تاند (شنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۵ مه) په کندهار کې د طالبانو د حکومت سرچینې وايي چې په سپین بولدک کې تېره شپه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه له کابو دوه ساعته وروسته درېدلې ده.
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس، علي محمد حقمل، فرانس پرس اژانس ته ویلي چې پاکستاني ځواکونو په جګړه کې سپکه او درنه توسله کارولې ده او د دوی له لوري ویشتل شوي د هاوان ګولۍ د عام ولس پر کورونو لګېدلې دي.
هغه زیاته کړې: «نښتې پای ته رسېدلي او دواړو لورو د اوربند پر سر هوکړه کړې ده.»
د کندهار د والي ویندوی حمیدالله ذفطرت ویلي چې د تېرې شپې په جګړه کې په سپین بولدک کې ۴ ملکي وګړي او یو سرتېری شهیدان شوي او لږنرلږه ۴ نور ملکیان ټپیان شوي دي. پاکستان د خپلو مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې تېره شپه د جګړې د پیل په اړه د سرحدي پولیسو ویاند عابد فاروقي بیا ویلي چې «پاکستاني ملیشو اوربند ته ژمنتیا ونه ښوده او په سپین بولدک کې یې برید لومړۍ په ګرنیټ انداز غورځولو او بیا جنګ پیل کړ، اوس زموږ ځواکونو پر هغوی ځوابي برید پیل کړی دی.»
د جګړې په ترڅ کې یو بل ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه دواړو خواوو رسماُ څ نه دي ویلي خو په سپین بولدک کې ځینو طالب سرچینو ویلي چې په دې دوه ساعته نښته کې یو میجر یو کیپتان او څو نور پوځیان وژل شوي او ۴ یې ژوندي نیول شوي دي.
پاکستان د جګړې په لړ کې خپلو پوځیانو ته د مرګ ژوبلو د اوښتو په اړه څه نه دي ویلي.
خو د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف ویاند ویلي چې «دا افغان ځواکونه وو چې د چمن پولې په اوږدو کې یې بېدلیله ډزې کړي دي.»
د پاکستان د حکومت ویاند، مشرف زیدي، په یوه بیان کې ویلي: «پاکستان په بشپړ ډول چمتو دی او د خپلې خاورې د بشپړتیا او د خپلو وګړو د خوندیتوب لپاره ژمن پاتې کېږي.»
د جګړې د سیمې څو اوسېدونکو رسنیو ته ویلي چې جګړه د شپې لس نیمې بجې پیل شوه او نژدې دوه ساعته یې دوام وکړ. د دوی په وینا اوس وضعت ارام دی.