شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د سیډني اوپرا تالار په دې ورځ جوړ شو

د سیډني اوپرا تالار په دې ورځ جوړ شو

تاند- له نن څخه ۴۹ کاله پخوا د ۱۹۷۴ م کال د اکتوبر په شلمه د استرالیا د سیډني د اوپرا تالار (سیډني اوپرا هاوس) له بشپړېدو وروسته پرانستل شو.

د دې ودانۍ، چې اوس د استرالیا په سمبول بدله شوې ده، ډیزاین یا نقشه ډنمارکي انجنیر (Jørn Utzon) جوړه کړې ده.

د دې سالون د جوړېدو پر نقشې ډېر جنجالونه شوي تر دې چې په ۱۹۵۷ کال کې نقشه نړیوالې سیالۍ ته وړاندې شوه او بالاخره د ډنمارکي انجینیر نقشه خوښه کړل شوه.

دا تالار د سمندر په غاړه د نیوساوت ویلز ایالت په سیډني ښار کې جوړ شوی دی.

د سیډني اوپرا ودانۍ، چې د شل پېړۍ د معمارۍ یوه کمسارې بېلګه ګڼل کېږي او په ۱۹۵۹ م کال ۱۰ زره کارګرو کار پرې پیل کړ، د ۱۹۷۳ م کال په دې ورځ دوه ملکې الیزابت رسماً پرانیسته.

په دې ودانۍ کې، چې د تیاتر ۵ سالونونه، د تمرین ۵ سالونونه، دوه اصلي یا لوی سالونونه، ۴ ­­­­رستورانونه، ۶ بارونه او ګڼ شر پلورنځي شته، مهم هنري پروګرامونه جوړېږي.

د ودانۍ په جوړولو کې له ۲۱۹۴ کانکریټي ټوټو یا بلاکونو کار اخیستل شوی چې د هرې ټوټې تقریبي وزن ۱۵ ټنه دی.  همداراز په دې ستره ودانۍ کې له څه باندې یو ملیون ټایلونو یا کاشیانو کار اخیستل شوی چې له سویډن څخه ورته راوړل شوي دي.

د سیډني په اوپرا هاوس کې ۶۲۲۵ متر مربع شیشې هم کارول شوي چې له فرانسې څخه ورته راوړل شوي او د دې ودانۍ لپاره ځانګړې جوړې شوې دي.

دا ودانۍ ۵۷۹۸ متر مربع ده یعني ۸ بوینګ الوتکې پکې ځایېدای شي.

په دې ودانۍ کې د کال ۱۵۰۰ کنسرتونه او نور پروګرامونه جوړېږي او زرګونه سیلانیان یې لیدو ته ورځي.

د سیډني د اوپرا هاوس ۱۰۰۰ خونې لري او هر کال د دې ودانۍ نژدې ۱۵۵۰ ګروپونه (څراغونه) بدلېږي.

دا ودانۍ وروسته له دې په نړۍ کې ډېره مشهوره شوه چې د دوه زرم کال المپیک لوبې د استرالیا په سیډني کې وشوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب