیږي (لومړنی کس چې د جملې اجزاوې په اتو برخو ووېشلې هغه تراکس نومېده. تراکس د جملې اجزاوې په نوم، ضمیر، صفت، قید، سربل، اوستر بل، اړ وییکې او فعل باندې ویشلي او نومولي دي. (حکیمي.۷۰:۱۳۶۹).

دا ویشنه تر اوسه پورې په (۷ یا ۸) برخو مروجه ده. له اپلاتون وروسته بل شخص چې د ژبې په اړه يې خپل نوی نظر څرګند کړ هغه د اپلاتون شاګرد ارستو وو. ارستو (Aristotle) چې د یونان ستاګیروس ښار کې زېږېدلی دی، چې د ژوند نېټه یې (۳۸۴ – ۳۲۲ ق.م ) ښودل شوې ده،که څه هم  د اپلاتون شاګرد دی خو د ژبې په اړه  نظریه یې له خپل استاد سره توپیر لري. ارستو وايي چې ژبه یوه ټولنیزه او قراردادي پدیده ده، نه طبيعي. د نوم او نومولي ترمنځ طبیعي اړيکي نه شته او نه هم صورت د څیز له ماهیت سره منطقي او طبیعي تړون لري.

  1. ارسطو او ژبپوهنه:

ارستو لومړنی مفکر دی چې نه یوازې د اپلاتون نظر یې رد کړ بلکه  د کلمو او الفاظو ډلبندي يې هم پراخه کړه او د نوم او فعل ترڅنګ يې د رابطې(Syndessmoi) ګرامري نومونه او اصطلاح هم دود او تعریف کړه. د ارستو د نظریاتو پر بنسټ وروسته د تړونپالو، او اتفاقیونو (Anomolists) تیوري او ښوونځی رامنځته شو چې د ډېرو ژبو ګرامرونه د همدې تیورۍ پر بنسټ ولیکل شول چې دا تیوري تر اوسه پورې ژوندی ده، که څه هم ډېری پوهان د ژبې وده او تکامل له لرغوني یونان څخه پیلوي خو لومړنی ژبپوه چې په ژبپوهنه کې یې لومړنی انقلاب رامنخته کړ ویلیم جونز وه.

  1. ویلیم جونز او لومړی اتقلاب:

ویلیم جونز د هند لرغوني حقوقي متونو پر ژبه څېړنه تر سره کړه او دا پایله یې تر لاسه کړه چې سانسکریت ، لاتیني او یوناني په خپلو کې خپلوانې ژبې دي، (ویلیم جونز د (۱۸) قرن په اتمه لسیزه کې خپله تاریخي وینا د سانسکریت ژبې په هکله د یوناني او لاتیني ژبې سره په تړاو کې وړاندې کړه او سانسکریت ژبه یې څو ځله له یوناني او لاتیني ژبې څخه غوره وګڼله. (حکیمي. ۱۳۹۸: ۱۱۳)

له همدې کبله ویل کېږي چې په اجتماعي علومو کې نظریات تر حده ډېر وړاندې کېږي او هرڅېړونکی د یو نظر په ردولو سره خپل نوی نظر وړاندې کوي او د همدې بېلابېلو نظریاتو په وړاندې کولو سره  ژبه وده او پراختیا مومي. (د تلفظ او مانا بدلون د نورو ژبو له ویونکو سره د اړيکو، راشه‌ درشې او راکړې ورکړې له امله رامنځته کېږي. لکه د کمپیوټر، فکس او نورو په وسيله، له انګلېسي څخه پښتو ته او يا داسې نورو ژبو ته د کلمو او مفاهيمو تګ. البته د نورو بدلونونو لامل هم کېږي. مثلا: د مشابه ژبو مطالعه چې د وخت په تېرېدو سره په ژبه کې بدلون راځي یا یې د جغرافیایي تغییر له کبله په ژبه کې د بدلون لامل کېږي. (همای ۱۵:۱۴۰۱)

مخکې مو یادونه وکړه چې اپلاتون په ژبه کې د مسند او مسند الیه موجودیت څرګند کړ او کلمه یې د مانا واحد وګڼړله، خو ارستو بیا د مسند او مسند الیه جوړښت ته انکشاف ورکړه او جمله یې په ژبه کې د مانا واحد په توګه معرفي کړه. ارستو وايي چې کلمه په یوازې توګه بشپړه مانا نشي ښندلی بلکه جمله ده چې کلمه پکې خپله مانا په خپل ځای کې افاده کوي ( خو دسوسور بیا ډېر تمرکز په کلمه کوي او وايي چې هره کلمه د انسان په ذهن کې د دال او مدلول په توګه دنده تر سره کوي په کلي توګه نوموړی وايي چې دال د کلي تصویر په توګه د انسان په لانګ (ژبه) کې له مخکې شتون لري او له ذهن بهر د لانګ تلفظ یا وینا ته پارول وايي.(ښکلی: ۳۳:۱۴۰۱).

همدارنګه د دال او مدلول لپاره یو مصداق هم وي چې په پارول کې بېلابېلې بڼې لري.

  1. د دسوسور نظریه او دویم انقلاب:

د دوسوسور د ژبپوهنې په برخه کې د رغښتوالې نظرې په وړاندې کولو سره دویم انقلاب پیلیږي، دوسوسور د ژبې نظام لا پسې غځوي او وايي چې ژبه د پاراډایم او سینتاګم له مخې په عمودي او افقي توګه رغښت مومي چې پاراډایم (عمودي) انتخاب کې کلمې د یو بل پر ځای راتلی شي خو په سینتاګم (افقي)جوړښت کې د ګرامري محدودیت له مخې یوه کلمه د بلې پر ځای نشي راتللی او څومره چې افقي رغښت وده مومي هومره یې محدویتونه زیاتیږي. دوسوسور ژبې ته د نښو نظام وايي او وايي،( هره نښه د سکې غوندې دوه مخه لري چې یو مخ یې دال او بل یې مدلول دی، دال د کلمې غږیزه ټولګه یا بڼه ده چې په پارول کې  یې د تلفظ په وخت ویناوال  تلفظ کوي او مدلول د دې دال تصور دی چې د ویناوال په ژبه کې موجود وي دوسوسور د مصداق پر ځای مدلول یا ذهني تصور ته ځکه اهمیت ورکوي چې د نوموړي په اند هر واقعي څیز چې ژبني نظام ته ننوځي بدلیږي د هر ویناوال په ذهن کې د هر مصداق یو مختلف تصور وي. (ښکلی. ۶۰:۱۴۰۱).

 همدارنګه د جملې جوړښت د اپلاتون او ارستو له نظریو څخه وروسته بیاهم په یو حال پاتې نه شوه بلکه نورو ژبپوهانو په دې برخه کې کار کړی دی. د بېلابېلو کلمو په نښلولو سره یې په جمله کې د بشپړې مانا رسولو لپاره هڅې کړې دي، د یوناني دورې رغښتوالې ته  په کتو سره په شلمه پېړۍ کې درې ډوله رغښتواله نظریې وړاندې شوې، ( لومړۍ رغښتواله د دسوسور له خوا وړاندې شوه  چې یوازې په ژبې پورې محدوده وه او ژبه یې تر مطالعې لاندې ونیوله، دویم ډول رغښتواله ژان ژاپن په خپل کتاب رغښتواله کې رغښت تر ژبې پورې محدود نکړ بلکه په نورو نظامونو کې لکه: ریاضیات،  فزیک، کیمیا، ولس پوهنې او ټولنپوهنې  په برخو کې هم  د مطالعې وړګاڼه. او دریم ډول رغښتواله چې کالر له خوا وړاندې شو، د فرانسوي  رغښتواله  په نامه یادیږي او په داسې ډول یې وړاندې کوي چې له نښپوهنې سره ورته والی لري. (حمیدزی. ۱۴۰۲: ۸۸).

لکه څنګه چې مو مخکې یادونه وکړه چې په لرغونې یونان کې تراکیلوس، سقراط، اپلاتون کلمه د ژبې لپاره واحد په توګه معرفي کړه او د جملې هره کلمه یې په ظاهري توګه نه بلکه په باطني توګه تر څېړنې لاندې نیولې وه او ژبه یې هم یوه طبیعي پدیده کڼړله خو په شلمه پېړۍ کې د فردیناند دوسوسور له خوا په ژبه کې د دویم انقلاب په رامنځته کولو سره  دسوسور د تاریخي ژبپوهنې له مخې د ژبې مطالعه او څېړنه رد کړه او وېویل چې ژبه په هر مهال کې د افهام او تفهیم وړتیا لري او که چېرې په ژبه کې کومه نیمګړتیاوې شتون ولري باید د حاضر وخت تقاضا ته په کتو سره  هغو ستونزو ته د حل لاره پیدا شي او ورځینۍ ژبنۍ ستونزې پرې حل شي. فردیناند دوسوسور دې ادعا سره سم د هندو اروپايي ژبو لپاره یو څو واولونه رامنځته کړل چې د هغه وخت ستونزه پرې حل شوه چې د نوموړي له مړینې ډېره موده وروسته په (۱۹۱۷) میلادي کال کې د هیټي په ژبه کې  د  سوسور له خوا ایجاد شوي واولونه پیدا شول.

  • ستونزې:

سربېره په دې چې د ژبپوهنې په برخه کې ژبپوهانو تر ډېره حده پورې کار کړی دی خو بیا هم دېر پوښتنې شته چې نهايي ځواب موندولو ته اړتیا لري.

د  ژبې په هکله یو جامع تعریف چې د شته ژبې او د ژبې پیدایښت لپاره له هر اړخه ځواب ورکوونکی وي وړاندې شي.

د املاء په برخه کې د عربي ګرامر اغیز او د پښتو ژبې قواعد تر ډېره په ټکر کې دي.

یوه موضوع د ډېرو او مختلفو عنوانونو لاندې په یوه بڼه تشریح کول.

  • د حل لارې چارې :

د شته ژبې او د ژبې پیدایښت له مخې یو جامع تعریف چې د ژبې پیدایښت، د ودې او تکامل پړاوونه او د شته ژبې بدلونونه په بر کې ونسیي وړاندې شي.

 تر ډېره پورې پښتو کلمې هم د عربي ګرامر تر اغیز لاندې لیکل کېږي چې باید لیکوالان ټاکل شوی معیار ته په کتو سره پښتو کلمې په خپله قاعده ولیکي.

یوه موضوع باید په د مختلفو او بېلابېلو عنوانونو  لاندې تشریح نه شي چې لوستونکی په ابهام کې پاتې شي. او که د بل عنوان لاندې تشریح کېږي نو توپیر یې په ډاګه شي چې د دې متن توپیر له هغه بل متن سره په څه کې ده چې مختل عنوان ورته ورکړل شوی دی.

  • پایله:

د ژبپوهنې ساحه ډېره پراخه ده او په هره ژبه کې د وخت په تېرېدو سره بېلابېل بدلونونه رامنځته کېږي نو د ژبو او ادبیاتو څانګې اړوند محصلینو ته په کار ده چې د لیکل شویو کتابونو په مطالعې او د خپلو استادانو لارښوونې سره سم د ژبې د ودې او سمون په برخه کې کار وکړي او د ژبپوهنې په برخه کې د ژبې ودې او پراختیا لپاره کار وکړي.

  • ماخذونه

۱: حکیمي، مطیع الله. ۱۳۹۸. تاریخ زبانشناسي. تخار: انتشارات گنج.

۲: ښکلی، اجمل. ۱۴۰۱. د ژبپوهنې نظریې. کابل: پکتوس خپرندویه ټولنه.

۳:ارغند، ذبیح الله صاحب. ۱۳۹۶. ماناپوهنه. کابل: پکتوس خپرندویه ټولنه.

۴: حمیدزی، راحله .۱۴۰۲. نظریه های زبانشناسی. کابل: انتشارات سمون.

۵: همای، یحیا. ۱۴۰۱. پرتلیزه  تاریخي ژبپوهنه. کابل: پکتوس خپرندویه ټولنه.


څېړونکی: محمد یوسف عزیزي

موضوع: په لرغوني یونان کې ژبپوهنه

لارښود استاد: پوهنوال استاد اسد الله وحیدي

نېټه:۵/۷/۱۴۰۳

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب