پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+تور غر او تیاره ښار، د سوریالیستک سبک کیسه ده که نه؟...

تور غر او تیاره ښار، د سوریالیستک سبک کیسه ده که نه؟ / ایمل پسرلی

تور غر او تیاره ښار د زلمي لیکوال نجیب الله مرموز کیسه ده چې  په دې جملې پیل شوې ده ٬٬ هلک درګرده ځانته ويل، چې که نن په هر ډول له هغه وزر لرونکي بوډا سره مخ شي، ورته ووايي، چې نه ورسره ځي.،، د دې جملې په لوستو وار له وار دا فکر را پیدا شو چې شاید سوریالیزم ته په پام لیکل شوې کیسه وي. په پښتو ژبه په دې سبک پخوا ما کومه کیسه نه وه لوستې، د ښاغلي مرموز نورې کیسې هم ما نه دې لوستې چې هغو ته په کتو قضاوت وکړم، نو د دې لپاره چې خپل ګومان ته دلایل ومومم، په سوریالیزم به وغږېږو او بیا به د تور غر او تیاره ښار کیسه پرې وارزو چې د سوریالېزم بېلګه یې بللی شو که نه؟

سوریالیزم د شلمې پېړۍ ادبي او هنري مکتب دی چې د انسان د لاشعور نړۍ، خوبونه، خیالونه او باطني ویرې په هنري ژبه بیانوي. د سوریالیزم لیکوالان د واقعي نړۍ دودیز منطق ماتوي او د داسې پېښو، انځورونو او صحنو له لارې خپل پیغام رسوي چې ظاهراً نامنطقي ښکاري، خو د کرکټر د دنني یا رواني حالت ژور انځور یې وړاندې کړی وي. معاصر اسپانیوی لیکوال او د مادرید پوهنتون استاد انهېل زپاتا د سوریالیزم د سبک لیکوال دی، په مادرید کې د سوریالیزم د ګروپ غړی دی. د لنډو کیسو درې ټولګې یې چاپ شوي چې په هغو هم د سوریالیزم سیوری غوړېدلی دی. له ده سره مې له ۲۰۲۰ کال راهیسې کله نا کله پاللې ده ، هغه وخت مې د نړیوالو کیسو کیسې کتاب کې ورسره مرکه کړې وه، له ده مې اوس د دې مقالې لپآره وپوښتل، ولې باید د ۲۱ مې پېړۍ په دې بوخت ژوند کې څوک دومره پېچلی سبک ولولي، دوی راته وویل:  ٬٬ سورریالیزم هېڅ اړتیا ته ځواب نه وايي. د لیکونکي په ذوق پورې تړلې خبره ده. او دلته ذوق دا پرېکړه کړې ده چې په ټولو هغو خیالي جوړښتونو شک وکړي او په اړه یې پوښتنه وکړي چې د ده خپل نه دي، په دې توګه هغه ځواب ومومي چې د ده خیال بشپړوي. په همدې ترڅ کې، سوریالیزم دغه انسان دې ته هڅوي چې له هغه څه سره مخامخ شي چې عجیبه او بې‌ مانا ښکاري، نو بنآ یو داسې رادیکاله نوښت ته لاره هواره وي، چې په کې د نړۍ بدلون او د ژوند بیا اختراع ممکنه کېږي.،،.

د نجیب الله مرموز ٬تور غر او تیاره ښار،  کیسه زما په ګومان د ماشوم د ویرې، ګډوډ ذهن او رواني فشار نړۍ په سوریالیستیکو صحنو کې انځوروي.

د سوریالیستي ادبیاتو په مهمو ځانګړتیاو کې ، د واقعیت او د نه مننونکي خیال ګډېدل، د مکان او زمان ګډوډي،  بې منطقي یا نا اشنا پېښې، ناجوت انځورونه او خوبوړې فضا یادېږي. دا ډول کیسې د واقعي ژوند له منطق سره نه جوړیږي او خیال یې هم داسې وي لکه خوب. په دې کیسو کې شعور او لاشعور سره ګډیږي او لاشعور غلبه کوي . په دې کیسو  کې یو ځوان د کلي په کروندو کې روان دی خو ناڅاپه له یوې ونې بلې ته الوتل پیل کړي، دلته کلی او کروندوې واقعي فضا ده خو د الوتلو برخه یې خیالي ده. د مکان او زمان د ګډېدلو لپاره یې شاید په کیسه کې ووینو چې یو سړی په دښته کې غرمه اتڼ کوي او څو شېبې وروسته یې د ښار په یوه دوکان کې وینو چې د سهار چای څښي. د بې منطقه یا نا اشنا پېښې بېلګه به یې دا وبولو چې سپین ږیری دی خو وزرې لري او ماشوم له ځان سره مخ په بره الوځوي. دا پېښه د رښتیني منطق خلاف ده یا یې نابلده او نا اشنا بللی شو. ناجوت یا نا عادي تصویرونه هم په سوریالیستي کیسه کې داسې راځي چې مثلآ ښوونکی په ټولګي کې ویده دی خو درس ورکوي. او خوبوړې فضا بیا داسې دنیا وي چې ګواکې د مارانو په ځاله کې انسان پروت دی، تکه توره تیاره کې دی یا لوی ګړنګ ته د لوېدو خبره ده.

دغه ځانګړتیاوې په ٬تور غر او تیاره ښار، کې لیدل کېږي .دا کیسه له پیله تر پایه پرېمانه سوریالیستیک عناصر لري. لیکوال د ماشوم له لیدلوري داسې نړۍ انځوروي چې پکې د واقعیت او خیال پوله نړېږي او لوستونکی د یوې خوبوړې، تر ډېره د یوه ډاروونکي خوب غوندې فضا سره مخامخېږي. تر ټولو څرګنده سوریالیستیکه نخښه د کیسې د وزر لرونکي بوډا حضور دی. بوډا د عادي انسان په څېر خبرې کوي، خو د وزرونو لرل او د ماشوم د پورته وړلو توان یې د واقعي نړۍ له منطق سره نه جوړېږي. دوی د کورونو او د بازارونو پر سر ګرځي، چې طبعآ د خیال فضا ده. همدا د خیال او واقعیت ګډېدل د سوریالیزم اصلي نړۍ ده.

په دې کیسه کې ماشوم یو وخت په غونډۍ کې له نورو هلکانو سره دی، خو څو شیبې وروسته یې ځان د لوی مارکېټ شاته په یوه لویه کنده کې وموند. د زماني درک ګډوډي هم په متن کې ښکاره ده مثلآ ماشوم نه پوهېږي چې سهار دی که ماښام. دا ګډوډي د سوریالیزم هغه ځانګړتیا ده چې د خوب د فضا تقلید کوي چې مکان او زمان پکې ناڅاپي بدلېږي.

 په تور غر او تیاره ښار کې د ماشوم دننه حالت په خیالي صحنو کې راښودل کېږي. د ماشوم د شمېرنې تکرار ٬٬تر لسو پورې حساب کولی شي…،، د خوب او تشویش د حالت نخښه ده، یعنې ماشوم د ځان ډاډه کولو  لپاره یو حرکت تکراروي.

د ترافیک بې‌ حرکته څېره، د ښار عظمت او توره فضا، د باد خوځښت، د موټرو غږ او د پلاستیکونو الوتل ټول داسې جزییات دي چې منطقي تسلسل نه لري، خو فضا ته د ډاروونکي خوب بڼه ورکوي. سوریالیستان دا ډول صحنې د واقعي کیسې د بیان لپاره نه بلکې د دې لپاره کاروي چې لوستونکی د کرکټر د احساساتو نړۍ ته ورګډ کړي.

که څه هم کیسه ظاهراً د ماشوم، بوډا او ښار تر منځ د تخیلي سفر په اړه ده، خو د سوریالیزم له زاویې دا د ماشوم د ډار، یوازیتوب او نااشنا نړۍ د درک کیسه ده. لیکوال هڅه کوي لوستونکی مجبور کړي چې د عقل له لارې نه، بلکې د احساس له لارې متن درک کړي. اصلي پیغام دا دی چې د انسان په ذهن کې داسې نړۍ شته چې د ظاهري نړۍ قوانینو ته غاړه نه ږدي.

د  ٬تور غر او تیاره ښار، وزر لرونکی بوډا، د زمان او مکان ګډوډي او د ښار تیاره فضا هغه سوریالیستیک عناصر دي چې لوستونکی پرې د ماشوم د رواني حالت دننه فضا تجربه کوي.

ډاکټرې شریفې شریف پر دې کیسې وویل ٬٬ د بوډا وزر ښه پیل و خو دغه تیم بیا نه دی غځول شوی. د تیم and unity  harmony   ( یو والی او همغږي)  نشته. ټوټه ټوټه سمبولیک او سوریالیستې انځورونه او کرکترونه دي. نه دي سره اوبدل شوي.،،

د ډاکټرې شریفې شریف خبرې دقیقې دي خو ګومان کوم د بوډا د وزرونو بیا نه یادول د کیسې وحدت  نه زیانمنوي. په دې ډول کیسو کې سمبولونه د پلاټ د نظم یا کرونولوژیک سیستم لپاره نه کارېږي. وزرونه د الوت، تېښتې او د ماشوم د ازاد ذهن د امکان نخښه ده، که څه هم کیسه بیا د بوډا وزرونو ته نه ده ورګرځېدلې خو  همدا حالت د کیسې په ټوله فضا کې  شته. په سوریالیستي بڼه کې  د کلاسیکو کیسو  غوندې یو سمبول تر پایه نه وي، بلکې  د حسي انعکاس لپاره یې کاروي، چې په همدې کې یې ادبي قوت نغښتی دی.

په تور غر او تیاره ښار کې  ټوټه ټوټه سمبولیک او سوريالیستي انځورونه هم د دې کیسې کمزوري شاید ونه بلل شي، بلکې د دې ډول روایت یو تخنیک یې وګڼو. هلک، ښار، کنده، مارکېټونه، او د نجلۍ کور ټول د یوې ګډې فضا،  تیارې، وارخطايي، د ذهن تیتوالی او د ژوند  د کرکجن انځور بېلابېلې برخې راښکاري. وحدت دلته د پلاټ په منطقي تسلسل کې نه، بلکې په ګډ حس، ګډ ټون، او په پرله پسې راغلې رواني فضا کې دی. همدغه انسجام کیسه یوځای ساتي.

د مادرید پوهنتون استاد انهېل زپاتا ته مې د ګوګل په مرسته د تور غر او تیاره ښار کیسه په اسپانوۍ ژبه وژباړله، ورته ومې ویل چې ژباړه شاید دقیقه نه وي خو خپل نظر پرې راکړه چې د سوریالیستي سبک بېلګه یې بولي که نه؟ دوی راته ولیکل:

٬٬ دا کیسه بې له شکه چې له اغېزه ډکه او ښکلې ده. یو ژور خوبوړی حالت لري ځکه چې د دودیزو کیسو غوندې د علت او معلول له عادي منطق سره سر نه خوري، دا کیسه بل ډول انځورونه او عناصر ګډوي، هغسې چې سوریالیست هنر یې کاروي.  زما یې شاعرانه احساس خوښ شو او په ځینو ځایونوو کې یې د طنز مالګه خوندوره وه. ستا خبره سمه ده چې پر دې کیسې د سوریالیزم اغېز ښکاره دی. خو بیا به یې هم پوره سوریالیسته کیسه ونه بولم. ځکه چې رښتینی سوریالیزم په لوی لاس قواعد ماتوي چې باغي واوسي. دا کیسه له خوبوړي تصویر سره سره لا هم نرم او ارام احساس لېږدوي، او د منلو یا نه ردولو حالت یې ساتلی دی. عمومآ سوریالیزم ډېر افراطي وي چې د رومانتیکو دودوونو له بغاوته سرچینه اخلي. نو له لویه سره دا لیکنه زه داسې سمبولیکه کیسه بللی شم چې د سوریالیزم پیاوړی اغېز پرې پروت دی خو ټوله سوریالیسته نه ده. ،،

د ډاکټرې شریفې شریف او د انهېل زپاتا نظرونو ته په پام به دا ومنو چې تور غر او تیاره ښار ، کیسه ټوله سوریالیسته نه ده خو په پښتو داستاني ادبیاتو کې یې ښایي د سوریالیستي کیسو هڅه وبللی شو. دا چې نه په بشپړ ډول دودیزه ده، نه واضحه او نه هم افراطي سوریالیسته، همدا یې ځانګړتیا ده. په دې ډول کیسې کې خوبوړی حالت، د طنز مالګه، او د علت او معلول له عادي منطق څخه لرې تګ، ټول د نوښت نښې دي. دا ډول تجربې چې د کیسې د بیان دودیز چوکاټ ماتوي او لوستونکي ته نوې فضا او نوې تجربه ورکوي، خپل ارزښت لري.

دا هم  د نجیب الله مرموز د تور غر او تیاره ښار کیسه

تور غر او تیاره ښار

نجیب‌الله مرموز

هلک درګرده ځانته ويل، چې که نن په هر ډول له هغه وزر لرونکي بوډا سره مخ شي، ورته ووايي، چې نه‌ ورسره ځي. دی به هغه ته پېټۍ ورښيي او سپين به ورته ووايي:” ما يو حيوان راوړی”_ البته د حيوان په اړه يې نه غوښتل ډېر څه ووايي، ځکه تر اوسه آن نه‌پوهېده، چې څه‌شی دی _” او که له تا سره والوځم، وبه ډار شي‌.” خو هلک ښه پوهېده، چې دی به په هېڅ ډول ځان ترې خلاص نه‌کړی شي. بوډا به یوه خبره هم وانه‌وري او دی به له ځانه سره بوځي. تېر وار چې دوی سره مخ شوي وو، هلک نه‌ورسره ته؛ خو بوډا ويلي وو:” بچيه، راځه، نن چې ته هر ځای ښیې، هلته دې وړم. راځه، درباندې وګورم، چې مستې پلورونکې نجلۍ غواوو ته واښه وروړي، بیا په انګړه کې څملي او راديو اوري.”

خو هلک ته خوب ته ورته، ګواکې تبه يې هم وه، ګړبېده او بوډا ته یې وويل، چې خوب راځي.

خو بوډا لاس نه‌اخیست:” موږ دواړو کله ليدلي وو، يو کال مخکې وو کنه؟ ته وګوره وزرونه مې څومره اوږده شوي.”

په هلک سر ګرځېده او نږدې لوېدلی وی. بوډا يو وزر هلک ته ورمخکې کړ، وزر د هلک په لېنګیو تر خېټې پورې تېر شو. هلک وويل، لکه کاغذ.

بوډا وويل:” څه وايې چې دا به څومره ماشومانو جور کړی وي؟”

او شېبه وروسته دوی د مستو پلورونکې نجلۍ د کور پر سر وګرځېدل. دوی نجلۍ ولیده، چې په اخوره کې یې غواوو ته واښه واچول او بیا ولاړه، په انګړه کې په کټ کې پرېوته او راډيو يې ورواخیسته.

همدغه ځای د غونډۍ پای او د تور غره پيل دی او هلکان باید سره جلا شي ده. البته دی له هلکانو سره د دوی تر کورونو هم تلی شوی، چې بیا له هغه ځايه کور ته ولاړ شي. خو دې سره يې د کور لاره دوه وارې اوږدېده او په دې غرمه کې دومره تګ خورا زور غوښت. هلک د پېټۍ دننه وکتل، کوچنی حيوان و، لکه موږک، لويه لکۍ یې درلوده، ځان يې سره ورټول کړی و او د خېټې منځ یې پورته پورته غورځېد. هلک وويل:” ډارېږه مه، موږ خو د جومات په لاره نه ځو، موږ په تور غره ځو”- او بیا یې له ځانه سره وویل، چې له دې وروسته به دی خپل حيوان ته د ټولو لارو، په تور غره کې د مماڼو- چې مازې ده ته ورمعلومې وې- او آن د مستو پلورونکې نجلۍ او خپله د هغه وزر لرونکي بوډا په اړه ووايي- بیا یې پېټۍ پورته ونيوه:” هغه زموږ کور دی. وګوره، که منډه کړو، دوو دقیقو کې رسېدلی شو.”

د هلک زړه وو، چې ووايي، دی تر ټولو هلکانو په منډه کې تېز دی؛ خو ويې نه‌ويل، فکر يې کاوه، چې که يې مازې په دې اړه خبرې پيل کړې، نو آن تر کوره پورې هم نه‌شي خلاصېدی.

همدا شېبه یې ځان د یوه لوی مارکېټ شاته په یوه لویه کنده کې وموند، شاوخوا یې زړې وسپنې پرتې وې او ځای ځای ډېراونونه جوړ وو. مارکېټونو په تیاره کې سرونه آسمان ته پورته کړي وو؛ لکه تر ده، چې راګرځېدلي وي. نرم باد یې وېښته ښورول. موټرې تېرېدې. هلک وشمېرل، چې د دوو موټرو د تېرېدا تر منځ تر لسو پورې حساب کولی شي او دا په منظم ډول تکرارېدل. له ځانه سره یې وویل، چې یا خو ماښام دی او يا سهار وختي. په دېوال یې لاس ايښود، چې ونه لوېږي. لړزېده. ترافیک د دوه لاري په غوټ منځ کې، په ځړېدلي سر ولاړ و او ښکته یې کتل. ګواکې خوب ورته یا شايد ويده و. هلک ورو  د هغه په لېنګي لاس کېښود:” تا مې ورور نه‌دی لیدلی؟”

ترافيک پورته وکتل او سر يې وښوراوه، یانې نه.  او هلک وليدل چې د ترافيک سترګې بوډا ته شوې دي. پر ترافيک بیا سر وځړید او سترګې یې سړک ته ونیولې، هلک يې خواته ودرېد. له دې ځايه څو کرښې سړکونه ښکارېدل. چې یو یو موټر پرې تېرېده او پلاستيکونه یې له ځانه سره الوځول. هلک وشمېرل، چې د دوو موټرو د تېرېدا تر منځ تر لسو پورې حساب کولی شي او دا په منظم ډول تکرارېدل. مارکېټونو په تیاره کې سرونه آسمان ته پورته کړي وو او داسې ښکارېده، لکه تر دوی دواړو چې راګرځېدلي وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...